Categories

اعلان

Loading…

زموږ په پوهنتونونو کې پټ تعلیمي نصاب او د هغه اغیز

سید شاه ویاړ||

تعلیمي نصاب د هر ښوونیز او روزنیز بهیر روح ګڼل کیږي، چې د هغې په مرسته روزونکي او زده کوونکي خپل فعالیتونه تنظیموي. له تعلیمي نصاب څخه بیلا بیل تعریفونه شويدي، چې د هغو د جملې څخه یو دا دی:  ټول هغه امکانات چې د زده کړې په موخه د زده کوونکو په واک کې ورکول کیږي تعلیمي نصاب بلل کیږی. تعلیمي نصاب په دوو برخو ویشل کیږي، چې یو يې رسمي یا ښکاره تعلیمي نصاب دی او بل يې غیر رسمي یا پټ تعلیمي نصاب دی. رسمي تعلیمي نصاب د درسي موضوعاتو او تحصیلي مؤسسو د زده کړه ایزو توکو لرونکي وي کوم چې په لیکلي بڼه شتون ولري. خو پټ تعلیمي نصاب د شاګردانو د زده کړې پیچلي برخه تشکیلوي، چې په هغه کې د شاګردانو او ښوونکو تر منځ روانشناختي تعاملات، احساسات، تجربې، علاقې او نور ځای لري او په لیکلي بڼه شتون نلري. د پټ تعلیمي نصاب په کمیت او کیفیت باندې په یوه مشخص وخت او ځای کې نشو پوهیدلای. کیدای شي ځینې وختونه د پټ نصاب اغیز له ښکاره نصاب څخه ډېر وي، ځکه هغه څه چې د پټ نصاب له لارې زده کیږي زموږ د علاقو، احساساتو او میلانونو له مخې صورت نیسي او دا تجربو ښودلي ده چې دا ډول زده کړې نسبتاً باثباته او اغیزمنې وي.

زموږ په پوهنتونونو کې هم په محصلینو د پټ تعلیمي نصاب یا (Hidden Curriculum) مثبت او منفي اغیز شتون لري، چې کیدای شي منفي اغیز يې له مثبت څخه ډېر وي. په دریو حالتونو کې د پټ تعلیمي نصاب اغیز مهم رول لري. لومړی د محصلانو او استادانو تر منځ د اړیکو پر مهال، دویم د محصلانو د ګروپونو تر منځ د اړیکو پر مهال او دریم د استادانو تر منځ د اړیکو پر مهال.

په لومړي حالت کې محصلینو سره د استادانو راشه درشه او د هغوی سلیقې او کرکټرونه مهم رول لوبوي. زموږ په پوهنتونونو کې به کم شمېر استادن وي چې د محصلانو په وړاندې د هغوی سلوک پر محصلانو مثبت تأثیر ولري یانې هغوی دې محصلانو ته درناوی ولري، له هغوی سره دې مهربانه او مینه ناک چلند وکړي، محصلانو ته دې په ارزښت ور کولو قایل وي او د خپل مثبت کرکټر په اساس دې يې محصلان متأثره کړي وي. د بېلګې په توګه ډېر کم استادان دي چې د هر محصل سره ځانګړي علاقه لري  او له هر یوه سره په هر وخت کې عادلانه چلند کوي، کله چې هر محصل ترې پوښتنه کوي سر بیره په ځواب ویلو، استاد له هغه شاګرد څخه مننه هم کوي او یو نوع د خوشالۍ تمثیل هم کوي، نو محصل هم په راتلونکي کې لا ډېرې پوښتنې او تبصرې کولو ته تشویقیږي، چې پدې توګه د شاګرد محوري سېستم زور اخلي او د محصلانو په ځان باور زیاتیږي، د پوهنتون او ټولګي سره يې ځانګړي مینه پیدا کیږي. له بده مرغه ډیری استادان محصلانو ته بیا هیڅ د محصل په سترګه خو څه چې آن د یوه انسان په سترګه هم نه ګوري. ډیر کله مې په خپل پوهنځي کې د استادانو له خولې اوریدلي دي چې دا محصلین هیڅ د سړي زامن نه دي، حتی دا خبرې يې هغوی ته مخامخ هم کړیدي. استادان محصلینو ته په ډېر ټېټ نظر ګوري، چې له همدې وجې محصلین د حقارت احساس کوي او په ضمن کې دا ور سره زده کوي چې شاګرد د مُريې یا غلام په څېر دی، د استاد هرې خبرې ته باید لبیک ووايې او هغې ته له حده زیات احترام باید وکړي.

محصلان سربېره د حقارت او یا ځان ته د کم لیدلو پر عقده، د استادانو د دا ډول سلوکو اغیز پر محصلانو دا هم دی چې د هغوی ذهنونه غلام روزل کیږي او په راتلونکي کې دوی هم د ارواپوهنې د اصل له مخې د نورو سره ورته چلند کوي او د هغوی ذهنونه هم غلام روزي. دلته زموږ په پوهنتونونو کې د محصلینو سره د استادانو چال چلند په داسې ډول دی لکه د یوه دښمن سره؛ نو ځکه د محصلینو په زړونو کې د ټولو استادانو لپاره عقدې پیدا کیږي او کله چې همدا محصلین فارغ شي، ډیری برخه يې آن د استادانو سره د مخامخ کیدو په صورت کې هغوی ته سلام هم نه ورکوي. په همدې توګه په ټولګي کې د ډیری استادانو له لوري د پوښتنې کولو پر سر له محصلانو سره د کینې او عقدې پیدا کولو په اساس محصلان زړه نه ښه کوي چې په راتلونکي کې له استاد څخه د هغه څه په اړه پوښتنه وکړي چې نه پرې پوهیږي، دا خپله یو غټ منفي اثر دی چې د استادانو له رويې په محصلینو غورځیږي. او یا دا چې د نهايي ارزونو پر مهال کله چې د ځینو شاګردانو نمرې خوړل کیږي او د لایحې له مخې وغواړي چې په استاد عریضه وکړي؛ نو د هماغه استاد له خوا همدغه محصل په راتلونکي آزموینو کې ټارګېټ کیږي، چې په دې توګه نور محصلین هم ویریږي او دا زده کوي چې که په استادانو د دې وجې عریضه وکړي چې نمرې يې کمې ورکړيدي، نو په استادانو بده لګیږي.

زه خپله دا داسې صحنو شاهد یم چې د شوقې له اعلان وروسته ماته ځینې محصلین راغلي دي، د ګېلې په شکل يې په ډېر عاجزانه انداز ادعا کړیده چې پوښتنې يې سمې حل کړې وې خو نمرې يې کمې دي. ولی ما به چې هر څومره ور ته وویل، تاسو لاړ شئ د آزموینې کمېټې ته عریضه وکړئ؛ خو هغوی به بار بار ویل چې نه، تاسو به خفه شئ. ما به که هر څومره هغوی ته ډاډ ورکوه خو هغوی ویریدل جرئت يې نشو کولای. دا د پټ نصاب هغه برخې دي چې په محصلینو خورا منفي اغیز پرېباسي.

ډیری وخت په نا وړاندوینه شوي توګه ځینې محصلان د ځینو نورو څخه منفي یا مثبت اغیز مني او زده کړه ترې کوي. ما چې په خپل پوهنځي کې لیدلي ځینې محصلین د ځینو نورو څخه مثبت شیان زده کوي، د مثال په توګه کله چې په ګروپي کارونو کې یا په نورو صنفي فعالیتونو کې ځینې محصلین ډېره ونډه اخلي، په درسونو کې کوشش کوي، په بحثونو کې حوصله کوي، مهربانه وي او د دې هر څه په بدله کې امتیازات هم تر لاسه کوي؛ نو نور محصلین هم د دا ډول محصلینو د مثبتو کړنو څخه اغیزمن کیږي او همدا کړنې تقلیدوي، چې په پای کې یې په رفتار ژور مثبت اغیز پريباسل کیږي. په همدې توګه د ځینو شاګردانو له منفي کړنو هم ځینې نور اغیزمنیږي، ځینې تنبل محصلین په ټولګي کې په لهو لعب خپل وخت تیروي، چې د څنګ ملګري هم د ده له دا ډول رفتار څخه اغیزمن کیږي. مثلاُ کله په ټولګي کې فېسبوک کاروي، کله په نور چټي شیانو ځان بوختوي او پدې توګه د څنګ ملګري هم په همدې مرض ککړوي.

ځینې وخت زموږ د پوهنځيو په ماحول کې د استادانو تر منځ اړیکې د دې باعث کیږي چې په شاګردانو د پټ نصاب په توګه منفي یا مثبت اغیز واچوي. فرض کړئ چې زموږ په پوهنځي کې د رئیس او استادانو تر منځ اړیکې او همدارنګه د ځینو استادانو تر منځ اړیکې په ظاهر کې ښې خو په واقعیت کې ښې نه دي، په غیاب کې یو له بل څخه شکایتونه کوي او یا ځینې د ځینو نورو استادانو څخه دفاع کوي، چې په لومړي حالت کې محصلین دوه مخی چلند زده کوي او په دویم حالت کې محصلان دا زده کوي چې که څوک ښه کارونه کوي، نو خامخا به حمایت ترې کیږي.

په پایله کې ویلای شو چې زموږ په پوهنځي کې په محصلانو د پټ تعلیمي نصاب منفي اغیز د مثبت اغیز په نسبت خورا ډېر دی. او لاملونه يې کیدای شي کمزوري رهبري، د استادانو اخلاقي او مسلکي کمزوریانې او همدارنګه د روزنیرو علومو څخه د استادانو ناخبراوی وګڼو.

مینه او درنښت

سید شاه ګل ویاړ

د شیخ زاید پوهنتون استاد

۳۱/۴/۱۳۹۶

6 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *