Categories

اعلان

Loading…

انوارالحق احدي د ايتلاف د جوړولو لپاره په ترکیه کې له دوستم سره وکتل

تاند- د نوې ملي جبهې مشر انوارالحق احدي په مزارشریف ښار کې د بلخ له والي عطا محمد نور سره له خبرو وروسته ترکیې ته لاړ او د سیاسي ايتلاف په اړه یې له جنرال دوستم سره خبرې وکړې.

انوارالحق احدي، چې د افغانملت ګوند مشر هم دی، تېره اوونۍ له عطا محمد نور سره د اوسني حکومت پر ضد د ايتلاف د جوړولو پر لارو خبرې کړې وې.

ده تر دې وړاندې په پغمان کې د حراست او ثبات شورا له مشر عبدالرب رسول سیاف سره هم لیدلي ول.

تراوسه پورې د عطا محمد نور، محمد محقق او جنرال دوستم له ايتلاف (د افغانستان د ژغورنې) سره د انوارالحق احدي د یوځای کېدو په اړه څه نه دي ویل شوي خو د ښاغلي احدي له هلوځلو داسې ښکاري چې نوموړی سخت لېوال دی چې له دغه ايتلاف سره یوځای شي.

د بلخ والي عطا محمد نور ویلي چې د احدي او خپلو خبرو نتیجه به وروسته اعلان کړي.

534 total views, 1 views today

8 comments

  1. سلیم Reply

    ګیلم جم دوستم د سیاست د خوړ په زړه کی هغه مظبوط نختر دی چی د سیل وخت کی هرڅوک، د لنډغرو رانیولی بیا تر ایخوانیانو او ټټوکراتانو پوری تری لاس چاپیروی – دوستم کریزماتیک لیډر دی خو احدی تش ټټوکرات لډر دی. که د (لیډر) او (لډر) په توپیر ځان پوهول غواړئ، نو دوستم او احدی ته وګورئ

  2. Padhton Reply

    سلاماواحترام
    افغانان بايد چې نوردداسې ذروغجنو او دډالرو غلامان همايت نه کړي او ددوى په خبرو باور به غټه جفا وي

  3. اشنا Reply

    زما په اند د احدي ډډې خارښ کوي…ښه ډډ بډ هم دی، غني خو ځکه ترې نه وژغورل شو چې هیڅ غوښه یې نه درلوده…

  4. Dr Saifi Reply

    داوخت د امنيتي ځواکونو دملاتړ وخت دی نه دشومو اهدافو درسيدولپاره دايتلافونودهغه دري بي سوادانونه خو ملت ګيله نه کوي خواوس داتعليم يافته هم ددريم ټولګي دفارغ پسي روان شوواوښ چه خپله ځان دخر پسي تړي دخاوندئي څه ګناه ده

  5. Omarkhil safi Reply

    سلام
    ده دومره پوهی او علم سره بیا هم دا د خرو سره دوستی کوی لعنت دی په دی پوهی شه
    چی تا کړیده او لعنت دی په هغی خلکو شی چی له تا سره ملګرتیا کوی

  6. Alakozay Reply

    یاره دا احدی خو ډیر خاین سړی دی تاسی وګوری یو سړی چی څو دوکتوراوی لری څی د یوه بیسواده خره په پښو کښی لویږی د پښتون نوم دی خراب کړ چی قدرت دی په لاس کښی وو کوم خدمت دی وکړ صرف خپل جیب د ډک کړ او بس . ددوستم ، عطا او محقق خو پیسی له لاسه تللی څکه ناری سوری وهی ته بیغیرته څه بلا وهلی یی ریښتیا چی ډیر بی اتفاقه قوم یوو دغنی صاحب د ړستونو مارانو

  7. سلظان احمدزی Reply

    احدي به خود د دوستم ملګرتوب کوي چې د هغه غوندې یو غل دی. احدي هم په هغو کسانو کې شامل دی چې د شیرپور د فرقې ځمکه یې غصب کړې او څو میلیون ډالري کور یې پکې جوړ دی. احدی صاحب حساب ته به ځان ټینګوې. وخت راروان دی.

  8. ع شریف زاد Reply

    سلام
    احدی لکه سوی په رڼو سترګو خوب وینی راځی چی له احدی نه یوه ډیره لنډه پوښتنه وکړواو هغه دا چی په کوم منطق یی له بغا وت کونکو سره د ایتلاف په خاطر بده هیله کړې چی نه په فرهنګ نه سیا ست او نه اخلاق کی ځای لری
    ا حدی هغه څوک دی چی د( خطا ب) سره د مرکی په نیمه کی وتښتېد او ځان یی پټ کړ نه پو هیږم چې ځه ډول دکتورا لری
    احدی او دولت وزیری دوه ستر سخندره چې په خپله خبره نه نپوهیږی کوښښ کوی خو ښکاری چی ډیر
    کمزوری شخصیت
    لری

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

د اسد د ٢٨مې جشن کمرنګه دى

 نن د اسد اته ویشتمه د بریتانیا د وخت له امپراطورۍ څخه  د افغانستان د خپلواکۍ د بیرته لاسته راوړلو…

د اسد د ٢٨مې جشن کمرنګه دى

19 Aug 2013 خبرونه خپلواکي Taand.Com Comments (4)

نور

د اسد د میاشتی ۲۸ د افغانستان د آزادی ورځ/…

نن د چهار شنبی ورځ د اسد د میاشتی ۲۸ نیټه ذه. دا هغه ورځ ده چې ۹۶ کاله پخوا په…

د اسد د میاشتی ۲۸ د افغانستان د آزادی ورځ/ محمد اجمل زرمتی

19 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

خپلواکي/ ليکوال : محب الله آرمل

د زمري اته ويشتمه د افغانستان د خپلواکۍ ورځ ده، له نن نه ۹۶ کاله وړاندې په ۱۲۹۸ لمريز کال…

خپلواکي/ ليکوال : محب الله آرمل

19 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د اسد (۲۸) مه د افغانانو د ازادۍ ورځ

استاد لطيف الله حميد - ((د اسد پر (۲۶)مه نېټه د شپې پر اتو بجو د ژوندون ټلوېزيون په انګړ کې…

د اسد (۲۸) مه د افغانانو د ازادۍ ورځ

19 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

افغانستان ولمانځو که خپلواکي؟ د اکمل داوي

 دا اوونۍ ګڼو افغانانو له انګریز ښکیلاک نه د افغانستان د خپلواکۍ د اعلان ۹۶ کلیزه په خورا شور ونمانځله.…

افغانستان ولمانځو که خپلواکي؟ د اکمل داوي

20 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

موږ او خپلواکي/څېړنوال عبدالغفور لېوال

له شاه زمانه تر دې زمانه، موږ نه خپلواک وو او نه بشپړ ښکېل. له شاه زمانه تر دې زمانه، موږ…

موږ او خپلواکي/څېړنوال عبدالغفور لېوال

24 Aug 2016 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

خپلواکي څه ده؟/څېړنوال عبدالغفور لېوال

خپلواکي له کلي مفهومه تر جزیاتو لږ ترلږه دغه څلور معادل مفاهیم په انګریزۍ کې شته : استقلال ، خود ارادیت ،…

خپلواکي څه ده؟/څېړنوال عبدالغفور لېوال

26 Aug 2016 بدلون خپلواکي تاند Comments (2)

نور

شاه غازي امان الله خان او د افغانستان خپلواکي | ګل…

امان الله خان په ۱۸۹۲ م كال د کابل په پغمان كې زېږېدلى، د امیر حبیب الله خان زوی، د امیر…

شاه غازي امان الله خان او د افغانستان خپلواکي | ګل محمد پښتون

18 Aug 2017 خپلواکي مقالې تاند Comments (2)

نور
  • 1
  • 2