Categories

اعلان

Loading…

پر اخلاقو د جګړې اغېزې ||محمد قسیم ځير

اخلاق ډير لوی اوجنګ خورا پارډوکسي بحث دی. پارډوکس په دې دی چې بالفعله جنګ د هر مادي او معنوي بنسټ ورانونکی دی ولې تاریخ ځينې تمدونونه د جګړو پایلې بولې. د جګړې او اخلاقو(جګړیزو اخلاقو یا اخلاقي جګړو) په اړه له دوه زره کلونو راهیسې بحثونه کیږي اما په دې لیکنه کې یواځې پر اخلاقو د جګړې تاثیرونه رابرسېره وو.

نامتو ارواه پوهان فروید او کوندراد لورینز جګړه د بشر ذاتي خاصیت باله: دوئ عقیده لرله چې انسان د جنګ له غریزې سره پیدا شوی او جنګ کول د بشر د بیولوژيکي او فطري صلاحیتونو برخه ده. امریکايي څېړونکی جرومي کرول لیکي چې جنګونه د انسان له پيدایښته سره پیدا شوي دي.(که څه هم چې دا یو اختلافي بحث دی).

له اخلاقو څخه مراد: خوی، خصلت یا د انسان نفساني و دروني صورت دی. دیني اخلاق مطلق دي مګر هغه چې کلتوري صبغه و تهداب ولري نسبي ګڼل کېږي. نسبي په دې دي چې د مکان او زمان شرط پرې ایښودل شوی دی. ارواپوهنه د بشر اخلاق بدلېدونکي او ډاینامک ګڼي. د شلمې پېړۍ افغان لیکوال قیام الدین خادم په نوې رڼا کې لیکلي چې انسان د چاپيریال زیږنده ده (د محیط مولود دی). چاپيریال نیغ په نېغه د بشر روح(نفس ناطقه)  او حتی بیولو‌ژیکي جوړښت تر اغېز لاندې نیسي.

د منفي پالنې (Pessimism) له فلسفې مکتبونو پرته هم په اکثرو ټولنو کې دا ذهنیت موجود دی چې اخلاق یې ورځ تر بلې خرابېږې. جان اوکلین د بریتانیا تمدن په اثر کې لیکي: د انګلستان په ټولنه کې دا منل شوې چې اخلاق یې په تېره نیمه پېړۍ کې ډير د منفي جهت پر لور تللي دي. پر افغانستان د تپل شوې جګړې څلوېښت کلونه پوره کېدونکي دي. جنګ د مادي بنسټونو په څير د هیواد اخلاقي نظام او د ارزښتونو سیستم هم ډير زیانمن کړ. زمونږ یو نسل د جنګ لومړنی عسکر او دوه نسلونه مو په جګړه کې وزېږدل او رالوی شول. د نورو جنګ ځپلو ټولنو په نسبت د افغانستان په محافظه کاره او سنتپاله ټولنه کې تر ډیره کوښښ کیده چې د اخلاقي معیارونو پيروي وشي. خو د استاد عثمان ترکي ارواښاد په وینا : جګړې د کلاشینکوف نسل وزېږاوه چې له وژنې، وهنې او ترهه-ونې پرته په بل څه نه پوهېدل. زمونږ جامعه د معاشي او سیاسي بې ثباتۍ سربېره له معاشرتي ناورین سره هم مخامخ ده.

جګړې د دولتونو ځواک له منځه وړي. د اجرایې قوې پرته یا د کمځواکې اجرایوي قوې دولت پخپله د انارشۍ باعث ګرځي. جګړه یز چاپيریال انساني ژوند له عادي و اصلي حالته وباسي چې دا ناعادي اوضاع په اخلاقي بحران تمامېږي.

پر اخلاقو د جګړې له ناوړه تاثیرونو یو دا دی چې جنګ ټولنیز بنسټونه فلجوي، فعالیت یې حد اقل ته راولي او یا یې له منځه وړي،. د کورنۍ، جومات، ښوونځي، پوهنتون او نورو فرهنګي و اکاډمیکو مرکزونو ويجاړیدا یا په جنګ باندې تمرکز په ټولنه کې د اخلاقي روحې تولید ودراوه. د جګړې صفونو ته د ځوانانو د ورماتو لپاره باغي او یرغلي صفتونه تزریقیدل. طبیعي ده چې په داسې شرایطو کې د نیکۍ، صبر،زغم او بخښنې مفهومونه زیانمن تمامېږي.  له همدې کبله له عالي اخلاقي ځانګړتیاو پرهېز وشو چې په پایله کې ماتولو او غوڅولو زمونږ ټولنیز لاشعور ته لاره وکړه. مشهور پښتو متل چې په جنګ کې حلوا نه ویشل کېږي، زمونږ د جګړیزو اخلاقو او پر اخلاقو د جګړې د اغېزو ښه ثبوت دی. په جګړه کې د ټولنیزو او پوهنیزو بنسټونو ويجاړیدنې پر اخلاقو بل اغېز دا وکړ چې ولس ورسره نالوستی پاتې شو. بېسوادي له اخلاقي دایرې د وتنې لومړنی عامل دی. ناپوهې په اخلاقي لحاظ خطرناکه ځکه ده چې یو نالوستی وګړی د یوې کورنۍ او په ټوله کې د یو نسل د ناپوهۍ او بې تهذیبۍ باعث ګرځي.

د رواقي فلسفې لارویانو به ویل چې د اخلاقو موخه د انسان پر کړنو د عقل حاکمول دي. ولې جګړې د اخلاقو موخه(د عقل حاکمیت) له منځه وړي او د احلق لمن الغلب (زورور په حقه دی) نظریه حاکموي. پر اخلاقو د جګړې بل اغېز دا دی چې جنګ منصبونو، منابعو او امکاناتو ته د رسېدو روا او انساني لارې تړي. د امریکا د ازادۍ په اعلامیه کې ژوند، ازادۍ او بریالیتوب ته د ازادې هڅې کولو حق درې اساسي فکتورنه ول چې د متحده ایالتو په پرمختګ کې ېې غټه ونډه لرله، ځکه کار اهل کار ته سپارل کیده او معیار کفایت او استعداد و. د هغه عصر په نوره نړۍ کې د منصبونو او بریالیتوبونو بنسټیز شرایط میراثي او طبقاتي ول. په جنګ کې نا اهله وګړي د وسلې په وسیله لوړو مقامونو او پراخو منابعو ته لار پیدا کوي. کله چې د ټولنې عام وګړي دا حالت وګوري نو له زده کړو، مهاروتونو او تجربو یې باور پورته کېږي. د رشوت، فساد، واسطې په ذریعه هڅه کوي چې پرمختګ وکړي او همدا نامشروع لارې ورته د بریا یقیني پوړۍ ښکاره شي.

که څه هم چې له جګړې مخکې په افغاني ټولنه کې رشوت یو اندازه موجود و. مګر د ډير منفور او ناوړه عمل نسبت ورته کیده. بډې اخیستونکي ته په سپکه سترګه کتل کیدل او د ټولنې ترمنځ بې باوره شخص ګڼل کیده. په تېرو څو کلونو کې افغانستان د نړې په کچه لومړی او دویمه درجه فاسد هیواد اعلام شو. یاده ادعا که غرضي او ناکره وبولو، بیا هم زمونږ په ټولنه کې فساد په ډيره لوړه کچه موجود دی. نه یواځې چې بډې اخلو بلکې رشوت تقریباً اوس یوه عامه ښکارنده ده. ډير هیوادوال ګورو چې بډي اخلي او هیڅ د خجالت احساس نه کوي. ځينې لا د ملګرو او خپلوانو ترمنځ په ډير ویاړ سره د خپلې رشوتخورۍ کیسې هم کوي. فساد یواځې دولتي نه دی. په کلي کې د ملک، جرګه کې د مرکچي او ناحیه کې د ګذر د وکیل بډې اخیستل زمونږ په ټولنه کې د سیسټامټيک او رېښې کړې فساد بېلګې دي.

ډيری افغانانان چې پرمختللو ټولنو کې اوسېدلي د یادو هیوادونواو افغانستان په پرتله کولو سره زمونږ د جامعې پراخلاقو توندې نیوکې کوي. نامتوهندی لیکوال شیف کهیرا لیکي: تاسې به داسې ټولنه پیدا نه کړئ چې دولت یې فاسد او جامعه صالحه وي. همدارنګه داسې پاک دولت به ونه مومئ چې ټولنه یې فاسده وي. څرنګه چې دولت د ټولنې له بطنه راولاړ شوی نو که دولت په جنګ کې وي ښکاره ده چې ټولنه هم په جګړیز حالت کې ده او دا جګړه د جامعې اخلاق تر مستقیمې شعاع لاندې نیسي.

پر معنوي ارزښتونو د جګړې بل اغېز اقتصادي انګېزه لري. جنګونه اقتصادي رکود منځ ته راوړي، ولسونه بې کاره کېږي او بېوزلي زېږي. څېړنې ښیي چې فقر د اخلاقي فساد لومړی عامل دی. خواړه د انسان د اړتیاو د هرم په اوله پوړۍ کې دي. پښتو متل دی چې وږي سره لار نه کیږي. په همدې ډول بېوزله وګړی له هرې ممکنه لارې او د هرې وسیلې په کارونې سره ځان او کورنۍ ته د ژوند د لومړنې ضرورتونو د اکمال هڅه کوي ولو که دی له هرې اخلاقي پولې پرې اوړي. پر اخلاقو د بې کارۍ د ډيرېدو دوهم اغېز دا دی چې سالم مصروفیت له منځه ځي. دویم خلیفه عمرفاروق(رض) فرمایي چې د بې کاره انسان ‌‌ذهن د شیطان کور وي. د مذهبي او ارواپوهنیزو قاعدو پر بنسټ که د انسان نفس پر اخلاقي نورمونو مهار نه کړای شي نو بشر د شیطان او تخریبي فعالیتونو پر لور هڅېږي او یا هڅه-ول کیږي. د نوې پېړۍ په راتلو سره د سالم مصروفیت دودیزې موسسې ونړېدې او جنګ د عصري یا ښاري تفریحځایونو د جوړېدو مخه ډب کړه. هغه ځوانان  چې پر مخدراتو روږدي شوي، ډيری یې بې روزګاره ول.

اخلاقو باند ې د جګړې بل زخم کډوالي ده. افغانستان د مهاجرت ډیر اوږده مخینه لري. خو زمونږ د اوسنۍ او مخکینۍ کډوالۍ توپیر په دې کې دی چې د نولسمې پېړۍ یا له هغې مخکې ټول مهاجرتونه ګاونډیو یا د سیمې هیوادونو ته شوي دي. هند، ایران، عربي نړۍ او د هیواد شمالي ګاونډيان یې د بېلګې په توګه یادولای شو. (د محدود شمېر اوښبه وو افغانانو پرته چې استرالیا ته تللي ول).

پر هیواد د شوروي  له یرغل او بیا د تنظیمي او راورسته د نیابتي جګړو له کبله د افغان کډوال ډير شمېر اروپایي او غربي نړۍ ته مهاجر شول. د ګاونډيو هیوادونو کلتور او ارزښتونه زمونږ له فرهنک سره ډير ورته دي او بل دا چې یادو هیوادونو ته د کډوالو شمېر ډير محدود و. لویدځي نړې ته بیا خبره برعکس وه. هم مو ارزښتونه په ټکر کې ول او هم د کډوالو شمېر خورا ډیر وو.

پر اخلاقو د مهاجرت اغېز دا وه چې کډوالۍ په کورنۍ کې د دوه نسلونو( په هیواد کې د لوی شوي او په بهر کې ستر شوي) افغانانو ترمنځ غټ درز رامنځ ته کړ. پلار د افغاني فرهنګ د ساتنې لپاره کوښېده ولې اولادونه د هویت له ناورین سره مخامخ ول. کور کې دننه یوه ټولنه وه او له کوره بهر بله جامعه او نور ارزښتونه ول. ځوان یا بهر رالوی شوي نسل ته دا ډيره ستونزمنه وه او ده چې د کومو معیارونو له مخې کوم اخلاق غوره کړي. همدغه پوښتنې د کورنیو د فیزیکي او عاطفي پاشل کیدو لامل شوې. د کډوالۍ بل تاثیر په هغه ځوانانو و چې یواځې کډوال شوي ول. دوئ کورني ایډیالونه او سالمو اخلاقو ته د هڅېدو انګیزه له لاسه ورکړه چې اکثره یې پر رواني ناروغیو اخته شول. ځينو بیا د مورني او د میشتي هیواد د اخلاقو د ګډولو کوښښ وکړ چې دې بله سردردي پیدا کړه.

پر اخلاقو د جګړې یو ژور تاثیر د جګړیزو ایډیالونو رابرسېرېدنه وه. جګړې کورني او اکاډمیکې قدوې یا له منځه وېوړې یا یې بې ارزښته کړې. جنګ د پېړیو خاوري شوي جنګیالیان د خلکو ژبو ته راورسول. توره معیار شوه او وژنه د تګړه توب ثبوت وګرځيده. د جګړیزو اتلانو کارنامې، ویناوې، انځورونه او هر څه د ویاړ سمبول وګڼل شول. دې ايډیالونو د ځوان نسل په وجود کې د جنګ ساه پوه کړه او اخلاق هم د همسنګر جنګیالي سره تر وفادارۍ رالنډ شول. د جنګي ايډیالونو ښه بېلګه په ادارو، رسمي غونډو او ان  د فرهنګي دیپلوماسۍ خلاف په علمي او کلتوري پروګرامونو کې د جنګیالانو عکسونه یادولای شو. داسې نه ده چې مونږ پوهنیز اتلان نه لرو ولې هیواد په جنګي حالت کې دی نو وفات شوي جګړیز مشران مو د نجات پر فرښتو منلي دي او دا زمونږ پر اخلاقو د جګړې مشهوده نښه ده.

جنګ نفرت زېږوي چې د ټولنې د عاطفي اخلاقو د خنثی کیدو باعث ګرځي. د روانې جګړې یو تاثیر دا وه چې په ولسوالیو او کلو کې کې د ولسونو تر منځ تربګنۍ او دښمنۍ راولاړې کړې. ددې دښمنیو سربیره جګړې دومره جنګخوښي کړو چې د ننواتې، عذر او د ښځو لخوا د بخښنې لپاره د قران شریفونو وړلو دود بې اغېزې کړ او له منځه يې یوړ. زمونږ اخلاقي کوډونه او دوکترین د جنګي چاپيریال له کبله د کمزورتیا او بې ننګۍ نښې وبلل شوې. دم ګړۍ په هیواد کې د جرګې او روغې سربېره خلک غچ اخلي. له جرګو پس د انتقام اخیستل پنځوس کاله مخکې په هیواد کې نادوده او ناوړه عمل حسابېده. جنګ کرکه زمونږ د ژوند برخه وګرځوله.

پر اخلاقو د جګړې له تاثیراتو دا هم دی چې جنګ په ټولنه کې نرواکي او پلارواک حاکموي. افغاني ټولنه چې د جوړښت له مخې د نرواکۍ (Masculism) او پلارواکۍPatriarchy)) پر بنیاد ولاړه ده، له پېړیو په کې نران او بیا مشران نارینه د کور او کورنۍ مشري او اداره پرغاړه لري. جګړې نه یواځې چې  زمونږ د ټولنيز سیستم د عصري کیدو مخه ونیوله بلکې سړي یې نور هم پر ټولنه مسلط کړل. چون ښځې او ماشومان په جګړه کې برخه نه لري نو همدا وجه ده چې ډيری قرباینان هم همدوئ دي.

د چین لرغونی فیلسوف منسیوس چې له کنفسیوسه یوه پېړۍ وروسته  زېږدلی دی، پر اخلاقو د جګړې اغېزې داسې بیانوي: جنګ د سالمې ټولنې د جوړښت مانع ګرځي. یاد فیلسوف د فرادو او ټولنو د جنګ مخالف و او ویل به یې چې جګړې د فضلیت، اخلاقو، تقوا او عدالت ضد عملونه دي. منسیوس جنګ اسماني جزاء بلله.

د ماشومانو او ښځو سره تاوتریخوالی، د کورنیو او افرادو ترمنځ بې باوري، د جنایي جرمونو ډيرښت، بدبینۍ او په ټولیز ډول جګړې زمونږ پر ټول اخلاقي سازمان ژور منفي اغېز کړی دی. که چیرته د جنګ زیانونه حسابېدل نو هرګوره زمونږ پر اخلاقو دې د جګړې ګوزارونه له پامه و نه غورځول شي.

   إنما بعثت لأتمم مكارم الأخلاق. حدیث شریف

اخذونه:

Etiska Krigare?; Jan Eriksson, Institutionen för Samhällsvetenskap.

Johan Oakland, British Civilization, 2010

المغربي، الشیخ عبدالقادر، ژباړن قیام الدین خادم، یونیورسټي بُوک ایجنسي، پيښور، ۲۲ میزان ۱۳۱۸.

داوري، فرهاد، سیاستپوهنه، مومند خپرندویه ټولنه، ۱۳۹۱ل کال.

د لیکوال یادښتونه.

ستاکهلم

۲۰۱۷/۸/۴

88 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *