Categories

اعلان

Loading…

پاکستاني وزیر له ۲ افغان ښځو سره د بد چلند په تور د یوه پولیس چارواکي د نیولو امر وکړ

تاند- پاکستاني رسنۍ وايي، د دغه هیواد د کورنیو چارو وزیر د اسلام اباد د هوايي ډګر د هغه امنیتي چارواکي خلاف د اقدام امر وکړ چې له دوو افغان ښځینه مسافرو سره یې بد چلند کړی و.

دي نیوز ورځپاڼه راپور ورکوي چې د پاکستان د کورنیو چارووزیر چودري نثار علي خان نن /پنجشنبه/ د اسلام اباد په بېنظیربوټو نړیوال هوايي ډګر کې د ایف آی اې (د پاکستان د فدرالي تحقیقاتي ادارې پولیس) د مرستیال رييس د نیول کېدو امر وکړ.

دي نیوز وايي چې د ښاغلي نثار علي خان له امره وروسته د ایف آی اې مرستیال رييس ونیول شو او پر خلاف یې دوسیه پرانیستل شوه.

د کورنیو چارو وزیر وویل چې د بېنظیر بوټو هوايي ډګر د فدرالي تحقیقاتي ادارې د پولیسو د مرستیال رييس لپاره دا سزا کافي نه ده چې له دندې ګوښه شي او پوښتنې ګروېږنې ورڅخه وشي.

نثار علي خان پټکه وکړه چې د هر هغه افسر خلاف به سخت اقدام وشي چې مسافر ځوروي.

ده د ایف آی اې له مامورینو او چارواکو وغوښتل چې له خلکو سره مودبانه چلند وکړي.

دي نیوز او نورو پاکستاني رسنیو له دوو افغان ښځو سره د ایف آی اې د مرستیال رييس د بد چلند د څرنګوالي په اړه څه نه دي ویلي.

پاکستاني پولیس نه یوازې په لارو او کوڅو کې بلکې په هوايي ډګرونو کې تل له افغانانو سره بد چلند کوي او مجبوروي یې چې بې موجبه پیسې ورکړي. له همدې کبله اوس ډېری افغانان نه غواړي چې بهرنیو هیوادونو ته د پاکستان له لارو تګ راتګ وکړي.

458 total views, 1 views today

1 comment

  1. جمال Reply

    دا هسې ټر په پر پټوي. په پاکستان کې کله او له کوم افغان سره بد چلند نه دی شوی چې اوس په هوایي ډګر کې له مسافرو سره د بد چلند خبر خپروي؟ له مانه یې همدغه د اسلام اباد هوایي ډګر ته د تګ په لاره کې ۱۳ سوه کلدارې واخیستې او په کراچۍ کې یې یو ځل رانه ۲ سوه ډالر واخیستل هغه پېښور کې یې چې پنځوس او سل اخیستې هغه خو حساب نه دي. د پاکستان ښه مه وایئ سړی پرې ښه نه ښکاریږي.

Leave a Reply to جمال Cancel reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

د اسد د ٢٨مې جشن کمرنګه دى

 نن د اسد اته ویشتمه د بریتانیا د وخت له امپراطورۍ څخه  د افغانستان د خپلواکۍ د بیرته لاسته راوړلو…

د اسد د ٢٨مې جشن کمرنګه دى

19 Aug 2013 خبرونه خپلواکي Taand.Com Comments (4)

نور

د اسد د میاشتی ۲۸ د افغانستان د آزادی ورځ/…

نن د چهار شنبی ورځ د اسد د میاشتی ۲۸ نیټه ذه. دا هغه ورځ ده چې ۹۶ کاله پخوا په…

د اسد د میاشتی ۲۸ د افغانستان د آزادی ورځ/ محمد اجمل زرمتی

19 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

خپلواکي/ ليکوال : محب الله آرمل

د زمري اته ويشتمه د افغانستان د خپلواکۍ ورځ ده، له نن نه ۹۶ کاله وړاندې په ۱۲۹۸ لمريز کال…

خپلواکي/ ليکوال : محب الله آرمل

19 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د اسد (۲۸) مه د افغانانو د ازادۍ ورځ

استاد لطيف الله حميد - ((د اسد پر (۲۶)مه نېټه د شپې پر اتو بجو د ژوندون ټلوېزيون په انګړ کې…

د اسد (۲۸) مه د افغانانو د ازادۍ ورځ

19 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

افغانستان ولمانځو که خپلواکي؟ د اکمل داوي

 دا اوونۍ ګڼو افغانانو له انګریز ښکیلاک نه د افغانستان د خپلواکۍ د اعلان ۹۶ کلیزه په خورا شور ونمانځله.…

افغانستان ولمانځو که خپلواکي؟ د اکمل داوي

20 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

موږ او خپلواکي/څېړنوال عبدالغفور لېوال

له شاه زمانه تر دې زمانه، موږ نه خپلواک وو او نه بشپړ ښکېل. له شاه زمانه تر دې زمانه، موږ…

موږ او خپلواکي/څېړنوال عبدالغفور لېوال

24 Aug 2016 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

خپلواکي څه ده؟/څېړنوال عبدالغفور لېوال

خپلواکي له کلي مفهومه تر جزیاتو لږ ترلږه دغه څلور معادل مفاهیم په انګریزۍ کې شته : استقلال ، خود ارادیت ،…

خپلواکي څه ده؟/څېړنوال عبدالغفور لېوال

26 Aug 2016 بدلون خپلواکي تاند Comments (2)

نور

شاه غازي امان الله خان او د افغانستان خپلواکي | ګل…

امان الله خان په ۱۸۹۲ م كال د کابل په پغمان كې زېږېدلى، د امیر حبیب الله خان زوی، د امیر…

شاه غازي امان الله خان او د افغانستان خپلواکي | ګل محمد پښتون

18 Aug 2017 خپلواکي مقالې تاند Comments (2)

نور
  • 1
  • 2