Categories

اعلان

Loading…

په ارګون کې وحدت فرهنګي مرکز پرانیستل شو

د پکتیکا ولایت په ارګون ولسوالۍ کې وحدت فرهنګي مرکز جوړ او د شنبې په ورځ عملآ  پرانیستل شو.

پکتیکا والي محمد الیاس وحدت د یاد مرکز د پرانیستې پرمهال وویل چې دا یې د ډېر وخت د هلو ځلو پایله وه چې په دې سیمه کې د ځوانانو د ښې روزنې په موخه مجهز فرهنګي مرکز جوړ کړي.

ښاغلي وحدت وویل، په یاد مرکز کې پر عامه کتابتون سربېره ځوانانو ته د کمپیوټر بېلابېل پروګرامونه، د انګلیسي ژبې زده کړه، د ساینسي علومو زده کړه او نور ګټور روزنیز پروګرامونه ښودل کیږي.

پکتیکا والي وایي چې د یاد مرکز فعالیتونه به د سیمې د ځوانانو د وړتیاوو په لوړولو کې رغنده رول ولري او په وینا یې په دې سره به د ځوانانو فکري اړخ هم وده وکړي.

د سیمې ځوانان هم د وحدت فرهنګي مرکز جوړېدلو ته خوښ دي او زیاتوي چې په دې سره به له ګڼو سهولتونو څخه برخمن شي.

دوی زیاتوي چې د یاد فرهنګي مرکز له برکته به ټول ځونان په یوځای راټولیږي او د زده کړیزو پروګرامونو ترڅنګ به خپل فرهنګي پروګرامونه هم ترسره کوي.

د یادونې ده، یاد فرهنګي مرکز د پکتیکا ولایتي ادارې په هلو ځلو او د سیمه والو په هڅو سره جوړ او په دوطلب ډول به اکاډمیک او فعال ځوانان د مرکز چارې پرمخ وړي.

د پکتیکا ولایت د رسنیو دفتر

60 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *