Categories

اعلان

Loading…

وسپن هوډی! || ژباړه: ت. یوسفزی

ليکوال:  نور محمد جمعه امرا
د کتاب نوم: اليکس (د لنډو کيسو ټولګه).

له څو ورځو سرګردانيو وروسته مجبوره سوم د رهنمايي معاملاتو په ذريعه د اسلام آباد په غرب کي يو کور په کرايه ونيسم. کډه مي را بار کړه او په نوي کور کي مي واړوله. نوی کور مو په يوه سرسبزه او آرام او په عينِ حال کي پوهنتون ته هم نږدې ځای کې و؛ خو له بده مرغه له ښاره او دوستانو څخه لیري و، د پخوانو په خبره له دوستانو ليري او هدیرې ته نږدې!

دوې ورځي وروسته خبر سوم چي زما خوږ اندونيزيايي ملګری ډاکټر امير فيصل زموږ د کوڅې په سر کي استوګنه لري. د زوی  سره یو ځای د هغه و کور ته ورغلم. ډاکټر امير فيصل پروسږ کال خپله دوکتورا اخيستې وه او د اسلام آباد په نړيوال او د راولپندۍ په پوهنتونونو کې یې تدريس کاوه. ورین او په ضمن کي د جنوب شرقي آسيا د خلکو په څېر سوړ خويه و، په ماساژ کولو کې یې خاص مهارت درلود، کلونه په دې هیله وم چي دا فن ترې زده کړم.

هر سهار چي د خپل زوی محمد سره د هغه د کور مخي ته تېرېدم، هغه مي ليده چي د کور مخته  پر يوې څوکۍ ناست وي او مخامخ د خځلو(امبارو) کوټي ته چي سوالګر هلکان باندي راټول وي او خپلو زړو ګوڼيو ته وراسته سوي خواړه او زاړه پلاستيکان اچوي، په ځېر کتل. د هغوی منظره دومره د ډاکټر توجو جلبه کړې وه چي زما او د زما د زوی محمد سلام ته يې بېخي ځواب نه ورکاوه.

په اولو ورځو کي مي داسي ګومان کاوه چي سهار وختي دئ او هغه به په چرتو او فکروکي ډوب وي ځکه زموږ خوا ته يې توجه نه ده. خو وروسته پوه سوم چي هغه د نازک زړه خاوند دئ، او د آواره او تنګ لاسو هلکانو په ليدو يې زړه خوړل کېدئ… ورځي په همدې منوال تېري سوې او کله چي د اسلام آباد په پوهنتون کي سره همکاران سولو، زموږ روابط تر پخوا لا ټينګ سول، وروسته هغه د جامعه پېژندني تر عنوان لاندي په کتاب ليکلو پيل وکړ او زما څخه يې د هغه د بیا کتلو او د تصحيح په پار د مرستي غوښتنه وکړه…دا راته جوته سوه چي هغه له هر لحاظه يو نورمال او منطقي شخص دئ خو د هغه د سهار کړه وړه چي بې وزلو ماشومانو ته به يې کتل راته جالبه وه. هغه به لکه د ابوالهول مجسمه ثابت او بې روحه د ماشومانو لوري ته کتل، داسي به دي ویل لکه له دې دنیا څخه چي وتی وي او د خيال و خوب و دنيا ته تللی وي، نه پوهېږم په کومه دنیا کي به… ډوب و.

تېره شپه تېز باران اورېده، د باران په درېدو سره  سهار وختي محمد (زما زوی) خپلي دواړي پښې په يوه موزه کي واچولې چي بايد او باید ګردش ته ولاړ سو .د هغه د ډېر ټينګار لامله له کوره ورسره راووتم.

کله چي د امير فيصل د کور خواته ورسېدو. هغه مو په یوه رنګ الوتي حالت کي وليدئ، بڼه يې تکه ژړه وه او لکه یو شی چي يې ورک  کړی وي یوې خوا او بلي خوا ته يې کتل… د هغه دا حالت چي مي وليد، ګومان مي وکړ چي خدای نا کرده کوم څه به ورپېښ سوي وي، کېدای سي پر مېرمني يې کوم څه سوي وي، یا ښايي د هغه پر زوی صلاح الدين کوم څه سوي وي، لنډه دا چي په هغه لحظه ذهن راته سل خبري پورته کښته کړې، تر څو چي د ډاکټر نظر پر موږ ولوېد. په منډه منډه را نږدې سو بېله کومي مقدمې او سلام علیکم… يې را څخه پوښتنه وکړه:

ښاغلی احمده! و بخښه. هلکان دي نه دي ليدلي؟… غوښتل مي ويې پوښتم، چي کوم هلکان؟ خو ماته يې وخت را نه کړ او یو لاس يې پر دا بل لاس ووهه، او له ځان سره يې وویل، آه خدایه ! دا څه سول، خدای مه کړه داسي نه وي چي د تېري شپې باران کوم زيان ورسولی وي…

په دغه وخت کي د هلکانو ږغ وږوغ تر غوږ وسو چي د امبارو کوټي ته په نږدې کېدو ول، ډاکټر ددغه منظرې په ليدو د ډېري خوشالۍ له لاسه په کالو کي نه ځايده. خدایه شکر، الحمدلله… زر واري شکر …زر واري الحمدلله….له سترګو څخه يې دوې څاڅکي اوښکې پر مخ لاري ایستلي وې.

نور مي دا حالت نه سوای تحملولای، ورته ومي ویل ښاغلې، تاسو لکه چي ددغو هلکانو سره کوم ارتباط لرئ او یا کومه بله کيسه ده؟!

ګومان مي وکړ چي  زما خبره يې وانه ورېده، او لا هم د امبارو کوټي ته يې کتل. د محمد لاس مي ونيوه او غوښتل مي چي حرکت وکړم، متوجه سوم چي د ډاکټر پر مخ بیا اوښکي را بهيږي… سوړ اوسويلی يې وکېښ… او په لړزېدلي ږغ يې راته وویل: هو، یوه ترخه کيسه ده، د سختو دردونو او ناداریو کيسه…، د نيستۍ سره د جګړې کيسه …..د رښتيا سره جګړه… ماته يې وکتل او ادامه يې ورکړه:

اوس چي زما د مېرمني زده کړي پای ته ورسېدې او غواړو چي خپل ملک ته ستانه سو، راسه خپل د زړه يوه غوټه (راز) درته پرانيزم.

کور مخي ته يې پر څوکۍ کښېنستو. د هغه پام  لا هم  د هغو هلکانو خوا ته وو. همدا فکر کي وم چي موږ به يې له یاده وتلي يو خو لړزېدلي شونډان يې سره وخوځېدل او په خبرو يې پيل وکړ:

دا هلکان زما د کلي… د بې وزله او غريب پلار او مور خاطرې را یادوي. زه هم ددغه هلکانو په څېر سهار وختي د لمانځه وروسته به  له کوره راوتم او پر هغو امبارو به ګرځېدم چي د سړک پر غاړو به د خلکو لخوا اچول سوي وه، تر څو کاغذان او پلاستکي شیان پيدا کړم، کټ مټ لکه همدا هلکان چي ويني يې.

د يو کوچني کور تر چتر لاندي مي د يوه ساده پلار، مهرباني مور او مشري خور سره ژوند کاوه. دا چتر ډېر بې وزلی و.

یو څو پیسې چي مو د زړو پلاستيکانو او څېري کاغذونو له پلورلو لاس ته راوړلې هغه به مو پر قلم او کتابونو باندي مصرفولې. ما چنداني خپل پلار نه ليدی، که هغه پر کور وو، نو زه به د امبارو پر کوټو باندي ګرځېدم  او یا په ښوونځيو کي وم، او کله به چي زه  کور ته راتلم  هغه به د یوې وچي ډوډۍ د پيدا کولو لپاره لالهانده وو، ځيني وخت به یواځي وچه ډوډۍ وه او ځيني وخت به مستې او پياز ورسره مل.

البته زموږ (زه او خور ) وضعیت تر مور او پلار ډېر ښه وو، ځيني وخت چانس راسره یاري کوله چي نیم وروست سېب او یا نيمه کيله په  امبارو کي پيدا کړو . او ځيني وخت داسي هم کېدله چي د کورونو مخي ته په پلاستيکانو کي پاته سوې ډوډۍ را په نصيب سي ، هغه ورځ به نو زموږ لپاره د اختر ورځ وه.

فقر او نادارۍ زموږ د مور په سترګو کي د امېد ډېوه مړه کړې وه. سبا يې تر نن تاريکتره ليدله. هغې به هره شپه موږ ته د حضرت یوسف ع کيسه کوله او په ډېر خوندور ږغ به يې هغه په څاه کي واچاوه او زموږ سترګي به يې د اوښکو ډکي کړې.

د رود پر هغه بله غاړه مو د انار کور و، هغې یواځي  د څو خرګوشه ګانو ا و یوې توري بزې سره ژوند کاوه. د سپین سرتوب سره سره هغې نسبت زما و مور ته خوشاله ژوند کاوه او  سبا به يې تر نن روښانه ليدله.  د خبرو انداز يې که څه هم زما د مور غوندي نه وو  خو  زما زړه باندي به ښه لګېدی.  پر هغې ډېر ګران وم او هر وخت به يې راته ویل چي زه د هغې د ارواښاد مېړه غوندي یم. هغې هم ماته د حضرت یوسف ع کيسه راته ویله، خو کوښښ يې کاوه چي د هغه د پاچاهۍ او د واکمنۍ راته ووايي، په ډېر مهارت به يې هغه له څاه را وکېښ او د مصر د پاچاهۍ پر تخت به يې کښېناوه، داسي به يې په خوند راته وایه چي په ځينو برخو کي به د ډېري خوشالۍ له لاسه په نڅا کېدم. ورځ تر بلي به مي د انا سره اُنس او مينه ډېرېده او ډېری وخت به د هغې په کور کي وم.

هره شپه به زما تر څنګ کښېنسته، هم به يې زه چاپي کولم او هم به يې کيسه راته کوله.

د هغې هره کيسه به  په درد، رنج او ماتم شروع کېدله  خو  په خوشالۍ او کاميابۍ به پای ته رسېدله.

د هغې امېد بخښونکي کيسې را ته خوندوري وې، پر ژوند به مي باور ډېرېده او راتلونکی به مي روښانه ليده. د چاپي کولو هنر مي هم له هغې زده کړ.

تل به په دې فکر کي وم چي څنګه کولای سم له دې تور او تاريک څاه څخه ځان راوباسم.

کله چي خدای راته نوی ورور راکړ، پلار مي په مُلا پسې واستولم چي د هغه په غوږ کي آذان ورکړي.

د اول ځل لپاره چي مسجد کي مي پل کښېښود، داسي مي وانګېرله لکه چي يو آشنا او ملکوتي ځای ته چي ننوځم. په حيرانۍ مي د مسجد ګېرچاپېره دېوالونو باندي ليکلو کرښو ته کتل او غوښتل مي چي ويې لولم چي نا ببره د ناز یو لاس زما پر سر کښېښودل سو.  دا اول ځل وو چي څوک راته د افرين افرين کلمه وايي او د ناز  په انداز خبري راسره کوي.  سر مي را پورته کړ، يو خوش رويه سړی چي پر شونډو يې موسکا خپره وه او په سترګو کي يې د محبت او دوستۍ دنيا پرته وه، په نرم او زړه را کښونکي ږغ راته وویل: زويه!

هغه کلمه چي تر دا مهاله مي په دومره محبت نه وه اورېدلې «زويه!».  غوښتل مي د خوشالۍ له لاسه نارې کړم او ووایم : بلې پلاره…. بلې پلار جانه….

راته ويې ویل: …. کوم څه غواړې… یا په کوم چا پسې راغلی یې؟

ځان مي سره را ټول کړ، او هر هغه څه چي مي د احترام په اړه  د ښوونځي په دروسونو کي لوستې وه، د لومړي ځل لپاره وکارول:

وبخښئ! مشرصاحب، د احترام وړ پلار جانه…. او ….زموږ کره راسئ، هو زموږ کور ته او زما د ورور په غوږ کي آذان وکئ، نه… نه … أذان قرائت کړئ.

مهرباني!

سپين ږيري زما  د خبرو په اورېدو وموسکېدئ، او زه يې په غېږ کي ونيولم…

آه، څه ستر احساس را پکښې پیدا سو، داسي ګومان مي کاوه لکه یوسف ع ته چي فرشتې په څاه کي ناز ورکوي. د هغه پېښې څخه کلونه تيريږي ليکن تر ننه يې د ميني د ګرمۍ احساس کوم.

سپين ږيری و موسکېدی، او زه يې ترلاس ونیولم: ښه ، زويه … .راځه چي ځو … ستا د کوچنک ورور په غوږ کي به ‌اذان وکم.

هلته پوه سوم چي اذان قرائت کیږي نه بلکې ویل کیږي. ډېر وشرمېدم. خو دا چي لا د ښوونځي په څلورم صنف کي وم، غلطۍ را څخه کېدلې.

لومړی ځل و چي د اذان ږغ مي له نږدې واورېدی، مبارکو کلمو يې زړه را ولړزوئ.

د هغه ورځي وروسته به مسجد ته تلم، او له ليري به مي سپين ږيری د قرآن پاک د تلاوت، د ا‌ذان کولو او د  مسجد په باغچو کي ګلانو  ته د  اوبو ورکولو پر وخت څارئ او خوند به مي ورڅخه اخيست.

کرار کرار پوهېدم کله چي څوک له دې نړۍ څخه سترګي پټوي، نو خلک د مسجد په امام پسې راځي تر څو د هغه لمونځ وکړي. عجيبه احساس مي درلود، په خپل ځان ویاړېدم چي د هغه چا سره اشنا سوی یم چي د خلکو د ژوندانه د لومړي او وروستي پړاو سره يې سر و کار دئ.

مسجد ته یوه جمعه د لمانځه لپاره تللی وم.  سپین ږيري ملا خطبه ورکوله، او د خطبې په جريان کي یې څو ځلي وتوخل، زړه مي ورباندي وسوځېدئ. خو څوک نه وو چي د هغه پر ځای خطبه ووايي.

له ځان سره مي وویل که خدای نا کرده امام ومړي، څوک به د ماشومانو په غوږونو کي اذان وايي؟! او څوک به د مړو لمونځ (جنازې) ورکوي.

دا پوښتنو او د انا کيسو زه تشويق کړم چي خپلو زده کړو ته ادامه ورکم.

پلار او مور به مي ګومان کاوه چي لېونی سوی یم، ځکه پښې له خپلي کمبلې بهر ږدم. ليکن بیا يې هم زما ممانعت نه کاوه، بالعکس هغوی او په ځانګړې زما د مور مور (انا) به مي تشويقولم او راته ویل يې چي څه يې په وسه وي هغه به را سره کوي.

پرېکړه مي پر دې وکړه چي یوې علميې حوزې ته به ځم او هلته به زده کړي کوم، زموږ له کلي څخه په سل کيلومترۍ کي د «أمين علميه حوزه» وه، او باید هلته تللی وای.

یو څو پسې چي مي د امبارو په خرڅولو، سپمولي وې یواځي تر هغه ځای د ټکټ بسېدلې.

اول ځل و چي له کلي څخه بهر وځم، او یا هم شاید اول ځل وو چي زموږ له کورنۍ څخه کوم څوک له کلي څخه دباندي پښه ایږدي. دا د یواځيتوب لحظه وه، یوه تاريخي او غمناکه لحظه. هر چا غوښتل مرسته راسره وکړي. خو لاسونه لنډ وه او سترګي بینا. یواځي د دوی مينه ناکو اوښکو بدرګه کولم.

خور مي ټولي سپمولي پیسې چي د میاشتو میاشتو امبار ټولولو ګټلې يې وه، را کړې.  مور مي یو څو ډوډۍ او  د خوب لپاره یوه بستره راکړه، انا مي یو څو کلوچې او پلار مي د دوو سترګو اوښکي.

سهار وختي د ملا پر اذانه  له کوره او کلي راووتم ، بس موټر ته وختم. غرمه مهال وو چي حوزې ته ورسېدم.

حوزه کي د نومليکني مسؤل ته مي ډېري زارۍ وکړې چي زه يتيم یم او سرپرست نه لرم، خو هغو راسره نه  منل، دا د حوزې قانون وو چي  نومليکني پر وخت د زده کوونکي سره باید د هغه سرپرست مل وي.

ما ته تر هغه ځایه رسېدل له یوې معجزې کمه نه وه، خو زماد پلار لپاره هیڅکله…

ناهیلی سوم، ځان ته مي وویل دا لکه چي یو اللهي تقدير  دئ چي موږ به تل همداسي په غربت او فلاکت کي تېروو. له مخ څخه مي اوښکي پاکي کړې او له حوزې څخه په راوتو وم  چي زموږ د کليوال سره مخامخ سوم هغه  خپل زوی د نومليکني لپاره راوستی وو.  په ډېر احترام مي سلام ور واچوه او لاس مي يې ښکل کړ.

په ډېري عاجزۍ مي ورته وویل  چي کاکا جانه زه دلته راغلی وم چي نومليکنه وکړم خو دوی را څخه د سرپرست غوښتنه کوي.پلار می ناروغ دئ او نه سي کولای چي راسره راسي.  تاسو ورته ووایاست چي زه د ده اکا او سرپرست یم.

هغه هم د دې له پاره  چي زوی يې د یواځيتوب احساس ونه کړي را سره موافقه وکړه. او بالأخره خپلي هيلي ته ورسېدم او د علميه حوزې زده کوونکی سوم.

په حوزه کي تعليم او خوبځای وړيا وه خو د خوړو لپاره باید هر چا خپل جېب استعمال کړی وای.

زما سره نه پیسې وې او نه هم کومه خزانه، وچه ډوډۍ او د انا کولچې مي په احتیاط خوړلې، او په دې لټه کي وم چي دې مشکل ته هم د حل لاره راوباسم.

په حوزه کي د یوه زده کوونکي سره ملګری وم، هغه له پخلي څخه ډېر کړېدی، ما هم له موقع څخه ګټه واخيسته، پيشنهاد مي ورته وکړ چي پخلی يې پر ما او وسایل يې پر تا او خورک يې پر دواړو !

خوارکی ډېر خوشحاله سو داسي يې ګڼل لکه زه چي د هغه د نجات فرشته یم. او له دې مصیبت څخه مي نجات ورکړ خو په اصل کي هغه زما د نجات فرشته وه او زه يې له لوږي وساتلم او شاید هم له مرګه.

د حوزې تحصيلي دوره شپږ کلنه وه. د پنځم او شپږم ټولګيو زده کوونکي چي د ابتدائیه   ټولګيو د هلکانو څخه په عمر لويان وه، استاذانو به امر ورته کاوه چي د هغو په ټولګیو کي تدريس وکړي.

د ابتدائیه  ټولګيو هلکانو به د هغو ی احترام کاوه او د استاذ په نوم به یې یادول. دا احترام ما ته یوه بلاه سوه!

کله چي پنځم ټولګي ته ورسېدم. هیڅوک حاضر نه ول چي زه يې اشپزي وکم. بلکې د یوه استاذ په توګه يې راته کتل. او د مشر په څېر به يې احترام راکوئ.

حوزې یوه عمومي اشپزخانه (پخلنځی) درلود، چي ټولو به هلته اشپزي کوله. زه به هم هره ورځ هلته تلم او اشپز خانه به مي پاکوله، او د خوړو پاته شوني به مي را ټولول او د نورو له ديد څخه به مي لیري خوړل. ټولو به دا ګومان کاوه چي زه دا کار د تواضح او خاکسارۍ له مخي کوم. او کله به داسي هم پېښه سوه چي ما به اشپزخانه پاکوله نو ځينو کشرو زده کوونکو به په دغه ثواب کي راسره ملګري سول، ددوی دا ثواب زه کبابولم او مجبوره وم چي هغه ورځ به وږی پاته کېږم.

د فارغېدو لپاره هر زده کوونکی اړ وو چي یوه  دېرش مخييزه موضوع وليکي، چي غالباً زده کوونکو به د راتلونکې په اړه خپله موضوع ليکله، چي څنګه خلک و دين ته راوبولي، د دعوت پر طريقه او د هغه پر اصولو باندي يې موضوګاني ليکلې. خو ما د دوی د موضوع بر خلاف ، د خپل تېر کړي ژوند په اړه مي موضوع وليکله. عنوان مي هم ورکړ ( تېر ژوند) .

د حوزې مدير د موضوعاتو د تسليمۍ وروسته خپل دفتر ته وغوښتلم.

کله چي دفتر ته ننوتم، د مدير سر کښته ځوړند و،  شونډه يې په غاښو کي نيولې وه، اوله سترګو يې د اوښکو يو یو څاڅکی را تويدی، د سپين ږيري تارونه يې لانده سوي وه  وچ ناست وو، او په ځير ځير يې زما و پاڼو ته کتل.

کرار يې سر را پورته کړ او ماته يې په ځېر وکتل او ويې ویل:

اميره !

دا ستا ژوند ليک دئ؟

تا خپل د ژوند شپږ کلونو په دا ډول تېر کړل؟

سر مي کښته کړ او کرار مي ورته وویل:

بلې استاذه… زه ډېره بخښنه غواړم چي …

خبره يې را پرې کړه او راته ويې ویل:

زويه… ورسه! خپل وسایل ټول کړه او د دفتر تر څنګ په اتاق کي يې واچوه، تر هغو چي آزمويني دي پای ته رسېږي زما مشاور او دفتر دار يې .

دلته وو چي ستوری مي وځلېد، زه  د دفتر کارکوونکی او د مدير ښي لاس شوم او په عين کي د ځينو ټولګیو تدريسي چاري را وسپارل سوې.

دا زما د ژوند لومړۍ تنخا وه او لومړی ځل وو چي له ښوونکو سره یو ځای ډوډۍ خورم.

د حوزې له مدير څخه مي ډېر شیان زده کړل، د يوه علمي مرکز اداره کول څه آسانه کار نه دئ، دا مي زده کړل چي څنګه له خلکو سره مخامخ سم، څنګه د يو  چا ستونزه حل کړم او څنګه د ستونزو حل لاري راوباسم.  او تر دې لا لويه خوشالي دا وه چي مور او پلار ته به مي له تنخوا  پیسې ورلېږلې.

د تدريس پر وخت یوې نجلۍ باندي مي زړه راغی ، نه پوهېدم چي دا احساس له کومه سو، خو وروسته پوه سوم چي خوښه سوې مي ده.د هغې ږغ زما زړه لړزوه، او که  به یواځي سوم نو یادونو به يې کړولم. تازه په دې فکر کي وم چي واده وکم، خو وروسته متوجه سوم چي د مدير زوی د نجلۍ سره تار غځولی دئ او تقريباً خبره يې د هغې له کورنۍ سره هم شريکه کړې ده.

مجبوره سوم چي شاتګ وکم ، دې کار د غریبۍ احساس راکړ، د یواځيتوب احساس، له ټولني څخه د تېښتي…. د ماتې او ….

په دغو ورځو کي یو مجله چي زموږ حوزې ته به راوړل کېده، مطالعه کوله چي یو خبر يې زما  پام ورواړوه، هغه په اسلام آباد کي د نړيوال اسلامي پوهنتون خبر و، د پوهنتون د ښکلي مسجد عکس يې زما ټوله توجه جلبه کړې وه.  موضوع مي  د حوزې له مدير سره شريکه کړه، هغه هم جرأت راکړ او زه يې ډېر تشويق کړم چي تحصیل ته په داسي یو نړیوال محیط کي ادامه ورکړم.

هغه ته مي وویل چي زه له جاکارټا تر پاکستان پوري د ټکټ پیسې نه لرم، او که امکان يې وي ماته لږي پیسې راکړي او زه به يې بیرته پور ور اداء کوم.

مدير راته وویل:

زويه!.. اول ورسه ځان ته پاسپورټ واخله او بیا د پاکستان سفارت ته  ورسه ، خپل اسناد ورکه ، که يې ویزه درکوله، راسه ماته زه به دي خزانه دار ته ولېږ م چي د اړ تيا وړ پیسې له قرض الحسنه سوندخ څخه درکړي.

یو څه پیسې چي راسره وې، په هغه مي ځان ته پاسپورټ واخيست(جوړ کړ)، اوس نو خبره دا وه چي باید د پاکستان سفارت ته چي په جاکارټاکي و، ورسم.

زموږ له ښاره تر جاکارټا ډېره سيمه وه،  د موټر د کرايې پیسې راسره نه وې. پر خدای مي توکل وکړ، څنګه چي څاڅکی څاڅکی درياب کیږي، نو ګام ګام هم د یوې اوږدې لاري وهل دي.

نقشه مي را واخیسته او د سفر موزې مي په پښو کړې. لومړی کلی چي زموږ له کلي څخه د پلازمېني خوا ته وو، پلی ولارم. د ماپښين لمونځ مي هلته اداء کړ، تر لمانځه وروسته ودرېدم او حاضرو خلکو ته مي وينا وکړه. را څخه پوښتنه يې وکړه چي له کوم ځای يې، ما ورته وویل چي تبليغي یم، له یوه کلي څخه بل ته ځم. مينه ناکو کليوالو را  څخه وغوښتل چي یو څو ورځي د دوی په کلي پاته سم او دوی ته د دين او اخرت په اړه مالومات ورکړم. خو ما ورته ټينګار کاوه چي په هر کلي کي یواځي يوه شپه تېروم. هر کلي ته به چي ورغلم، ښه خواړه به يې راکول او ترڅنګ به يې تر بل کلي پوري یو څه خوراکه او د موټر (بس) کرايه راکوله.

بالأخره جارکاټا ته ورسېدم. د پاکستان سفارت ته مي رجوع وکړه، د ضرورت اسناد او پاسپورټ مي وروسپارل، راته ویل يې چي دوې هفتې وروسته خبر درکوو.

دا خبره چي مي واورېده بیا به  چورت او فکرو  کي ډوب سوم، چي دا دوې هفتې به زه چیري ځم. په دا ستر ښار کي چي هیڅوک نه پېژنم څنګه وخت به تېر کړم.  له ځان سره مي وویل چي په کلي کي ډوډۍ پيدا کېده په ښار کي به هم پيدا سي.

د سفارت خانې څنګ ته د کورونو په منځ کي یوه ښکلي مسجد زما توجه جلب کړه، د مازيګر د لمانځه وخت وو، مسجِد  ته ننوتم ، اودس مي وکړ او د لمانځه په انتظار وم. خو څوک رانه غلل، د مسجد  پر دېوال يو چشمک وهونکی ساعت نصب وو، چي په یوه چشمک به يې د لمانځه وخت او په بل چشمک به يې د آذان وخت ښکاره کاوه.

را ولاړ سوم، پر سويچانو مي لاس وهه چي نا څاپه څو څراغونه ولګېدل، چي تر څنګ يې د ګويا دستګاه هم چالانه سوه.

زړه نا زړه ور نږدې سوم او ميکروفون کي مي اذان ووایه.

د أذان وروسته رنګارنګ خلک راتلل، له شکل او قيافې څخه داسي ښکارېدل لکه بې لمانځه چي وي، یو یو به را نږدې کېدی او عجيب عجیب مسخره آمېزه سوالونه به يې را څخه کول، تا اذان ورکړ…. به به ممم څومره ښه ږغ….. افرين دي وي …. سندرغاړی یې؟… د موسيقۍ له کومي پوهنځۍ څخه را فارغ سوی يې؟.

کله چي پوه سوم ماجد امام نه لري، دوی مي لمانځه ته راوبلل او امامت مي ورکړ، د امامت وروسته ودرېدم او د حضرت یوسف عليه السلام کيسه مي ورته واوروله.

ډېر تعجب مي کوئ، چي یو يې هم له خپل ځای څخه پورته نه سو، ټولو زما خولې او څېرې ته کتل او زما په خبرو کي ډوب ول.

د وينا او کيسې اورولو وروسته را باندي را ټول سول او پوښتني يې را څه کولې چي له کوم ځای څخه راغلی يې او… ما ورته ویل چي زه کليوال یم او ښار ته د کار لپاره راغلی یم.

یوه یوه ځان را معرفي کاوه چي زه د تلویزون ویاند یم نورو به ویل چي په سينمايي فلمونو کي کار کوي او ….له ما څخه يې وغوښتل چي په همدې ماجد کي د ښه تنخواه  په مقابل کي امامت ورکړم.

د یوه شخص چي تازه يې پلار وفات سوی وو او د هغه په غم کي ډوب وو، یو څو پیسې يې په زوره په جېب کي را واچولې او راته ويې ویل دا چي نه غواړې پاته سې، لږ تر لږه تر هغو چي په جاکارټا کي دي کار کیږي، د همدې ماجد په مېلمستون کي اوسه چي موږ ستا له علميت څخه ګټه پورته کړو.

دا هغه خبره وه چي زه يې په تمه وم، ما هم ورته وویل چي سمه ده ، خو په یو شرط.. هغه دا چي ټول به لمانځه ته راځئ او ګاونډيان  به هم له ځآن سره راولئ. چي د اذان، لمانځه او …. په اړه مالومات درکړم. ټولو راسره په یوه خوله ومنل.

تر هغو چي مي د ویزې کار کېدای، هره ورځ به د یوه مېلمه وم. په خپل ژوند مي د لومړي ځل لپاره ښايستې ماڼۍ ،  نيمه لوڅي پېغلي او ښځي چي د څراغونو لاندي به برېښېدلې، او زما د احترام په خاطر به یې یو څه ځان ته ستر ورکاوه؛ ليدل.  رنګارنګ خواړه او…. د مېلمستیا وروسته به يې بیرته تر  ماجده پوري بدرګه کولم. ماجد ته به چي ورسېدم خپل رب ته به  په سجده سوم او ژړل  او زر واري شکرونه به مي کول چي زې په یوه غريبي کورنۍ کي پيدا کړی یم نه په دې شاندارو ماڼيو کي.

وېزه مي واخیسته او کومي پيسې چي د سيمي خلکو راکړي وي، تر  خپلي حوزې ورسېدم. د جاکارټا – کراچي ټکټ مي د قرض الحسنه له  پيسو څخه وکړ.  کلي ته ولاړم او له پلار و مور څخه مي رخصت واخيست.

پلار او مور خواران مي هیڅ باور نه کاوه چي زه دي له خپل هیواده  وځم. راته ویل يې چي موږ څه درسره کولای سو. د دواړو لاسونه مي مچ کړل او ورته ومي ویل چي دعاګاني راته کوئ.

پلار او مور ښکل کړم، شاید دا اول ځل وي چي پلار او مور مي مچولم. داسي مي احساس کړل لکه د دوی له شونډو څخه چي آرامش را پيچکاري سوی وي. او تر ننه چي دا صحنه را یادوم، زړه مي لړزه وکړي او یو ډول عجيبه احساس را په برخه سي.

د جنوري لومړۍ ورځ وه چي  کراچي ته راورسېدم، لومړی مي داسي فکر کاوه چي کراچي به یو کوچنی ښار وي او تر اسلام آباد ه پوري به پلی ولارسم.

د الفيصل ماجد عکس مي یوه پاکستاني ته  ورښکاره کړ، او ورته ومي ویل چي څنګه کولای سم دا ځای ته ولارسم؟

چپ يې راته وکتل او بیا يې راته وویل، ګرانه!!!

دا عکس د اسلام آباد دئ او تر هغه ځای د ريل ګاډۍ درې ورځي مزل دئ.

بیا مي په سترګو کي سپينه ورځ  توره سوه، درې ورځي سفر….. په یوه پردي ملک کي…. او…

له ځان سره مي وویل چي دا لاره دي خپله ټاکلې ده اوس نو چي شاتګ نه سم کولای نو باید د مخ تګ لاره ونيسم. ځان مي د هوايي ډګر په یخو اوبو ښه خړوب کړ او  اصلي واټ ته راووتم. خلکو راته لارښوونه وکړه چي له دې ځای څخه بس موټر ځي، وروغورځه او ځآن ورباندي ومښلوه. ما هم په یوه موټر پسې منډه کړه، پر یوه مېل باندی مي لاس ټينګ کړ. یوه عجيبه منظره وه،  د موټر پر هري برخي خلک مښتي وه، تا به ویل د خلکو غر دئ او پر سرک روان دئ.

خلکو به د موټر پر هر هغه ځای ځان تکيه کوه چي د لاس نيولو ځای به پکښې وو. د خلکو په منځ کي یو هلک  د لاري کرايه ټولوله،  ما ځان د خلکو په منځ کي پټ کړ او په دې توګه د کرايې څخه وژغورل سوم.

د ريل ګاډي و تمځای ته ولاړم، هري خواته ډلي ډلي خلک د ګاډي انتظار ول او ځينو يې ځانو ته ټکټونه اخيستل. ما هم باید ټکټ اخيستی وای، ليکن پیسې چیري وې؟!!

د ريل ګاډي دفتر ته ورغلم او د مشر مخي ته يې ودريدم،  هغه زما له وضعیت څخه وپتېله چي څه خبره ده. نږدې ورغلم سلام مي ورواچوه. او ځآن مي ورمعرفي کړ چي مسلمان یم او له اندويزيا څخه راغلی، پيسې نه لرم، ګناه مي څه؟ اوس تاسو راته ووایاست چي تر اسلام آباد پوري څنګه ځان ورسوم؟

هغه چي زما د خبرو په مقابل کي د ویلو څه نه درلودل، وموسکېدی او راته ويې ویل: اوس تاسو مهرباني وکئ، خدای ستر دئ. وروسته يې د بې چوکۍ ټکټ راکړ!.

اوس نو باید تر اسلام آباد پوري یو ځای درېدلی وای او یا هم د ریل ګاډي د ډبو په منځ کي کښېنستلی وای، چي دا ته کومه ستونزه نه وه بلکې غټه ستونزه زما وږی نس و، چي په منځ کي يې نارې او بغاري جوړي کړي وې.

له یوې ډبې څخه بلي ډبې ته تلم، ناڅاپه پر یوه ماشوم برابر سوم چي د پلار په غېږ کي ژاړي ، پلار خوارکی یې هم يوې او بلي خوا ته کوي، خو ماشوم چيري چپېدئ!.  شېبه په شېبه يې د ژړا ږغ نورو ته د سر خوږی جوړ کړی وو. ور وړاندي سوم او د پلار تر شا د ماشوم په چپېدو بوخت سوم، پورته کښته ورسره کېدم  د ريل ګاډي په ډبه کي نورو ماشومانو راباندي خندل. همدا وو چي ماشوم هم ژړا ودروله او په خندا يې پیل کړو…. خانده خانده خانده چي اوس ونه خاندې نو کله به خاندې.

بېله دا چي د پلار څخه یې اجازه واخلم، د هغه له غېږ څخه مي خپل غېږ کي ونیوئ او د نورو ماشومانو په منځ کي کښېنستم او سات مي ورتېروئ. په دا کار سره د کورنۍ یو غړی سوم.  تر راولپندۍ پوري مي نس موړ وو. وروسته په دولسم نمبر ډبه کي د یوې بلي ورته کورنۍ سره مل سوم او تر اسلام آباد پوري مي نس شکایت راته ونه کړ.

په اډه کي بیا د خلکو بار موټر ته وختم کله چي  مي له ليري  د الفيصل جومات وليدئ، له سترګو مي ناڅاپه اوښکي راتوی سوې.  خلکو به را باندي خندل خو دوی نه پوهېدل چي دا د  کاميابۍ اوښکي دي.

کله چي موټر د مسجد مخي ته پر خپل وروستي تمځای ودرېد. ځان مي کښته راوغورځاوه، خو یو هلک مي مخي ته ودرېد، او په اشاره يې راته وویل: ښاغلې کرایه!

ما هم خپل خالي جېبونه ورته راوايستل ، چي پوه سي پيسه میسه نسته. هغه هم یوه جانانه څپېړه پر مخ راکړه او یو څو خبري يې هم راته وکړې.

ځان مي په پوهنتون کي د خپل هیواد و  زده کوونکو ته ورساوه،  ژر مي یو څه ځان سره سم کړ او د پوهنتون و دفتر ته ورغلم. یو سپین ږيری مدير پر څوکۍ ناست وو، ور نږدې سوم او ورته ومي ویل چي ښاغليه!، زه له جاکارټا څخه د تحصيل لپاره دلته راغلی یم او هیڅ پیسې راسره نسته. اوس نو تاسو راته یو کار راکړی….. د دفتر جارو کول وی…. که آشپزي وي… که د تشنابونو او حمامونو پاکول وي… که د باغچو سمول وي…. او ….

هغه  زما خبري را پرې کړې، راته وې ويل:

دفتر دار ته ورسه، او د آرشيف په برخه کي ورسره مرسته وکړه.

لنډه دا چي دوې مياشتي مي هلته کار وکړ. د سهار او غرمې ډوډۍ يې راکوله. او ما هم کولای سوای چي د یوه وخت پر ډوډۍ ګزاره وکړم… او د ماښام ډوډۍ خوړل مي په اسراف کي  ګڼل!.

وروسته يې یو څو پیسې راکړې او ما هم په پوهنتون کي نومليکنه وکړه. په ورودي آزموينه کي مي  تر ټولو جګه نومره يووړه.  په دې توګه د تحصيلي لګښت څخه معاف سوم او یو څو پیسې يې هم راکولې.

باره نور ژوند په چرخش راغی … سل روپۍ به مي د خوړو خرڅ کېده. سل روپۍ به مي د کتاب او کتابچو.. او پنځوس روپۍ به مي سپمولې.

څو مياشتي وروسته مي د اندونيزايي شرکتونو سره چي حجيان به یې انتقالول اړيکه ونیوله او د هغه په مټ به له حاجيانو سره د ژباړونکي او لارښود په توګه تلم.

کوم پور چي مي د علميه حوزې څخه اخيستی وو ، هغه مي ور اداء کړ او یو څه پیسې مي هم خپلي کورنۍ ته استولې ده. نور نو ځان ته یو شخيصت سوم!.

ښاغلی احمده!

اوس پوه سوې چي ولي زه، امبارټولونکو ماشومانو ته ولي اهميت ورکوم.

د امير فيصل عجيبه او نه منونکې کيسه راته ډېر څه وویل، کيسې يې سخت حیرانه او په ځان کي ډوب کړی وم.

کله چي په ځان پوه سوم کوچنی محمد مي په خپل دسمال زما له مخ څخه اوښکي پاکوي….

———————————

خپلو پښتنو هم د خدای له دربار څخه د  زده کړو په برخه کي هر یوه ته د داسي عزم او هوډ غوښتونکی یم! – یوسفزی

8 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *