Categories

وسله هغه ده چې په لاس درغله/ ډاکټر فرقان احمد توقير

شکيلا ناز د خپل وخت وتلې او منلې سندرغاړې وه، خو اوس يې يادونو لکه د هند سرې ديوي له حافظو کډه کړې. که څه هم د ګوتو په شمېر سندرې ترې پاتې دي، خو چې چا اورېدلې بيا يې دغه غږ د زړه له درزا او د حافظې له رښتياوو نه دی لېرې شوی.

ويل کېږي ناز کوم سوداګر يا پانګوال ته واده شوه، هغه وه چې پانګې يې د هنر پر مرۍ د خپسې په څېر ګونډه ووهله.

پانګوال ښايي تر ناز ښايسته نجونې ليدلې او موندلې وای، په حقيقت کې دا د اغلې ناز د حنجرې او اواز ښکلا وه چې پانګوال يې اسير شو، خو پانګوال له هنر او پښتو موسيقي سره دا جفا وکړه چې ناز يې د هنر او پښتو موسيقي له خدمته را وګرځوله او ځان يې پر ناز د الله تعالی د دغه لورېدلي نعمت د کفران پړ وګرځاوه.

ما کلونه وړاندې د دغه پانګوال پته وموندله، ده ته مې وليکل که يې د هنر او موسيقي له ښکلا پرې زړه بايللی وي؛ نو زه يې ذوق ته سلام کوم، بيا يې نو ښايي د خپلې مينې د مرګ پور پر غاړه نه وای اخيستی، خو ده ځواب را نه کړ.

پوښتنه دا ده چې د پانګې او پانګوال مينه څومره رښتينې ختلای شي؟ مرحوم استاد الفت د بډو او بډای اړيکې ته نوک نيولی، ځکه خو د پانګې او پانګوال عشق مجاي نه، بلکې ډېری جعلي، فرمايشي، ننداريز او اشتها کاذبه راوځي.

د اغلې ناز د يوې مشهورې سندرې په پيل کې يوه قطعه راځي چې يو بيت يې دی؛

د باڼس بوټی دی خواري ورسره مه کړه

که هر څو يې چناروې چنار به نه‌شي

خبر دی چې معصوم ستانکزي ته د باڼس د چنارولو خواري ورپېښه ده. مالومه نه ده ده له لاسه ځان په دغه خواري اړولی، که ولسمشر يا بل لوري غاړې ته ورغورځولې ده. ده ته يې د جنرال دوستم د پخلاينې په موخه انقرې ته د سفر موزې په پښو کړې دي.

خو په پخلاينه کې د ښاغلي ستانکزي طالع نه‌شته، که نه د سولې په عالي شورا کې به يې له جنرال دوستمه څو نيزې ټيټ کوم طالب را اړولی وای.

ښاغلی ستانکزی له تېرو شپاړسو کالو په واک کې دی، د سولې او جګړې دواړو د بري هيلې له ده سره غوټه وي، خو د واک هر مقام ترې د خليفه تېغلي په خبره، په نيمه کونه پاتې دی.

د مرحوم محمد هاشم خان صدراعظم په وخت کې امسا موډ وه، د دولت ډېری غټانو به د صدراعظم په تقليد له اړتيا پرته امسا ګرځوله.

د ولسمشر په حکومت کې جنرال عبدالرحيم وردګ، محمد يونس قانوني، حنيف اتمر ټول په لکړه يا امسا وو چې بيا معصوم ستانکزی هم پرې ورګډ شو.

خو دا موډ او فيشن نه، بلکې د جهاد، مقاومت او بلا نورو نومونو او سرليکونو له لاسه پر دغو ښاغليو د امسا تپنه وه، دوی په خپلو کې د يو بل په امسا اړ کولو پړه ختل.

لغمانی که د سوررود کوم هېوادوال ښيي چې پلار يې ناروغ و، چا پوښتنه ترې وکړه؛ هلکه! اوس دې پلار څنګه دی؟ و يل ښه دی لکړه پې ځي.

د ده موخه دا وه چې اوس ښه شوی، په امسا ګرځېدای شي.

نږدې وه ولسمشر د واليبال يا کرېکټ په شتون کې په لکړه تللی وای، زموږ چارواکي هم ايله دومره ښه راوتلای شي چې لکړه پې ځي، بس!

د طالبانو په حکومت کې سړي ته معيار د يوې پښې بايلل يا امسا او جګس ښکارېده. د دې يوه نغده ګټه هغه مهال دا را دبره شوې وه چې د ګوزار له‌پاره تر ټولو وړاندې پرې لاس ټيټېدای شوای.

د ملا ترابي په اړه مشهوره وه چې په امسا او جکس سربېره يې په خپله پلاسټيکي پښه هم د ضرب، ضربا ګردانونه بشپړولای شوای.

وايي، وسله کومه ده چې په لاس درغله. امسا هم تياره وسله ده، په ولسي جرګه کې وخت پر وخت د منرال اوبو له بوتلونو ښه په خوند د وسلې ګټه پورته شوې، ښه وه کريم خرم او جاويد لودين د کرزي په حکومت کې امسا نه کاروله، که نه پر يو بل به يې د پاکستان او امريکا د جاسوسي له تورونو سره غبرګې امساوې هم د يو بل پر وړاندې را کښلې وای.

د جنرال دوستم پر خوابدي، ګيلو او تور برېښي تر کال زيات وخت اوښتی، خو د پخلاينې يا ماتې له‌پاره يې ستانکزي صاحب کومه نسخه وړاندې نه کړای شوه، د جنرال صاحب سابه د احمد ايشچي له خوا نوکی په مالګه شول، اوس څوک بل داسې نر نه‌شته چې لکه ايشچي سر او بېخ دواړه يې په تلي کې نيولي وي؟

ايتلافونه، جګړې، ډلبندي د جنرال صاحب او جنګسالارانو مزاج کرځېدلی، لا هم ځان هغه متاع ورته ښکاري چې د پېر او پلور بازار يې سوړ شوی نه دی.

وايي، په هندوستان کې کوم بنګي «هغه چې ټټۍ پاکوي» روغ رمټ د واټ پر سر را وغورځېد، څوک يې لاس موښي، څوک پښې، خو د ده سترګې نه‌شي غړېدلای. کوم هوښيار سړي شا و خوا وکتل، که ګوري د عطرو څو هټۍ شا و خوا پرانيستې، ويل دا سړی د عطرو وږمه بې‌هوښه دی، څه چټلي يې پزې ته ونيسئ چې څنګه ژر را پاڅېږي.

له دغسې يوه بوی سره له واره را کښېناست او روغ په خپلو پښو ودرېد. جنګسالاران هم په سياسي مبارزه او ولسواکي کې لکه هغه بنګي له ډاګه غورځي، پر دوی د جګړې د چټليو بوی ښه لګېږي.

سرخط ورځپاڼه

1 comment

  1. Dr. HamidUllah Zlrraver Safpiدکتور حمیدالله ز. ساپی Reply

    سلامونه
    ورور ډاکټر صیب احمد چې هم فرقان ېې او هم توقير!!. یاره له خندا دې ووژلو.

    داچې زه هم لغمانی یم (په اصل کښې!) ؛ یو وخت زما د پلار ترهء یو بازوان درلودهء، په مني کې به د کلي ځوانان او نیمه زاړهء ښکار ته تللو (دا هم د موسی شفیق د صدراعظمۍ د وختو قصه ده) ،نو له کلي نه تر غرونو پورې پیاده لیاره ډیره وه، کله چې به دښکار ځای ته ورسیدو، هلکانو به له بازوان استاذ څخه وپوښتل : ” اکا دا فلانی د ښکار په ډله کې څنګه دی؟”
    اکا به داسې ټول له نظره تیر کړل ؛ زما د ماما یو زوی چې ظاهر نومیدهء او تګ کې لږ لټ و؛ اکا به په ځيرځیر ورته وکتل او:” نور ښه دي خو ظاهر ایله خپل پکول وړلای شي!” == دا لکه ستا د همسا کیسه!.

    خو زما په نظر که قصه دې د آغلې ش. ناز پر ځای د هغه حربي پوهنتون له استاذه پیل کړې وای چې همدا کیسه ترې پاتې ده(وسله یا سلاح هغه ده چې په لاس درغله) لا به ښه وای. لکه دجراهۍ پوهاند یوسف هما ارواشادبه کابل طب کښې کوله؛هن..هم….

    او د پیسه-دارانو یا بډایانو مينې ،او بیا په ځانګړې ډول د مشهورو سیاستچیانو خو داسې وي لکه ټرامپ!.، سرکوزي، …ا.د.ڼ.
    حه حه ها ها ها. ..

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *