Categories

د کباب لمریز منقل جوړ شو

تاند- په امریکا کې یوې کمپنۍ د کباب داسې ماشین منقل جوړ کړی چې د سکرو تر منقل کباب پکې ۵ ځلې ژر پخېږي.

دا کبابپخونکی (ماشین) د لمر په انرژۍ کار کوي. په خپله لمریزه انرژي تولیدوي.

د دې لپاره چې په دغه منقل کې له سکرو کار نه اخیستل کېږي، په هر ځای کې ورڅخه کار اخیستل کېدای شي.

په اپارتمانونو او ځینو پارکونو کې کباب پخولو ته اجازه نشته خو دا منقل مو له دې ستونزې خلاصوي.

دا منقل په ۱۰ دقیقو کې د پسه د غوښې کباب پخوي.

1 comment

  1. نعمت Reply

    سلامونه
    د به څو قيمت لر

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *