Categories

اعلان

Loading…

غني خان او شراب|| ابراهیم ایمان

په څلورم ټولګي کې وم او له شعر سره مې لیونۍ مینه وه، هغه وخت مې رحمان بابا لوست خو د بابا په دیوان کې به د شرابو یادونې یو څه خوابدی کولم او ما به  فکر کاوه چې ضرور بابا شراب څښلي دي نو ځکه یې دلته په شعر کې هم یاد کړي دي.

خو د وخت په تیریدو سره مې دا سوال حل شو؛ د شعر بیلابیل کتابونه مې مطالعه کړل او په دې پوه شوم چې شراب په شعر کې د زړورتوب په مانا دي او سمبولیک رول لوبوي، ما دا خبره په مخکنیو لیکنو کې هم کړي ده، خو هغوی پرې غلي شول چې په غني بابا باندې یې  په دې خاطر لیکنې او نیوکې کولې چې په شعر کې یې شراب یاد کړي دي..

هغه خلک چې په غني خان داسې نیوکې  کوي عمده استدلال یې دا وي چې شاعران په شعر کې هغه  څه یادوي چې خوند یې  څکلی وي، خوړلي یې وي او یې څښلي وي! دوی وايی چې شونډې یادوي او  زبیښلي یې نه وي دا خو  بیا سوچه او نګه دروغ شول.

زموږ لویه ستونزه دا ده چې پر ادبياتو غږیږو خو په  اصولو، قواعدو او اساساتو یې خبر نه یو، په کار خو داسې ده چې اول یې زده او بيا خبرې پرې وکړو.

موږ د شعر په برخه کې داسې شاعران لرو چې د خپل شعر لپاره به يې کومې اساسي او اصولي زده کړې نه وي کړې خو شعرونو به يې  په زړو کې ماڼۍ ابادې کړي وي. دا کار يې هم د شعري اصولو د مراعات پايله ده چې د يوې الهي وړتيا پر اساس يې دغه اصول پلي کړي وي.

د پښتو زیاترو  شاعرانو په خپلو شعرونو او نظمونو کې د شرابو ذکر کړی دی، خو دا په دې مانا نه ده چې دوی ګواکې شرابیان وو، دوی شونډې یادې کړي دي خو کیدای شي د شونډو خوند یې هیڅ لیدلي نه وي.

او ځینې خلک په غني بابا پسې وايي چې دا شرابي وو او د خپل شعر په وسیله یې خلک شرابو ته تشویق کړي دي، اول خو باید دا را سره ومني چې غني شرابي نه وو، او که بیا قناعت نه کوي او وایي چې شراب یې څښل(!) نو هغه د ده شخصي کار و چې سزا او یا بښنه یې په خدای پورې مربوطه ده، نو کله چې څوک د چا په لیکلنو او یا اشعارو کرکتنه کوي حق نلري چې د شاعر او یا لیکوال شخصي حریم نقض کړي  او که څوک دا کار وکړي نو د هغه د علمي ضعف او ناپوهۍ په مانا ده.

بل موږ دا منو چې غني په شعر کې شراب یاد کړي دي خو هیڅ وخت یې په مستقیمه او غیر ( شاعرانه) ژبه څوک  نه دي ورته هڅولي، دا زما نظر دی ځکه زه چې د غني شعر لولم او شراب یې چې په کوم بند کې یاد شوي وي، ما شرابو ته نه تشویقوي.

شعر ته هر څوک له خپلې زوایې ګوري کیدای شي شاعر یو مراد ترې لري او لوستونکي بل؛ کیدای شي غني خان هر ځای کې شراب په بیله بیله مانا په خپل شعر کې را وړي وي او زه په خپله هم په هر ځای کې بیلابېلې ماناګانې ترې اخلم چې زیاتره وخت د زړورتیا په مانا وي.

دا  ډېره غلطه خبره ده چې په ځینو شعرونو خپله غني پوهیدو او موږ نه پرې پوهیږو نو که داسې وي ولې یې هغه شعرونه د غني خان سره یو ځای خاورو ته ونه سپارل چې یواځې غني پرې پوهیدو؟

دا خبره مې ځکه وکړه چې باید هر لوستونکی د شاعر شعر خپله ځان ته تفسیر کړي او خوند  و پند ترې واخلي، دا به له شاعرانو سره ستره جفاوي وي چې ځینې شعرونه یې په ځای پریږدو او ووایو چې د دې مانا یواځې د شاعر سره وه، هغه مړ دي نو دا ځینې شعرونه یې موږ ته بې تفسیره پاتې شول.

خبره په شرابو کې وه د هغه خلکودا ادعا چې په ستر غني دا الزام لګوي چې خلک یې شرابو ته هڅولي دي سخته غلطه ده ځکه د غني نه مخکې ډېرو شاعرانو په خپلو شعرونو کې  د شرابو ذکر ان په افراطي توګه کړي وو زه یې د فارسي شاعرانو څو مثالونه  درته راوړم:

دل در هوس شراب گلرنگ خوشست
با بربط و با نی و دف و چنگ خوشست
انوری
گریبانم مگیر ای محتسب ! چون می پرستم من
کزین دامان تو بوی شراب ناب می آید
امیرخسرو دهلوی
خیز و در جامم شراب ناب ریز
بر شب اندیشه ام مهتاب ریز
اقبال لاهوری
در دیر شدم ماحضری آوردند
یعنی ز شراب ساغری آوردند
ابوسعید ابوالخیر
شراب تلخ می خواهم که مرد افکن بود زورش
که تا یکدم بیاسایم ز دنیا و شر و شورش
حافظ
بر رخ ساقی گلرنگ پریشانی زلف
عکس موجی است که بر روی شراب افتاده است
کلیم کاشانی
من آن نیم که حلال از حرام نشناسم
شراب با تو حلالست و آب بی تو حرام !
سعدی
بوی عشرت در بهار ، از لاله می آید که اوست
در دلش سودای عشق و در سرش جام شراب
سلمان ساوجی
نخست عهد من این شد به پیر باده فروش
که بی شراب کهن ساعتی به سر نبرم
فروغی بسطامی
العطش ای عشق ، تلخ آبی به خاک ما بریز
از شرابی جرعه ای بر جان پاک ما بریز
عرفی
هم تو مگر پیاله ای ، بخشی از آن می کهن
ورنه شراب دیگری نشکند این خمار را
وحشی بافقی
خونابه می خورم ز غم و گریه می کنم
آری شراب ، گوهر هر کس برون دهد
امیرخسرو دهلوی
جز یک شراب هر دو نخوردیم ، پس چرا
چشم تو مست گشت و دل اوحدی خراب ؟
اوحدی
پر شد ز شراب عشق جانا ، جامم
چون زلف تو ، برهم زده گشت ایامم

دا وو د فارسۍ ژبې د بیلابیلو  شاعرانو هغه شعرونه چې د  شرابو ذکر یې پکې کړی و، دا شاعران د غني خان نه ډېر مخکې تیر شوي وو او زیاتره یې د اسلامي دین علما او عارفان وو خو په ډاډ زړه یې په شعر کې د  شرابو ذکر کړی دی.

د فارسي ژبې ادیبانو هم یاد شعرونه له علمي نقد څخه نه دي ژغورلي خو داسې بې منطقه او بې استدالاله نقد یې نه دی کړی لکه زموږ ځینې نقادان(!) چې په  غني خان یې په دې وروستیو کې جعلي او  توهین امیز نقد پیل کړی دی.
د پښتو ډېرو شاعرانو  په شعرونو کې د غني له شاعرۍ نه مخکې  شراب یاد کړي دي لکه  ستر خوشال چې وايي:

زه خو شرابي یم شیخه څه راسره جنګ کړې
برخې ازلي دي کاشکي ما د ځان په رنګ کړې

په دا شعر کې خوشال بابا شیخ او ناصح ته په ښکاره نارې وهي چې زه شرابي یم، سبا ته به تش په نوم او بې سواده نقادان پورته کیږي او خلکو ته به وايي چې خوشال ښه شاعر نه و، شرابي و او دا یې هم ثبوت دی. زه په ډاډ سره ویلي شم  چې ډېر خلک به خوشال پسې بد رد ووایې ځکه زموږ ادراک ډېر ضعیف دی او زیاتره وخت په احساساتو کې راځو او د هر چا خبره منو خو کله بیا د چا رښتیا  خبره نه منو ځکه دلته د  دروغو هسې هم له رښتیاوو نه ډېر زور دی!
اخري خبره به مې دا وي چې شعر مستقمه ژبه نه ده چې څه ولیکي هماغه یې مطلب شي او لوستونکي باید هغسې  برداشت  ترې وکړي بلکه شعر غیر مستقیمه ژبه ده.
و ما علینا الاالبلاغ.

20 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *