Categories

اعلان

Loading…

دا درې وخته خواړه واجب دي؟ کمالپوري

د نسبتاً یوه څه پاخه عمر لرونکو پر بحث برابر شوم چې د بېلابېلو ګولیو پاکټونه یې ترمخ اېښي وو، یو د بل په سیالۍ کې “ستا څه ګولۍ دي؟ زما شکر دومره و، د دغه ګولیو په برکت دومره راټیټ شو- بل ویل ستا پاکستانۍ بدلې دي؛ دغه اصلي هندۍ در واخله؛ جېب دې سم وسوکنډه، شکر به دې بیخي درختم کړي”

د دې بحث په وروستیو شېبو کې وم، لکه ریموټ چې بدل شي، د فشار او د وینې د غوړ بحث یې راپیل کړ:

“دا جاپانی ګولۍ ګورئ؛ دا نو دې درست کابل کې نشي پیدا کولای، ټک او پتره کوي دې.”

لړۍ یې پسې وغځېده. ما ویل دا زموږ په ناروغیو کې د ټابلیټونو سیالي. پریکړه مې وکړه چې دا رنګې خلک سم تصویر کړه:

سهار لا له لمانځه خلاص شوي نه وي چې په کور کې غوغا جوړه وي:

“تاسې هم ځانونو ته ښځې وايئ، دا وخت دې چای تیارولو دی؛ غرمه ده چای مو لا درک نه‎لري.”

بیا نوهغوی مور مړې ژر ژر څه غوړې پراټې برابرې کړي، هګۍ رومیان شي او کوچ- پیروۍ هم تر دسترخوانه راوغځېږي.

دی چې د دسترخوان د ټولولو په وروستیو شېبو کې وي؛ داسې ګویا شي:

“یره ښار دې ورک شي او دا رنګ دې پسې ورک شي؛ دا نباتي غوړي او دا بلا و بد تر؛ خاورو کې خوند شته او دې توکو کې نه.”

پښې یې سره وغځېږي؛ د شنه چای پیاله یې په لاس وي، دې لسو بجو کې بیا یو نری غږ وکړي:

“یره څه کلیوالې ښځې وې، دې لسو بجو کې به یې د تناره د دې ګرمې ډوډۍ لومړی دستلاپ په تا کاوه او اوس….. ماشینې ښځې دي، ډوډۍ په مېړونو ورغواړي، یا یې هلته خټه پټه، اومې په داش در پخې کړي ځانونه یې سم اسوده کړي.” ….

بیا نو یو څه رانازل شي. غرمه پر ټیک دولسو بجو – (ډېری خلک وختي دې شوربا کې د ماتې کړې ډوډۍ فرمایش له پخوا ورکړی وي) – او یا ځینې نور خواړه پرې برابر کړي، بیا سره تر ماسپښین خوب وکړي مازدیګري چای یې هم بې څه نه وي او بېګاه بیا ګولیو ته هم په فکر شي.

نو ما ویل چې وه سړیه! تا چې داسې خواړه خوړل خو کلي کې دې یوي(قلبه)، خېشاوه، لو- لور او که نورهېڅ نه و د سربند اوبو مخه به دې پآکوله یا چې بیخي به وزګار وې، نو د ویالو واښه او بوټي به دې رېبل، دا خو ښار دی، فزیکي فعالیت ورک دی، هرڅه مخ پر اسودګۍ روان دي. که څه غوړ او مجهز خواړه در پاخه نشول نو داسې مه ګڼه چې ګنې تاته څوک په ارزښت قائل نه شول او یا خدای مه کړه په کمه يې در وکتل.

اوهمداسې مېرمنې! کارموږ ته مه ګورئ، په دې هم نه خلاصیږئ چې ما کلي کې خړوب یا خړوبی (د سپینو خاورو شیره یې پر دېوالو موښله چې سپین راشي- دا کیسې اوس کلیو کې ختمې شوي) کاوه، یامو څپیاکې تپلې، د دوبي په سره ګرمۍ کې مو پر تناره ډوډۍ درپخولی او یا مو یو جریب غولۍ جارو کاوه او اوس پریږده چې ارام ژوند وکړم، د ښار دا هوسا ژوند دې پر موږ نه پیرزو کېږي؟

که څه هم تنور او یا د غوا او خوسي غم مو نه درباندې لورېږي یو لوېشت ځمکه کې مو یو دوه خونې در جوړې کړي او هغې ته مو هم برقي جارو راوړې، نو کیسه سره خلاصه کوو چې پر ګېډه فشار راوړئ دا متل ورک کړئ (مرګ دې وي په مړه ګېډه) د سپورټ امکانات برابر کړئ پلی زیات وګرځئ.

کوښښ وکړئ چې د ټولنې دا بدرنګه فرهنګ له منځه لاړشي څو مېرمنې سپورټ وکړي. روغه څټه ستره باچايي ده.

نوټ: ډاکټر صاحبان دې نه ماڼیجن کېږي چې ګنې په درې وخته ډوډۍ ولې نیوکه کوي موږ افغانان یو که دې د درې وخته توصیه کړي وي، دا راکړې لاس دې د څنګل په پاس بند کې در غوڅوو. ستا توصیه پوهېږم داسې ښار مېشتو ته د سپکو خوړو ده، خو موږ له خپل عادته اړ یو.

په ټوله افغانۍ مینه 

200 total views, 3 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *