Categories

نیمګړې کیسه|| لیکوال؛ ګل رحمن رحماني

 کليوال سپين ږيري په خپل عمر کې د لومړي ځل لپاره ښار کې دومره ډېرې شپې تېرولې، له تېرو شلو ورځو راهيسې د زړه د ناروغۍ له امله د ښار د يوه نسبتا پرمختللي روغتون په دويم پوړ کې بستر و،  نن يې له سهاره طبعه يو څه ښه وه، پر خپل بستر کې راناست و او د څنګ ملګري ته يې په دمه دمه او ټيټ غږ خبرې کولې.

د دواړو کړکيو ټولې پلې خلاصې وې، د سهار يخې هوا را ځوړندې پردې خوځولې او د نږدې ونو څانګو د کړکيو له ښېښو سره مستي کوله، د مرغانو شور ماشور او  کله کله د ځينو ناروغانو زګيروى هم يو په بل کې ورکېدل.

د نن ورځې ټوله ننداره بوډا ته ډېره په زړه پورې وه، د څنګ ملګري يې چې ښاري معلومېده، په ډېره لېوالتيا غوږ  ورته اېښى و او سپين ږيري  د ځوانۍ کيسې يې اورېدې.

سپين ږيري د خپلې ځوانۍ، کلي، غرونو، خوړونو، کروندو، له غرونو د درنو پېټو او په کروندو کې د سختو کارونو خاطرې يو پر بل پسې  يادولې.

يوه ورځ غره ته په خسو او بوټو پسې تللى و، پرېمانه بوټي او خاشاک يې را ټول کړل، پرې ناوخته شوه، ماښام شو، تياره په ډېرېدو وه، د راتګ پرمهال يې يوغږ واورېد، ګوري چې شاته وږى لېوه پسې را روان دى، د خسو پنډ يې له شانه خطا کړ، يوه کمره ته اوچت شو او په يوازې ځان يې د ډانګ او ډبرو په مرسته  له لېوه سره مقابله وکړه، ټپي يې کړ او  تېښتې ته يې اړ کړ.

يوه ورځ يې بيا د شپې اوبه لګولې، چېرته له اوچتې ويالې لاندې ولوېد، لاس او تندى يې مات شول، په اغزنو بوټو او ونو کې پروت و، خو ژر يې د خپل څادر او لونګۍ نه جنډې را بېلې کړې، وينې شوي ځايونه يې وتړل او سهار تر لسو بجو د خپل پلار له ويرې کور ته نه شو راتللى، زخمونه يې په دوو درېيو ورځو کې د مور  د پټيو  او کليوالي درملنو له برکته  روغ- جوړ شول.

  د پسرلي او اوړي په شپو کې کرکيلې، تندې، بادونه، لوونه، درمندونه، د سپوږمۍ شپې، خوبونه او په شا د درنو پېټو چلول، په يوه ځان د پنځو شپږو کسانو خوراک، روغ صحت، له درملو او ډاکټرانو سره نا اشنايي، بيا د ژمي ارام وختونه، ګرمې شپې او په اوچتو غرونو کې ښکار کول او نښې وېشتل، وادونه، په شپو شپو اتڼونه… کلي ته په غرنيو لارو د سړک جوړول، له نورو ځوانانو سره د خپلو مټو په زور  د اوچتو کمرونو ماتول… د کليوال سپين ږيري د ژوند نورې خاطرې وې.

ملګري يې په داسې لېوالتيا غوږ ورته نيولى و، لکه کوم ښکلى فلم چې ګوري، لکه دى چې هم ددغه ډول طبيعي مناظرو د ليدو تږى وي،بيا به داسې ورته ځير شو چې ته به وايې دا هر څه  همدا اوس  هم د  سپين ږيرى د تندي په ګونځو او وچو شونډو کې ګوري..

د دوى تر منځ خبرې  روانې وې،دوه بستره ها خوا مې د خپل ناروغ لاس ټينګ نيولى و او له زړه نه ورته غوږ وم، په خيال کې مې ورسره خوږه ملګري پيل کړې وه.

سپين ږيرى يوه شېبه غلى شو، له کړکۍ راوتلې څانګې ته يې وکتل، شنې پاڼې يې باد خوځولې او يوې بلې ماتې شوې وچې څانګې د څنګ پر خېرنه ګرد وهلې ښېښه د باد په مرسته کږې وږې کرښې کاږلې، خو لکه څه چې ور ياد شوي وي، بېرته يې خپلې ملګري ته سترګې ور واړولې.

  د ژمي په يوه سهار چې تر زنګنو پورې واوره شوې وه، له خپل ټوپک سره غره ته روان شوم، يو ساعت مې په لوړو ژورو کې مزل وکړ، غرمه مهال مې تر يوه ګړنګ لاندې په پراته غرڅه سترګې ولګېدې، نښې ته مې برابر کړ، له درز سره مې پر واورو د وينو سره ليکه تر سترګو شوه….

بېرته غلى شو، د ښي لاس د شهادت په ګوته يې د چپ لاس مړوند ته څو ځله ټک ورکړ، خو بې اوازه و.

  په همدې شېبه کې دروازه په زوره ټک ټک شوه،  شاته مې وکتل ، د ساعت ستنه د سهار په اتو بجو ولاړه ده، نوي ډاکټران راننوتل، له سلام او سهار نېکمرغه سره د سپين ږيري رنګ هم بدلون وکړ، په بستر کې يې ځان له کړکۍ بېرته په زحمت را تاو کړ، په  تندي يې خولې راماتې شوې.

ډاکټر د کوچني مېز په سر اېښې دوسيه وکتله، له پلاستيکي کڅوړې يې يوه پيچکارۍ را واخيسته او سپين ږيرى ته يې وکتل:

دا ځل دې که له پيچکارۍ سره مازې اه وکړ، نو د بستر موده به لس ورځې نوره هم درته  وغځوم، بيا به خپل کلى په سترګو هم ونه ګورې، د ټوپک مرمۍ خو نه ده.

سپين ږيرى لومړى خپل ملګري او ‎بيا د ډاکټر په لاس کې پيچکارۍ ته وکتل، لکه د کلي کيسه يې چې نه وي بشپړه کړې ، سترګې يې  پټې کړې، په يوه شېبه کې يې د تندي ټولې ګونځي له خولو را  ډکې شوې، وروځې يې نېغې ودرېدې، نرم يې پر بالښت سر کېښود او په ډېر زحمت يې خپل بې سيکه لاس ډاکټر ته را وړاندې کړ.

٢٠١٧، د جولاى ١٢مه


د ښاغلي رحماني نورې لیکنې

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *