Categories

اعلان

Loading…

د طالبانو عدالت|| تمنا شېبه

ښايي ډېرې داسې جملې خولې ته راشي، چې په ويلو يې پښېمانه شم، یا د کورنۍ له لوري وګواښل شم، یا د ټولنې خلک مې ورټي، سپکې سپورې راته ووايي.

زه د يوې داسې ټولنې غړې يمه، چې يواځې د غم، کار او ستونزو په وخت کې مرسته کولی شم، زه د ژوند له انتخاب نه محرومه يم، زه له چا سره په وازه خوله خبرې نه شم کولای.

ټول غمونه او دردونه را ترغاړې دي، که مې ورور بدمعاشۍ ته لاس اچوي او د چا تندی په نښه کوي، د کلي مشران، د کلي علما او د قومونو مشران مې  لوڅې پښې او سر تور سر د مقتول کورنۍ ته ورسپاري.

زه د ستونزو په ګرداب کې ورکه يمه، زه باید د ماشوم زېږونې فابريکه و اوسم، زه باید ډاکتر ته لاړه نه شم، ځکه ډاکتر نا محرمه او د نجونو زدکړې ناروا دي.

زه د ټولنې له سترګو هغه لوېدلی يو بې سېکه وجود یم، چې ټولنه له ما پرته د تکامل پړاوونه وهلی نه شي، ټولنه کې زما شتون  په جسد کې د روح په څېر ده، خو بیا هم د ټولنې وګړو زما وجود بابېزه ګڼلی دی.

زموږ د کلي ملا امام سره خو تاسو ټول شناخت لرئ، کله چې په منبر کيني، نو د بيبیانو کيسې پيل کړي، کله، کله خو يې سترګې له اوښکو راډکې او غرېو يې په ستوني کې خبرې پرې کړي، په ډېر افسوس ووايي، چې تر ټولو زیات حديثونه حضرت عایشې رض روايت کړي دي.

تېره ورځ  له همدې منبر څخه زموږ په يوه کليواله باندې تهمت پورې شو، چې له بل چا سره نامشروع اړيکې لري، يوه ډله وسله وال راغلل، زموږ کليواله يې له ځان سره يووړه، يو دوه نور ځوانان يې هم ونيول، تر څو د خلکو په سترګو کې خاورې وشيندي او خلک په دې تېر باسي، چې دا نجلۍ ګناهکاره ده، باید مجازات شي.

د کلي ملا امام د ماښام له لمانځه وروسته غاړې تازه کړې، د محراب په  توفدانۍ کې يې ناړې توف کړې، بیا يې د اولاوډ سپېکر مايک په ټټر وټومبل او په احساساتي چيغو يې  کليوالو ته پېغورونه ورکړل، چې تاسې کله مسلمان ياست، تاسې  دغربي ډيموکراسۍ تر اغېز لاندې راغلي ياست، څو ځله مې نصیحت کې درته يادونه کړې وه، چې خپلو مېرمنو، لوڼو او خوندو ته د بېرون تګ اجازه مه ورکوئ، اوس خو مو پايله وليده، چې ستا د کور يوه غړې د نامحرم په غېږ کې پرته وي او تاسو هډو خبر نه یاست، ټوخي واخیست، په جومات کې يې سترګې وغړولې او په ډېر افتخار يې وويل شکر چې دا پنځه مجاهدين لرو، چې د هرې ناروا مخه يې نيولې ده، که دا د اسلامي امارت مجاهدين نه وای، نو ستاسو هر يوه کور ته به امريکايی رسېدلی و، د همدې څو مجاهدينو قدر وکړئ.

کليوال ځړېدلي سرونه ناست و، لکه دوی چې ټول مجرمين وي، لکه دوی چې د غربیانو سکه وروڼه وي او یا اوس يې له کلیسا د جومات خواته مخ اړولی وي.

د منبر ملا خلک وښکنځل، د پای په خبرو کې يې کليوالو ته بیا پېغور ورکړل، مجاهدين خو هسې هم کورونو ته بيولی نه شئ، نو مجاهدينو ته ډوډۍ راوړي، ترڅو هغوی وږي پاتې نه شي.

لکه پر کلي چې د بلا څپه راغلې وي، خلک ښکته پورته کېدل، خو خاموشي ماته نه شوه، څلورمه ورځ بیا وسله وال طالبان د کلي مسجد ته راغلل، اولاډ سپېکر کې يې  خبرې پيل کړې، خلک يې مخاطب کړل

سبا دوشنبه د مکتب ميداني ته راټول شئ، هغه فاحشه په سزا رسوو، تاسو ټول دې خبر يئ، جېبونه يې له کاغذونو ډک و، هر لاروي ته به يې کاغذ نيو، چې سبا نهه بجې د مکتب ميداني ته راټول شئ،  چې يوه فاحشه د خپلو اعمالو په سزا رسېږي.

ددې خبرو له اورېدو سره مې ټکان وخوړل، چې څومره ژر بیا طالبانو شواهد تر لاسه کړل، زموږ کليواله فاحشه وګڼل شوه او بیا سبا د خپلو اعمالو په سزا رسېږي، خو فکر ملتیا ونه کړه.

ماښام دروازه وټکېده، دروازه مې نيمکښه کړه، هلک راته اوړه ونيول، دا سبا اوو بجوته پاخه کړئ، د میاخان اکا د لور واده دی او سبا يې ورا راځي، له دې خبرې سره مې ټکان وخوړل، چې دوی خو ځکه دومره ژر په يوې نجلۍ فتوا صادره کړه، چې بله خور يې سبا په ډولۍ کې سپږيږي او د خوسر خېلو کلي ته تللې لار هم د مکتب له ميداني تېرېږي.

چا به غوږونه نيول، خدایه د ازمايښت له ځایه مو وژغورې، چا به بیا ويل د پليتو او فاحشو لپاره همدا سزاګانې ښې دي، سبا سهار د کلي ټول زاړه، واړه، ځوانان او له نورو کليو په سلګونو خلک راغلي و، د سات ستنه لس نيمو ته نژدې کېده، چې حنیفې سترګې يې تړلې وه، د سلګونو خلکو په منځ کې يې کېنوله او خلکو ته په خبرو کې يو کس وويل، چې اسلام هر څه ته حدود ټاکلي دي، نو موږ مجاهدينو چې کله څېړنه وکړه، دا نجلۍ ګناهکاره ده، په خپل جرم يې اعتراف کړی  او باید  د خپل عمل پاداش وويني.

وروسته یو بل سړی د نجلۍ خواته نژدې شو، نجلۍ يې سل دورې ووهله، خو يواځې نجلۍ د دورو وهلو مستحقه وګڼل شوه په يوه داسې ورځ حنیفه د طالب یاغيانو له لوري په جزا محکومېږي،چې د بلې خور د ورا موټرې يې هم نندارې ته راغلې وې، د کلي ځوانانو او  پګړۍ وهلو په خپلو موبایلونو کې د صحنې انځورونه اخيستل او ځينو نورو يې بیا ويډيوګانې کولې.

خو اصلا نه حنيفه ګناهکاره او نه يې له چا سره ناروا اړيکې درلودلې، بلکې د حنیفې کشری ورور د محلي پولیسو په ليکو کې خدمت کول، کله چې د وسله والو مخالفينو حيات خان ته زور نه رسېده، نو يې د حيات خان په  کورنۍ او خور يې  خپله غوسه سړه کړه

7 total views, 1 views today

1 comment

  1. حسن Reply

    آخ ، څومره دردونکې کيسه ده ، زمونږ د هېوادوالو حقیقي ژوند همداسې ده لکه چې تاسو انځور کړی دی.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *