Categories

اعلان

Loading…

هغه مې عادت دی/ محمد خالص ادیب

سوریا له کوچ څخه راپورته شوه، ماته ددې هغه پخوانۍ خبره را یاد شوه، چې ویلي و:

– “کله چې دی ناست وي، زه داسې فکر کوم، لکه چې خوري مې”

زړه او نا زړه وم، استاد ته مې وکتل، هغه له کمپیوټر سره مصروفه وه، ما هم د ځان غلطه ولو لپاره د پوهنتون مجله را واخیسته، ریښتیا درته وایم، ویله مې نه، هسې مې ځان مصروفه کړی و، ورقې مې سره اړوې را اړوې، کوښښ مې دا کولو، چې سوریا ته دا ځل هم هیڅ ونه ګورم، کنه! زړه مې چیرته دومره صبر کولو.

له ځانه سره مې ویل:” زه هم عجیبه انسان یم، دا څنګه بد عادت لرم، کله چې سوریا وینم، زړه مې دربا کوي، لاسونه او پښې مې لړزېږي، ژبه مې بنده بنده کېږي، بس خدایه! خو تا یې ستوري را باندې لوړ کړی”. په همدې فکرونو کې غرق پرق تللی وم، چې سوریا را باندې غږ وکړ:

– ” دا پروجکتور خو برابره کړه!”

 په دې غږ کې عجیبه کیف و، په سترګو کې مې د تائید اشاره ورته وکړه، له چوکۍ څخه راپورته شوم، اول مې استاد ته وکتل، هغه له بل زده کوونکي سره مصروفه وه، ور روان شوم، له څنګه سره یې ودرېدم، یو غلی شانته له خوښيو ډک احساس مې کولو، ددې له نریو ګوتو مې فلش واخیست، کوم څه مې چې په ذهن کې پخوا د سوریا په اړه ګرځېدل، ټول مې سترګو ته وردېدل، ددې سمینار مې ورڅخه کاپي کړ، ورو مې ورته وویل:

– “که زما په شتون کې ناراحته وې زه به درنه ولاړ شم؟”

سترګو ته یې له عادت سره سم رپ ورکړ، زیاته یې کړه:

– “نه هیڅ خبره نه ده هغه مې عادت دی”

مخکې له دې چې سمینار پیل کړي، لومړی یې شعر وویلو، زیات مې خوښ شو، کله یې، چې دې سمینار په ارایه کولو پیل وکړ، څنګل مې په میز ولګوله، چمبه مې زنې ته تکیه کړه، ددې ننداره مې کوله، ښه شېبه مې ورته وکتل، خیال مې د هوا څپو ته وسپارلم، نور هلته نه وم.

۱۳۹۶/۳/۲۷د بلخ مرکزي پوهنتون د مجلې دفتر

60 total views, 3 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *