Categories

اعلان

Loading…

ما غلا له کوم ځایه راپېل کړه !؟  لیکوال: حضرت عثمان نوري

 مېرمنه مې ډېره مریضه وه او ورځ تربلې یې روغتیايي حالت خرابېده، په کور کې مې چې څومره د خرڅ وړ توکي او نغدې پېسې لرلې، هغه ټولې مې پرې خرڅې کړلې، خو ګټه یې ونه کړه. ورځ د چهارشنبې وه، د سهار لخوا چې له کوره د کار په لور تلم، د مېرمنې حالت مې راته ښه نه ښکارېده، خو هغې راته ویل چې زه نن ښه یمه، ځه ته لاړ شه مزدورۍ ته، که خدای درته نن مزدوري پېدا کړي د ماشومانو لپاره به پرې یو څه کورته واخلې. ما هم مېرمنې ته د روغ صحت ډاډ ورکړ او د مزدورانو تمځای ته ترې د کارموندنې لپاره روان شوم، کله چې د مزدورانو تمځای ته ورسیدم، ناڅاپه مې په سترګو تیاره خپره شوه، دا ځکه چې د مزدورانو تمځای د نورو ورځو په پرتله له ګڼې ګوڼې او بیروبار ډک ښکارېده. زه هم د تمځای مینځ ته ورننوتم او د یو سپینږیري بابا او د نورو مزدروانو ترڅنګ ودرېدم. د کار موندنې لپاره مې شېبې شمارلې، خو داسې ښکارېده چې نن دې ډېری مزدوران د تل په څېر بې کاره خپلو کورونو ته ناهیلي ستانه شي، ځکه د مزدورانو شمېر په تمځای کې بې شمېره وو. د کارموندلو لپاره مې ډېر انتظار ووېست، خو ګټه یې ونکړه.

ساعت ته مې چې وکتل د سهار نهه بجې وې او نور نو زما په ګدون ټولو مزدورانو د چهارشنبې له مزدورۍ لاسونه ووینځل او خپلو کورونو ته په ناهیلۍ ستانه شول. کورته په لاره مې یو ځل بیا په فکر د خپلې مېرمنې رنځوریز شکل غلبه وکړه او د مزدورۍ نشتون یې راڅخه هېر کړ…. له یو څه مزل وروسته کورته ورسیدم او په ارامه مې د ور په بېرته کولو سره لومړی سر د کور دننه انګړ ته ورښکاره کړ، ځکه له ډېرې اندېښنې مې په زړه کې سودا وه چې د مېرمنې حالت به مې څنګه وي؟ خو زړه نازړه په دروازه ورننوتم، ګورم چې د مېرمنې سترګې مې په خوب سره ورغلې وې، فکر مې وکړ چې کیدای شي درد یې ارام شوی وي او د بې خوبۍ په خوب به ویده شوې وي.

زه هم د خپلې مېرمنې د کټ په لنګه کښېناستم او د هغې په ناجوړتیا مې یو ځل بیا د فکر ټال په ژوند ناهیلی کړم، خو زما دومره څوک نه و چې د مېرمنې د حالت څخه یې یا ډاډ او یا هم د مرستې غږ راکړی وای، دا ځکه چې زه له مور او پلاره یو وم، نه مې ورور او نه هم خور لرله، خو دا دنده ما خپله مخته وړله او پخپله مې خپل ځان ته ډاډ ورکاوه چې که نور څوک نه وي، خدای خو مو شته، الله مهربانه ذات دی او د مظلوم د غږ اوریدونکی دی، له ځان سره مې د ان شاالله لفظ وویلو او د لوی دربار له څښتن څخه مې د خپلې مېرمنې په ګدون ټولو مریضانو ته د روغ صحت دعاء وکړه. ناڅاپه مې مېرمن له خوب راویښه شوه، د پښتورګو د پاسه یې خپل لاسونه کېښول او یو ځل بیا د پښتورګو له مرګوني درد څخه په کټ کې کله په یوخوا او کله په بل خوا اوښتله. دا وخت مې د مېرمنې حالت راته بیخي مرګونی وبرېښد او ضرور هم وه چې باید ډاکټر ته مې وړی وای، خو په لاس کې مې نغدې روپۍ نه وې چې ډاکټر ته پرې تللي وای.

په انګړ کې ډېر ترور ترور وګرځېدم، دا ځکه چې مېرمنه مې له یو سخت حالت سره مخ وه او له ما سره یې کومه لار نه وه چې د هغې غم مې پرې خوړلی وای! له ځان سره مې فکر وکړ، ته راځه یو ځل بیا هغه د جمال خان دروازه ور وټکوه او پور ترې وغواړه، ممکن دا ځل درباندې زړه وسوځوي او یو څو روپۍ پور درکړي. په بیړه د جمال خان کورته ورغلم او د دروازې زنځیر مې ور وشرنګولو، له لږ ځنډ وروسته یې کوچنی زوی را ووت، ویل یې: کاکا څوک یې؟ ورته ومې ویل: سید ولي یم وراره، هغه حاجي صیب سره مې لږ کار و، ته یې کور کې وګوره که کور کې و، ورته ووایه چې د سید ولي کاکا درسره کار دی. زوی یې په منډه کور ته ولاړ او جمال خان ته یې زما سوال او ځواب ورساوه.

جمال خان چې د کلي یو شتمن انسان و، ستړي مه شي راته د لاس په ګوتو وکړه او په کبرجنه څېره کې یې د نه ځواب لا له وړاندې موجود وه، ویل یې: بیا څه غواړې؟ یو خو له تاسو تنګ راغلي یو او هر وخت راته دروازه ټکوې. د جمال خان په دې خبره مې زړه لا ناهیلی شو او ورته ومې ویل: خان زما مېرمنه ډېره سخته مریضه ده، په پښتورګو یې سخت درد دی، په جېب کې مې یوه روپۍ نشته چې ډاکټر ته یې یوسم، اوس مې لاس ډېر بند دی، که یو څو روپۍ په پور راکړې، بیا به یې درکړم. خان چې زما خبرې واورېدې، په تریوجنه ټنډه یې راته وویل: ځه لاړ شه، ما سره پېسې مېسې نشته، بیا زما د کور مخې ته ونه درېږې او نور یې په شاتګ د خپل کور په دروازه ورننوت او دروازه یې راپسې بنده کړه. زه د خان له دره په ډېرې ناهیلۍ روان شوم او په سترګو کې د خپلې بې وسۍ له وجې غټې غټې اوښکې راوټوکیدې، خو څه مې کړی وای، مجبوري مې وه.

د جمال خان له دره وروسته د جابر خان کورته په لاره شوم او دا ځل مې ټولې هیلې د جابرخان په لور وې، چې که جابرخان راسره د پور مرسته وکړي، زه به یې دا احسان هېڅکله هم نه هېروم. ورو ورو یې کورته ورنږدې کیدم او بالاخره یې د کور دروازې ته ودرېدم، د جابرخان وضع (رویه) چې مې ولیدله، جمال خان ترې ډېر شرف درلوده، دا ځکه جابرخان راته د تل په څېر یو ځل بیا په سپکو، سپورو پېل وکړ او په ټېله (دیکه کولو) راڅخه خپل کور ته ننوت.

کورته راستون شوم، له ځان سره مې ښه وژړل، ان تردې چې په ژړا ژړا مې د خپلو اوښکو پاکولو له امله مې د خپل خړبخن څادر ټولې پیڅکې لمدې شوې، خو کورته په ډېرې ناهیلۍ ستون شوم او یو ځل بیا د خپل کور د دروازې په وره په ډېرې ناهیلۍ ورننوتم. مېرمنه مې لا هماغسې په رنځ اخته پرته وه چې ما هم ورته یو بد خبر راوړی وو او هغه بد زیری دا وو چې ماته د کلي هېڅ یو سرمایه دار یوه روپۍ پور رانکړ، دا حالت مې له مېرمنې سره له ډېرې مجبورې شریک کړ او زما دخپرو په پای کې راته وویل: خېر دی سیدولي، ته مه خفه کیږه، زما به قسمت همداسې وي، پریږده چې مړه شم، له داسې ژوند نه خو مرګ ښه دی، د مېرمنې په دې خبرو مې په زړه کې لا اور بل شو او د یو ناکاره کار په کولو یې زه کولو ته وهڅولم. د ماښام تیاره په راخپرېدو وه او ما هم دې ته انتظار وېسته چې ښه تیاره راخپره شي، بیا به یو څه چاره وکړو. د انتظار د شېبو وروسته مې له ځانه سره جوړ کړی پلان په کار واچولو او دا ځل مې د همدغو خانانو څخه د غلا کولو لپاره ملا تړلې وه چې ماته یې پور رانکړ.

ښه پخه شپه وه او د جمال خان کورته په غلا ور وا اوښتم، غوښتل مې له کور څخه یې یو څه غلا کړم او بیا یې په بازار کې وپلورم، ترڅو مې پرې مېرمنه له مرګوني حالت څخه راوژغورم، خودا چې زما په قسمت کې نه غلا لیکل شوې وه او نه هم د راحت ژوند، د غلا په کولو هم د جمال خان ځوی ونیولم او لاس په لاس یې خپل پلار ته وسپبارلم. جمال خان چې له غصې تک سور اوښتی وو، راته یې وویل: ته ولې زما کور ته د غلا لپاره را اوښتی یې؟ ته څه مجبوري لرې؟ ولې مزدوري نکوې؟ ښه ښایسته ځواني لرې او د ځوانۍ په دې عمر کې هم دې غلا ته بډې وهلي دي؟

ما چې د جمال خان دې خبرو ته غوږ ایښی وو، سر مې ټيټ او سترګې مې ځمکې ته اچولې وې، ورته ومې ویل: خان زه خو یو بې چاره، بې وزله او یو بې څوکه انسان یمله موره او پلاره یتیم پاتې شوی یم، نه ورور لرم او نه خور او د ګډ ژوند خواږو بې برخې یم. مېرمنه مې له ډېر پخوا نه د پښتورګو تکلیف لري ، په ډېرو ډاکټرانو مې وګرځوله خو د خدای کارونه دي نو، هېڅ ښه کیږي نه، څومره نغدې پېسې او مال چې راسره وه، هغه ټول مې پرې ولګولې، خو کومه ګټه یې ورته ونکړه، اوس مې د مېرمنې حالت بیخي په خرابېدو دی او دپښتورګو د تکلیف له لاسه یې ورځ تربلې ژوند سختېده، په کور کې مې یوه روپۍ نه درلوده چې ډاکټر ته مې وړې وای، د سهار لخوا مزدوري هم راته پېدا نشوه چې یوه نیمه نسخه مې پرې ورته کړی وای، د مېرمنې په حالت مې یواځې خدای خبر دی چې څه به پرې تیریږي؟

ستاسو درته هم څو ځل ودرېدم، چې یو څو روپۍ پور راکړې، خو تاسو په وار وار زه ورټلم او له خپل دره مو ناهیلی وشړلم، له تاسو وروسته د کلي بل شتمن ته ورغلم، خو هغه له تاسو زیات وو، هغه به د رټلو ترڅنګ راته سپکې، سپورې هم وکړې او نور به یې ناهیلی پریښودم.

د خدای کارونه و داسې وخت هم راغی چې مېرمنې مې رانه نور د مخه ښې ترڅنګ بښنه هم وغوښته. دې بد حالت زه غلا ته اړ کړم، څو یو څیز غلا کړم، په بازار کې وپلورم او بیا پرې خپلې مېرمنې ته یوه نسخه درمل راوړم، خو دا کار هم ونشو. خان چې زما خبرو ته ښه په غور غوږ نیولی وو، سړ یې ځوړند کړ او دسر په ویښتانو یې د افسوس لاس راښکل. زما چې خپل رنځور زړه له بۍ څوکۍ او نیستۍ له امله له کلونو، کلونو راهیسې ځوریده، خان ته مې په همدغه شېبه کې خپل ډک زړه تش کړ او په پای کې مې ورته په ژړغوني غږ وویل:

خان اوس ته راته ووایه، چې زما مېرمنه چې د مرګ په حالت پرته ده څو ځل مې له تاسو پور وغوښت، خو زه مو ناهیلی پریښودم ، بیا مې له بل شتمن څخه پور وغوښت، هغه هم ستا په پل پښه کیښوده، خان چې زما په خبرو یې په سترګو کې اوښکې ډنډ شوې او دلاس په لسټوني یې د سترګو اوښکې پاکې کړې او بیا مې ورته ویل: خان (چې غلا ونکړم نو څه وکړم… !؟)

9 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *