Categories

وحشت|| لیکوال: کورت توخولسکي

ژباړن: حیات الله ژوند

زه مړ کېدی شم؟ کله کله وېرېږم، هسې نه چې مړ به نه شم.

کله کله مې ځينې خبرې فکر بوختوي، وایم، چې د مرګ پر مهال به دې چلند څه ډول وي؟ نه! سلوک دې نه ښييم. هغه شېبه هم نه ښييم، چې د دېوال تر څنګ «مرده باد! یا زنده باد!» نارې وهې او بیا دې سا وځي. د دوښمن تر برید نه یوه شېبه وړاندې هم نه ښييم، چې ګازي بمونه درباندې وروي او ته بیا ځان بې پروا او زړور ښيې. نه دا شېبې نه ښييم. زما مطلب په کټ کې مړينه ده. درد او ستړيا او ورپسې مرګ. له دې دروند بار نه به راووتلی شې؟

د مثال په توګه ما له کلونو راهيسې نه شوی کولی، سم وپرنجېږم. د یوه پاپي (Puppy) سپي په څېر چې سلګیو (اټکیو) پسې اخيستی وي، پرنجېدم به. بښنه غواړم، تر اته‌ويشت کلنۍ پورې مې ټېغ هم ویستلی نه شوی. وروسته مې له کارل سره پېژندګلوي شوه. کارل يو پخوانی محصل و. هغه ټېغ ایستل رازده کړل؛ اوس مړه کېدل زاده کوي؟

د خلکو د مړينې شاهد هم وم. هو، یو سړی مې پر دار ولید، یو ناروغ مې هم چې سا يې وتله او بیا تر هغې چې مړ شو، ولید. اوس که ځان په نادانۍ ووهم او کار هم پر مخ لاړ نه شي؛ نو بیا؟ په هر حال ښايي داسې حالت هم پېښ شي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *