Categories

اعلان

Loading…

په خارجه وزارت کې پنځه ميليونه ډالر تري تم شوي

سرخط دا ځل داسې اسناد تر لاسه کړي دي چې ښيي، په دوبۍ کې پخواني افغان کونسل د بهرنيو چارو وزارت له عوايدو څخه پنځه ميليونه ډالر په بډه وهلي، خو له تېرو دوو کالو راهيسې چې هر ځل د دغو پيسو خبره راپورته کېږي، په وزارت کې شته خواخوږي يې تله ورباندې تېروي. 

سرخط ته د رسېدليو مالوماتو په اساس، د افغانستان د بهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني او مالي او اداري مرستيال نصير اندېشه د پنځه ميليونه ډالرو د غلا پر يوه دوسيه له دوو کالو راهيسې پرده غوړوي او هڅه کوي چې دغه راز خوندي پاتې شي.

له بل لوري په دغه وزارت کې خپل‌سري اوج ته رسېدلې او درست وزارت يوازې د يوې ډلې په خواهش او فرمايش چلېږي.

د تر لاسه شويو مالوماتو په اساس، په تېرو پنځو مياشتو کې په بهر کې د افغانستان په سفارتونو کې ۲۳ مستشاران گومارل شوي چې له يوې مخې ټول د جميعت گوند غړي او يا انتخاب کسان دي.

مودې کېږي چې په دغه وزارت کې د فساد او درغليو کيسې کښته پورته کېږي، خو دا چې پر نظام واکمن توپک‌مار لا هم په واک او ځواک کې دي، تر ډېره د ياد وزارت د فساد قضيې او دوسيې پټې تېرېږي، خاورې پرې اړول کېږي، د حکومت لومړي کسان او سرکار پرې نه خبرېږي.

د بهرنيو چارو وزارت يوې باوري سرچينې د نوم نه خپرولو په شرط سرخط ته وويل، په دغه کليدي او د هېواد په برخليک ټاکونکي وزارت کې خپل سري، فساد او درغلۍ اوج ته رسېدلې دي.

“ټول وزارت او په بهر کې د افغانستان سياسي نماينده‌ګۍ د يوې ډلې، ګوند او قوم په لاس کې دي چې ان تر ډېره له يوې کورنۍ کسان په‌کې ځای پر ځای شوي دي.”

 د سرچينې له خوا سرخط ته په ورکولو شويو مالوماتو کې راغلي دي چې يوازې په تېرو پنځو مياشتو کې په بهر کې د افغانستان په سفارتونو کې ۲۳ مستشاران گومارل شوي چې له يوې مخې ټول د جميعت گوند غړي دي.

بده لا دا چې په دوبۍ کې پخواني افغان کونسل حاجي احمد راشدالدين د بهرنيو چارو وزارت له عوايدو پنځه ميليونه ډالر په بډه وهلي دي.

د تر لاسه شويو مالوماتو پر بنسټ، احمد راشدالدين چې د شمال ټلوالې د فقيد قوماندان احمدشاه مسعود اوښی دی، په دوبۍ کې د افغانستان کونسل و.

ده په دوبۍ کې د کونسلگري پر مهال د يادې کونسلگري پنځه ميليونه ډالر له ځان سره اخيستي دي.

د دغو پيسو قضيه په بهرنيو چارو وزارت کې د اداري مرستيال نصير اندېشه او صلاح الدين رباني له لوري له منځه وړل شوې ده.

د مالوماتو پر بنسټ، دا قضيه څو څو ځله د ياد وزارت د کنټرول او تفتيش مديريت مطرح کړې، خو هره پلا چې دولت ته بېرته د غلا شويو پيسو د ورستنولو غوښتنه شوې، د پیسو د بېرته ستنولو غوښتنه په کلکه رد شوې ده.

وروسته له هغه چې صلاح الدين رباني او د بهرنيو چارو وزارت اداري او مالي مرستيال نصير اندېشه دا قضيه پټه کړه، ورو ورو د خلکو له ذهنونو هم ووته او په لوی لاس د دولتي عوايدو پنځه ميليونه ډالر غلا شول.

اوس غوښتنې دا دي چې سرکار دې د دې دوسيې د څېړلو له‌پاره مټې را بډوهي او د دې تر څنګ دې په وزارت او بهر کې په سياسي نماينده‌ګيو کې دغه ډول نورې دوسيې هم وپلټي او د عدالت تر مېزه دې يې راکاږي.

د بهرنيو چارو وزارت بيا وايي، د مستشارانو بست درېيم دی، وزير صلاحيت لري چې ويې ګوماري، خو په يوه ځل تر دريو زيات نه دي ګومارل شوي.

د بهرنيو چارو وزارت وياند شکېب مستغني زياتوي، د پنځه ميليونه ډالرو د فساد دوسيې په تړاو هيڅ راز مالومات نه لري او نه هم د اوس له‌پاره په دې اړه څه ويلای شي.

“تر څو په دې برخه کې د مالي او اداري مسوولينو مالومات راټول نه شي، څه نه شو ويلای.”

په دې اړه مو د دوبۍ له‌پاره له پخواني کونسل احمد راشدالدين سره د بيا بيا اړيکې هڅه وکړه، خو و نه توانېدو.

د افغانستان د ماليې وزارت وياند اجمل عبدالرحيمزی وايي، په دې اړه ورته مالومات نه‌شته، خو دوی به يې له خپلو همکارانو سره تعقيب کړي.

سرخط

523 total views, 2 views today

2 comments

  1. فولاد عبدالرحیمزی Reply

    د بلفاریا نه د پنځه شپږ شهیدانو جسدونو نه انتقالوی او پیسې غواړې، پنځه میلونه ډالر یی يو کونسلر وهی سم چور تالان یی ګډ کړې.

  2. ع.شريف زاد Reply

    له لده مرفه وا بي تَر كا مي د ليزو كار نه دي.بهر كي د بوعي بر معيار حرك نه تا كل كي كبري للكي د أوسطي أو وسيلي له لا رب
    متالونه بي دير زيات دي جي و رباني شش كأنه أو بجه كأنه وجهارخانه حكومت نه دي حاكى نه به ميراث با تي دي
    ديري سفا ترونه
    كونسلكري
    نريوال بأنك
    ماكري ملتونه
    ظل هر طنين برجمي د جمعيا به زور خو دوري د استاذي به تركه با تي شو
    مشت نمو نه خروار

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *


۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه…

تاند، چهارشنبه، د اسد ۳۰مه: ولسمشر د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ رغول شوې د دارالامان ماڼۍ په شاندارو…

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه په وینا پرانیستل شوه

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

د نړۍ په ټولو هېوادونو کې داسې عنعنوي، فرهنګي، دیني او ملي ورځې شته چې خلک او حکومتونه یې په…

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

21 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د…

تاند، چهار شنبه، د اسد ۳۰ مه: د کورنیو چارو وزارت اعلان کړه چې نن د اسد په ۳۰مه به…

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د کابل پر ۳ غونډیو اورلوبه کېږي

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور
  • 1
  • 2