Categories

اعلان

Loading…

ايمان/ هیله پسرلی

د هديرې په زړه  کې  د زړې کليسا له ليدو وروسته تر ونه لاندې  پر چوبي چوکۍ کښيناستم.
بوډۍ د  چوکۍ مخامخ قبر ته ودريده. د قبر په سر يې ورو لاس تېر کړ ، ګلان ىې پرې کېښودل ، شمعه يې بله کړه.
ما شا ته وکتل. د اکثرو قبرونو ډبرې تورې وې، په ځينو وچ شوي ګلان پراته ول، په ځينو خاموشې شوې شمعې ښکارېدې او هغوى چې ونې ته نږدې ول ،باد تویې کړې پاڼې پرې خورې وې.
د هديرې عکس مې واخيست .
بوډۍ راته وکتل، سر يې ورو وښوراوه، شونډو يې وخوځىيدې ، ما هم ورته سر وخوځاوه.
څنګ ته مې کښېناسته . زرغونو سترګو يې اوښکې وچولې،
ويې ويل: نيا به مې ويل مرګ حقيقت دى او ژوند درواغ دی.ايماندارو ته د مرګ منل اسانه وي خو وروسته د هابيل له مرګه له حقيقته ويريږم، تل وايم کاش دنيا  په درواغو چليدى.
 شپېته کاله مو شریک ژوند وکړ، په شریکه مو وژړل، په شریکه مو وخندل. وروسته له ده مې هم ژړلي او خندلي دي  خو د هابيل نشتوالي خندا او ژړا له احساسه تشه کړې ده.
اه زه پرې مينه وم  , مينه.
بوډۍ له قبره سترګې نه ښورولې،اوښکې يې تویې  شوې خو خوله يې مسکۍ وه لکه په ښو خاطرو چې فکر کوي.
ورته مې وويل : يو چاراته ويلې  ول، میينان تل ژوندي وي ځکه مينه نه مړي.
بوډۍ : کاش دنيا  په درواغو  چليدى.
د کليسا د زنګ ترنګا شوه. بوډۍ د زړې کليسا په لور روانه  شوه.
باد  د ونې څانګې وښورولې ، پاڼې په لرګينه  چوکۍ ولويدې، را پاڅېدم د هابيل قبر ته مې وکتل، شمعه مړه وه سپين ګلان تازه ول.
پراګ
هيله پسرلى

55 total views, 3 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *