Categories

اوبه/ اجمل پسرلی

 سیګل مرغه د پستو څپو غږ مات کړ. زما پر سر ټيټ تیر شو، څو ګامه مخته پر کاڼې کیښناست. کم رنګه شنې بڼې یې شمال ته ببرې شوې. موبایل مې ورته ونیو چې عکس یې واخلم. له شا یوه نجلۍ تیزه تیره شوه. مرغه والوت. اوف مې کړل. دې لاس پورته کړ بښنه یې وغوښته. ما د سمندر د غاړې پر شګو سر کیښود.

د څپو غږ به رانژدې شو، رانژدې شو بیرته به لرې شو. سر مې راجګ کړ. د سمندر منځ داسې ښکاریده لکه فیروزې چې دې ورشیندلي وي، رالنډې اوبه  لکه شیشه ښکاریدې.

همهغه نجلۍ چې مخکې یې مرغه الوځولی و، بیا راغله، ویې خندل. زرغونې سترګې یې لکه په پسرلي کې نوې راټولکیدلي پاڼې وځلیدې. وړاندې له ونو سره کښیناسته. ها خوا ښایسته وه، مرغان هم ورتلل. زه هم  ور روان شوم. نجلۍ یوې خواته کتل. ما هم هغه لور ته وکتل، شنې اوبه وې، بل څه نه و. ارمان مې شو چې کاشکې د سمندر اوبه زرغونې وای.

باد د نجلۍ طلایي ویښته پر لوڅو ولیو ورپول. د ونو د پاڼو هم غرږی شو:

« که په مني څوک دلته راشي دا پاڼې زیړې وي، اه څرنګه به ښکاري»

نجلۍ پاڅیده. زه پرې تیر شوم شاته مې مخ ورواړاوه. دې د لاس نرۍ ګوتې وخوځولې، چپې خواته وګرځیده.

 همهغه ځای ته مې وکتل چې دې مخکې نیغې سترګې ورته نیولې وې، اوبه وې…اوبه…

 یو موټ شګې مې هغه لور ته واچولې. لمدې شګې لنډې ولویدې. پورته د سیګل مرغه کغا شوه، نه پوهیږم چې د شګو له وار سره والوت که په هوا و، پسې په هوا شو.

پای

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *