Categories

اعلان

Loading…

طلوع رسنۍ ده که سیاسي نمایندګي؟ || عبدالله ساپی

څو ورځې وړاندې کله چې د ؛رستاخیز؛ تر عنوان لاندې کابل کې سیاسي دکانداریو زور واخیست او یوې ځانګړې ډلګې د امتیاز ترلاسه کولو په پار عدالت پلمه کړ او د کابل په ښاریانو یې لارې بندې کړی وی او له هر لوري یې د نظام د تضعیف او بدنامولو هڅه کوله نو طلوع په هره دوه کسیزه خیمه پسې کمره اخیستی وه او یاد څو کسیز پاڅون ته یې د یو لوي ولسي بحران په څیر انعکاس ورکاوه.

ورځ لا نه وه تیره چې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازی محمود سیقل کابل ته راورسید او د طلوع تلویزیون له لارې یې د نظام د تضعیف او عامه ذهنیت د مغشوشولو هڅه وکړه، نوموړي حکومت تورن کړ چې ګواکې په ملګري ملتونو کې یی د پاکستان پر وړاندې رسمي شکایت نه دی کړی خو د طلوع څارنوالانو هیڅ و نه پوښته چې د ښاغلي دنده او مسولیت څه دی؟ په ملګرو ملتونو کې د کومو موخو ترلاسه کولو په پار ګمارل شوی او په رسنیو کې یی د دا ډول څرګندونو موخه څه ده؟

بلکه برعکس یې د سیاسي وضعیت خړ پړتیا ته لمن ووهله، له دې امله یې په ولسمشر، امنیت شورا او نورو نهادونو توندې نیوکې وکړئ او د ورځې توده موضوع یې ترې جوړه کړه خو د بهرنیو چارو وزارت په اړه چپه خوله پاتې شول!

څه وخت مخکېد ولسمشر په فرمان یوه اداره کې ځوان کدرد معین په بست ګمارل شوی و، موبي ګروپ چې طلوع یې یوه څانګه ده نوموړی ګواښولی و چې ګواکې د نوموړي په اړهبه، هغې پخوانی دوسیې ته پکې ووهي چې څارنوالۍ لا پخوا توطیه بللی وه،په دې توګه یې نوموړی تر سخت روحي فشار لاندې راوستی و خو د موبي ګروپ سره تر خبرو وروسته هر څه رک روغ شول، نپوهیږم څه تیر شول؟

اوس راځم اصلي خبرې ته!

 که د هیواد دښمنان د پردیو په لمسون د دې خاورې فزیکي او اقتصادي بنسټونه له منځه وړي نو د طلوع په څیر د پردیو په لاس تغذیه شوی رسنۍ د دې هیواد فکري او کلتوري بنسټونهد نابودی خواته بیایي او ورځ تر بلې یې پر ځمکه کیباسي.

طلوع که له یوې خوا ملي نوامیسو او ملي ارزښتونو پر ضد د پردیو لاسنیوی کوي، د بیان د آزادۍ، انساني حقونو خونديتوب او د ولس غږ اوچتونې تر نامه لاندې یې بې شمیرې تورې پیسې ترلاسه کړينو له بل پلوه یې له بیلا بیلو لارو د ګاونډیانو فرهنګي یرغل ته لار هواره کړئ اود هیواد د اصیل فرهنګ تاریخ یی له پوښتنو سره مخ کړای.

طلوع تل د ځانګړی ډلګې ملاتړ کړی او د هغوي د سیاسي مخالفینو د ټکولو په پار یې خپل مایک د هغوي په واک کې ورکړئ.

هاغه ورځ څو نجونو افغان ملت ته ویاړ وباخه، تر امریکا ورسیدې او نړیوال یې په کمو امکاناتو خپل پنځولي هنر ته غاښ په ګوته کړل خو طلوع تلویزیون د (۱) یک ، تجارتي تلویزیون سره یو ځاینغارې وډنګولئ چې ګواکې د هیواد دغه ویاړلې لوڼه بیرته نه راګرځي ، آن کله چې هغوي له امریکا، دوبۍ ته پر لار وی ، (۱) تلویزیون راپور خپور کړ چې ګواکې یاده ډلګی د واشنګټن له هوایي میدانه ترې تم شوی!

دغه رسنیو د خپلو بدرنګو څیرو د پټیدا او دفاع په خاطر د ژورنالیستانو د خوندیتوب او بیان د آزادۍ تر سرلیک لاندې بیلا بیل شخصي بنسټونه او ټولنې جوړې کړي ، کله چې په یو خبري کانفرانس کې ولسمشر غني د طلوع یو خبریال حساسیت پارونکو پوښتنو ته پرینښود نو په  صبا یې د همدغه نهادونو په ګته اخیستنی د بیان د آزادۍ تر سرلیک لاندې ولسمشرۍ ماڼی وننګوله او د ارګ پر ضد یې بیلا بیلو ۵ کسیزو ناستو ته خبري پوښښ ورکړ.

پرون یې بیا په کاناډا کې د افغانستان سفیرې اغلې شینکۍ کړوخیل پسې د درواغو راپور خپور کړ او د ثبوت په توګه یی جعلي لیک وکاراوه، د قانون له مخې د بهرنیو چارو وزارت مکلف دی، د یادې ادعا څیړنه وکړي او د هیوادوالو د تشویش رفع کولو په پار طلوع وپوښتي چې یاد اسناد یی له کومې مرجع  تر لاسه کړي او د راپور جوړونې اصلي موخه یې څه وه؟

 که د بهرنیو چارو وزارت دا کار ونکړي ، یاد وزارت به د یوې ډلګۍ تر انحصار لاندې نور هم له کرکې او ولسي بې باوری سره مخ شي او طلوع به د دغه ډلګۍ د سیاسي نمایندګۍ په توګه وپیژندل شي.

د خپلواک، سرلوړي او ودان افغانستان په هیله.

357 total views, no views today

4 comments

  1. Dr. HamidUllah Zlrraver Safpiدکتور حمیدالله زړهءور. ساپی Reply

    سلامونه،
    ورور ساپی صاحب بالکل دې رشتیا وویل.په قلم دې برکت.
    یو زیات خطرناک کار چې طلوع، یک،میترا، آیینه و.غ. … تلویزیونونه او ځينې اخبارونه، وبثایټونه او فیسبوکونه ېې کوي ،او کړې ېې ده : د ملي ترمینالوژۍ پر ځای مبتذله فارسي واژه ګانو عامول دي او عام ولس هم بیچاره چې ډیرۍ بیسواده دي فکر کوي چې دري او فارسي یو شی دي ؟؟ حال دا چې دري د پښتو خور ده او فارسي ټوله ایستان فیستان ده!!>> وګورئ د ښاغلي مصطفی ”عمرزی” ورور ډیرې جالبه مقالې په کتابونو کې،په تاند او ټول افغانستان ثایټ کښې.
    مثال؛ مونږ د ښوونځي، پوهنځی، پوهنتون ، ؛څارنوالي، محکمه او داسې نور ملي لغتونه لرو، خو فارسي کي: ډبستان،دبیرستان،دانشګاهي، دانش کده، دادستان، …لکه هر یو چې بیلابیل ایالتونه وي!!!
    بل د اطلاعاتو او کلتور وزارت چارواکي (حتی تر جهاني او اوس باوري ساب!!) د دې څلورم ستون په باب هیڅ کومه پریکړه یا اقدام وء نهء کړ ؟ او یا نه ېې غواړي یا ېې نه شي کولای؟؟؟. یا به تر اوسه د شنو خلتو چې د کرزي ریاست مخدومانو ته راتلي؟؟؟؟

  2. Dr. HamidUllah Zlrraver Safpiدکتور حمیدالله زړهءور. ساپی Reply

    Taandwalo ta salamoonah,

    Can I ask you why didn`t my 2 comments been erleased??
    1- About Wakht
    2-About Tolo`a raseniy ka ciasy??…

    1. تاند Reply

      ستاسو دواړه تبصرې خپرې شوي دي او اوس یې هم لیدلی شئ

  3. Dr. HamidUllah Zlrraver Safpiدکتور حمیدالله زړهءور. ساپی Reply

    سلامونه
    له تاندوالو چلوونکو او تخنيکي همکارانو څخه په بخښشنې غوښتلو سره.
    ما فکر کاوو، چې د (ټولې وروستۍ تبصرو) په کالم کې مو ولې و نه لیکلې؟؟
    خیر، بیا هم مڼنه. خدای وکړي چارواکي زمونږ غریبانه د زړه خواله واوري او ولولي!!
    د تاند د لا زیات تاندوالۍ او تندتوب په هیله. غښتلي اوسئ.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *


۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

استقلال | استاد عبدالله ويديال

دا لیکنه مې د هېواد د استقلال د (۱۰۰) مې کلیزې، یوې نمانځغونډې ته د وینا یوه برخه وه. د…

استقلال | استاد عبدالله ويديال

20 Oct 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور
  • 1
  • 2