Categories

اعلان

Loading…

د مشاهدې هنر/ نقيب احمد عزيزي

انسانان په لاشعور کې شريک ګڼل کېږي، معنا دا چې دروني وجودونه د انساني اروا د وحدت په اساس تر ډېره د مشابهت او بلکې عينيت په پولو کې ولاړ دي. هغه حديث شریف چې د ځان خوښه د بل لپاره هم ګڼي، د همدې خبرې دليل کېدای شي.

موږ چې خوږه موسيقي واورو، پر بل يې هم د اورولو تنده را پيدا کېږي. له دې ښکاري چې خوندونه د غم برعکس، په وېشلو ډېرېږي.

مشاهده د مشترک حس په ملتيا د پنځو حواسو سحطي درک ته وايي. مثلاً زه وينم چې په ونه کې مرغۍ دي، لاندې ښکاري ټوپک ورته نيولی دی، دا مشاهده شوه.

کله چې دغه منظره ذهن ته سپارم او زړه مې بدېږي او داخلي يا خارجي غبرګون را پکې پيدا کېږي، دا عاطفه شوه.

موږ په شعر کې د عاطفې نقش ته خورا تسليم يو، مګر تر مشاهده يو څه بې‌پروا تېرېږو. که مشاهده کټ مټ وړاندې کړو، د لوستونکي عاطفې ته خوځښت ورکولای شي.

د دروېش دُراني دا بيت بې‌قضاوته مشاهده ده چې زموږ پر عاطفه يې اغېز پټ نه دی؛

پلار يې د مرګ سوداګر باسي په تاريکه شپه کې

ويده ماشومه په سپېره غولي ويده پاتېږي

 مشاهده له واقعيت سره تړلې او عاطفه په حقيقت پورې غوټه ده، مګر دا تېروتنه ده چې شاعر پر مشاهدو پل کېږدي او يوازې د عاطفې عاطفې ته کېني. عاطفه پر شاعر هومره رحم نه لري لکه شاعر چې څومره زړه ورکړی دی، د بې‌غوره معشوقې غوندې کله کله را پېښېږي. په تېره بيا چې چاپېريال هم د خشونت له رقيبانو مالامال وي، هلته شاعرانه او عاطفي کيفيتونه تصادفات دي.

واقعيت د حقيقت متفاوتې يا تداعي کوونکې بڼې ته وايي. فرض کړئ ستاسې مسينجر ته زما له اکاونټه ميسج درغی، دا وقعيت دی. شايد ما کړی وي يا شايد زما موبايل له بل چا سره وي.

حقيقت د اصلي علت درک ته وايي او واقعيت يوازې مشاهده شوې بڼه ده.

ډېر به ځان د وچ تحليل په جل نه وهو، د يوه داسې شعر ساړه شمال ته به کښېنو چې د مشاهدې پر بنسټ ليکل شوی، ممکن زموږ ډېرو تجربه وي، خو دا چې عاطفي تړاو مو ورسره نه دی پيدا کړی، اوس يوازې خوند ترې اخلو او هغه حالت را تداعي کېږي چې موږ بې‌شعره ورباندې تېر شوي يو، خو دغه شاعر تش لاس ترې نه دی تللی.

په تلو تلو کې به يوه بله خبره هم وکړم، هغه دا چې کله کله په ادبياتو کې د فورمونو غلامي شروع شي، سمه ده چې دغه وخت هماغه حاکم فورم قوي او حاوي شي، لکن له داسې پېچليو ښکلاوو مو ناخبره تېر کړي لکه ټګان چې تږي تر اوبو تېروي. په عربي ادبياتو کې د قصيدې راج و، ورو ورو په غزل بدله شوه، همداسې د مقفی شاعري توغ د شلمې پېړۍ د ازادې شاعري توپان را نسکور غوندې کړ.

نذير احمد نذير د فورم بندي شاعر نه دی، د نورو ښکلاوو تجربې يې هم کړې دي. څنګه چې پښتو غزل د عربي عروضو د غڼې په جال کې نه وژنو، همداسې سپين يا ازاد شعر هم د هندسي جوړښتونو په تورو زندانونو کې نه‌شو محاصره کولای.

د نوي فورم يوه ښکلا دا ده چې ساده‌ګي او بلکې زړه خبره هم پکې نوې ښکارېږي، خو دا په دې معنا نه چې ګواکې مروج فورمونه د کارېدو وړتيا نه لري.

د نذير يو شعر دی؛

خدای پاماني

______

زه چې ناول لولم يا فلم ګورم

چې په کوم ځای کې يې عادي خدای پاماني راشي

له هغه وروسته بيا په يوه کيسه هم نه پوهيږم

////

چې کله بس يا ترين او يا هم الوتکه درومي

زه ځان د کوم څه په لوستلو بوخت ساتمه

هسې نه څوک له چا بیلیږي خدای پامان ووايي

ځکه چې زه بيا له سفره ټکی خوند نه اخلم

////

زه ددې دندې د شارټ ليست خلکو په سر کې يمه

تنها وروستۍ مرکه پاتې ده چې ومې نيسي

خو مخامخ په ريسپشن کې يوه ښکلې ناسته

چې له هر زنګ وروسته خوږه خدای پاماني ووايي

ښايي دا دنده مې له لاسه ووځي

ځکه چې ښه خراب شوم

او په موضوع باندې زره تمرکز هم نه لرم

کله کله د شاعرانه او ناشاعرانه کلمو بحث را مخ ته کېږي، په دې هکله هم مطلق فرمان نه‌شي صادرېدای. دلته ناول، فلم «که څه هم استاد پسرلي وړاندې لا شاعرانه کارولی.»، بس، ترين، الوتکه، شارټ لېسټ، مرکه، ريسپشن او تمرکز زموږ د شاعرانه حوزې رواجي لغات نه دي، بلکې د مقالو او رسمي مکتوبونو کلمې دي، خو پوښتنه دا ده چې ولې بدې نه لګېږي؟

ځواب دا دی چې تناسب پکې مراعات شوی دی. د شاعر هنري مشاهدې ليدلوری پکې جوت دی، عاطفي تړاو يې ورسره دی، شاعر يوازې د دغو کلمو د شاعرانه کولو هڅه نه ده کړې.

په دغه شعر کې «خدای پاماني» لکه د فلم هلک يا د داستان اصلي کرکټر داسې مرکزي لفظ دی. دغې کلمې په پاسني شعر کې د لوستونکي د ماضي د تداعي کولو ټول کار په ذمه اخيستی دی. په ازاده شاعري کې د ځينو کلمو تکرار هغه وخت پر ځای دی چې مرکزي رول ولري.

په ځينو نظمونو کې به مو د يوې کلمې، جملې يا عبارت تکرار ليدلی وي چې غمېدلی ښکاري، علت يې دا وي چې تکرار د تحسين لپاره نه وي راغلی، بلکې د تکرار لپاره وي.

د نوې شاعري لپاره پر ځينو وړو وړو ټکيو غور ډېر اړخونه راته روښانولای شي، خو دا چې زموږ د ګڼو ليکوالو زور بدهياتو او سياست ته دی، د ادبياتو شاه ليلا د ژوندي مېړه کونډه ګرځېدلې ده.

د يوه عالم وينا ده چې نړۍ د پوهانو سکوت او د ناپوهانو بيان خرابه کړې ده. په دې هيله چې دغه اوسني بيان مې نړۍ نه وي در خرابه کړې.

6 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *