Categories

د امپراتورۍ پيغام/ لیکوال: فرانتس کافکا

ژباړن: حیات الله ژوند –

وايي چې امپراتور د ځنکدن په حال کې درته، یوازې تا ناڅیزه رعیت ته، ته چې د هغه د امپراتورۍ د لمر په مقابل کې کوچنی سیوری حسابېږې او خورا لرې سيمې ته دې پنا هم وړې، هو! همدا تا ته پيغام درلېږلی. امپراتور له قاصد (پيغام رسوونکي) نه غوښتي، چې کټ ته يې نېږدې کېني. قاصد امپراتور ته پيغام لوستی. پيغام دومره مهم و، چې قاصد يې مجبور کړی، بیا يې په غوږ کې پټ ورواوروي او امپراتور د «هو» په نښه د قاصد خبرې تاييد کړې دي. وروسته يې بیا د ځنګدن پر مهال د ده د مرګ د شاهدانو  مخ کې– د هېواد د مشرانو په مخ کې چې د دېوال تر نړېدو وروسته پر پلنو زینو په دایروي ډول راغونډ شوي وو – رخصت کړی. قاصد پياړوی او ناستومانېدونکی سړی دی. د خلکو په منځ کې ځان ته لاره کاږي. که د چا له مقاومت سره مخامخېږي، پر خپلې سينې د لمر نښې ته اشاره کوي. له کوم خنډ پرته مخ پر وړاندې روان دی؛ خو د خلکو ګڼه ګوڼه خورا ډېره ده. د هغوی کورونه او هستوګنځي پای نه لري. که د قاصد مخه خوشې وی؛ نو الوتی به وی او تر لږ ځنډ وروسته به دې د هغه د سوکانو غږونه چې ستا دروازه به يې پرې ټکوله، اورېدلي وی؛ خو دی هسې ځان ستړی کوي. دی تر اوسه پورې د ماڼۍ په دننه لوخونه (سالون) کې ځان ته لاره کاږي او هېڅکله به له دغو لوخونو نه بهر راووتلی نه شي. که ځان ته لار پرانيزي هم، بیا يې هم کومه توره نه ده کړې. مجبور دی بیا له زينو نه د راښکته کېدو کوښښ وکړي. که پر دې کار هم برلاسی شي، بیا يې هم توره نه ده کړې؛ ځکه د ماڼۍ له انګړ نه په راوتلو مجبور دی. د لومړۍ ماڼۍ له انګړ نه تر راتېرېدلو وروسته د دويمې ماڼۍ وار دی. بیا هم سالون، بیا هم زينې او بیا هم انګړ او بله ماڼۍ. په همدې ترتیب په زرګونو کلونه لګېږي. که د ماڼۍ له وروستنۍ دروازې راووځي هم – دا کار هېڅ او هېڅ شونی نه دی – د هېواد پلازمېنه او بیا د دې نړۍ مرکز يې په مخ کې دی. له دې ځایه به هېڅوک بهر ته لار ونه مومي – ان که هغه د يوه مړي پيغام هم له ځان سره ولري – خو ته د کوټې د کړکۍ تر څنګ ناست يې او د لمر د ډوبېدو پر مهال د یوه پيغام د رارسېدو شېبې شمارې.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *