Categories

اعلان

Loading…

هغه ټپي چې د مرګ هرکلی کوي|| عبدالوکیل سوله مل

ډزشو ، ګولۍ د جلات خان دسپغزو منځ کې ولګیده او دسترګو په رپ کې نیغه ووته . د ګولۍ په ننوتوجلات لویه کړیکه وکړه .سرو وینوترې دارې وکړې .ځای پر ځای راولوید. ددې حال او پیښې په لیدلوېې د ملګروېې واروپار خطا وتل .په سترګو ېې توره شپه او تیاره راغله .که څه هم اندیښنوواخیستل ، بیرې ونیول او په درنګ شیبه کې ېې رنګونه زیړ راواوښتل . خودغم او ویر په څپو کې ېې په بیړه له نږدې روغتون سره اړیکه ونیوه . د روغتون دبیړنیو مرستو ګاډی په لږه شیبه کې راورسید او جلات خان ېې ګاډی ته ورپورته کړ.

له جلات خان سرې وینې لا هم بهیدې خو هغه نه دسخت درد او نه دمرګ اندیښنه کوله. ټوله اندیښنه ېې د لګیدلې ځای ټپ ته وه ځکه خو ګاډی لا نیما یی لار نه وه وهلې چې جلات خان له سخت درد سره سره له ځا یه راپورته او د لګیدلي ټپ د  لیدلو په هڅه کې شو. له را جګیدو سره سمدلاسه د ګاډی روغتیا پال او ملګرو بیرته څملاوه. له خولې په ورو راووتل:

ـ زه جوړ یم !؟

ملګرو هریوه په وار ډاډ ورکړ:

ـ جوړ ېې ، دومره نه یی لګیدلی . خدای مهربان دئ .

جلات خان لکه ددوی خبرې چې هیڅ نه وی اوریدلي  د بیا راپا څیدو هڅه وکړه خو ملګروېې له را پا څید واړاوه. بیرته ېې څملاوه.

جلات خان چیرته صبریده او قا نع کیده . نهیلی و، زړه ته ېې ولیدلې وه چې ټپ ېې ژور او ښایی د پښو په منځ کې ټول غړی ېې پرې او له منځه تللی وي. بیا یی بې واکه له خولې ووتل:

ـ که ما نه پریږدئ پخپله ېې وګورئ .

ملګرو ېې  حیران ،حیران یوه بل ته وکتل.یوه پوښتنه وکړه:

ـڅه شی ؟!

جلات د پښو منځ ته اشاره وکړه ، غوښتل ېې د هغه غړی نوم واخلی خوو شرمید اودهغه له نامه اخیستو ېې ډډه وکړه.

د روغتیا پال تندی تریو شو خو ملګری ېې خندا ونیول ، یوه په ټوکه وویل:

ـ په تشو لیدلو کله معلومیږي او لاس وروړلو ته مو ته کله پریږدې !

په دې خبره ېې ملګرو نور هم خندا ته زور ورکړ او ټولود روغتیا پال په ګډون په کټ کټ وخندل ، خو دوی هریوه د زړه له زوره خندل او خندا ېې پر ده کومې ملنډې نه وې . دا هر څه ېې دده د تیر ایستلو او ډاډ لپاره کول.

جلات خان بیا سراپورته کړ او بیا هم هماغه څیر دستی څملول شو. له اندیښنو یی درد او مرګ دواړه هیروو .په هیڅ یی شي چرت نه واهه ، هما غسې ېې یوازینۍ اندیښنه د لګیدلی غړی د ټپ څرنګوالی او ژوروالی ته وه  ، دزړه په زور یی بیا وویل:

ـ تا سو خاندئ خو زه ټوکې نه کوم  ،که هغه ختم وي زه هم ځان ختموم .

ملګرو ته ېې بیا خندا ورغله يوه وویل :

ـ ولې ؟ د خلکو بسته نیمه تنه پرې کیږی ځان نه ختموی او ته په یوه بلا مړی شي ځان وژنې !

جلات خان دزړه په زور ورغبرګه کړه :

ـ خو زما یوه میا شت وروسته واده دی او ښځه مې هم په مآینتا به کړې ده .

په دې سره په ګاډې کې چوپتیا خپره شوه. نور نو د هیچا خوله خندا ته نه جوړیده او ټول ژورې خواشینۍ او اندیښنو واخیستل . د هیچا له خولې سوڼ ونه وت . جلات خان بیا پخپله غوښتنه ټینګ ودرید:

ـ ما ټولو ته خون دربخښلی دی که هغه شی له کاره ولیدلی او له منځه تللی وي ما ووژنئ .

