Categories

اعلان

Loading…

د افغانستان د اوبو لانجه او حل لار یې|| عبدالواحد رضوانزی

د ایران ولسمشر حسن روحاني د دغه هېواد پلازمنېه تهران کې د ګرد او باد “ننګونې او حل لار ” غونډه کې په افغانستان کې د برېښنا بندونو په جوړولو اندېښنه وښوده او ویې ویل ایران په دې اړه بې تفاوته نه شي پاتې کیدلای .

په دې غونډه کې د نړۍ د ۳۴ هېوادونو استازو ګډون کړی وو او له افغانستان څخه د چاپېریال ساتنې د ادارې مشر مصطفی ظاهر او د چاپېریال ساتنې برخه کې د افغان ولسمشر سلاکار عباس بصیر ګډون درلود.

حسن روحاني په غونډه کې د چاپېریالي ستونزو په یادولو سره وویل: “په افغانستان کې د کجکي، کمال خان، سلما او نورو بندونو د جوړېدلو په هکله چوپ پاتې کیدلای نه شو، ځکه دغه بندونه پر خراسان، سیستان او بلوچستان ولایتونو اغېز کوي”. د ایران د جمهوررئیس دې پارونکې وینا په افغانستان کې د ګڼو حکومتي چارواکو او ګوندونو غبرګونونه راوپارول، د هېواد جمهوررئیس وویل اوبه زموږ ناموس دی او موږ به یې ساتنه کوو. همدا ډول د افغانستان د برېښنا او انرژۍ وزارت هم خپل شدید غبرګون وښود، د یاد وزارت مرستیال ویلي دي پخوا چې له ایرانه افغانستان ته کومې اوبه راتللې اوس څاڅکی هم نه راځي او لامل یې دا دی چې ایران په خپله خاوره کې تر ۶۵۰ برېښنابندونه او ډنډونه جوړ کړي، چې په دې کې له افغانستان سره پر پوله ۴۰ بندونه او ډنډونه شامل دي. هغه په یوه مرکه کې زیاته کړه چې چې افغانستان ملي ګټو او نړیوالو کنوانسینونو ته په پام خپلې اوبه کنټرولوي.

د ځینې شمېرو له مخې افغانستان په منځي ډول ۷۰ میلیارد متر معکب کلنۍ اوبه لري، خو ۸۰ سلنه یې ګاونډیو هېوادونو ته ځي. اوسمهال چې افغان حکومت د خپلو اوبو د مهارولو لپاره مټې بډ وهلي دي ګاونډي هېوادونه هڅې کوي چې د دې چارې مخه ډب کړي، تر دې چې د  افغانستان دوه ګاونډي هېوادونه د برېښنا بندونو د جوړولو د مخنیوي لپاره د وسله والو طالبانو ملاتړ کوي. ژوندۍ بېلګه یې په دې وروستیو کې د سلما بند په ساتونکو د وسله والو برید وو چې د سلما بند لس تنه ساتونکي په کې شهیدان شول.

په ایران کې د اوبو مسله خورا جدي او مهمه بلل کېږي داسې به ډېرې کمې ورځې وي چې کوم دولتي یا حکومتي چارواکی ورته اشاره ونه کړي. د ایران د انرژۍ وزیر حمید چیتچیان هم په یوه وینا کې وویل، د ایراني ولس پایښت د اوبو کمښت له خطر سره مخ کړی دی.ښه بېلګه یې چارمحل بختیاري کې د خلکو ترمنځ د اوبو پر سر نښتې دي.

ایران کې د اوبو د کمښت ستونزه افغانستان کې د بندونو جوړېدل نه دي څنګه چې ایران ګمان کوي په نړیواله کچه د تودوخې زیاتېدل او د ځمکې ګرمېدل، وچکالي، د ایران وګړي زیاتېدل، ګرمه سیمه کې یې موقعیت او هغه څه چې د اوبو ناسم مدیریت او ناسمه کرونګري بلل کېږي دا ستونزې یې رامنځ ته کړې دي.

په نړۍ کې د تودوخې په ډېرېدلو او نفوس زیاتېدلو سره د اوبو ستونزه پر ایران سربېره د نورو ډېرو ګاونډیانو لپاره هم خپلمنځي شخړې پیدا کولی شي.همدا وجه ده چې چاپېریالپوهان وايي، که دریمه نړیواله جګړه کېږي، نو لامل به یې اوبه وي.

دا یواځې ایران نه دی چې د افغانستان سره د اوبو د وېش او مدیریت ستونزه لري بلکه ایران او پاکستان دواړه په تاریخي لحاظ د افغانستان د اوبو په سرچینو دعوي لري. د دې ستونزو او جنجالونو مخینه دا ده چې دا هېوادونه پخپل منځ کې د نړیوالو قوانینو په رڼا کې د اوبو د وېش تړونونه او معاهدې سره نه لري پرته له یو تړون څخه چې په ۱۹۷۳ کال کې د ایران او افغانستان تر منځ لاسلېک شوی دی. ایران تر ننه په دې تړون عمل نه دی کړي او د تړون خلاف ۷۰ سلنه اوبه ترلاسه کوي او د افغانستان له هوکړې پرته یې په دې اوبو زیربناوې او بندونه جوړ کړې دي. پاکستان هم په ځلونو کوښښ کړی دی چې د افغانستان سره د اوبو په سر توافق ته ورسیږي او په دې اړه مذاکرات وکړي د بېلګې په ډول په ۲۰۰۶ کال کې نړیوال بانک د کابل د سیند په سر د دواړو هېوادونو تر منځ د یو تړون د رامنځته کېدو هلې ځلې وکړي خو پایله یې ورنه کړه. په ۲۰۱۱ کال کې د پاکستان د اوبو او انرژۍ وزارت له امریکا او نړیوال بانک وغوښتل چې د افغانستان سره د اوبو په وېش کې د دواړو هېوادونو تر منځ مداخلت وکړي خو دې کوښښونو بیا کومه پایله ورنه کړه. ایران او پاکستان دواړه د افغانستان د اوبو په سرچینو تکیه دي، دوی ډار لري چې په افغانستان کې د بندونو جوړول به دوی د اوبو د کمښت له ستونزې سره مخ کړي. کابل باید دواړه هېوادونو ته قناعت ورکړي چې د هلمند او کابل په سیندونو د زیربناوو او بندونو جوړول د افغانستان مشروع حق دی او د کور دننه ورته شدیده اړتیا ده. همدا ډول دا پروژې ګاونډیو هېوادونو ته کومه ستونزه نه جوړوي برعکس د سولې په راوستلو کې اغېزمنې ثابتېدلای شي.

د افغانستان او ګاونډیو هېوادونو تر منځ د دې ستونزې ممکنه حل په لاندې ډول کیدای شي:

د نړیوالو قوانینو په رڼا کې د ځمکې سطحي اوبه یا سیندونه په دریو کټګوریو وېشل کېږي.

لومړی هغه سیندونه دي چې سرچینه، د بهېدو او ختمېدو ساحه یې ټوله په یوه هیواد کې وي ددې اوبو ټول امتیاز د همدې هیواد دی بل هېڅوک په کې حق نه لري.

دویم هغه سیندونه چې سرچینه یې په یوه هیواد او بهېدا او ختمېدا یې په همدې او بل هیواد کې وي دې ته سرحدي اوبه هم ویل کېږي په دې صورت کې دواړه هیوادونه د قوانینو مطابق د امتیازاتو خاوندان دي.

دریم هغه ډول سیندونه دي چې سرچینه یې په یوه هيواد کې ولې بهېدل او وچیدل یې په دوه یا درې څلورو جغرافیو کې ترسره کېږي.

زمونږ د هلمند حوزه له ایران سره سرحدي حیثیت لري چې سرچینه او یوه لویه برخه بهېدل یې زمونږ په خاوره او نوره برخه یې تر وچېدو د ایران په خاوره کې بهېږي.

د نړیوالو قوانینو او د هیوادونو د دوه طرفه تعهداتو په رڼا کې د سیند په اوبو ډېر حق په لاندې شرایطو کې دی.
الف:هغه هیواد چې د سرچینې خاوند وي او د سیند ډېره برخه په یاد هیواد کې وبهېږي.
ب: د سیند د اوبو تاوان چې کوم هېواد ته ډېر وي هغه د ډېرو اوبو مستحق دی.

ج: د اوبو د وېش نه وړاندې پانګونه چې کوم هېواد ډېره کړې وي لکه ابادي، بندونه، انهار، کانالونه او داسې نور یې جوړ کړي وي د هغه هیواد برخه هم په اوبو کې ډېره ده.

پدې سناریو کې لومړي دوه حالته زمونږ او وروستی حالت د ایران په ګټه دی.
خو ایران د دغې یوه حالت نه په ګټه اخیستنه غواړي د اوبو د ملکیت دعوه وکړي چې مونږ ډېره ابادي کړې او څرنګه چې افغانستان په جګړو کې وه نو مونږ لدې حالته پاتې یو.

ایران ته باید وویل شي چې د هلمند پر حوزې د بندونو جوړول دوی ته تاوان نه بلکې ګټه کوي، ځکه د بندونو په جوړولو اوبه تنظیمېږي، د سېلابونو او تخریباتو مخنیوی کېږي او بیا د برېښنا د تولید بندونه خو د اوبو مصرف نه لري، بلکې یواځې د اوبو له انرژي څخه ګټه اخیستل کېږي، چاپېریال کې رطوبت زیاتېږي چې د اورښتونو سبب ګرځي، د ځمکې لاندې اوبه تقویه کېږي، کارېزونه او چینې تازه کېږي، ددې هر څه ګټه ایران ته ځکه ډېره ده چې ځمکه یې د سیند په ښکتنۍ برخه یا ډاون سټریم کې پرته ده.

خو ایران د ټولو قوانینو او دوه طرفه ګټو برخلاف د اوبو وېش نه بلکې د اوبو بشپړ کنترول غواړي.

د ښاغلي حسن روحاني دغه څرګندونې د افغانستان په کورنیو چارو کې ښکاره لاسوهنه ده او افغانان به هېچا ته دا اجازه ورنکړي چې ددوی د قدرتي وسایلو او طبیعي نعمتونو د ملکیت دعوه وکړي او سرنوشت یې وټاکي. د افغانستان حکومت د پورته نړیوالو نورمونو او اصولو په نظر کې نېولو سره باید د ایران او پاکستان سره د اوبو د ویش او مدیریت تړونونه رامنځته کړي تر څو په سیمه کې د هېوادونو تر منځ د اوبو په سر جنجال او کشمکش پای ومومي او سولې ته متوجه ګواښونه له منځه ولاړ شي.

7 total views, 2 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *