Categories

اعلان

Loading…

د مینه ناکو او غوره کسانو ۱۵ عادتونه ژباړه حقمل معینزی

د هر چا له پاره دا ډېره اسانه ده، چې ځان راحت او ارامه احساس کړي او د خپل ځان د غوره عادتونو اړخ کمزوری کړي؛ خو ځواکمن او پیاوړي کسان هغه دي، چې زیار وباسي او غوره عادتونه خپل کړي او د نورو په زړونو کې د یوه مینه ناک انسان په توګه ځای ومومي.

که غواړئ مینه ناک او غوره کسان واوسئ، نو هڅه وکړئ ترڅو لاندې غوره عادتونه خپل کړئ!

۱ په هر ځای کې د ځان کابو کولو وړتیا خپله کړئ!

۲ د نورو په کارونو کې لاسونه مه کوئ!

۳ په زړه کې له چا سره کینه مه ساتئ!

۴ په هر څه باندې صبر او حوصله وکړئ!

۵ نور وستایئ او د چا بد مه وایئ!

۶ تر ډېره د نورو په ځواکمنو ټکو غور وکړئ!

۷ ژر قضاوت مه کوئ!

۸ ریا کاره انسان له ځان مه جوړوئ او د نورو حق مه خورئ!

۹ بښونکي او زړه سواندي واوسئ!

۱۰ د نورو پټ رازونه پټ وساتئ!

۱۱ له نورو سره مو راشه درشه ځواکمنه کړئ!

۱۲ په بې ارزښته مسائلو څوک مه خواشیني کوئ!

۱۳ له نورو سره مو په اړیکو ساتلو کې ټنبلي مه کوئ!

۱۴ چا ته په کمه سترګه مه ګورئ!

۱۵ تل د نورو مرسته وکړئ!

57 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *