Categories

اعلان

Loading…

ورته مسئلې، متضادې پايلې || سپين روان نورزی

تقريباً لسګونه کاله وړاندې په افغاني ټولنه کې د حسن د تشبيې لپاره له ليلا وروسته يوه بله مشبه پيدا شوه. دا پيغله په کندهار کې نړۍ ته راغله او د هغې ښکلا ته په کتو يې کورنۍ نوم پرې ښاپيرۍ کېښود.

کله چې لږه لويه شوه له هغه نوم سره يې چې د څېرې په تناسب ورته ايښودل شوی و، د خپل ذوق سمبول ( نغمه) هم يو ځای کړ، د ټولنې حاکم دودونه يې مات کړل او د هنر لمن يې ونيوله.

د ښاپيرۍ حسن ډېر غوښتونکي لرل، خو د نغمې له ذوق سره به برابر نه ول، له يو لړ کتنو او پلټنو وروسته يې هغه څه پيدا کړل چې هم يې د حسن لياقت درلود او هم د ذوق، يعنې له مشهور هنرمند منګل سره يې واده وکړ.

د دوی ګډو هدفونو او غوښتنو دوی د يوې ښې کورنۍ خاوندان کړل.

دوی د يوه او بل په لاسنيوي کې خپل راتلونکی ليدو، ځکه که نغمه ښکلې وه، منګل د موسيقۍ ښه استاد و، چېرته به چې د نغمې د حسن احترام کېدو، هلته به د منګل د هنر احترام هم کېدو، له بلې خوا نغمه په دې پوهېده چې که د دې له حسن سره د د منګل هنر همکاري وکړي نو دا به د خيالونو نه هېرېدونکي ښاپيرۍ شي، کله چې خپل هدف ته ورسېده منګل يې يوازې پرېښود.

همدې داستان ته ورته يو بل داستان هم شته، چې لوبغاړي يې د سوات درې پيغله سندرغاړي غزاله جاويد او د هغې مېړه دی.

غزاله جاويد هم د نغمې په څېر ښه حسن، تر يوه بريده د سندرو هنر او ډېر غوښتونکي درلودل، خو هغه په داسې کس پسې ګرځېده چې د هغې مادي غوښتنې پوره کړي، نو ځکه يې له يوه شتمن سره واده وکړ.

غزالې غوښتل چې د نغمې په څېر هدفمند کار وکړي، لوټه په اوبو کې واچوي او ځان پرې پورې کړي، ځکه کله چې نغمه په دې پوهه شوه چې د منګل له وجوده يې هغه جوهر تورړلی کوم ته يې چې اړتيا وه، نو موقع يې مناسبه وبلله او هنرمند يې پرېښود او د شتمن شا يې ونيوله، نغمه په خپل چال کې بريالۍ شوه، ځکه هنرمند خپل تنفر او ورسره شوی ظلم د نازکو هنري رمزونو په چوکاټ کې بيانوي، خو بې هنره شتمن خپله غصه د اور په پورې کولو سړوي.

همداسې وشول، منګل اوس هم ژاړي او په سندرو کې کله وايي چې ” مه ولئ، د نغمې د لاس بنګړي په کاڼو مه ولئ” يا ” مه اګر از شوخيهای تو بودم خبر خبر، غم نداری بز بخر، غم نداری بز بخر”؛ کله چې څوک ترې د واده پوښتنه وکړي وايي چې د هغه بل واده پرهرونه مې دې ښه شي، داسې ښکاري چې د نغمې بيلتون يې په زړه کې ژور ټپونه جوړ کړي.

د غزالې ميئن غزاله وګواښله چې ته به خپل هدف ته رسېدلې وې، خو زه نه يم رسېدلی، يا به زما وې يا به د هېچا هم نه وې، همداسې يې وکړل، يو مازديګر يې چې د غصې جام ډک و، د ټوپک خوله يې د غزالې په سر کېښوده، ماشه يې کش کړه او غزاله يې د ابد په خوب ويده کړه.

په دې يادونه کې دوه مسايل د پام وړ دي، لومړۍ دا چې که چېرې د يوې جوړې د يو ځای کېدو هدف کورنۍ جوړول وي نو په دې صورت کې د ژوند ټولې خوږې او ترخې د يوه او بل تر څنګ تېروي، خو که چې يو ځای کېدل د يوه بل هدف لپاره وسيله وبلل شي، په دې صورت کې هره شېبه د دې امکان شته چې د دوی سفر په نيمه لار کې پاتې شي، لکه د نغمې او منګل يا غزالې او د هغې د خاوند. دويمه مسئله دا ده چې هنرمند دې ټولنې ته ښيي او په داسې ظريف انداز د ورسره شويو جفاګانو يادونه کوي چې د هر چا زړه پرې وسوزي، خو بې هنره هر څه په يو دم له منځه وړي.

۱۳۹۶-۴-۳۱

6 total views, 2 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *