Categories

اعلان

Loading…

عمثماني: ایران د افغانستان د سیندونو لپاره ۶۰۰ بندونه جوړ کړي

تاند- د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزیر وايي، ایران د افغانستان د سیندونو د اوبو لپاره ۶۰۰ بندونه جوړ کړي دي.

د اوبو او انرژۍ وزیر علي احمد عثماني نن /دوشنبه/ د ولسي جرګې د غړیو پوښتنو ته د ځواب ویلو په مهال وویل، ایران له افغانستان سره په پوله کې له ګډو اوبو د افراط په حد کې استفاده کړې او له کبله یې د دې سیمې د اوبو حوزې وچې شوي دي.

عمثماني وویل«ایران د افغانستان سیندونو ته ۶۰۰ بندونه جوړ کړي؛ حال دا چې موږ پر دغو سیندونو یوازې د ۴ بندونو پر جوړولو کار کوو.»

ده وویل چې افغانستان او ایران د اوبو په څلورو حوزو کې سره شریک دي چې څلور واړه د ایران له خوا د ګڼو بندونو د جوړېدو په خاطر وچې شوې دي.

ده پر له پسې وچکالۍ او اقلیمي تغیرات هم د اوبو د کمېدو سبب وبلل، ویې ویل چې افغانستان د خپلو سیندونو ۹ ملیارد متر مکعب اوبه له لاسه ورکړي او حاضردمه ۴۹ ملیارد متر مکعب روانې اوبه لري.

تر دې پخوا د افغانستان روانې اوبه ۵۷ ملیارد متر معکبه اټکل کېدې.

د اوبو او انرژۍ وزیر وویل چې حکومت په ټول افغانستان کې د ۴۰ بندونو د جوړولو پلان لري چې تر دې وړاندې هیڅوخت په افغانستان کې د بندونو او اوبو مسلې ته دومره پام نه دی شوی.

ایران او پاکستان په ځلونو په افغانستان کې د دولت د وسله والو مخالفانو په وسیله د بندونو د جوړېدو د مخنیوي هڅې کړي دي.

په وروستیو ورځو کې د ایران ولسمشر حسن روحاني په زغرده وویل چې په افغانستان کې د بندونو د جوړېدو په وړاندې بې تفاوته نه شي پاتې کېدای.

341 total views, 1 views today

2 comments

  1. Dr Saifi Reply

    طالبانو داتاسي ياست چه دخپلو بادارانو په فرمايش دبريښنابندونه نه پريږدۍ او دافغان مسلمان ملت کورونه تياره کوۍالله دی ستاسو قبرونه تياره کړي

  2. Dr.Atal Reply

    که چیری تنظیمی ملیشی او هغه بیقاعدی جنرالان او افسران چی کار یی د امنیتی قواوو ډوډی ،البسه ، روغنیات او مهماتو خوړل او د ملکی خلکو وژل دی ، امنیتی قواوی ددی لوث نه پاکی شی ان شاء الله چی امنیتی قواوی په آسانی سره مرصوص صف جوړولی شی او ټولو دښمنانو ته په آسانی ماتی به هم ورکړی او ضایعات به حد اقل ته راشی ، دا دکور غله د منطقوی او بین المللی غلو سترګی او غوږونو حیثیت لری او په کمه اجرة هر دنائت ته تن ورکوی ، نو ددوی په موجودیت او فساد کی خڼډونه او ضایعات چی د دوی پدری او تنظیمی مشی او اخلاق جوړوی زموږ صادق او مؤمن قوتونه تر ډیره کار ته نه پریږدی او د ملی او اسلامی ګټو سره شدیدا ټکر لری چی زموږ همدا جاهل دوستان تر نورو دښمنانو ضرر او خطر یی لوی او تباه کن دی ، چی ددی عناصرو موجودیت په حکومت کی غیر له تضعیف د حکومت او تشدید مشکلات او ضایعاتو مضاعف کیدو نه هاخوا بله ثمره نلری او د دی مفسدینو شتوالی په حکم کی د اداری او امورو له فساد پرته نور څه کیدای نشی ، ځکه فساد د حاکم ، فساد د اداری او فساد عالم ، فساد عالم دی.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

د اسد د ٢٨مې جشن کمرنګه دى

 نن د اسد اته ویشتمه د بریتانیا د وخت له امپراطورۍ څخه  د افغانستان د خپلواکۍ د بیرته لاسته راوړلو…

د اسد د ٢٨مې جشن کمرنګه دى

19 Aug 2013 خبرونه خپلواکي Taand.Com Comments (4)

نور

د اسد د میاشتی ۲۸ د افغانستان د آزادی ورځ/…

نن د چهار شنبی ورځ د اسد د میاشتی ۲۸ نیټه ذه. دا هغه ورځ ده چې ۹۶ کاله پخوا په…

د اسد د میاشتی ۲۸ د افغانستان د آزادی ورځ/ محمد اجمل زرمتی

19 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

خپلواکي/ ليکوال : محب الله آرمل

د زمري اته ويشتمه د افغانستان د خپلواکۍ ورځ ده، له نن نه ۹۶ کاله وړاندې په ۱۲۹۸ لمريز کال…

خپلواکي/ ليکوال : محب الله آرمل

19 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د اسد (۲۸) مه د افغانانو د ازادۍ ورځ

استاد لطيف الله حميد - ((د اسد پر (۲۶)مه نېټه د شپې پر اتو بجو د ژوندون ټلوېزيون په انګړ کې…

د اسد (۲۸) مه د افغانانو د ازادۍ ورځ

19 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

افغانستان ولمانځو که خپلواکي؟ د اکمل داوي

 دا اوونۍ ګڼو افغانانو له انګریز ښکیلاک نه د افغانستان د خپلواکۍ د اعلان ۹۶ کلیزه په خورا شور ونمانځله.…

افغانستان ولمانځو که خپلواکي؟ د اکمل داوي

20 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

موږ او خپلواکي/څېړنوال عبدالغفور لېوال

له شاه زمانه تر دې زمانه، موږ نه خپلواک وو او نه بشپړ ښکېل. له شاه زمانه تر دې زمانه، موږ…

موږ او خپلواکي/څېړنوال عبدالغفور لېوال

24 Aug 2016 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

خپلواکي څه ده؟/څېړنوال عبدالغفور لېوال

خپلواکي له کلي مفهومه تر جزیاتو لږ ترلږه دغه څلور معادل مفاهیم په انګریزۍ کې شته : استقلال ، خود ارادیت ،…

خپلواکي څه ده؟/څېړنوال عبدالغفور لېوال

26 Aug 2016 بدلون خپلواکي تاند Comments (2)

نور

شاه غازي امان الله خان او د افغانستان خپلواکي | ګل…

امان الله خان په ۱۸۹۲ م كال د کابل په پغمان كې زېږېدلى، د امیر حبیب الله خان زوی، د امیر…

شاه غازي امان الله خان او د افغانستان خپلواکي | ګل محمد پښتون

18 Aug 2017 خپلواکي مقالې تاند Comments (2)

نور
  • 1
  • 2