Categories

اعلان

Loading…

ولسمشر غني د روحاني د لوړې په مراسمو کې د ګډون ترڅنګ له ایراني چارواکو سره خبرې کوي

تاند- د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د ایران د ولسمشر په توګه د حسن روحاني د نوې دورې د لوړې په مراسمو کې د ګډون لپاره تهران ته ځي.

تهران ته د ولسمشر غني د سفر لپاره د ولسمشرۍ د تشریفاتو ټیم تهران ته رسېدلی دی.

د حسن روحاني د لوړې مراسم د شنبې په ورځ /اګست۵/ جوړېږي.

ولسمشر غني به د تهران د سفر په لړ کې له ایراني چارواکو سره، چې د اوبو پر سر یې له افغانستان سره په مخالفت کې د طالبانو ملاتړ زیات کړی دی، خبرې وکړي.

روانه اوونۍ د فراه چارواکو وویل چې د ایران سپاه پاسداران هلې ځلې کوي چې په دغه ولایت کې طالبانو ته مضبوطه اډه جوړه کړي څو دا ډله د افغانستان په خاوره کې د بندونو د جوړېدو د مخنیوي لپاره استعمال کړي.

د فراه د والي ویندوی ناصر مهري او د ولایتي شورا غړي وايي چې د سرحدي ولسوالیو اوسېدونکو او کشفي مسوولانو ورته ویلي چې ایرانیان له طالبانو سره پر له پسې تماسونه نیسي، وسلې او پیسې ورکوي.

په لوېدیځو ولایتونو کې خلک وايي چې ایران د فراه د بخش اباد، د نیمروز د کمال خان او د غور د پوز لیچ بند د جوړېدو د مخنیوي هڅه کوي.

337 total views, 2 views today

1 comment

  1. Mohammad Arif Haleemy Reply

    حالاتوته په کتو سره دیره ضروری ده چی دولسمشر ملا تر وکرو دا اتحادونه چی کوم خلک جوروی دافغانستان دخلکو په گته ندی بلک هغوی خپله ایند په خطر کی وینی داتیکه داران باید دقانون منگولو ته وسپارل شی.که عاقل او پاک انسان وي، حتمي يی ملاتړ کوي، خو که مفسد وي نه يی کوي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *


۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه…

تاند، چهارشنبه، د اسد ۳۰مه: ولسمشر د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ رغول شوې د دارالامان ماڼۍ په شاندارو…

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه په وینا پرانیستل شوه

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور
  • 1
  • 2