Categories

اعلان

Loading…

زموږ د مطبوعاتي مسوولیت يو بل اړخ|| زبیر افغان

زموږ د دولت په بوديجه کي د مطبوعاتو لپاره ځانګړې بودیجه سته. میلینونه ډالر د کال دې کار ته ځانګړي کېږي او په زرګونو که نه وي په سلګونو کسانو ته د ښو معاشونو په ور کولو يې خپل هیواد کي دندې ورته پيدا کړې. زموږ ملي راډيو او ټلويزون، د اطلاعاتو او کلتور وزارت او د علوم اکاډمي په هیواد کي د روان ناورین د هغه اړخ لپاره څه کړي چي دا وحشت ترې سرچینه اخلي؟ زموږ د هیواد روان جنګ له مذهبي پلوه توجیه کېږي. د جنګ یو عمده عامل همدا مذهبي تعبیر دی. نو د مطبوعاتي مسوولیت په دې برخه کي زموږ دې سلګونو معاش خورو ککریو څومره مثبت کردار ادا کړی؟

راسئ دلته لیږ د مسوولیت دا اړخ را وسپړو او د نژدې هیواد پاکستان له مطبوعاتو سره يې یوازي په يوه اړخ کي پرتله کړو.

لومړی به د پاکستاني مطبوعاتو یو دوه مثالونه وړاندي کړم. کله چي په پاکستان کي د مشال خان په نوم یو محصل د دهریت په تور محصلینو له څه ثبوت او محکمې پرته په وحشت شهید کړ، نو پاکستاني مطبوعاتو په دې اړه د سیاست پوهانو، حقوقو پوهانو او … تر څنګ له دين پوهانو سره هم مرکې وکړې.

د پاکستان له مهشور ديني سکالر جاويد احمد غامدي سره په دې اړه مرکه پر سوشل ميډيا ډېره کښته پورته سوه. غامدي د کره ديني نصوصو په استناد دا کړنه يوه غیر ديني، غیر انساني او غیر قانوني وبلله.

دويم مثال يې د حفصې مدرسې دی. کله چي راډیکال ملا عبد العیزیز په اسلام اباد کي د شرعي نفاذ لپاره پاڅون وکړ، نو پاکستانۍ ميډيآ د پاکستان له ګڼو ديني عالمانو سره په دې اړه مرکې وکړې. د عبد العیزیز له کړۍ ماسیوا ټولو پآکستاني عالمانو د هغه عمل له شریعت سره متصادم وباله او پاکستانی ولس يې د هغه له ملاتړ څخه منعه کړ. له دې امله چي کله پاکستاني پوځ پر هغوئ بريد وکړ، مسجد يې په ګولیو وویشت، مدرسه يې ړنګه کړه، نارینه و ښځينه زده کوونکي يې ونیول، زخمي يې کړل او حتا ښه ډېر يې ووژل. د ملا عبد العیزیز ورور غازي رشيد يې هم قتل کړ. خپله عبد العیزیز يې د تيښتي په حال کي ونیوی. اما پاکستاني ملت د ديني عالم عبد العیزیز د ملاتړ پر ځای د خپل حکومت حمایت وکړ. په دې کي تر نیمايي ډېر مثبت کردار د پاکستاني میيډیا وو. هغوئ دا بری تر لاسه کړ چي ولس يې له حکومت سره وتړی او تر منځ يې کومه خلا پاته نه سوه. حتا د پاکستان ټول مذهبي ګوندونه، ملایان او مدرسې هم د حکومت په څنګ کي ودرېدل. پاکستانی حکومت که پر میډیا میلینونه ډالر مصرف کوي، نو همدغسي د ډالرو په اندازه مثبت کار يې ورته کړی دی.

تر دې وروسته به زموږ د مطبوعاتو دې اړخ ته راسو. زموږ د هیواد افراطیانو ټول هغه جنایتونه تر سره کړل چي دا مهال يې یوازي انسان فکر کولای سي. د جنایتونو نوي ډولونه يې رامنځته کړل او په دې برخه کي يې ښه زورو اجتهادونه وکړل. د عامو افراطي ذهنه کسانو له لوري د فرخندې وژنه د هیچا هېره نه ده. مګر په دې اړه زموږ د ميډیا غبرګون څه وو؟ که د فیسبوک یو څو روڼ اندي نه وای، نو تر ننه به هم فرخنده ملامته او هغه د زیارت خیرن به پر حق وای. زموږ ميډیا د دې شرعي اړخ را ونه سپړی. داسي عالم يې ونه ږغاوه چي د کره نصوصو په ملتیا يې دا کار ناانساني او غیر اسلامي بللای وای. په اینده کي يې د شریعي دلایلو په وړاندي کولو له دې کاره خلګ منعه کړي وای. دا چاره يې د محکمې دنده بللې وای او هر کس چي دې کار کي داخل وای د هغه د جدي محکمې غوښتنه يې کړې وای. خو افسوس او بیا هم یوازي افسوس!

د مسجد له چاوديدا را ونیسه بیا د روغتون تر ورانۍ او ناروغ تر وژلو هر ډول جنایتونه يې په دې هیواد کي وکړل او لا يې هم کوي. افراطیانو د قلم خاوندان د قلم په وجه وژلي، خبریال يې د ژورنالیستوب له امله وژلی، ديني عالمانو يې سولي ته د بلنې په بانه له ژونده محروم کړي، قومي مشران، سپينږیري او مخور يې د دې لپاره چي د قوم اتحاد ختم او د دوئ په وړاندي يې د دريدا لیږ احتمال هم پاته نه سي، له دولت سره د همکارۍ په تور اعدام کړي. مکتبونه، لیسې او پوهنتونه يې په دې شک بند کړي چي کفر ته دعوت پکي کېږي. عام خلګ يې له بازارو په دې خاطر را ګرزولي چي بیا دولت ته نژدې کېږي. د ولسي خلګو ګوتې يې ځکه ترې پرېکړې چي د خپل هیواد مشر د ټاکلو لپاره يې رایه ور کړې وه. د صحرايي محکمو په پریکړو يې له خلګو سرونه پرې کړي، ښځې يې اعدام کړې، ماشومان يې وژلي، د لاري ړندو بمونو يې د خلګو ودونه په غم بدل کړي، وراوي يې په نښه کړې، جنازه کي يې ځانمرګي بريدونه کړي، فاتحې يې په غمل لړلې، د یوه غم پر ځای يې خلګ د سلو نورو غمونو پر ټغر کښېنولي.

عامه تاسیسات يې وران کړي، په بازار کي يې جنګونه کړي، ماینونه يې انفجار کړي، د ښځو په جامو کي يې ځانمرګي کړي، د میرمنو په چادري کي پټ سوي، عامه کورنه يې د مورچې په توګه استعمال کړي، د ښځو له منځه يې پر دولتي عسکرو وارونه کړي، مسجد يې د جنګو، پلان جوړونې، ټرینینګ، خوب، خوراک او مورچې لپاره کارولی. د عامو خلګو ودانۍ ته پورته سوي او د هغوئ له اجازې پرته يې له هغه ځایه د دولتي مامور د وژلو لپاره جنګ کړی چي په ترڅ کي يې څو پلا هغه د میلینونو ډالرو ودانۍ له منځه تللې. تر سل ځله زیات يې په مکتبونو کي قران کريم او سپارې سوځولې. د معلم غوږونه يې پرېکړي، مسلت يې کړی او حتا ښوونکی يې د معلمۍ په خاطر له کوم جرم پرته وژلی. پر عبادت ولاړ سړی يې وژلی، د یوه کس لپاره يې داسي بريدونه تر سره کړي چي پنځوس نور کسان ور سره وژل سوي. معابد يې وران کړي. په هیواد کي يې د مذهبونو ترمنځ خپل منځي جنګ ته په وار- وار لمن وهلې. شیعه مسلمانان يې یوازي د خپل مذهب له امله وژلي. پر لویو لارو ولاړ وي او مسافر له موټرونو کښته کوي او د مازي شک پر بنیاد يې سلګونه واره بې ګنا کسان وژلي. د مکتب د نجونو پر مخ يې تر شل ځله زیات تیزاب پاشلي. پاته دي نه وي چي په اسلام کي د مخ له وهلو منعه سوې، اما افراطیانو له دې هر څه په سرغړونې د نجونو مخونه ورته مسلت کړي. لنډه دا چي دبديو دا کتار يې دومره اوږد دی چي دلته يې یوازي نوملړ یادول هم هیڅ امکان نه لري.

نو تر دې وروسته به اصلي خبرې ته راسو. د دين له اساسي کتاب (قران کریم) څخه واخله بیا د فقهې او تفسیر تر کتابونو زرګونه کتابونه د دې هر عمل په غندنه ډک دي. د اسلامي نړۍ په لر و بر کي زرګونه داسي علماء نن هم سته چي د افراطیانو دا اعمال يې د شریعت له نظره غندلي او افراطیان له دینه په سرغړونه، د ديني ارزښتونو تر پښو لاندي کونې او د خوارجو پر پله په پل ښودلو ملامت کړي دي. مګر زموږ د ولس غوږ ته د یوه اواز هم زموږ میډیا نه دی رسولی. په تېرو پنځلسو کلونو کي د دولتي مطبوعاتو له لوري یو داسي کتاب هم نه دی نشر سوی چي د دين له اړخه د باغیانو دا اعمال وغندي او ولس ته سمه ديني لاري په ګوته کړي.

زموږ ملي راډيو او ټلویزون د نړۍ د يوه عالم په وړاندي هم زموږ د هیواد حالات بیان نه کړل چي له هغه څخه د روان جنګ په اړه د هغه نظر وپوښتي او زموږ تر غوږه يې را ورسوي. نن چي نړۍ د یوه کلي په شان ده او د نړۍ په هر کونج کي د داسي عالمانو کمی نه سته، نو زموږ د مطبوعاتو مسوولین به يا د غفلت خوب وړي وي یا په ارادي توګه نه غواړي چي د دې روان ناروا جنګ په اړه د نړۍ د علماؤ نظرونه تر موږ را ورسوي.

د مطبوعاتو مسوولیت همدا دی چي د جنګ رواني اړخ پياوړی کړی. خپلو افرادو ته په رواني توګه تکیه ور کړي. د دې ناروا جنک د حراموالي لپاره يې بايد له پيله داسي ټيم وای چي د اسلامي نړۍ د عالمانو دروازو ته درېدای، د هیواد حالات يې د هغوئ په وړاندي بیانولای او د ديني عالمانو اغیزناک، پارونکي او د افراطیانو ضد ږغونه يې زموږ تر غوږه را رسولای چي زموږ عسکر، مامور او دولتي کارمند د خپل کار د حقانیت او د افراطیانو د نا اسلامي کړنو په حقیقت پوه سوي وای.

هغه دیني منبع يې بايد د افراطیانو له منګولو ایستلې وای چي هغوئ هره ورځ زموږ د مرګ لپاره فتواګاني تر را اخلي. هغه دین ته منسوب د وحشت ږغ يې بايد په ستوني ور بند کړی وای چي د افغانانو د وژنې لپاره افراطیان پاروي. هغه ملا يې بې اهمیته کړی وای چي لا هم د بل د ګټو په خاطر زموږ د وینې ارزښت د ناسمو په فتواوو په ورکړه کموي. هغه لیکوال يې شرمنده کړی وای چي د افغانانو د وژنې، ربړونې او په تحمیلي ډول جنګ ته ور کشونې غندلو ته يې قلم لا نه وي جوړ سوی او یا د دې لپاره لیکل کوي چي پر دې اور نور تیل ور توی کړي. هغه بې مسوولیته ژونالیست يې ملت ته ور پېژندل وای چي په دې سخته ورځ کي د خپل ملت په درد ور نغی بلکي د خپل ولس د بیخ کیندنې لپاره د بل ډول او سرنا ږغ ته خپل میکروفون نیسي. هغه دولتي چارواکي يې رسوا کړي وای چي د خپل ولس پر وینو تجارت کوي، زموږ د وینو په پلورلو خپل کور جوړوي، زموږ تر ملي ګټو د نورو ګټې ورته اهمیت لري او په دې سخته ورځ يې خپل ایمان، وجدان او غیرت د څو ډالرو په بدل کي پلوري او ټول ور سره امکانات د ملت د بربادۍ لپاره پر کار اچوي.

خو له بده مرغه زموږ ميډیا هغه څه نه کوي چي تمه يې ترې کېږي. زموږ ميډیا په ورځ کي دولس ساعته وخت د ترکيې او هند فلمونو ته ور کوي خو د خپل ولس په دې سخته ورځ يې خوا نه بدېږي. که د مسوولیت دې اړخ ته پام ونه سي، نو فکر نه کوم چي دا اور دي قابو سي. که زموږ ملت را ويښ نه کړل سي نو د نورو د ګټو لپاره به لسګونه کلونه نور هم د دين تر نوم لاندي سره ووژنو. د بل پر موږ دا څلويښت کاله زړه ونه سوځېده نو نور څلويښت کلونه يې هم راباندي نه سوځي. ځکه نو د ملت پوهلو ته اړتیا ده چي د جنګ اور مړ کړي او خپل ولس و وطن له سوځېدو څخه وژغورو. په دې کي تر بل هر چا رغنده رول مطبوعات لري خو صد افسوس زموږ مطبوعاتو یا دا اړتیا نه ده احساس کړې یا هم په ارادي ډول همداسي غافل پراته دي چي د لامل په اړه يې زه هيڅ نه پوهېږم.
زبیر افغان
۲۰۱۷/ اګست/۴

28 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *