Categories

باډيګارډ د موډ، زور او سيالي سيمبول

ډاکټر فرقان احمد توقير

داسې نه ده چې هر نوی شی او ښېګڼه دې د موډ او فېشن بڼه خپله کړي، بد او ناوړه څيزونه تر ښو زيات د موډ او فېشن پر سټيج ځان ځلولای شي.

دلته ده چې بد يا ناوړه هغه له ښو په چټکتيا موډ، دود او فېشن ګرځېدلای شي.

موږ دې خدای لري بدو او ناوړه هغو ته په دوو پښو ناست يوو.

موږ د لوېديځ يا لوېديځوالو منلو دودونو، ارزښتونو ته کله هم نوک نه دی نيولی، خو د بدو او ناوړه هغو په خپلولو کې مو هيڅ خنډ او ځنډ نه‌شوای منلای، ان چې له هغوی يو ګام وړاندې ځغستي يوو.

په لوېديځ کې کتار او خپل نوبت ته په زغم تم کېدل، دود، موډ او کلتور ګرځېدلی، خو موږ کله هم پام‌وړ نه دی بللی. د قانون حاکميت د لوېديځ ځانګړنه ده، خو دلته له پاچا تر چپړاسي ټول پر قانون له پښو ايښودو خوند اخلي، خپل زور او کمال يې ګڼي.

باډيګارډان به د ځينو اړتيا وي، خو ډېريو د موډ او سيالي په توګه پر ځان مسلط کړي.

زه داسې يو کس پېژنم چې بې‌ضرورته يې وسله‌وال ساتونکي ورسره مله کړي وي، که نه زه يې د خونديتوب ضامن يم چې که کومې ناروغي او ټکر له پښو و نه غورځاوه، ګولۍ به پرې څوک خاورې نه کړي.

خو چا ته وايې، ځان او خلک يې ټول په عذاب کړي وي.

بل عذاب دا چې باډيګارډ يې له چا سره کښېني د ده په غيبت يې خوله خلاصه کړې وي، دا چې تنخوا او ماکولات يې په بډه وهي، ډوډۍ يې په نيمه ګېډه ده. دا لا څه کوې چې په کورنۍ پورې يې هم داسې څه درته را باسي چې دلته د راز خبرې بلل کېږي.

د حرکت ملا محمد نبي مرحوم د جهاد په لومړيو کې يو ببر باډيګارډ ساتلی و، د سرپوښ يا بړي توپک د کمالاتو انګازې لا د ملا صاحب له حافظې نه وې وتلې، لا هم په نښه ويشتلو کې له کلاشينکوف، سرپوښ يا بړی توپک غوره ورته برېښېده، له همدې ځايه يې باډيګارډ هم پر همدغه توپک سمبال و چې برچه يې هم پرې سپره کړې وه.

ببر با‌ډيګارډ به په ملا صاحب پسې تر سيوري جوخت ځغاست، ډېری به يې پر توپک درولې برچه له دروازې يا کوم بل مانع سره نښتې يا لګېدلې وه.

له قراره د اورېدو، چې يو وار په دغسې تادي کې مرحوم استاد رباني په غاړه ترې لګېدلی و. داسې هم پېښه شوې چې له ملا صاحب سره په جوخت تللو يې پښه د هغه له پښې سره په لګېدو نږدې دواړه غورځېدلي وو.

ملا اسدالله حنيفي خو يې يو دوه ځله د غورځېدا خبره هم کړې، خو زه پرې خپله غاړه نه‌شم بندولای.

يوه ورځ د اتحاد دفتر ته په راتلو، ببر باډيګارډ همداسې جوخت په خونو کې تلولی او ړنګ بنګ پسې ځغاست چې پښه يې د ملا صاحب له پښې سره تاو شوه، خدای خیر کړ و نه غورځېدل.

خو ملا صاحب باډيګارډانو ته وويل؛ ما دې همدا اوس ووژني، خو له تا مې دې خلاص کړي. له دې څرګندېدله چې دغه بلا بل چا يا وليعهدانو غاړې ته ور اچولې وه.

دا خاطره مې پرون د خوشال خان په امام اعظم جومات کې زموږ د عزيزانو د پاتا له مراسمو په زړه و ورېدله، د امام اعظم جومات موقعيت داسې نه دی چې غټان يا سرکار دې پکې پاتا واخلي، يا دې هم سرکاري پنډتان ورته په راتلو ځانونه وکړوي، بلکې زموږ په څېر خوار او عادي کسان دلته پاتاوې اخلي.

متوفی په اسټراليا کې په حق رسېدلی اوکورنۍ يې هورې په خاورو منډلی و، زما يې د مرحوم له ورور سره پخوانۍ پېژندګلوي وه، هسې هم ما لکه مارشال چملک له تقاعد وروسته پاتاوو ته ورتګ  ځان ته کار ګرځولی، خو د متوفی له ورور سره اشنايي زه اړ کړم له وخته وړاندې کلينک وتړم چې د ده پاکي او درنښت دومره دی، که نن چېرې ولې، بزرګ او د خدای دوست موندل کېدای شي، نو يو به دغه محترم وي.

ده په افغانستان کې د ظاهر شاه او داود خان په حکومتونو کې د ولايتونو تر قوماندانيو دنده لرله، له ګوته په شمار پوليس افسرانو څخه دی چې په بهر کې يې لوړې مسلکي زده‌کړې کړې، خو په دغه ټوله موده کې په کرايي کور کې مېشت و.

د جهاد په وخت کې په کوټه کې د جمعيت نظامي رييس و، دا دومره عايداتي چوکۍ وه چې له ده وروسته څوک پر دغه مقام ولګېد، په کابل، اسلام‌اباد، دوبۍ او امريکا کې د جايدادونو په حساب پسې څوک نه‌شوای رسېدلای.

خو د خدای دغه دوست خپل معاش ته اړولي وو چې د مه مره مه رغېږه ژوند يې پرې تېرېدای شوای.

په را وروسته کې اسټراليا ته کډوال شو. د طالبان تر سقوط وروسته چې له لوېديځه راغلي ښاغلي نېغ په نېغه په لوړو مقاماتو ور وغورځېدل. دی هيڅ مقام ته کانديد نه‌شو، د هيچا په دروازه کې و نه درېد، هيچا ته يې ځان ور و نه ښوو، ان په خپل تقاعد او رتبه پسې هم و نه ګرځېد.

زه د ده په درناوي پاتا ته ورتلم، د جومات په پوړيو چې ختلم مخامخ يو دنګ کوماند راتې پښې ولاړ دي، لکه د فلم، ډرامې ايکټر چې د کوماندو تمثيل ته ولاړ وي، لکه د سلمان خان د باډيګارډ فلم صحنې ته چې ګورې څوک غوړ پوست چې ګوري ټک ورته سلامي شي. پر ما غوندې سپېره يې چې سترګې ولګي تالاشي ته يې ودروي. له تاسې څه پرده، ما ته يې هم يوه بې‌کاره اشاره وکړه، ما ځان ناګاره کړ. سيد شکرالدين اغا راته چې و يې پېژندلې چې د غوايانو ډاکټر يې!

ما ورته کړه، د انسان په پرتله د حيوان ځيرکتيا په دې کې ده چې له ورايه خپل ډاکټر پېژني، خو انسان يې د معاينه‌خانې له پاسه لوحې په لوستو هم سم نه‌شي پېژندلای.

د با‌ډيګارډ د اشارې مطلب تالاشي وه، ما ورته کړه زه د خپل يوه عزيز پاتا ته راغلی يم، تالاشي ته نه، خو ستا يونيفورم ته په احترام تالاشي درکوم. که پر سړک دې هم تالاشي ته درولی وای، غاړه به مې نه وای غړولې.

ده زه ښه په بېخ تالاشي کړم، جومات ته مې له ننوتو په پل نيولو باډيګارډ ته وويل؛ زه د تالاشيو پاتا ته نه ځم، کله هم نه يم تللی.

يو پېژندګلوی تر منځ شو، ورسره ننه يې ايستم، په جومات کې مې داسې کوم مقام و نه‌شوای ليدای چې پاتا دې د تالاشيو پښو ته ټيټه شوې وای.

سرخط  ورځپاڼه

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *