Categories

په لغمان کې ۲ ټولګټې پروژې

د څه باندې لس میلیونه افغانیو په ارزښت د دوه ټولګټو پروژو چارې پیل شوې چې له ګټې به یې زرګونه کورنۍ برخمنې شي

د امریکا د متحده ایالاتو د پرمختیايي ادارې ( USAID ) په چوکاټ کې د افغانانو د هیلو د تر سره کولو لپاره ځواکمن مرکزیت ( شهر ) برنامې په مالي او تخنیکي مرسته د سلطان غازي بابا ښار ګوټي د R4 تفصیلي پلان اړوند په درېیمه ناحیه کې د عامه پارک او دغه راز د مهترلام ښاروالۍ له لوري د ښار دننه د ۸۴۵ مترو په اوږدوالي د ویالو او پلچکونو د جوړولو د دوه بېلا بېلو پروژو چارې نن د لغمان والي عبدالجبار نعیمي، د ولایتي شورا د مرستیال حاجي عبدالعزیز، د ولایتي شورا د استازي حاجي عتیق الله عبدالرحیمزي، مهترلام ښاروال انجنیر نظیف الله الکوزي، د ولایتي ادارې د یو شمېر رئیسانو، د انکشافي شوراګانو د مسولینو، په لغمان کې د شهر برنامې د ولایتي استازو، قومي او مخورو مشرانو، ځوانانو او د مدني ټولنو د استازو په لاسونو رسما پیل شوې.

د عامه تفریحي پارک پروژه چې د سلطان غازي بابا ښار ګوټي د R4 تفصیلي پلان اړوند په درېیمه ناحیه کې په ( ۲۳۰۴۰ ) متر مربع ځمکه تطبیق کېږي، د پیاده رونو جوړول، د بوټو او ګلانو کېنول، د احاطې، درې فلزي دروازو او فلزي کټارې جوړول، د پارک هموار کاري، د اوبو رسونې د سیستم فعالول، د اوبو د څاګانو کېندل، د شنو ساحو جوړول او دغه راز د نارینه و او ښځینه وو لپاره د تشنابونو د سهولتونو برابرول په کې شامل دي، چې ټولټال شپږ میلیونه، نهه سوه اته اویا زره، درې سوه درې اویا افغانۍ لګښت پرې راځي، چې د شهر برنامې له لوري تمویلیږي او په ټولیزه توګه ۴۵۰۰ کسانو ته به په کې د کار کولو زمینه برابره شي، چې په څلورو میاشتو کې به یې د جوړېدو چارې بشپړې شي.

دوهمه پروژه د ښار دننه په دوو ساحو کې د ۸۴۵،۵ مترو په اوږدو والي د ویالو پخول او د یو شمېر پلچکونو د جوړولو پروژه ، چې په ټوله کې ور باندې درې میلیونه، یو سل نهه نوي زره، څلور سوه درې اتیا افغانۍ لګښت راخي کوم چې د مهترلام ښاروالۍ په بودیجه جوړېږي، چې په جوړوېدو سره به یې په سیمه کې په زرګونه کورنۍ له ګټې برخمنې شي.

په همدې موخه په جوړو شویو مراسمو کې لغمان والي عبدالجبار نعیمي د پروژو د پرانېستې په موخه ولسونو ته د مبارکۍ ویلو او له شهر موسسې له همکارۍ او نه ستړي کېدونکو هلو ځلو څخه د مننې تر څنګ په خپلو خبرو کې زیاته کړه، چې د ولایت د انکشاف لپاره یې هڅې او تلاشونه روان دي چې په دې برخه کې د ولایتي ادارې د پلانونو د لا ښه تطبیق او عملي کېدو په خاطر د همکارو موسسو او په ځانګړې توګه د شهر او دغه راز د یو ان هبیتات مرسته او همکاري ډېره اړینه وګڼله.

ښاغلي نعیمي په خپلو خبرو کې ولسونو ته ډاډ ورکړ چې په نېږدې راتلونکي کې به د ولسي تړون د برنامې له لارې هم د ښار د انکشاف او لا ښکلي کېدو او دغه راز د ولسونو د هوساینې په خاطر مختلفې برنامې تطبیق او عملي شي، چې په دې سره به له یوې خوا یادو اهدافو ته د رسېدو په موخه کوټلي ګامونه پورته شوي وي او له بلې خوا به یو شمېر خلکو ته د کار کولو زمینه برابره شوي وي. نوموړي زیاته کړه چې خلک باید ښار لکه خپل کور وګڼي او په ساتنه کې یې هم فعاله ونډه واخلي.

په غونډه کې د ښاروالۍ د مشورتي شورا مرستیال حاجي حفیظ الله او د یادې ناحیې یو تن مشر حاجي اکرم خان د ښار د انکشاف او د پرمختیايي پروژو د پلانونو د تطبیق په برخه کې د لغمان والي هڅې او تلاشونه د قدر وړ وګڼل او ژمن شول چې د دغو پروژو له چارو د نظارت تر څنګ به ولسونه دې ته هڅوي څو په کلکه د پروژو ساتنه او حفاظت وکړي.

همدارنګه مهترلام ښاروال انجنیر نظیف الله الکوزي او د شهر ولایتي مسول فریدون الکوزي بیا د یادو پروژو په تخنیکي معلوماتو د رڼا اچولو تر څنګ ژمنه وکړه چې د ټولو پروژو کیفیت او نظارت ته به خاصه توجو کوي او په نېږدې راتلونکي کې به ځینې نورې انکشافي پروژې هم پیلوي.  

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *