Categories

د ذین العاب الدین پردېس ژوند او شاعري

        لیکوال: څېړنیار لطف الله صابر

پښتانه د خپلې ژبې او ادبیاتو تاریخ کې خورا زیات کلتوري ارزښتونه لري، همدې ارزښتونو د پښتنو په ژوند او ټولنیز موقعیت کې د ننګ جذبې زېږولې دي او د ناوړه کړو وړو پر وړاندې یې د خپلو کلتوري ارزښتونو له بېلابېلو سمبولونو کار اخیستی دی.

د پښتو ادب د کلتوري ارزښتونو په وده، پالنه او پرمختګ کې د پښتو ولسي شاعرانو تر بل هر چا ډېره پاملرنه کړې ده، تل یې په ټولنه کې د ناخوالو او بدو کړنو پر وړاندې غږ پورته کړی او له جابرو او ظالمو ښکېلاکونو یې د ولس او ټولنې وګړو ته د ویښتیا، روښانتیا، سوله ییز، ډاډمن او مینناک ژوند پيغام رساوه، تر څو د ولس او ټولنې د ژوندانه ارزښت او ماهیت ته زیان و نه رسیږي او هغوی د هر ډول ناخوالو پر وړاندې دې ته وپاموي، چې له ستونزو سره مبارزه وشي او حل لارې او اسانتیاوې را مینځته کړي.

ذین العاب الدین پردېس هم د پښتو ژبې او ادب د اوسنۍ زمانې یو له هغو ولسي شاعرانو څخه دی، چې د خپل زورېدلي مېړني ولس دردونه یې په واقعي او حقیقي توګه درک کړي او پرې پوهېدلی و او د هغوی د ژوندانه د غوښتنو پر بنسټ یې د هغوی غږ او پيغام تر موږ را رسولی دی.

ذین العاب الدین پردېس د حاجي سعدالدین زوی د ملا معاذالدین لمسی په خټه خوږیاڼی په ( ۱۳۰۷ل) کال د ننګرهار ولایت د چپرهار ولسوالۍ د ماڼو سیمې د کمانګړو په کلي کې د ملا معاذالدین په دینداره کورنۍ کې زېږېدلی، نوموړی په اته کلنۍ کې (۱۳۱۵ل) کال له خپل پلار حاجي سعدالدین سره له ننګرهاره د هېواد شمال (کندز) ولایت ته کډن او د کندز لویدیځ چهادرې ولسوالۍ کې مېشت او استوګن شول.

ذین العاب الدین پردېس د اتو کالو په عمر د خپل پلار او کورنۍ له خوا د چهاردرې ولسوالۍ د لومړنیو زده کړو ښوونځي کې شامل او تر پای پورې یې خپلو زده کړو ته دوام ورکړ، چې په پایله کې یې د دولسم ټولګي بری لیک ترلاسه او په (۱۳۲۷ل) کال له ښوونځي څخه فارغ شو.

نوموړي د دولسم ټولګي له زده کړو وروسته په بغلان ولایت کې لوړو زده کړو ته دوام ورکړ او د دریو کالو په موده کې یې د کرهڼې په برخه کې خپلې لوړې زده کړې بشپړې او په همدې څانګه کې یې د هېواد د سمسورتیا مټې را ونغښتې او په رسمي دنده یې پيل وکړ، چې د هېواد شمال په بېلابېلو ولایتونو او ولسوالیو کې یې خپل ماموریت ته دوام ورکړ، چې په خپلو ډېرو شعرونو کې یې د وظیفوي ستونزو او کړاونو یادونه هم کړې ده.

د پردېس د شاعرانه فکر غوټيو د غوړېدو مینه د هغه له ماشومتوبه د فطرت ګامونه اوچت کړي و او له جذبې ډکه ریالیستیکه شاعري یې په کرهڼیزو منظرو کې انځور کړې ده، د سترګو لیدلي حالات (عیني منظر کشي) یې د شعر په ښکلا کې بنسټيز توکي دي، چې پیغام یې سم له واره په زړونو منګولې لګوي.

د وخت حالاتو، د استوګنې سیمیز طبیعي جوړښت همدا شان ادبي او فرهنګي بنډارونو دده په شاعرانه ذوق اغېز لرلې او د نوموړي د شعر احساس او عاطفه یې لا رنګینه کړې ده؛ همدا لامل دی، چې د پردېس شاعري ریالستیک ولسي پيغام لېږدوي، واقعیتونه او حقیقتونه پکې د ټولنیز ژوندانه ښکارندويي کوي.

شهید پردېس له پښتو ژبې، شعر، ادب، ادیبانو او شاعرانو سره ډېره مینه درلوده، له ځوانۍ را پيل یې د حجرې کلیوالي مجلسونه او بنډارونه ډېر خوښېدل، له ادیبانو او شاعرانو سره یې ناسته ولاړه درلوده او د ورځني ژوند ذوق یې ښکار، شعر او شاعرۍ سره مله و. د پردېس د شعر ژبه خوږه، روانه، ساده، اسانه، په واقعیتونو ولاړه او د ولس له پوهې او غوښتنو سره برابره او همغږې ده. د نوموړي لومړنۍ شعري ټولګه (ولسي هینداره) نومیږي، چې په (۱۳۸۹ل) کال د استاد عبدالمجید پردېس د شهید پردېس د زوی او د هغه د لمسي عرفات پردېس په زیار چاپ شوې او ماته د استاد مجیدخان له خوا د ادبي ډالۍ په توګه راکړل شوه.

د پوهیالي عبدالمجید پردېس د وینا پر اساس د ذین العاب الدین پردېس دا شعري ټولګه، چې (ولسي هینداره) نومیږي لومړنۍ برخه یې چاپ او بله برخه یې چې په راتلونکي کې به چاپ شي د (ولسي هیندارې) دویمه برخه ده.

یاده شعري ټولګه درې سوه دوه څلوېښت مخونه لري چې نوم یې (ولسي هینداره) ده او په وروستۍ پاڼه کې یې یادونه شوې، چې ددې شعرونو ټولګه د ذین العاب الدین پردېس د شعري نړۍ یوه برخه ده.

له پورتنۍ یادونې ښکاري چې دا ټولګه بله برخه هم لري، کېدای شي چې د محتوايي جوړښت له مخې به توپير لري. ددې ټولګې شعرونه ولسي (ریالیستیکه) بڼه لري، چې د ولسي وګړو د ژوند حالات، کړه وړه او غوښتنې په کې وړاندې شوي دي.

د وروستۍ پاڼې بله یادونه دا هم شوې ده، چې د نوموړي د شعرونو ډېرې بېلګې ورکې شوې دي او د پاتې ناچاپ شعرونو محتوایي جوړښت یې زما په نظر بېلابېل موضوعات لري؛ ځکه په دې ټولګه کې چاپ او خپاره شوي نه دي.

ددې له پاره چې د ذین العاب الدین پردېس له شعر او شاعرۍ سره اشنا شئ په لاندې توګه یې د شعرونو څو بېلګې را نقلوم:

زویه

فکر اهتمام کوه

ګرانه ځویه پام کوه

مه ګرځه کوڅو کې ته      زیار باسه درسو کې ته

 ګوره کایناتو ته            سیر د موجوداتو ته

پاڅېږه بیدار کړه ځان

ښه دقیق هوښیار کړه ځان

 زده هر یو لسان کړه ته        ژبه زر افشان کړه ته

 پاس د خاص و عام کوه        ګرانه زویه پام کوه

ستر ملي انسان شه ته

ښه مرد میدان شه ته

   رنګ بد د خپل قام نه کړې    ځان چټي سرسام نه کړې

 مه ځه هر یو چا پسې        ځه خپلې حیا پسې

جوړ ملي وقار کړه ته

دا وطن سینګار کړه ته

  جارېږه له کشرانو نه        ټولو ماشومانو نه

 د مشر احترام کوه        ګرانه ځویه پام کوه

زده ساینس او تخنیک کړه ته

جوړ ملي تحریک کړه ته

  مه اوسه خمود جمود        ځان کړه حقیقي موجود

   کلک لکه سندان اوسه        فخر د افغان اوسه

لوړه کړه شمله د پلار

روح نه کړې خفه د پلار

 ښه فعال صادق شه ته        پوه په دې سبق شه ته

  غور تل مدام کوه        ګرانه ځویه پام کوه

دا وطن حاجت لري

کار ته ضرورت لري

  پرېږده غټ یادګار پکښې    مه ګرځه وزګار پکښې

 دشتې یې ګلونه کړه        جوړ شینکي باغونه کړه

ځان کړه ترې قربان ګرانه

واوره دا بیان ګرانه

قدر د ایام کوه

ګرانه زویه پام کوه

( ولسي هینداره، ۲۳ – ۲۴ مخونه : ۳ / ۱۲ / ۱۳۵۰ نېټه، کندز چهاردره)

د شهید ذین العاب الدین پردېس پورتنی شعر، چې د (زویه) تر سرلیک لاندې د (        ) فورم کې ویل شوی دی؛ که د منځپانګې له مخې وڅېړل شي، له یوې خوا ځوانانو ته د زوی او اولاد خطاب کوي له بل پلوه هغو ته د پوهې او زده کړې پيغام وړاندې کوي، دی کوښښ کوي، چې په ساده ولسي ژبه ځوانان له ګڼو ټولنیزو ستونزو وژغوري او هغو ته د ژوند روښانه لار ور ښیي.

پردېس هغه څه بیانوي، چې په ده او دده په زمانه کې تېر شوي، هغه کړاونه چې دوی زغملي هغه یې په تنکیو ځوانانو نه دي پېرزو، دی غواړي، چې ځوانانو کې ملي احساس، وطن او هېواد سره مینه وروزي، هغوی ته د خپل مسلک له مخې د هېواد سمسورتیا او زرغونتیا ور زده کوي، سربېره پر دې، چې هېواد پرې ابادوي د ابادۍ او سمسورتیا ګټې او ارزښت هم ورته څرګندوي.

دده د شعر بله ځانګړنه د پښتني ارزښتونو درنښت او پالنه را څرګندوي، چې مشرانو ته درناوی او په کشرانو شفقت کول دي، دا لارښوونه د پښتني کلتور او پښتني فولکلور له لرغونو اخلاقي کړو وړو څخه غړیتوب کوي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *