Categories

اعلان

Loading…

سرخط؛ په پاکستان کې د سپينو يا سړو کودتاوو دود او کلتور

ځينې هېوادونه چې له ګاونډيو سره د دوښمني په شر اوښتي يا يې حکومتونه په کودتاګانو او زور واک ته رسېدلي، د دغسې ګاونډيو او له واکه د لېرې کېدو له وېرې يې پوځ او استخبارات دومره ځواکمن کړي چې له ټسه يې خپل ولسونه لولپه شوي دي.

لېرې به نه ځو، پاکستان به را واخلو.

هورې هندوستان دوښمني او دريو جګړو د پوځ بې‌خرته او هر اړخيزه پياوړتيا، ژوندنۍ اړتيا ګرځولې او پوځ د پاکستان د پايښت راز پېژندل شوی دی.

پر پاکستان دغسې يوه وېره دومره غوړېدلې چې پوځ په خپل څنګ کې ګڼې مذهبي اورپکې ډلې راپورته او د کشمير د ازادي په نامه يې د هندوستان پر وړاندې درولې دي.

له دغو ډلو، ځينو په وروستيو کې پر پوځ مخ ور واړاوه او پوځ د ولس او ولسواکي پر مرۍ پښه ټينګه کړه.

مصر به را واخلو، د اسرايلو وېرې پوځ ته د بې‌بريکه پياوړتيا مخه پرانيستله، خو پوځ د اسرايلو په پرتله ولس ته د ګواښ پاڼه واړوله. په هره جګړه کې له اسرايلو په ماتې خوړلو، د خپلو خلکو له فتحه کولو نه دی راګرځېدلی.

د ضابطانو له کودتا چې د شاه فاروق سلطنت يې نسکور کړ، پوځ پر مصر واکمن دی. له جمال ناصر، انور السادات، تر حسني مبارک پورې، پوځ پرله‌پسې په حکومت کې دی، خو په پوځي ډګر کې يې اسرايل کوم ګام نه دي شا ته کړي.

کله چې په ازادۍ څلوره لارې کې له پاڅون او لاريونه د حسني مبارک حکومت نسکور او په ټاکنو کې مرسي وګټله، کال لا پای ته نه و رسېدلی چې جنرال فتاح السيسي يې حکومت نسکور کړ، په مقابل کې ګورو چې حسني مبارک له ټولو تورونو بري وګرځول شو او په اصطلاح، باعزته پر کور کښېناست.

په عراق کې صدام د خپل واک او جبر د دوام له‌پاره پوځ دومره غښتلی کړ چې نور د عراق په سياسي قلمرو کې نه‌شوای ځايېدای، هغه چې د خپلو ولسونو پر ځپلو سربېره يې له ايران سره ګوتې ماتې کړې، پر کويټ وروخوت.

په پاکستان کې پوځ ۳۸ کاله مستقيم واک چلولی، تر ۱۷ ډېر صدراعظمان د ولس د پوځ يا پوځ په اشاره وړاندې تر دې چې کاري موده يې پای ته رسېدلې وي، بې‌واکه، غرغره او تبعيد شوي دي.

په حقيقت کې په پاکستان کې د واک دوه مرکزونه دي، يو پوځ، بل پنجاب. نواز شريف که څه هم د پنجاب ګټو ته ژمن دی، خو نسلاً کشميری دی.

کله چې له سنده ذوالفقار علي بوټو صداراعظم شو، د پنجاب د کمزوري کولو له‌پاره يې له پنځو جنرالانو، کشر مهاجر جنرال ضياءالحق د پوځ سرلښکر کړ، خو دغه نسخه هم بې‌کاره وختله چې د حکومت تخته همدغه مهاجر او ظاهراً بې‌ازاره ضياءالحق نسکوره او بوټو اعدام کړ.

جنرال ضياءالحق د سنديانو د زړه ترلاسه کولو له‌پاره سندي جو نيجو صدراعظم کړ، خو له څه مودې وروسته يې په اساسي قانون کې د ۵۲ مادې په ترميم له واکه لېرې کړ.

کله چې محمد خان جو نيجو کراچۍ ته ورسېده، مرحوم پير پګاړا د خبريالانو تر مخ په روغبړ کې وويل؛

شکر دی چې سندی صدراعظم له پنجابه ژوندی راستون شو!

پير پګاړا چې په سياسي وړاندوينو مشهور و، دا خبره يې هم د کاڼي کرښه وختله چې بېنظير بوټو هم د پنجاب په لياقت باغ کې خپل سر وخوړ.

د نواز شريف لومړنی حکومت، ولسمشر غلام اسحاق خان له پوځ سره په جوړ جاړي کې د اساسي قانون د همدغه ۵۲مې مادې ترميم له ګټې اخيستو ړنګ کړ، خو د پوځ سرلښکر جنرال وحيدالله کاکړ د پاکستان په تاريخ کې د يوازېني جنرال له دريځه د مثبت رول په لوبولو د نواز او اسحاق تر منځ په روغه کولو دواړه په رخصت محکوم او د خپلې دندې د تمديد نټه وکړه.

نواز شريف په دويم حکومت کې لکه بوټو، بيا هم يو کشر او مهاجر جنرال پروېز مشرف د پوځ سرلښکر کړ.

ده د پښتونخوا جنرال علي قلي خان چې تر ټولو مشر و، له پامه وغورځاوه چې له امله يې هغه خپله دنده پرېښوده.

نواز شريف په دويم حکومت کې د غوڅ اکثريت په ګټلو بشپړ مينډېټ په خپل ګورت کې درلود.

د چا خبره، ځان اميرالمومنين ورته ښکارېده، ده چې په پارلمان کې ۵۲ ترميم له منځه يووړ، غوښتل يې د پوځ زور او رول هم کنټرول کړي.

د پوځ مشر جنرال اصف نواز په مرموز او ناڅاپي مرګ ومړ، ده ته د زهرو ورکولو تور په نواز شريف پورې شو، کورنۍ يې تر اوسه له دې ادعا لاس نه دی اخيستی، نوی سرلښکر جنرال جهانګير کرامت ډېر ژر د ملکي پوځي ګډ کمېسيون د جوړولو پر وړاندې استعفا ته اړ کړای شو.

له همدې ځايه پوځ د ملکي حکومت له دغسې ځواکمنتيا وپارېده، د جنرال اصف نواز ناڅاپي او مرموز مرګ او د جهانګير کرامت استعفا ته اړ کول پوځ د خپلې ټولواکي او راتلونکي په اړه ګواښ او سپکاوی وګاڼه.

ويل کېږي پر کارګل سربېره، د نواز او مشرف تر منځ ناباوري څرګنده ترينګلتيا رامنځ‌ته کړې وه، مشرف د کور کمانډرانو په غونډه کې جنرالان په غوږ وهلي وو چې که حکومت د پوځ يا کوم جنرال پر خلاف د فشار ګام پورته کړ، پوځ بايد بې‌توپيره و نه اوسي.

ده شهباز ته په ډاګه ويلي وو چې لکه جنرال جهانګير کرامت، شريف نه دی چې په پټه استعفا ورکړي.

د نواز شريف پلار ميا محمد شريف دې ترينګلتيا ته په کتو د نواز او شهباز په ګډون مشرف مېلمه کړ، خو رامنځ ته شوي کنګالونه يې ويلي نه‌شوای کړای.

نواز شريف د خپل مينډېټ په هوس کې له پوځه، د ملي حکومت بشپړ اطاعت غوښت، د ده او مشرف تر منځ خوابدي او ترينګلتيا نوره د راز له پردو راوتلې وه.

ويل کېږي جنرال مشرف د نواز پر ځای د شهباز صدراعظمي ته غاړه ايښې وه، خو نواز شريف په ملکي سياست کې د پوځ د رول کمولو له پرېکړې نه‌شوای ګرځېدای.

په بهرني سیاست کې افغانستان، هند او اټومي وسلې وار له مخه د پوځ په کنټرول کې دي، خو نواز شريف د هندوستان په څېر په پياوړي ملکي حکومت کې تلپاتې بقا لټوله.

د مشرف په لېرې کېدو نه دا چې نواز شريف بريالی نه‌شو، بلکې د حکومت په بايللو، بندي او سعودي ته تبعيد شو.

له اتو کالو وروسته پاکستان ته په ستنېدو نواز شريف د پوځ په اړه خپله کينه له زړه و نه‌شوای ايستلای، د ده په حکومت کې د مشرف محاکمې پوځ نور هم حساس کړ، خو دا ځل يې د مستقيم پوځي عمل پر ځای عمران خان راپورته کړ، که څه هم چودري وروڼو د نواز شريف د ګوښه کېدو له‌پاره يو ټرک او دوه جيپان کافي بلل، خو راولپېنډۍ د بل چا پر اوږه د توپک ايښودو نوې تجربه رامخې ته کړې وه.

تر دې وړاندې پوځ د ملکي حکومتونو د کمزوري کولو او نسکورولو له‌پاره له مخالفو سياستوالو کار اخيست، له همدې ځايه چې هر وار په پاکستان کې د ملکي حکومت پر وړاندې کودتا شوې، مخالف سياستوال يې هرکلي ته راوتلي او له پوځ سره د همکاري په څرګندولو يې مټايان وېشلي دي.

عمران خان په ټاکنو کې د درغليو په تور څو ځله لاريونونه راوايستل، په مياشتو مياشتو يې د تحصن خېمې ولګولې، پر سرکاري ټلوېزيون يې بريد وکړ، خو پوځ يو ټرک، دوه جيپان سټارټ نه کړل.

رسنيو داسې راپورونه خپاره کړل چې نواز شريف د دغه تحصني لاريونونو له فشاره استعفا ته په دې شرط غاړه ايښې وه چې د شهباز شريف واک ته لاره جوړه کړای شي.

خو د پېښوريانو خبره، په لږ څه کې بچ شو او لامل يې هم ښايي دا و چې پوځ له دغسې يوه بدلانه خوښمن نه‌شوای ګڼل کېدای.

له پوځ سره د شهباز اړيکې له وړاندې ښې راوتلې، ده په وروستيو ټاکنو کې د نواز شريف په اړه د پوځ اندېښنو او کتنو په لېرې کولو کې رول درلود. ده د شپې په تياره کې چې رسنيو رسوا کړه، جي‌ايچ‌کيو ته په تلو له جنرالانو سره ژمنه کړې وه چې نواز شريف به له پوځه غچ نه اخلي او د پروېز مشرف له محاکمې به لاس نيسي.

خو داسې و نه‌شول، پوځ په څار او څاو کې و، کله چې د پاناما دوسيې راووتلې، پوځ چانس تر لاسه کړای شو چې د نواز پر ضد حقوقي قضايي دوسيې پرانېزي.

په پاکستان کې د دغسې دوسيو سابقه له پامه نه‌شي غورځېدای، ويل کېږي چې د پاکستان يوه پخواني صدراعظم ته د مېښې غلا کولو دوسيه جوړه شوې وه او ډېره موده له دغې دوسيې د تاڼو او کچاريو په لالهاندي اوښتی و.

محکمې نه دا چې نوزا بې‌واکه وګرځاوه، بلکې د ژوند تر پايه يې د مريم، حسن او حسين په ګډون له سياست، ټاکنو او داسې نورو دولتي دندو پر محروميت محکوم کړل.

دا د کشالې کورني اړخونه دي، خو له بهرنيو هغو هم سترګې نه‌شي پټېدای.

په پاکستان کې هر حکومت ملکي وي که پوځي، امريکا يې مجبوريت دی او امريکا د ملکي حکومت په پرتله له پوځي هغه سره ښه چلېدای شي. دا يو دوه اړخيزه مجبوريت دی، لکه د افغانستان د ولسمشريزو ټاکنو يو درجن نوماندانو چې په خپله تګلاره کې د امنيتي تړون لاسليک حتمي سوال ګرځولی و.

امريکا پوهېږي چې هر حکومت راځي، سر به يې امريکا ته ټيټ وي، له امريکا يې نه‌شي رغېدلای.

د افغانستان په اړه له جنرال ضياءالحقه تر دې دمه د ملکي پوځي حکومتونو په لېرې کېدو د کوم مثبت تغيير څرک نه دی لګېدلی، ځکه خو به بيا هم د مثبت بدلون هيله و نه‌شي ټوکېدلای.

کوم درس چې علی العجاله زموږ په مخه کې پرانيستل کېږي دا دی چې د نواز شريف په څېر مقتدر حکومت هم له ړنګېدا خوندي نه‌شي پاتېدای، دا که پوځ کوي، که قضا يا ولسي فشار، چارواکي ورته غاړه ږدي، تقابل ته نه ورګرځي، ملي ګټو او پاکستاني نشنليزم ته ګواښ نه ګرځي.

سرخط ورځپاڼه

44 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *