Categories

اعلان

Loading…

را څڅيدلې چوپتيا کتاب مخکتنه|| سليم شاه

دجولاى ۲۳

نن دنظيف تکل په شعر وشاعرۍ او دهغه په نوى چاپ شوي اثر  را څڅيدلې چوپتيا خبري کوو،  دتل خلاف زموږ دټولني سوسولوف عبدالوکيل سوله مل شينوارى نه دى  راغلي . درک يې لا نشته ، په نورو غونډو کې خو چې موږ يوه دقيقه هم ناوخته راشو نو بيا يي لکه دملی وحدت حکومت د ناراضه جنګسالارانو چیغې او کوکارې ټوله دنیا ونیسي اوپه دې هم په قهر وي .

خو زما په خوا کې ملگرې په ملنډو سره وايي : کيدى شي چې عطا نور ورپسې جواب را ليږلي وي  چې نور راځه دشعر وشاعرۍ څه نه جوړيږي ، راشه اوزما  اوزما دميرمنې دشلو شرکتونو سر پالنه وکړه ،خو سيد لال شينوارى بيا وايي اوپوښته کوي  چې عطا محمد نور گوندې شرکتونه لرې ؟

ما ورته کړه چې دکامې بيړه ته لا تر اوسه خبر نه يې .  داحدي صيب لوى افغانستان يې ټول  شرکت شرکت کړى دى ، سره له دې چې زما زړه يې نه مني خو په څنگ کې بل ملگرې وايي ته اوخداې چې زما يوه مشوره خو عطا نور ته وليکه که په زړه کې يې رحم پيدا شي  او موږ له دې غمه خلاص کي .

ما ويل وايه څه وايي ؟

هغه ويل : ورته وليکه چې په هيواد کې خو مو ولاړ نيالگى پرې نه ښود ، اود وطن په ځمکه کې مو کوم کان دى چې غلا نه کړ ، نو ښه به دا وي  چې دجهانې صيب شعر چې وايي :

دا وطن مې د بابا په قباله دى ، راشه اودا وطن دابابا اودا انۍ په قباله که . اوسم دم يې په يو لوى سوداگر وپلوره ،  چې موږ هم بې غمه شو او ستاسو هم چاره وشي ، ځکه ستاسو دجهاد  پور نه خلاصيږي ، تر قيامته مو دا ملت په يرغمل نيولي ۔ ساه يې باسئ .  چې کيسه خلاصه شي . ابۍ مړه اوتبه يې شليدلې .

بل ملگري وويل : ولې انديښنه کوي . زموږ  دښيوى ولسوالۍ په اسلام پور کلي کې يو سيد وو هغه به ويل : عاقلان به کار خود ميداند ، ؟ يعنې څه فکر کوي . تر اوسه يې سودا کړې نه دى ؟

په هيواد کې کومه پوله اوپټى پاتې وي هغه هم دخرسوار او عطامحمد چور په واک کې دي  چې انشاء اله  ژر به واورې چې نن دى که سبا دى توکل دښيوې تللى دى . که خرڅ نه وو خرڅ به يې کړي ،

دا ځکه چې دا هغه کسان دي  چې په خداې اوروسول باندې دروغ وايي تومت پري کوي ، دوطن له جغرافيي نه خبر نه دی  اونه په پاتريو تيزم باور لري .

بل ملگري را غږ که . مړه راځۍ په انسانانو خبري وکو ،له نوى دردوونکې پيښې مو خبر کړم ؟ ټول حيران شول :

هغه وويل : نن خبر شوم چې دپښتو په وتلي  اوخوږ ژبي سندرغاړې زرڅانگي بريد شوی اوسخته ټپي شويده ،

دغونډي بل ملگري وويل : دا کار اودا جنايت به هم مذهبي توند لارو کړي وي ،  دا مذهبي توند لارې هم عجيب ځناور دې ، دوى په خپلو کړو سره خپل اودځناورو تر منځ واټړن صفر کړ ، ددين او مذهب اغيز يوازې دشيطان له لارې پر دوى اغيزمن شوې دى ، څه فکر کوئ هغه انسان چې دموسيقۍ له اغيز نه پردى وي  نو څه دى ؟ يا ځناور دى اويا ملا اوطالب .

نن دراڅڅيدلي چوپتيا اثر مخ کتنې ته دلندن له ډيرو ليرې برخو ملگرې را ټو شوي وو ، بالاخره دغونډې مشر سوله مل هم لکه  ارواح را ښکاره شو ، اوغونډه پيل شوه .

لومړې سوله مل دنن ورځي دغونډې موخه اوهدف چې دکتاب مخ کتنه وه خبري وکړې ، اوله داکتر مجاور احمد زيار نه هيله وشوه چې خپلې خبري په کتاب را ټولې کړي . هغه په دې اړوند خپله يوه ليکنه ولوستله چې يوه برخه يې دلته را نقلوو.

لکه څنگه چې ما په پښتو بدلمیچ کې څیړلي او ډلبندي کړي ، په  تیرو  ۴- ۵ لسيزو کې کې لروبر گڼ شمیر شاعران رامنځته شوي چې د استاد پژواک  له مونډي شعر (کليمه داره روپۍ) رانيولې، د ارواښاد ژواک تر ناپیيلي (منثور)  شعره، د بې قافيه او بې وزنو شعري فورمونو او کالبونودرې څلورو ډولونه  رادود شوي، بې له دې چې سره واغږي راواغږي. هرگوره، په دغه لړ کې ما د نورو څو پليونو په ملتيا د سم سهي ازاد، يانې بې قافيه موزون شعر غورځنگ راپيل کړ او د پینځو لسيزو په مهالپیرکې مو بره خوا ډېر  له ځان سره را ملگري کړل، لکه:  رفيع،  ننگيال، پيوند، کاوون، يون، صفيه، مواج، خاموش، مستان، ارمان، فردا، علم گل سهر، هميم جلالزی،  شپون، خزان، هادي،  هادي ملا،  لطيف بهاند، اصف بهاند، بدر، احمد تکل،گردېش.. . .

ورپسې  مو هم د پارسي (شعر سپيد)  په سيالۍ د سپين دا هم رادود کړ چې ننگيال پکې تر رېکارډه راورسوله، خو بې له دې چې له ازاد هغه سره يې واخښي.  خو له بده  مرغه  تر څنگ (غني وزمه)) گډوله  شعر له  څو کلو راهيسې تازه  رادود شوی دی.

سره له دې چې  د شعريت پلوه  لوړ ارزول کیږي، په تیره د گران تکل د دغې ټولگې (راڅڅیدلې چوپتيا) بیلگې چې د خوندورو غزلو او څلوريز تر څنگ يې نن  موږ او تاسې ته د مخکتنې  وياړ را په برخه شوی دی.

هرگوره، د ((خو))  ټکی پکې دا دی چې زياتره ازاد را پيلیږي او بيا نورې ټوټې يا مسرې  يې يا بیلا بیل وزنونه راخپلوي او ياگرد سره وزن له لاسه ورکوي.  نو په ازاده هغه  کې وينا وال ته ژبني- گرامري سرغړاوي پلمه پيداکیږي  او دا يوه نابښنوړه گناه ده  چې  استاد رشاد يې  د شعري عيب ((ضعف التأليف)) په نامه هم غندي.

د هواري غوره او پتمنه لاره داده چې که ويناوال  ټول شعر پر يوراز وزن او تول وتال برابر کړي ښه تر ښه، که نه، هغه ازاده نيمه ټوټه يا مسره هم سمه گرامري کاندې او په دې ډول هره گډوله سپين شعر ته راواړوي .  ځکه ازاد شعر او سپين شعر منل شوي خیلونه دي او له پښتو (و) گړنيو ځیلونو سره سمون لري.

هغه دخپل ليکني له لوستلو وروسته  د تکل د ددې مجموعې هغه بیلګې هم یادې کړې چې دده له نظره پکې د وزن نیګړتیاوې موجودې وې خو استا ذ دده شعری انځورونه وستا یل او ویی ویل چې ده یوازې د ژبې او وزن له پلوه دده شعرونه ارزولی دي  او په انځورونو به یی دا لیکنه او ارزونه نوره هم بشپړه کړي.

وروسته وار غلام حيدر يگانه ته ورسيد ، يگانه صيب  په ډېر ښکلي انداز اوډېره ژوره شننه کې دتکل دشعرونو انځورونه پ گوته کړل اويويو يې وښوده اودهغو تءاويل يې وړاندې کړ ، چې کيداى شي دهغه ليکنه په را وروسته وختونو کې چمتو شي . له يگانه صيب نه وروسته وار اکبر کرگر ته ورسيد  هغه وويل زيات وخت نشته ما تر مخه يوه ليکنه کړې چې زما په يوه اثر کې چاپ شوې ده ، خو دلته دتکل صيب دوه درې شعرونه لولم  چې زما دعلاقي وړ موضوع پوري اړه لري اوهغه په پښتو شعر کې نستالژيا ده ، چې زه پر کار کوم .  

دلته يو شعر لولم چې دڅوکۍ دمازديگرې په باب دى زه په کوچنيوالي کې په دغو کليو کې گرځيدلي يم ،  

دا ټپه مي  تل دڅوکۍ په ياد په فکر کې گرځي چې وايي :

هلکه روغ به ليونى شي   که دڅوکۍ مازديگرى دې وليدنه ،  

اوشعر په دې ډول دى :

هير مې دي :

هير مې دي

چې سپرلى

څوکۍ ته څنگه را ته ؟

هير مې دي

چې شپه پر کلي

لومړى

له سيند

که له غره پيليده ؟

هير مي دي  

چې سيورى

دشنو ونو  اوبو کې څنگه ښکاريده ؟

هير مي دي چې غروب

سندرې وېلي

اوخندا

لکه ميده سيکه

په هر جيب کې

اوسيده

هير مې دي

هير مې دي       ۱۸ مارچ ۲۰۱۶

له کرگر نه وروسته سپين جان تڼي خپلې خبري وکړي ، اودتکل يو ښکلي غزل يې را واخيست وې لوست ،هغه وويل زه دتکل په شعرونو نيوکه نه کوم خو په  ځنوغزلونو کې يې دقافيې اووزن ستونزه تر سترگو کيږي چې بايد نه واي . ۲۱

له جگړې وروسته :

دشهيدې خور

دلاس نښه

ماته کټوۍ

يو څو وچ کشمالي

دکوټې

دمات تير

زوړند سيورى ته

باد ورپول

زه دړنگ کور

انگړ کې

خپل تښتيدلي

خوب ته بستر لټوم

دخډل روح

راته له ورايه غاپي

دتناره ايرې

زنگ وهلي

د دادا دقلبې جغ

سوى ديوال ته

غاړه کې زانگي

دمور دچرگو کوټنۍ  

ما رجامې استلي

او

ډوډى ! لکه موميايي شوى مړى

مرگ لاهم نه ده وژلې

سوله مل صيب هم وويل : ما ډير يو لړ يادښتونه اخيستي دي چې دمقالي په ډول به ترتيب شي

زه هم د تکل صا حب شعرونه د شعرپه توکو نه تلم او د هغه د اشعار و وزن زما پام ځا نته نه اړوی زه د هغه اشعار د هغه د عالی انځورونواو فکر له مخې ستا یم . ما ته یی ځنو ازادو شعرونو خورا خوند راکړ. د هغه شعرونو د هیواد د ټولو پیښو او د ژوند د ځنو اساسی مفاهیمو لکه ځوانی ، زړښت مینه ، جګړی ، سپرلی ، منی ، ژمی او نورو ښه هنری تفسیر او تصویروړاندی کړی دی. هغه  په خپل هر شعر پوره خواری کړې او ټوله اشعار ېې خپله تجربه او د ژوند خپله فلسفه جوړوی . هغه د هیواد هیڅ بیښه له پا مه نه ده غورځولې او د ټولو په وړاندې ېې خپل هنری شا عرانه غبرګون څر ګند کړی دئ . هغه دده د آزاد شعر د عالی انځورونو تر څنګ وویل : چې د تڼی صا حب سره همنظره د ئ چې ځنې غزلیز شعرونه یی نیګړی دی او په غزل کې چې څومره تجربه لری د آزاد شعر په پرتله

وړاندې نه دی تللی .

په پاى کې سليم حيات خپلې خبري وکړې اوخپله مقاله يې ولوستله

سلیم حیا ت هم د تکل دا شعری پنځونه عالی وبلله او دی ېې د خپل سبک خاوند ونوماوه .

چې دحاضرينو له خوا يې هر کلي وشو ۔  

وروسته د پخپله د کتا ب پنځونکی نظیف الله تکل خبرې وکړې . هغه له ټولو راغلو او حا ضروچې د کتا ب په مخکتنه کې ېې برخه اخیسته وه مننه وکړه او له هغو ېې هم چې د کتا ب په اړه ېې ارزونې واورولې .

غونډه دمازديگر په شپږو بجو پاى ته ورسيده .

5 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *