Categories

اعلان

Loading…

د هلمند سیند د اوبو په باره کې د افغانستان او ایران د تړون څو مهم ټکي

لیکوال: انجینر حبیب حاذق
نیټه او ځای:
۱۳۵۱ هجري شمسي کال د کب د میاشتې ۲۲ نیټه چې د ۱۹۷۳ میلادي کال د مارچ د میاشتې له ۱۳ نیټې سره سمون خوري – د کابل ښار دغه تړون د دې لپاره لاسلیک شوی چې د تل د پاره د اختلاف ټول اسباب لرې کړي او خپله ورورولي او ښه ګاونډیتوب سره وساتي.
د افغانستان له خوا:
 د افغانستان صدراعظم محمد موسی شفیق، د ایران له خوا: د ایران صدراعظم امیر عباس هویدا د اوبو کال: د اکتوبر له لومړی نیټي پیل او د ورپسې کال د سپتمبر په پاي کې سرته رسیږي.
د اوبو نورمال کال:
هغه کال دی چې د اکتوبر د لومړۍ نیتې نه د ورپسې کال د سپتمبر تر پایه پورې د اوبو ټول بهیر د دهراود د اوبو پیژندنې په دستګاه کې چې د کجکي بند ته د اوبو د ننوتلو له ځایه بر د هلمند په سیند باندې ولاړه ده څلور میلیونه پنځه سوه نوی زره ایرک فیټه (پنځه زره شپږ سوه یو شپیته اعشاریه اووه میلیون متر مکعبه) اندازه او شمیرل شوی دي.
دوهمه ماده کې راغلي دی:
د ټولو اوبو اندازه چې د هلمند څخه د اوبو په نورمال کال یا د اوبو په مافوق نورمال کال کې د افغانستان له خوا ایران ته ورخوشي کیږي ۲۲ مکعب متره په ثانیه کې او اضافه پر دې د ۴ مکعب متره منځنی جریان په ثانیه کې د افغانستان له خوا د ښه نیت او ورورګلوی د روابطو په توګه ایران ته ور خوشي کیږي منحصره ده، البته په هره میاشت کې دغه اندازه توپیر کوي چې په لاندې جدول کې ارایه شوی ده:
دغه اوبه به په دوه ځایونو کې خوشي کیږي: – په هغه ځای کې چې د سرحد کرښه د سیستان رود پرې کوي – په نورو هغه دوه ځایونو کې چې وروسته د دواړو لورو د کمیسارانو له خوا د تړون وروسته باید تثبیت شوي وی.
تاسیسات باید دواړه لوري په ګډه داسې جوړ کړي چې په دغه ځایونو کې اوبه اندازه او خوشي کړی شي. که د اقلیمي پیښو له کبله د اوبو بهیر د نورمال څخه لږ وي، د اوبو اندازه چې ایران ته خوشي کیږي د تعدیل وړ ده او ایران ته باید بیا هماغه نوي اندازه اوبه خوشي شي. پ
نځمه ماده کې راغلي چې: افغانستان به داسې اقدام نه کوې چې ایران د هلمند د سیند د حقابې نه چې په د همدې معاهدې په دوهمه، دریمه او څلورمه ماده کې راغلي بعضا یا کاملا محروم کړي، خو افغانستان حق لري چې د هلمند  سیند د پاتې اوبو څخه هر ډول چې وغواړي استفاده کولی شي. ماده کې دا هم راغلي چې ایران هیڅ ډول ادعا د هلمند په اوبو کې د هغې اندازې نه زیات چې ددي تړون مطابق تثبیت شوی ده نلري، حتی تردې چې که د اوبو نوره اندازه د هلمند په کوزنۍ دلتا کې میسره هم وي او د ایران تر استفادې لاندې هم راتلاي شي.
شپږمه ماده کی راغلي چې: افغانستان به داسې اقدام ونه کړي چې د ایران حقابه د کرنې د پاره ګرده سره له ښیګڼې ووځي او یا له صنایعو څخه د راوتلې اوبه په کیمیاوی موادو تر داسې حده لړلی وي چې په وروستني معمولو فني لاروچارو د سمون وړ نه وي او استعمال یی د مدني اړتیاوو د پاره ناممکن او ضررناک وی.
اوومه ماده بیا وایي: هر ډول ګډې ودانۍ چې جوړښت یی د سیند د تل د لا ټینګیدو د پاره په هغو ځایوونو کې چې د سرحد کرښه د هلمند د سیند په تل کې وي لازمي ولیدلی شي پس له هغه چې شرایط او مشخصات یی د دواړو له خوا ومنل شي جوړیدای شی.
لسمه ماده بیا وایی: افغانستان او ایران د ا مني چې دا تړون د دواړو دولتونو تر منځ د کامل او دایمی موافقت ښکارندوي دی. او ددې تړون احکام یواځې د تړون د محتویاتو په حدودو کې دننه اعتبار لري او د هیڅ یو موجود یا راتلونکي اصل (پرنسیپ) یا سابقې تابع نه دی.

205 total views, 1 views today

1 comment

  1. mha Reply

    I was supervising the Hydrology department in Helmand Arghandab Valley Authority (HAVA) and practically involved in the measurements, calculations and history of Helmand-Arghandab rivers runoffs study under the authority and guidelines of Mir Mohammad Akbar Reza (MIT) Governor and president. The amount of water assigned for Iran was based on inflow, measured above Kajaki reservoir in Dehrawoth area.
    It was laborious job, my team and I were performing thousands of arithmetic operations by hands for several months because there was no computer in that time. if any interesting person wants to know more can contact me via my email address. mhayub45@yahoo.com.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *