Categories

تیټانيک ستره اختراع او ستره فاجعه|| ت. یوسفزی

آر اِم اِس تيټانيک ( په انګرېزي RMS Titanic) د بړاس یا بخار ستره کشتۍ وه چي په ۱۹۱۲ ميلادي کال د اپريل مياشتي په پنځلسم تاريخ کله چي د بريټانيا له سَوتهمپټن(Southampton )  بندر څخه د آمريکا د نيويارک ښار پر لوري روانه وه، د کنګل غره له يوې جلا سوي ټوټې سره د ټکر لامله ډوبه سوه چي پکې ۱۵۱۷ مسافر او د کښتۍ عمله (خدمه) مړه سول.

د بېړۍ ټول وزن ۴۶۰۰۰ ټنه و، ۸۸۲ فوټه يې اوږدوالی او ۱۷۵ فوټه يې جګوالی وو. تیټانيک څلور دودکشونه درلودل، چي د هر یو  ۲۲ فوټه پلنوالی او لوړوالی يې شپږ پوړه وو

کښتۍ ۹ پوړه (منزله) وه، چي د A تر G پوري نومول سوي ول، او دوه لاندني پوړونه يې و ماشينونو ته ځانګړي سوي ول. دا کښتۍ د ۳ کلونو په جريان کي د ۳۰۰۰ کارکوونکو لخوا د ايرلنډ په بلفاست ښار کي  پر ۱۷ ایکړه مځکه  د  ۷.۵ ميليونه ډالرو په لګښت جوړه سوه. د کښتۍ اکثره برخي له پولادو څخه جوړې سوې وې.

د دې ستري بېړۍ اصلي طراح ايرلنډي انجينر ټوماس انډروز او کِپتان (مشر ماڼو) يې اډوارډ سميټ ول. د سپين ستوري سمندري شرکت مدير (د تايټانيک بېړۍ خاوند)، بروس ايزمای له پېښي وروسته په تېښته بريالی او ژوندی پاته سو. د ۲۲۲۳ وګړو له منځ څخه يواځي ۷۰۶ کسانو نجات و موند او نورو خپل ژوند له لاسه ورکړ.

د تیټانيک کښتۍ درې کلاسونه لرل، چي هر کلاس يې  د اسانتياويو له مخي وېشل سوی وو، په لومړي کلاس کي د لامبو حوض، جيمناسټيک، برېښنايي او تُرکي حمامونه، عکاسي،  د سیګرېټ څکولو او شراب بار یا پب او.. درلودل. او دوهم او درېیم کلاسونه یې په خپل وار له کمو اسانتیاوو څخه برخمن ول.

د کښتۍ په لومړي کلاس کي ۱۳۰ کسان، دوهم کلاس کي ۱۶۶ او وروستي یا درېیم کلاس کي ۵۳۶ کسان مړه سول.

د درېیم کلاس اکثره ښځي او ماشومان مړه سول، په داسي حال کي چي د لومړي او دوهم کلاسونو  اکثره ماشومان او ښځي د مرګ له لومو څخه ؛ وژغورل سول.

د کښتۍ ټوله عمله (کارکوونکي، چلوونکي، افسران او ماڼوګان…) ۸۹۹ کسان ول، چي د دوی اکثريت یعني ۶۸۵ کسان مړه سول.

د دې سترې فاجعې په ژغورل سويو کسانو کي وروستۍ ژوندۍ پاته سوې مېرمن په ۲۰۰۹ ميلادي کال کي  د ۹۷ کلونو په عمر له دې نړۍ څخه سترګي پټي کړې. ميلوينا ديين د کښتۍ د ډوبېدو پر وخت یواځي د دوو مياشتو وه. دې ویلي وه چي تر اته کلنۍ پوري د تیټانيک د فاجعې په اړه خبره نه وه، تر هغو چي مور يې ټوله کيسه ورته وکړه. د هغې په خبره چي زه، زما دوه کلن ورور او مور مي، زما د پلار په هڅو او تلوار  د کښتۍ د درېیم کلاس څخه را وایستلو او  د نجات په ديارلسمه کښتۍ کي د اوبو پر مخ را کوز کړو… پلار مو  راته ویل ستاسو دي پرمخه ښه وي! زه بيا وروسته درسره وینم. موږ درې ژوندي پاته سوو او هغه هلته ومړ.

شېبه په شېبه د کښتۍ د ډوبېدو څرنګوالی:

د ۱۹۱۲ ميلادي کال د اپريل څوارلسمه، نيمه شپه  ساعت: ۲۳:۴۰

د کښتۍ چلوونکي ډلي د کنګل غره خبر ورکړ، د کپټان سمیټ په امر کښتۍ و کيڼ (چپ) لوري ته هدايت سوه. دا وخت  د کښتۍ سرعت ۲۹ کيلومتره په ساعت کي وو او په دغه سرعت د کښتۍ درول لږ تر لږه د ۸۰۰ متر فاصلې او کافي وخت ته اړتيا وه چي کښتۍ چپ خوا ته رهي سي او ښي خوا يې د یخ له غره سره ټکر  ونه کړي.

۲۳:۴۸

کپټان سمیټ ډېر ژر د کښتۍ ژوبله سوې برخه له نږدې څاري. یواځي په اولو لسو دقيقو کي اوبه ۴/۵ متره پورته راځي.

د اپريل د پنځلسمي سهار:

کپټان سمیټ ته خبر را رسېږي چي د کښتۍ لاندنۍ برخي د ډکېدو په حال کي دي، هغه پوهېږي چي ممکن تیټانیک له دوو ساعتونو ډېر وخت ونه لري، ماڼو ګانو او افسرانو  ته خبر ورکوي چي ۲۰  دانې د ژغورلو کښتۍ (وړې کښتۍ) چمتو کړي.

۰۰:۰۵ سهار:

له تیټانيک کښتۍ څخه د مسافرانو او خدمې د تخليې عمليات شروع کېږي.

۰۰:۴۵ سهار:

د ژغورلو لومړنۍ کښتۍ د اطلس سمندر پر اوبو روانه سي. دا کښتۍ چي د ۶۹ کسانو ظرفيت لري، یواځي ۳۷ کسان پکښي سپاره سي  او نور ځای کاملاً خالي وي .  دا چي د « لومړنی حق د ښځو او ماشومانو دئ» د قانون څخه په ملاتړ  د ښځو او کوچنيانو شمېر کم وو، دوی په لومړۍ کښتۍ کي کښېنول سول.  د نجات په اکثرو کښتيو کي چي د ۶۹ کسانو ظرفيت یې درلود، یواځي څو کسان پکښي کښېنستل…

۱:۳۰ سهار:

 د کنګل غره سره د ټکر ۱۱۰ دقيقې وروسته  د تیټانيک په کښتۍ کي پنځه کارکوونکي چي د پُست خوني څخه د لندو ليکونو د ژغورلو هڅه يې کوله، ډوب سول. دا د تیټانيک کښتۍ لومړني قربانيان ول.

۱:۴۵ سهار:

ماڼوګانو  د نجات وروستۍ کښتۍ اوبو ته اچوي. اوس نو د پاته مسافرانو د ژوند خونديتوب ، د هغوی خپل کار وو. په دا وخت کي د تېټانيک برېښنا هم کاملاً غوڅه( قطع)سي.

۱:۵۰ سهار:

په تدريجي ډول کښتۍ چپ لوري ته د څرخېدو په حال کي وه. چپي خوا ته يې اوبو لاره ومونده، چي لامله يې د اوبو څرخښت وار په وار په تېزېدو سو.

۲:۱۵ سهار:

د اوبو د فشار د ډېرېدو لامله ، د بړاس دېګونه چي د اول نمبر  دود کش سره وصل وه له ځایه پرې کېږي او دود کش ډوبيږي. اوبو د کښتۍ پر نورو برخو لاري وایستې  اودا  د کښتۍ د ژر ډوبېدو لامل سوه.

۲:۱۸ سهار:

د اوبو تر ننوتلو وروسته د کښتۍ مخکنۍ او وروستنۍ برخه  د وزن د ډېروالي د تفاوت لامله د کښتۍ په بدَنهَ کي د درېیم نمبر دود کش سره چاک پیدا کړ او څو ثانيې وروسته کښتۍ دوه ځایه او پر ملا ماته سوه. دا چي د کښتۍ مخکنۍ خوا د وروستنۍ  برخي سره  یواځي د سکلېټ په ذريعه وصل سوې وه، وصل پاته سوه. د کښتۍ وروستۍ برخه  چپي خوا ته وڅرخېده، او هغه خلک چي د کښتۍ پر مخ وه لاندي را ولوېدل.

۲:۱۹ سهار:

د کښتۍ مخکنۍ خوا  چي د وروستنۍ برخي څخه جلا سوې وه، کاملاً وشکېده او جلا شوه.

۲:۲۰ سهار:

په داسي حال کي چي د کښتۍ مخکنۍ خوا   د درياب تل ته په چټګۍ روانه وه،  د کښتۍ ناډوبه برخه (وروستۍ برخه) په عمودي شکل وڅرخېده او ټول هغه وسایل چي د کښتۍ په دې برخه ول، راولوېدل.  او د کښتۍ همدا برخه په اقيانوس کي نا پديده سوه.  د بړاس یا بخار دېګونه له خپل ځایونو را جلا سول او کښتۍ په بشپړ ډول د اقيانوس په تل کي پټه سوه.

ټوماس انډروز- تیټانيک ډوبېږي:

کپټان سميټ و ټوماس (د کښتۍ طراح) ته وايي:

د کښتۍ ۱، ۲، ۳، ۴ او ۵ برخي اوبو په سر اخيستي دي، دا څوني خطرناکه ده؟

ټوماس په الوتي رنګ ورته وايي: خبره خراپه ده، کښتۍ د ډوبېدو په حال کي ده.

کپټان:  خو تا ویلي وه چي تیټانيک هیڅکله نه ډوبيږي.

ټوماس: ما ویلي وه که ۳ یا ۴ برخي يې په اوبو ډکي سي خطر نسته، نه دا چي پنځمه برخه هم …

کپټان: څو ساعته وخت لرو؟

ټوماس: نه پوهېږم،  چي ډېر وخت ولرو هغه به ۲ ساعته ….

د مرستي غوښتنه :

په ۰۰:۱۴ بجې کپټان سمیټ و جان فليپس ته امر کوي چي د بيسم څخه په استفادې د مرستي غوښتنه وکړي.  د سهار په ۰۰:۲۵ د فليپس هڅي نتيجه ورکوي او د اس اس کارپسيا له کښتۍ سره یې اړيکی ټينګیږي. خو دا کښتۍ ۹۳ کيلومتره  له دوی څخه ليري واقع ده. که حد اکثر سرعت باندي هم د دوی پر خوا راسي، ۴ ساعتونه به وخت ونيسي.

په دا وخت کي یو افسر يوه کښتۍ ويني چي یواځي لس کيلومتره له دوی څخه لیري ده.  او دا احتمال لري چي دا دي هغه کښتۍ وي چي دوی ته یې دوه ساعته مخکي د کنګل غره په اړه خبر ورکړی وو. یعني اِس اِس کاليفرنيا. خو تیټانيک بیا هم خپل تېز سرعت ته ادامه ورکړه.

که دې کښتۍ سره اړيکی ټينګ سوی وای، هغوی کولای سوای چي تیټانيک ته په ډېر لږ وخت ځان را ورسوي. خو کاليفرنیا کښتۍ له هغوی څخه وار په وار ليري سي.

دا وه د کښتۍ د ډوبېدو لنډه کيسه، اوس به راسو د کښتۍ اړوند ځينو و اقعيتونو ته:

د تیټانيک په اړه ځيني واقعيتونه:

۱-په ۱۹۱۲ ميلادي کال کي د لومړي کلاس ټکيټ يې ۴۳۰۰ ډالره او د درېیم کلاس ټيکټ يې ۳۶ ډالره وو.

۲-د تیټانيک کارکوونکو  د مسافرينو د خوراک لپاره په دغه شمېر خواړه برابر کړي ول:  څلوېښت تڼه پټاټې، ۳۴۰۲۰ کېلو تازه غوښه، ۱۵۰۰ دانې د بيير بوټلان ( د اوربشو الکولي څښاک)، ۱۵۸۸کېلو روميان، ۷۰۰۰ دانې کاهوان، ۱۵۰۰ ګېلنه تازه شېدې، څلوېښت زره تازه هګۍ، ۱۵۸۸ کېلو پياز، ۸۰۰ بنډل سابه ، ۳۶۰ کېلو چای، ۳۶۰۰ دانې مڼې(سېبان) ، ۳۶۰۰۰ دانې مالټې او….

۳- د تیټانيک کښتۍ له ۲۴ غبرګ او پنځه یو دانه يي بويلرانو په مټ چلېده، دا بويلران  په شپږو اتاقونو کي ځای پر ځای سوي وه.

۴-له امپټن بندر څخه د حرکت  نېټه د اپريل لسمه ۱۹۱۲- نيويارک ته د د راسېدو يې ۱۷ اپريل ۱۹۱۲ اټکل سوې وه.

۵-په کښتۍ  کي ټول مسافر  او عمله ۲۲۲۳ کسان ول خو د نجات بېړۍ يې یواځي د ۱۱۷۸ کسانو بسنه کوله.

۶-د کنګل غره سره د ټکر وروسته په کښتۍکي ۲۲۰ تر ۲۴۵ فوټه پوري سوری جوړ سو.

۷- د ټکر وروسته په تخميني توګه ۷ فوټه اوبه په ثانيه کي کښتۍ ته داخلېدلې.

۸- د کلاسونو په نظر کي نیولو سره د ژغورل سویو خلکو فيصدي: لومړی کلاس(۶۰٪)، دوهم کلاس(۴۲٪) او درېیم کلاس ( ۲۵٪)

۹- کښتۍ کي د سکرو ذخيره ۶۶۱۱ تڼه وه،  چي په یولسو زېرمو کي ګدام سوي وه. هره ورځ ۶۰۰ تڼه سکاره سوځېدل، چي په ۶۶۱۱ سکرو باندي کښتۍ يوولس ورځي چلېدای سوای. ( ۶۶۱۱/۶۰۰= ۱۱ ورځي). باید وویل سي چي بټيو ته سکاره په لاسي توګه اچول کېدل  او د دې کار لپاره شپه او ورځ کاريګرو کار کاوه، د کاريګرو دغه ډله به د – توري ډلي- په نوم یادېدله.

۱۰-د بخار فشار ۲۱۵ پي. اِس آی وو.

۱۱- داصلي ماشين د چالانولو لپاره  يې له یوه بل کوچني ماشين څخه کار اخیست.

۱۲-کارکوونکو به په  اوونۍ کي پنځه ورځي د سهار له ۶ بجو څخه تر ۸ بجو پوري کار کاوه.

۱۳-د اولمپيک او تیټانيک همزولو کښتيو جوړونکي هارلنډ او ولف کمپنۍ وه.

۱۴- د کښتۍ جوړولو پر وخت کارکوونکو به د پرمختللو محافظتي اسانياوو څخه برخمن نه ول، نو ځکه اکثره چاري يې خطر ناکي وې.

۱۵- د کښتۍ جوړولو پر وخت تقريباً ۲۴۶ کسان ژوبل سوي وه، چي له دې جملې ۲۸ کسان يې سخت ټپیان وه. او اته کسان مړه سول.

۱۶- تیټانيک د ټوماس اندريوز  ايرلنډي سوداګر لخوا ډیزان سوې وه. نوموړی د کښتۍ په ډوبېدو کي ومړ.

۱۷- د لومړي ځل لپاره چي تیټانيک کښتۍ  اوبو ته اچول کېده، تقريباً سل زره کسان يې  ليدو ته را جمع سوي ول.

۱۸- د تیټانيک تر څنګ وایټ سټار لاین کمپنۍ دوې نوري ستري کښتۍ درلودې ، چي یوه يې اولمپيک او بله يې بریټانيک   نومېده.

۱۹- د تیټانيک او المپيک همزولو کښتیو د جوړولو کار پر یوه وخت پيل سو او د ۲۶ مياشتو په جريان کي جوړي سوې.

۲۰-کله چي د تیټانيک کښتۍ ډوبېدله، د تیټانيک موزيک بانډ خپله سورنا ږغوله (موسیقي او د موسیقي آلې يې ږغولې).

۲۱- يو ناول چي په ۱۸۹۸ م کال کي ليکل سوی  د تیټانيک کښتۍ د ډوبېدو وړاندوينه پکښي سوې وه. دا ناول چي (Futility, or the Wreck of the Titan) نوميږي څوارلس کاله مخکي له دې چي  تیټانيک کښتۍ ډوبه سي،  ليکل سوی دئ.

، د مورګن رابرټسن اثر دئ. کتاب د تیټان( Titan) داستان بيانوي:

«تر ټوله ستره کښتۍ چي د خاوندانو لخوا ورته نه ډوبېدونکې کښتۍ ویل کیږي. د سفر پر وخت په شمالي اتلانټيک کي د کنګل غره سره ټکر کوي او د نجات بېړيو د نه شتون لامله د کښتۍ نيمايي مسافران له منځه ځي». کټ مټ همدا کيسه د تیټانيک کښتۍ سره پېښه سوه.

۲۲- د تیټانيک د کولچو او ډوډۍ پخولو مشرد ډېرو شرابو څښلو لامله د دوو ساعتو وروسته له یخو اوبو څخه را وایستل سو، او ژوندی پاته سو.

۲۳- تيټانيک تر خپلي همزولي (اولمپيک) کښتۍ درنه وه، هغه ځکه چي د تیټانيک اکثره برخي له پولادو جوړي وې. (دا کار د بروس اسمای (Bruce Ismay) په غوښتنه سوی وو.

۲۴- سوټ امپټن سيمي د دې پېښي ستره قرباني ورکړه، ځکه په هرو پنځو کارکوونکو کي څلور يې له دې سيمي ول.

۲۵- د تیټانيک راډيو سیستم د مارکوني مخابراتي کمپنۍ لخوا ورکړل سوي وه.

۲۶- یو جاپانی وګړی چي د پېښي څخه ژوندی وتی وو،  په خپل هيواد دیوه بېرندونکي په نامه یادېده، چي ولي له نورو مسافرينو سره ونه مړ.

۲۷-۶۴   ژغورونکي بېړۍ باید په تیټانيک کي وای، په داسي حال کي چي عملې یې یواځي ۲۰ دانې بار کړي وې.
۲۸-د کښتۍ په جوړونه کي له ۳ ميليونو مېخونواو پېچونو څخه کار اخیستل سوی وو.

۲۹-د کمپټان ایډوارډ سميټ مرګ یوه بحث انګېزه موضوع ګرځېدلې وه، ځينو ویل هغه کولای سوای چي تیټانيک وژغوري که يې سم عمل کړی وای، خو ځيني بیا وايي داسي نه ده.

۳۰- د تيټانيک کښتۍ یوه بله دردونکې او مشهور کيسه د هغي پيسه داري پخې جوړې وه، چي  سټراس نومېده. کله چي آغلې سټراس پوه سوه چي نارينه په ژغورونکو بېړیو کي د ناستي حق نه لري، نو دا هم د خپل مېړه سره پاته سوه، که څه دا پوهېدله چي د مېړه سره پاتېدل، ځان مرګ ته سپارل دي.

د تیټانيک په اړه ليکل سوي کتابونه:

د تیټانيک د کښتۍ په اړه په سلهاوو کتابونه وليکل سول، دلته د ځينو کتابو او د هغو د ليکوالو نومونه اخلم:

-د يوې شپې په یاد ساتل- والټر لارډ

-تیټانيک: یو انځور سوی تاريخ – ډان لينچ

– د تیټانيک کشفونه – رابرټ ډي. بلارډ

– تیټانيک: اوږده شپه – ډاين هو

– تیټانيک: د یوه ژغورل سوي شخص داستان- ارچيبلډ ګراشي

– د تیټانيک په اړه ستاسو جالبو پوښتنو ته ځوابونه – هاګ بريوسټر

– نه ډوبېدونکې: د تیټانيک بشپړ داستان – ډانيل الين بوټلر

– د هغې نوم، تیټانیک – چارليس پِليګرينو

-تیټانيک: بری او وير – جان پ ایټن

-د ژغورل سويو له خولې د تیټانيک داستان- جک وینوکور.

د تیټانيک مشهور فلم:

د تیټانيک کښتۍ په اړه ګڼ شمېر مستند او هنري فلمونه جوړ سول چي یو يې تر ټولو مشهور د ۱۹۹۷ ميلادي کال جوړ سوی فلم وو. د تیټانيک دا فلم د اسکار لپاره ۱۴ ځلي نومول سوی وو چي له څوارلسو څخه یې یولس جايزې را خپل کړې، دا د فلم په تاريخ کي لومړی ځل دئ چي په دا شمېر سترې جايزې يوه فلم ته ورکول کېږي.

د دغه فلم سربېره د تیټانيک د ډوبي سوي کښتۍ په اړه دا فلمونه جوړ سوي دي:

د يوې شپې یاد ساتل ( کال ۱۹۵۸ م)، تیټانيک (کال۱۹۵۳)، تیټانيک: وینه او پولاد (۲۰۱۲ م تلويزوني سريال)، د نا هيلۍ ارواګاني ( مستند ۲۰۰۳ م)، د تيټانيک تاريخونه، تیټانيک ۲ (۲۰۱۲ م)، د تیټانيک لټون (۲۰۰۴ م) او … .

منابع:

http://www.titanicuniverse.com/how-many-people-died-on-the-titanic/one223

http://www.nbcnews.com/id/3103zero935/ns/world_news-europe/t/last-survivor-titanic-dies-aged/

https://www.youtube.com/watch?v=NdZ6TY1pxLeight

http://www.delgarm.com/entertainment/interesting-news1/

https://en.wikipedia.org/wiki/RMS_Titanic

1 comment

  1. Sohail Sohail Reply

    Enjoyed reading the documentary …thx

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *