Categories

اعلان

Loading…

سواد/ محمد خالص ادیب

لور مې کتابونه را واخیستل، له څنګ سره مې کښېناسته، په خوږه ژبه یې راته وویل:

-“ابه نن تاسره سبک ویم( سبق وایم)”

لاس مې پرې را تېر کړ، ښه مې رانږدې کړه، کړل مې:

-“سمه ده بچیه ولې نه”

کتاب او کتابچه یې پرانیستل، په خط لیکلو یې پیل وکړ، ما ښه په ځېر ورته کتل، په وړو ګوتو کې قلم نیولو، په ډېر ښکلی انداز کتاب ته کښېناستل، کاږه واږه خطونو، نه لیکلو یې زیات خوند راکړ، یو دم یې راته وویل:

-“ابه دغه ځای رته وویه! (راته  ووایه)”

د درس غنوان و کورنۍ، یوه یوه جمله مې ورته وویله، دې په نرم اواز راپسې تکراره وه، تر اخره دواړه همداسې روان و، کله چې متن خلاص شو، زیاته مې کړه:

-“بس”

دې زر راته وویل:

-” نه یو وار یې بیه( بیا ) رته وویه”

دوه ځله مې نور هم متن ورته ولوست، په اخر کې یې راته وویل:

-” ابه ته چې نه وې، ادې مې هیڅ سبک نه رته وییي) راته وايي)”

د لور دې خبرې ته مې بې ځوابه پاتې شوم، هغه وخت رایاد شو، چې پلار ته مې وویل زه بېسواده نجلۍ نه کړم.

پای

60 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *