Categories

اعلان

Loading…

سیاسي ګوندونه د ماشومانو د لوبو وسایل شول؟! || حبیب پکتین

په هره ټولنه کې سیاسي ګوندونه د ټولنې وګړو سیاسي شعور راویښولو او بډایه کولو کې لوی رول لري او دا رول یې لوبولی دی. سیاسي ګوندونه دي چې په نورو ټولنو کې یې خلک را ویښ کړي او له بهرنیو استعمارونو یې خلاص او د آزادۍ لاسته راوړلو ته یې رسولي دي او په ټولنیز ژوند کې یې په اقتصادي ، ټولنیزو او فرهنګي برخه کې د بډاینې په لور سوق او اداره کړي دي او د همدې سیاسي ګوندونو له لارې انسانانو خپل حق پيژندلی دی او د خپل حق خوندي کولو او د بل په حق د نه تیري لوړ درسونه یې زده کړي دي.

خو له بده مرغه چې په افغانستان کې سیاسي ګوندونو له پیله بیا تر اوسه پورې څرګنده مثبته پایله نه ده درلودلې او تر ډیره د هر اړخیزې خپلواکۍ نشتوالي له امله د بهرنيو لاس آلې ګرځیدلي او ددې پر ځای چې هیواد د پرمختګ لور ته ورسوي د تاړاکونو او استعمار ښکار یې ګرځوي او د دښمن خولې ته یې د تیارې کړې ګولې په څیر ور ډالۍ کوي. په افغانستان کې د سیاسي ګوندونو د پیل له څرنګوالي به یې نه را پیلوم بلکې په دې لنډه لیکنه کې به د نویو یو څو سیاسي ګوندونو د نادرو(!) کړنو لنډه یادونه وکړم، کومې چې د سیاسي ګوندونو له نوم ، فعالیت او کړنو یې خلک بې زاره کړل او اوس سیاسي ګوندونه د ماشومانو د لوبو څیزونو په څیر ورته بې ارزښته ښکاري او ملنډې پرې وهي.

په ۱۳۸۷ او ۱۳۸۸ کلونو کې مې یو ملګري راته کیسه کوله، چې د افغان ملت ګوند له یو سمییز ولایتي مسؤل سره یې په دې ستونزه راغله چې د یوې لیسې مدیر ؤ او په چل او زور یې د لیسې زده کوونکي د ګوند غړيتوب منلو ته هڅول په داسې حال کې چې د ګوند غړيتوب خپل شرایط او اصول لري او هیڅکله په زور ، جبر او چالاکۍ هیڅ یو ګوند څوک غړیتوب ته نه شي مجبورولی.

تر دې وروسته په ۱۳۹۲ او ۱۳۹۳ ل کلونو کې په خوشحال خان او رحمن بابا لیسو کې د عبدالرحیم ایوبي ځانګړو کسانو ددې لیسو زده کوونکي د خپل ګوند غړیتوب ته هڅول او په دې پلمه یې د ګوند غړیتوب ورباندې مانه چې ګویا د عبدالرحیم ایوبي تش په نوم ګوند د اشرف غني بابا ګوند دی؛ ما هغه وخت د عبدالرحیم ایوبي له دې استازو سره یو څه بحث هم د لیسو ټولو زده کوونکو په مخ کې وکړ او ورته ومې ویل چې اشرف غني هیڅکله کوم ګوند نه دی درلودلی او نه یې لري او دا ګوند د عبدالرحیم ایوبي دی، خو یادو کسانو ویل چې ګوند په اصل کې د اشرف غني دی او اجرايي مسؤل یې ایوبي دی او په دې یې د لیسو زده کوونکي تیر ایستل او په څه بهانه یې له لیسو پښې سپکې کړې، چې په یادو کسانو کې د لیسو زده کوونکي او ښوونکي هم وو.

له دې یې بیا تر ټولو زیاته د تعجب او خندا وړ دا چې په ۱۳۹۵ کال کې په غزني کې زما له لسو زیاتو خپلوانو راته وویل چې څو کسانو ورنه په دې بهانه چې د یوې یوې نومرې مځکې چانس ورته د غزني په نویو دولتي ښارګوټو کې برابروي او دوي باید د تذکرې کاپي او څو عکسونه ورکړي؛ خو په پایله کې یې ورته د عبدالرحیم ایوبي ګوند د غړیتوب کارت ورکړی او ورته ویلي یې دي، چې هر دولتي ارګان کې یې کوم کار بند شو، نو په کارت کې شته مبایل شمیرې سره دې اړیکه ونیسي او بیا دې نو په عامه اصطلاح یوه پښه په بله ورته واړوي او ګوري دې چې کار یې څنګه خلاصیږي. په یادو کسانو کې خو یې یوازې یو یا دوه لوستي وو او څه نا څه د ګوند په معنا پوهیدل خو نورو ټولو وروسته له هغه چې په دې پوه شول چې د ځمکې د نومرې خبره دروغ ده، نو زما په مخ کې یې کارتونه د سګرټو په لایټر وسوزول؛ ځکه دوي دا ویل چې د وسله والو مخالفینو له لورې ورته کومه ستونزه جوړه نه شي.

د نویو سیاسي ګوندونو دې ډول نادرو جاهلانه کړنو ته په کتو سره اوس تر بل هر وخت ډیر خلکو د ګوندونو پر ارزښت خپل بشپړ باور له لاسه ورکړی دی او نفرت ترینه لري؛ ځکه د کابل په وروستیو پیښو کې تش په نوم یو څو افغاني ګوندونو د افغانانو پاشلو او قومي ، ژبنیزو او مذهبي تفرقې لپاره د بهرنیو سفارتونو په لمسونه او مرسته په ښار کې خیمې ووهلې څو کوڅه ډبي یې پکې په دې نامه راټول کړل، چې ګویا دوي له حکومت څخه غوښتنې لري او باید چې ومنل شي، خو په پایله کې د ټولو اصلیت نړیوالو ته څرګند شو او افغانان په دې پوه شول، چې یادې کړۍ د بهرنيو استخباراتي شبکو په چوپړ کې دي او د هغوي په خوښه د افغانانو په منځ کې تفرقې اچوي. همدا کړۍ دي چې لوړو پوځي او ملکي څوکیو ته یې ځانونه رسولي او د افغانستان په استخباراتي او پوځي وریدونو کې یې هم نفوذ موندلی دی.

نو دې ټولو ته په پام سره باید له لویه سره افغان سرګردان ولسمشر او بیا د عدلیې وزارت او نور اړوند ارګانونه په هیواد کې د سیاسي ګوندونو فعالیتونه تر بشپړ څار لاندې راولي او د ټولو لپاره شرایط سخت کړي او هغوی چې خپل شرایط یې نه دي پوره کړي جواز یې ترینه واخیستل شي تر څو په یو بل کې مدغم او د ګوتو تر شمار راورسیږي؛ ځکه په ټول هیواد کې به یو یا دوه داسې ګوندونه وي، چې افغانستان شموله وي او د هرې ژبې ، قوم او مذهب څخه په خپل ځان کې بیلګې ولري، چې دا په خپله د افغانانو پاشل کیدو سبب شوي او کیږي.

314 total views, 1 views today

1 comment

  1. Dr.Atal Reply

    پکتین صاحب دا ګوندونه هم د بن د معاملی بله ناروا زیږنده ده چی خادم المفسدین ورته ډیر خدمت کړی د چاغو لیوانو تر څنګ دا ملت ته مضر او خبیث ګوندونه هغه مجموعه ده چی ملت ته کړاوونه زیږوی خیر یی درک نلری خو د غلو او اجرتی قاتلانو او مبتکر میخکوبانو ائتلاف ، حکومت ګواښی او رذالت ته مشروعیت ورکوی.
    هو! که موږ خادم امراء یا حکام درلودای او بالاخص که وزارت عدلیه کی یو وظیفه شناس او د ملی اخلاقو څښتن وزیر درلودای نو اوس به دا تنظیمونه ټول ارزیابی او هغه تنظیمونه به حذف شوی وای چی ملت ته یی ګټه نه رسی یا هغه تنظیمونه چی فقط انحصار او غلا یی کار دی او د ملت د خدمت ظرفیت قطعا نلری اوس باید د تیرو ۱۵ کلونو حساب یی تری اخیستی وای او ډیر تنظیمونه په شمول دده د مؤتلیفونو باید منحل او دا ملی خائنین څارنوالی ته سپارل شوی وای ، خو مع الاسف دا هغه کسان دی چی تنظیمونه یی خوړلی ،پړسیدلی ، نیمه کورنی یی په اروپا یا امریکا کی ځاله کړی او خدمت ته ژمن ندی بلکی هغه تنظیمی مفسدین دی چی تنظیمی فساد یی حکومت ته راوړی او اوس هر یو یی د ام الفساد حیثیت لری حتی چی خپل امیر هم نه پیژنی.

Leave a Reply to Dr.Atal Cancel reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

د اسد د ٢٨مې جشن کمرنګه دى

 نن د اسد اته ویشتمه د بریتانیا د وخت له امپراطورۍ څخه  د افغانستان د خپلواکۍ د بیرته لاسته راوړلو…

د اسد د ٢٨مې جشن کمرنګه دى

19 Aug 2013 خبرونه خپلواکي Taand.Com Comments (4)

نور

د اسد د میاشتی ۲۸ د افغانستان د آزادی ورځ/…

نن د چهار شنبی ورځ د اسد د میاشتی ۲۸ نیټه ذه. دا هغه ورځ ده چې ۹۶ کاله پخوا په…

د اسد د میاشتی ۲۸ د افغانستان د آزادی ورځ/ محمد اجمل زرمتی

19 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

خپلواکي/ ليکوال : محب الله آرمل

د زمري اته ويشتمه د افغانستان د خپلواکۍ ورځ ده، له نن نه ۹۶ کاله وړاندې په ۱۲۹۸ لمريز کال…

خپلواکي/ ليکوال : محب الله آرمل

19 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د اسد (۲۸) مه د افغانانو د ازادۍ ورځ

استاد لطيف الله حميد - ((د اسد پر (۲۶)مه نېټه د شپې پر اتو بجو د ژوندون ټلوېزيون په انګړ کې…

د اسد (۲۸) مه د افغانانو د ازادۍ ورځ

19 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

افغانستان ولمانځو که خپلواکي؟ د اکمل داوي

 دا اوونۍ ګڼو افغانانو له انګریز ښکیلاک نه د افغانستان د خپلواکۍ د اعلان ۹۶ کلیزه په خورا شور ونمانځله.…

افغانستان ولمانځو که خپلواکي؟ د اکمل داوي

20 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

موږ او خپلواکي/څېړنوال عبدالغفور لېوال

له شاه زمانه تر دې زمانه، موږ نه خپلواک وو او نه بشپړ ښکېل. له شاه زمانه تر دې زمانه، موږ…

موږ او خپلواکي/څېړنوال عبدالغفور لېوال

24 Aug 2016 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

خپلواکي څه ده؟/څېړنوال عبدالغفور لېوال

خپلواکي له کلي مفهومه تر جزیاتو لږ ترلږه دغه څلور معادل مفاهیم په انګریزۍ کې شته : استقلال ، خود ارادیت ،…

خپلواکي څه ده؟/څېړنوال عبدالغفور لېوال

26 Aug 2016 بدلون خپلواکي تاند Comments (2)

نور

شاه غازي امان الله خان او د افغانستان خپلواکي | ګل…

امان الله خان په ۱۸۹۲ م كال د کابل په پغمان كې زېږېدلى، د امیر حبیب الله خان زوی، د امیر…

شاه غازي امان الله خان او د افغانستان خپلواکي | ګل محمد پښتون

18 Aug 2017 خپلواکي مقالې تاند Comments (2)

نور
  • 1
  • 2