Categories

پردی انځور/محمد خالص ادیب

– دوولس قطعې عکسونه، ته او مور دې واخلئ”
له شوبې را ووتل، مور ته یې وویل:
– “مورې ودرېږه! زه پوښتنه وکړم”
بیرته داخل ته ورننوتو:
– “مدیرصایب عکسونه چیرته واخلو؟ ”
د کمپیوټر له کیبورد څخه یې ګوتې پورته کړې، په نرمه لهجه یې وویل:
– “کله، چې له دروازې ووتې، د سرک په بله غاړه مخامخ نوشته دي عکاسي”
چادر یې په اوږه سم کړ:
– “نه، نه لږ نښه یې راته ووایه”
په خندنۍ لهجه یې زیاته کړه:
– “ځه ولاړه شه، بیرون پوښتنه وکړه”
په مور یې غږ وکړ، د ریاست له انګړ څخه ووتل، د سړک مخامخ بلې غاړې ته پورې وتل، په څوکۍ له ناست ماشوم څخه یې وه پوښتل:
– “عکاسي چیرته ده”
هغه زر ورته کړل:
– “همدا عکاسي ده”
دروازه یې خلاص کړه، په ونه دې دنګ چاغ ځوان له څنګ سره ودرېدو:
– “موږ دولس دولس عکسونه اخلو”
هغه مخامخ اطاق ته اشاره ورته وکړه، دواړه  ور روان شول، په میز کښېناستل، کله چې کېمره مین راغلو، دده عکسونه یې واخیستل، نوبت یې د مور شو، کمېرواله ورته وویل:
– “مورې په دغه چوکۍ کینه”
دې مخ په پروني کې تاو کړی و، له ځایه پورته شوه، بیا یې ورته کړل:
– “له مخ نه دې پړونی لرې کړه مورې”
مور زوی او زوی مور ته وکتل، دواړه په تنده لهجه وویل:
– “موږ تېر له دې( تسکرې (تذکرې او اج ( حج) څخه بي حیایي هم اندازه لري د پردیو ښځو د لوڅ مخ انځورنه مه اخلئ.”
پای

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *