Categories

اعلان

Loading…

په کابل ښار کې د زنبق څلور لارې په شان برید مخه ونیول شوه

تاند- د افغانستان د ملي امنیت ادارې په پلازمېنه کابل کې د یوې سترې موټربمي حملې مخه نیولې ده.

د ملي امنیت ریاست وايي، په یوه غټ موټر کې یې ډېره اندازه چاودېدونکي مواد مخکې تر دې نیولي چې ترهګر یې هدف ته ورسوي.

د ملي امنیت اداره وايي چې د نیول شویو موادو اندازه هغومره وه چې تېره میاشت د کابل په زنبق څلور لاره کې وچاودول شول او په نتیجه کې یې تر ۱۵۰ زیات افغانان شهیدان شول.

د ملي امنیت د ریاست په وینا په نیول شوي باري موټر کې څو زره کیلو چاودېدونکي مواد ایښودل شوي ول.

ویل شوي چې یو هینو باري موټر، چې ۲۵۰۰ کیلو چاودېدونکي مواد پکې بار ول، له چهاراسیاب ولسوالۍ څخه کابل ښار ته روان و چې استخباراتو کشف کړ.

د دې ریاست په وینا ترهګرو غوښتل چې دا مواد د ښار په یوه څنډه کې پټ کړي څو بل وخت یې په ښار کې استعمال کړي.

د افغانستان وسله والو مخالفانو تراوسه پورې په دې اړه څه نه دي ویلي.

252 total views, 1 views today

2 comments

  1. جمال Reply

    دا حکومتي سپي ورسره شریک دي که شریک نه وای باید چې دا خلک یې د ماښام تر ۶ بجو پورې په زرنګار پارک کې راځوړند کړي وای. دا خو بوځي هلته ورته په محبس کې پلاوونه ورکوي چې نورې یې هم کونې غټې شي.

  2. Habibullah Ulfat Reply

    Please mention one figure of the vehicle burn explosive materials. There are two different figures i.e. 4000 kg and then 2500 kg. Can you specify which one is correct?

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