ټول داسې غلی وو لکه د د چا د جنازې کټ ته چې ولاړ وي له چاخبره نه راوته . خور ا دردمن او بې ځوابه وو. د هریو له خولې ساړه اوسیلې راووتل . یوه بل ته د ژړا له ویرې نه ورکتل .خو ګاډی په دم ګړۍ کې روغتون ته راورسید . جلات خان ېې په بیړه د بیړنیو عملیاتو خونې ته وردننه کړ.

بې هوښه شو او ژر ېې د عملیاتو او د ټپ دګنډلو چارې پیل شوې . له عملیاتو او د ټپ له ګنډلو وروسته ېې د بستریدو خونې ته راوړ او پرچپرکټ ېې په ورو څملاوه . پوره شپه او ورځ بې هوښه و . همدا چې پر هوښ راغئ او سترګې ېې وغړولې وار له مخه ېې د پښو منځ ته سراپورته کړ . وېې لیدل چې په ټپ ېې لویه پټۍ لګیدلې ده او ده نشو کولی د هغه ځای او ټپ د حال جا ج واخلي چې دی ورته اندیښمن او زوریده. له ځا نه سره ېې ورواو په نهیلۍ وویل:

ـ خدای دې خیر راپیښ کړي .

لاس ېې په ورو د پښو منځته وروړ . خو په لږتما س ېې ژور سوی حس کړ، بیرته ېې لاس په منډه راوویست . امید ېې پیدا شو .  په زړه کې ورتیره شوه .

ـ شی خو جوړ دئ خو چې هګۍ به څنګه وي ؟

غو ښتل یی بیا ټپ ته لاس وروړي چې معالج داکتر ېې يو ځای له یوې ځوانې نرسې سره راننوت. سرته ېې ودریدل.

د نرسې په لیدلو ېې دستی خپله ښځه په زړه راووریده . دکوژدنې تصویراو د نرسې حظور پرې د شهوت اورونه بل کړل .د

نرسې پر لور ېې غلچکې وروکتل خو د سترګو په رپ کې ېې سترګې ټیټې کړې . داکتر ېې په سر لاس کیښود.

ـ څنګه ېې ځوانه؟

په شرمیدلی بڼه ېې په ورو ځواب ورکړ:

ـ ښه یم

خبره ېې ونیوه . وشرمید خو خپله اندیښنه ېې پټه نه کړه:

ـ خو سودا مې ده .

ډاکټر حیران شو :

ـ د څه شي سودا اخیستی ؟ هغه دی جوړ او هر څه په خیر سرته رسیدلی دي .

داکتر نرسې ته مخ واړاوه خو خبره یی ده ته وکړه .

ـ د خلکو پوره تنې پرې شوي چرت نه خرابوی .

خندا ورغله

ـ او ستا په یوه هګۍ چرت خراب دئ ؟

نرسه وشرمیده .سر ېې ټيټ ونیو . د جلات خان غونی زیږشو لکه څوک ېې چې په نرۍ ستنه چو خ کړي . نیغ راپا څید.

لکه خوب چې وویني نا ببره ېې له خولې راووتل:

ـ هګۍ!

داکتر وخندل :

ـ هو هګۍ …یوه پرې شوې .

جلات خان لکه په منځ چې اره شي،زړه ېې خویه ولوید. بې واکه ېې تندي ته ټس ورکړ :

ـ پرې شوه .

نرسه له شرمه ووته . ډاکترجدي څیره ونیوه:

ـ شکر وبا سه چې دواړه او یا دې دا بل میر غظب نه دی پرې شوي . یوه هګۍ څه شی دئ.

جلات خان ټکان وخوړ، زړه ېې نور هم وښوید او لکه په ملا ېې چې لوی تندر راولویږي ژر بیرته وغزید:

ډاکټر له خونې ووت . جلات خان ته سودا ورولویده . ګڼې پوښتنې ېې په زړه کې راوټوکیدې :

ـ با ید پوښتنه مې ترې کړې وای :

ـ په یوه هګۍ خوبه سړی له مردۍ نه لویږي؟

خو بیرته به فکر ورغئ :

ـ چې ټپ ېې راخلاص او جوړ شوم بیا به ېې پخپله راته ووايي.

خو بیرته به یی تلوسه شوه:

ـ کا شکې اوس راته ووایی ،که داسې عیبي شم چې له مردۍ ولیږم بیا تر جوړیدو د مخه ولې ځان نه وژنم !؟

یوه میا شت وروسته ېې واده و.ګڼو فکرونو په مخه کړ.بلا ډیرې پوښتنې ېې په سر کې راوټوکیدې :

ـښه نو زما خو یو میا شت وروسته واده دی ! پلار او مور ته به په کومه خوله وایم چې زه له مردۍ ولیدلی یم ؟

زړه ېې را ډک شو . ژړا ورغله ، په سترګو کې ېې اوښکې ډنډ شوې خو ددې لپاره چې د کوټې نور ناروغان ېې ونه ویني په ځان ېې تلتک راخپور کړ:

ـ محبوبې ته به څه وایم ؟ د هغې خو به دستی له خفګانه زړه وچوي!

ستونی ېې نور هم ژړاونیو خو په ځان ېې زور راوړ چې غږ ېې له ستونی راونه وځي:

ـ نه زه هغه په دې حال نشم لیدلی . موږدواړو خو ډیر خوبونه لیدلی وو ، د ګلالیو بچیانو او پلار او مورمې د لمسیانو ،

سرېې د تلتک لاندې په سوک وواهه:

ـ نه زه محبوبه په دې حال نشم لیدلی ، زه هغې ته نشم ویلی چې اوس زما اوستا فرق نه کیږی . زه ځان وژنم که ما ته ووایی چې له کوروالی ولیدلی یم.

تر هغې ورځې چې دجلات خان ټپ پوره جوړیده او دی ېې له روغتونه رخصتوه دا اندیښنې ېې ورځ او شپه ملګرې وې. ددې ډاډ او ځواب لپاره ېې هره ورځ خپل معالج ډاکټر ته ورځې او شپې شمیرلې خو هغه ډاکټر بیا تر ډیرو ورځو رانغئ او دده او نورو ټپیانو پالنه د نورو روغتیا پالو په غاړه وه. په ورستۍ ورځ چې نور ېې ټپ پوره جوړ او پټۍ ېې ترې لیرې کوله معالج ډاکټر او هما غه ښا یسته نرسه ېې بیا لیدو ته راغلل.  د نرسې په لیدو د جلات خان د شهوت رګونه بیا وتخڼیدل ، خو دا ځل ېې د خپلې سودا تر لیرې کیدو نرسې ته هیڅ پام وروانړاوه . نرسې چې دډاکتر له څار لاندې څنګه پټۍ لیره کړه داکټر پرته له دې چې جلات خان څه ترې وپوښتي وویل:

ـ دادئ په خیر هر څه دی نور جوړ دي .

په جلات که څه هم د شرم خولې راما تې وې او له نرسې هم شرمیده خو د زړه له پا سه ېې په خندا خپله خبره وکړه:

ـ یعنې په یوه هګۍ هم کار کیږي؟

نرسه بیا له شرمه سره راواوښته . سر ېې بې واکه ځوړند شو. ژر له خونې بیا ووته . ډاکټر وخندل :

ـ په یوه ستر ګه چې سړی نه ړندیږي او ټوله دنیا ګوري داسې په یوه هګۍ هم څوک له مردۍ نه لویږي د خدای ساده .

جلات خان لکه په بدن کې چې نوې ساه پوه شي . له خوشحالۍ ېې غومبري سره راواوښتل. سترګې ېې وبریښیدې ،خوبیا یی هم زړه ته نه لویدل :

نو ډاکتر صاحب زه به نو څنګه پوه شم چې له مردۍ نه یم ولیدلی؟

داکتر بیا وخندل . لاس ېې دهلیز ته ونیو:

ـ ځه تشناب ته شه !

د جلات خان سترګې له حیرانتیا ټیغې راووتې :

ـ تشناب ته ! د څه لپاره ؟

دداکټر له خولې بې واکه ووتل :

ـ د موټي لپاره

بیا ېې په ټوکه وویل :

ـ خو دا تشناب مه بیلماځه کوه . سبا چې خپل کور ته لاړې هلته پخپل کور کې ځان وآزما یه .

له دې سره ټول ناروغان خندا ونیول او ډاکټر هم په خندا له خونې ووت.

ډاکټر چې څنګه لاړجلات خان هم وغزید او په همدې اندیښنو کې لږه شیبه وروسته په رڼا ورځ خوب یوړ. په خوب کې هما غه ښکلې نرسه ورسره مخا مخ شوه . نا ببره خوله په خوله شول .ژرلکه څوک ېې چې لاس په لاس ونیسي او رسوا شي له خوبه راکښینا ست . ټوپ ېې کړ . لکه وچې بیریږي .په ورو ېې د پښو منځته لاس ورننویست . پرتوګ ېې لوند خیشت او لړلی وو.

د خوشحالۍ احساس ېې په وجود غزونې وکړې . زړه ېې له خوښۍ داسې ټوپونه واچول لکه  له لوی شراو شرمه ېې چې آمان موندلی وي.

سوتهال ـلندن

د شپې دولس بجې او پینځلس دقیقې

د ۲۰۱۷میلادي کال د جنورۍ ۱۱نیټه

268 total views, 2 views today

1 comment

  1. احسان الله عظیم Reply

    گران سوله مل صاحب! دتلوسی دکه په زره پوری کیسه می ولوسته دیره می خوسه شوه . ستاسی د نورو لیکنو د لوستلو په هلیه !
    خدای مو خوشحاله او بریالی لره.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه…

تاند، چهارشنبه، د اسد ۳۰مه: ولسمشر د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ رغول شوې د دارالامان ماڼۍ په شاندارو…

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه په وینا پرانیستل شوه

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

د نړۍ په ټولو هېوادونو کې داسې عنعنوي، فرهنګي، دیني او ملي ورځې شته چې خلک او حکومتونه یې په…

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

21 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د…

تاند، چهار شنبه، د اسد ۳۰ مه: د کورنیو چارو وزارت اعلان کړه چې نن د اسد په ۳۰مه به…

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د کابل پر ۳ غونډیو اورلوبه کېږي

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

فرخنده باد صدمین سالگرد استرداد استقلال افغانستان

استاد عارف نظر صدسال پیش از امروز مردم آزاده افغانستان، ثمره جانبازی ها، قهرمانی ها و مبارزات استقلال طلبانه فرزندان خویش…

فرخنده باد صدمین سالگرد استرداد استقلال افغانستان

20 Aug 2019 خپلواکي مقالات دری تاند No comments

نور

د غازي امان الله خان سل ارمانونه

1.        افغانستان منظم مالیاتي سیستم ولري 2.      افغانستان قوی مالي نطام ولري 3.      افغانستان خپلې پیسې ولري 4.      افغانستان خپل تولیدات ولري 5.      افغانستان خپله بريښنا ولري 6.      افغانستان توکي ټولې…

د غازي امان الله خان سل ارمانونه

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 بیست و هشت اسد؛ روز استقلال کشور! | توفیق عظیمی

بیست و هشتم اسد، حماسه یک روز، افتخار جاویدان، روز استرداد استقلال کشور است، که از آن ۱۰۰ سال میگذرد. در بیست و…

 بیست و هشت اسد؛ روز استقلال کشور! | توفیق عظیمی

19 Aug 2019 خپلواکي مقالات دری مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ فکر | معروف افغان

ازادي او خپلواکي، دوه جلا مفاهیم افاده کوي او لازمه ده چې جلا جلا چلندونه ورسره وشي. د ازادۍ په…

د خپلواکۍ فکر | معروف افغان

18 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

بلخي نجلۍ او ځوان د خپلواکۍ په ورځ په اماني…

تاند، دوشنبه د اسد ۲۸مه: په بلخ کې یوې ناوې او زوم د خپلواکۍ د سلمې کلیزې له ورځې سره…

بلخي نجلۍ او ځوان د خپلواکۍ په ورځ په اماني کالیو کې واده وکړ

19 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی Comments (1)

نور

طالبانو بغلان کې د خپلواکۍ سلمه کلیزه نمانځلې ده

تاند، دوشنبه، د اسد ۲۸مه: طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، جنګیالیو یې نن تر خپلې ولکې لاندې ځینو سیمو…

طالبانو بغلان کې د خپلواکۍ سلمه کلیزه نمانځلې ده

19 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی Comments (1)

نور

د خپلواکۍ لمانځل څه ګټه لري؟

لیکنه: نورالله غازي هیوادونه د خپلواکۍ په لمانځلو سره خپلو خلکو ته بیا بیا وریادول غواړي چې دا هیواد داسې په…

د خپلواکۍ لمانځل څه ګټه لري؟

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

غازي امان الله خان ته | ګل آغا احمدي وردګ

رښتیا هم چې تا سل کاله مخکې په نره توره د افغانستان آزادي له اشغالګرو انګرېزانو څخه بېرته واخیسته او…

غازي امان الله خان ته | ګل آغا احمدي وردګ

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د افغانستان د خپلواکۍ ستونزمن مزل

لیکنه: محمد نور الهام افغانان د ۲۰۱۹ کال د آګسټ په ۱۹مه چې د ۱۳۹۸ ل ل د زمري له ۲۸مې…

د افغانستان د خپلواکۍ ستونزمن مزل

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور
  • 1
  • 2