Categories

اعلان

Loading…

طالبان وايي، د هیبة الله زوی انتحاري حمله کړې

تاند- طالبان وايي، د دې ډلې د مشر ملا هیبة الله اخوندزاده زوی په هلمند ولایت کې په انتحاري حمله کې ځان وژلی دی.

د طالبانو یوه ویندوی قاري یوسف احمدي وویل، د هیبة الله مشر زوی خالد د هلمند ولایت په ګریشک کې ځان والوزاوه.

احمدي همداراز وویل چې دې برید وښودله چې د دوی جګړه جهاد دی.

دا لومړی ځل دی چې د یوه سیاسي مشر د کورنۍ ډېر نژدې غړی ځان الوزوي.

په خواله رسنیو کې طالب پلوو دا یو ویاړ بللی خو مخالفانو یې ویلي چې ځان چوول افتخار نه دی بلکې د نورو د اوښکو پاکول ویاړ دی.

وسله والو طالبانو د چهارشنبې په ورځ د هلمند پر ګریشک ولسوالي حمله وکړه چې د چارواکو په وینا طالبانو ماته وکړه او زیاتې مرګ ژوبلې ورواوښتې.

131 total views, 1 views today

5 comments

  1. Satar Reply

    ملا هبت الله ته ووایاست چه اوس دهغه نوبت دی هغه بایدهم په دی دول جهاد کی برخه واخلی او زان والوزی.

  2. سلیمان Reply

    زه خو وایم تاسو ټول دا جهاد ډير زر وکړئ او ټول له مخې په یوه ورځ ځانونه والوزوۍ. يو به تاسو ثواب وګټۍ او بل به الله تعالی افغانان ستاسو وحشیانو له شره خلاص کړي.

  3. عبدالله مظلومیار Reply

    ښه شو یو بل وحشي د اسلام ، بشریت او د افغانانو دښمن ووژل شو . اوس به د ی هم له نورو دوزخیانو سره یوځای د یو مظلوم ولس د قتل په ګناه په اسفل السافلین کې د دوزخ په اور کې سوځي. د الله ج لعنت د وي پرداسې خوارجو.

  4. SAS Reply

    خدای دی يي کردار کړي

  5. Bajaur gulona Reply

    Mula Haibata khana norai dramai makawa.tata ham dasai marug naseeb sha chai fazal ur Rahman mula aw samee ulHaque mula ham pa dasee margo mArashee.amin.kash pa da sai daramo zawanan doka nashee

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *