Categories

اعلان

Loading…

د هاند فکري مرکز د کلتوري میلې راپور|| محمد عارف رسولي

سریزه

د هاند فکري مرکز کلتوري  مېله، چې د ۱۳۹۶ کال د چنګاښ د میاشتې په ۹مه نېټه په پغمان کې جوړه شوه او لسګونو کسانو ګډون پکې وکړ، د لاندې موخو په اساس جوړه شوه:

(۱) د کوچني اختر په رخصتیو کې تفریح  او خوشحاله وخت تېرول،  (۲) له یو بل سره  زموږ د ټولنې د کادرونو  غوره پیژند ګلوي او د هاند فکري مرکز په ارمانونو او موخو د هغوی خبرول، (۳) د ذهني سیالۍ له لارې مطالعې ته د ځوانانو ځیرول او له ځوانانو سره د علمی، دیني او تاریخي معلوماتو شریکول (۴) د رغنده بحثونو، مجلسونو، غونډو او کلتوري میلو او غونډو د رهبرۍ او مدیریت نوي مشارکتي میتودونه شریکول او تمرینول.په مېله کې هڅه وشوه، چې د بحثونو او ناستو مشري او مدیریت په مشارکتي ډول د هاند فکري مرکز د غړو له خوا تر سره شي، څو د جمعي رهبرۍ او مشارکت مهم اصل تمرین او زده کړو او د مرکز اصل یې وګرځوو، (۵) دا هڅه کول، چې څنګه د ورورۍ په فضا او د رښتینولۍ په چاپیریال کې یو پربل باور پیاوړی شي او ګډ کار کولو ته لار هواره شي، (۶) تر ټولو مهم دا چې داسې یو غوره دود رامنځته کړو، چې په میلو، بنډارونو، او ناستو کې د عبثو خبرو په ځای ګتور، کلتوري، معلوماتي او له راز راز خوښیو ډک پروګرامونه جوړ او وړاندې کړو.  (۷) د مشاعرې له لارې د افغانستان اصیل کلتور او فرهنګ ته خدمت کول.  د هاند فکري مرکز مشرتابه او غړي کلک هوډ لري، چې دغه مرکز به د یادو او داسې نورو ارزښتونو پنځوونکی او پالونکی وي.

 په کلتوري مېله کې یو شمېر لوبو ته هم ځای ورکړل شوی وو چې ځینې یې د وخت د کموالي له امله تر سره نه شوې همدارنګه د  همدې  کلتوري میلې په  ترڅ کې مو له طنز، ټوکو، او فکاهیاتو څخه خوند واخیست او دا کار د  افغان ویاړلي کلتور او دیني شعایرو په چوکاټ کې  اجرا کېده.

په مېله کې د وردګ پوهنتون یو شمیر محصلینو او د پوهنتون استادانو هم زموږ په کلتوري میله کې ګډون کړئ و. زموږ هڅه داده او الله تعالی د موږ بریالي کړي چې د هیواد د بچیانو لپاره د زده کړې یو ښه چاپیریال رامنځته کړو. دوی د علمي پریزنتشنونو غوښتنه وکړه چې د حاضرو کادرونو لخوا وعده وکړه شوه.

پرانیستونکې وینا

د هاند فکري مرکز د رهبري هیئت  یو تن غړي دا لاندې پرانیستونکې وینا واوروله  او د میلې ګډونوالو ته یې ښه راغلاست ووایه:

د هاند فکري مرکز محترمو غړو، د پوهنتونونو محترمو استادانو، علمي کادرونو، ګرانو ځوانانو السلام عليکم ورحمته الله!

ویاړو چې تاسو له ځان سره لرو. مننه، قدمونه مو په لېمو، ښه راغلاست او هرکله راشئ.

پروګرام به په ګډه پرمخ وړو او وروسته به تاسو ته تشريح شي. زه به د یوې لنډې سریزې وروسته په ډېره لنډه توګه د هاند فکري مرکز په هکله لنډ معلومات وړاندې کړم.

دوستانو! په ټولنو او ملتونو کې ستونزې پخپله نه حلیږي او اصلاحات آسانه نه راځي، نو له همدې کبله الله تعالی د امتونو د لارښوونې لپاره پیغمبران استولي، هغوی او زموږ دیني لارښودونکو زیاتې ستونزې ګاللې دي او ښې  لارښوونې یې راته پریښې دي، موږ یې باید په پله قدم کیږدو.

د پورته اصل په بنا دولتي پاليسۍ، حکومتولي، ښوونه او روزنه، د کار او ثروت خلق، د فساد او ظلم سره مبارزه او د قومونو او ملتونو يووالی ښې رهبرۍ، په ګډه لرلید او موخو ټاکلو، په یو والي سره ورته ګډ کار کولو، تلپاتې هڅو، خولو تویولو، ریښتینولۍ او ښو تګلارو او کړنلارو ته اړتیا لري.

بشري او ټولنیزې پانګې چې د ملتونو په پرمختګ او هوساینه کې خورا مهم ځای لری د دواړو  بډاینه زیاتو هڅو ته اړتیا لري. په حقیقت کې د ننۍ کلتوري میلې یوه اصلی موخه هم د خپلو کادرونو د ټولنیزې پانګې غنامندي ده او دهغو تر منځ د باور ټینګښت دی. خو زما په اند زموږ بشري پانګه غښتلې ده خو ټولنیزه پانګه مو زیاتې کمزورتیاوې لري چې باید ورته زیات کار وکړو.

انساني پانګه د ټولنې د کسانو د نرمو (ټولنیزو) او تخنیکی مهارتونو له ټولګې څخه عبارت دی. خو د ټولنیزې پانګې څرنګوالی، کمزوري او یا قوت بیا د ټولنې د شته کادرونو، راز راز ډلو او قشرونو په منځ کې د شبکو، یو په بل باور او د ښو اړیکو په شتون او یا نه شتون پورې اړه لري.

هاند فکري مرکز د یو شمیر داسې افغان کارپوهانو په نوښت رامنځته شوی هڅه به کوي چې له خپلو کادرونو او خپل ولس سره د پورته ارزښتونو او پانګو د ټیګنښت او بډاینې لپاره په قول او عمل کې تر خپلې وسې پورې هڅې وکړي. مرکز به د اسلام د اساساتو او د هیواد نافذه قوانینو په چوکاټ کې خپلواکه تګلاره لری. پوهیږو چې نن په نړۍ کې په زرهاوو فکري مرکزونه رامنځته شوي دي چې په مسلکي، تخنیکي او د خپلو خلکو په ګټه د دولت په پالیسیو سالمې نیوکې کوي، ورته رغنده وړاندیزونه کوي او د هغو په سمون کې له خپلو خلکو سره کار کوي.

دا مرکز کومه شورا نه ده، له بل کوم قومي جوړښت، مدني ټولنې او سازمان سره کومه سیالي نه کوي بلکه سیالي به یې یوازې له ځان سره وي. له ځان سره سیالي دا ده چې د نن کار مو تر پرونه او د سبا مو له ننه ښه وي. نه به د قوم په نمايندګۍ له چا سره ګوري، هڅه به کوي چې په علمي، دیني، فرهنګي، پرمختيايي او د حکومتولۍ په چارو کې له ورته اړوندو مدني نهادونو سره کار وکړي. موږ باور لرو چې زموږ د خلکو زیاتې ستونزې د ټولنیزو او مدني نهادونو په ډېرښت کې نه بلکه د هغو په بې پلانۍ، ناهمغږۍ، او د یوه ګډ لرلید نه لرلو کې دي. ښه به داوي چې زموږ د ولس ځوانان، فرهنګي او علمي خلک، قومي مشران، مدني ټولنې، کار وباري کسان، په مختلفو سیمو کې د ګډو پلانونو له مخې ګډ کار ته اوږه ورکړي.

موږ به د مثبتو افکارو د خلق او ورباندې عمل کولو لارې چارې لټوو. زموږ په اند مثبت فکر د ننګونو په فرصتونو بدلولو، تل هيله مند اوسېدلو، مسؤلیت منلو، له دښمنیو ډکو تبلیغاتو کولو څخه ډډه کولو، له خپلو تیرو لاسته راوړنو، تیروتنو او تاریخه زده کړې ته وايي. همدارنګه، مثبت فکر موږ ته وایي چې د بیځایه ناندریو په ځان لوړ ارمانونه معرفي کړو او د لوړو ملي، دیني شعایرو او آرمانونو ودې ته کار وکړو.

ذهني  سیالي

په دې  برخه کې د کلتوري میلې رهبري زموږ یو ژمن علمي کادر، د هاند فکري مرکز مرستیال او د رهبري هیئت غړي په غاړه واخیسته. هغه د هاند فکري مرکز له دوو فرهنګي شخصیتونو چې د هاند فکري مرکز د رهبري هیئت غړي دي او د ذهنی مسابقې سوالونه تر ډېره دوی تیار کړي وغوښتل چې د ذهنی مسابقې مدیریت مخته یوسي.

په مسابقه کې دیني، ادبي، تاریخي، او کلتوري مسئلو ته ځای ورکړل شوی و. موخه داوه چې: (۱) زموږ د ټولنې کادرونه او په ځانګړې توګه ځوانان مهمو مسئلو ته ځیر شي، وهڅول شي چې په اړوندو ټولنیز او تاریخی مسئلو کې مطالعه وکړي او معلومات یې زیات شي، (۳) همدارنګه په ورته غونډو کې داسې ذهنی مسابقې دود شي. تر ذهني مسابقې وروسته زموږ یو مشهور کادر او مدنی فعال غوښتنه وکړه چې دا سوالونه او ځوابونه یې باید له ګډونوالو سره شریک شي. د یو څو سوالونو یادونه: عمر بن عبدالعزیز (رض) په حکومتولۍ کې کوم څیزونه ورزیات کړل؟ په نړۍ کې تر ټولو لومړی اوږد سړک ،چې زیاتې اسانتیاوې یې لرلې چا او چیرته  جوړ کړ؟ میرویس نیکه ګورګین په کوم کال کې مات کړ؟  او داسې نور…

مشاعره

د مشاعرې برخه د هاند د فکري مرکز یو غړي شاعر  چې د اجنډا له مخې مسوولیت ورته سپارل شوی ؤ په غاړه واخیسته، لومړی یې خپل غزل و لوست او بیا یې د میلې له ګډونوالو څخه غوښتنه وکړه، چې په نوبت سره خپل شعري کلام د مېلې ګډونوالو ته وړاندې کړي. د مشاعرې په لړ کې  ځینو دوستانو خپل او ځینو نورو د خپلې خوښې شاعرانو شعرونه و لوستل او د محفل ګډونوالو ته یې ډالۍ کړل. که څه هم زیات شعرونه هغو کسانو ولوستل چې خپله شاعران نه  وو خو د دوي د شعر انتخاب او د غزلونو د دکلمې طرز  جوته کړه چې زموږ د ټولنې ادیبان، شاعران، لیکوالان او هنرپالې څېرې نه یوازې دا چې لوړ هنري استعداد لري بلکي د شعر او غزل له لارې لوړ سیاسي، تعلیمي، سوله ییز او ټولنیز مفاهیم د خپلې ټولنې پرګنو ته وړاندې کولی شي.

آزاد بحث

د هاند د کلتوري مرکز د مېلې بله برخه زموږ د ټولنې د تودو مسایلو په هکله آزاد بحث ته ځانګړې شوې وه او له دې څخه مو موخه دا وه چې  لومړی د غوره بحث کولو، استدلال، مخالف نظر وړاندې کولو، له یو بل سره په تهذیبي چوکاټ کې د اختلاف کولو لارې تمرین کړو. همدارنګه دا هم په نظر کې وو، چې  په ټولنه کې د موجودو ستونزو په لاملونو او حل لارو فکر وکړو. هیله ده،  چې زموږ ملګري او دوستان به دغې لړۍ ته  په راتلونکي کې هم دوام ورکړي څو زموږ بحثونه سل په سلو کې علمي رنګ غوره کړي او که ممکنه وي دا دود په خپل ولس کې عام کړو.

ازاد بحث هم د یوه درانه شخصیت، علمی کادر، مدني او ټولنیز فعال او د هاند فکري مرکز د رهبری هیئت د غړي لخوا رهبری شو. په آزاد بحث کې زموږ د ولس په ستونزو او حل لارو بحث وشو. د ټاکل شوو اصولو په اساس په بحث کې نظر آزاد و، خو د نوبت مراعات، یو بل ته درناوۍ، په هیچ کوم  شخص، ګروپ، سیاسي ډلې او ګوند پسې بدرد نه ویل مو د بحث اساسي ټکي وو. د مېلې ګډون کوونکو په ښوونیز نظام، د ښې حکومتولۍ  په کمزورتیا او فساد، په کرنیز سیستم کې ستونزې، بیکاري او نور په ګوته  کړل. ځینو دا هم وویل   تر هغه چې څو په قول او عمل کې یو نه شو، په رښتینولۍ سره یو بل ته لاس ور نه کړو زیات څه نه شو کولای.

د محفل ارزونه

د هاند فکري مرکز مرستیال، د دې مرکز د رهبرۍ غړي او زموږ د ټولنې یو علمي شخصیت  د هاند د کلتوري میلې د محفل ارزونه وکړه.  نوموړي په هغو ټولو څیزونو بحث وکړ چې تر دې مهاله هاند فکري مرکز لاسته راوړي او هغه ستونزې او ګواښونه یې هم یاد کړل، چې زموږ د ټولنې وګړي په ټولیز ډول ورسره مخ دي.  ارزونکي په ټولیزه توګه د کلتوري میلې په نوښتګره بڼه ټینګار وکړ او د دې ډول مجلسونو ادامه یې زموږ د وګړو په ګټه و بلله.  نوموړي وویل څرنګه چې د دې کلتوري میلې په هکله تر کوچنی اختر لږ مخکې  پرېکړه وشوه او اختر راغی نو د غوره پلان وخت کم ؤ نو  هرو مرو به د مېلې په ترڅ کې کمبودات لیدل شوي وي خو ښه به دا وي، چې په راتلونکو کلتوري میلو او غونډو کې  له خپل پلان سره سم مخکې له مخکې ښه چمتوالی و لرو. وپتیل شوه چې دا کلتوري میله، لاسته راوړنې او  کمبودات به د هاند فکري مرکز په  راتلونکو  غونډو کې تر بحث لاندې نیسو او اړینې پریکړې به کوو.

ارزوونکي دا  سپارښتنه هم وکړه چې د ټول ګډونوال دې د مهرباني له مخې د هاند د کلتوري مرکز د میلې د کمښتونو او لاسته راوړنو په هکله د ایمیل له لارې خپلې نظریې له هاند فکري مرکز سره شریکې کړي. همدارنګه، هاند فکري مرکز باید د  د خپلو عادي غونډو په لړ کې د همدې میلې په ټولو اړخونو رڼا واچوي او له هغه څخه زده کړي درسونه د ټولنې له وګړو سره شریک کړي.

د انځورونو برخه

د هاند د کلتوري میلې یوه بله په زړه پورې او نه  هېرېدونکې خاطره  د سیمې له طبیعي منظرو سره یو ځای په ګروپي او انفرادي ډول د انځورونو اخیستل وو، چې ځینې یې مخکې له مخکې د دوستانو له خوا د فېسبوک د لارې له یو بل سره شریک شوي دي. که څه هم د ځینو دوستانو اوګډون والو بوختیا د چای او ډوډۍ په توزیع او پخلنځي  متمرکزې وې او په انځورونو کې شاید نه وي راغلي خو له دې ټولو سره سره  و توانېدو، چې په زړه پورې ګروپي انځورونه واخلو  چې له دې راپور سره مل دي.

مننه

ضروري ده چې د هېواد له یو مهربانه کادر، علمي شخصیت او د کابل د ولایت د پوهنې له رییس ښاغلي حاجي بشیر وردګ څخه د زړه له کومي مننه وکړم، چې له موږ سره یې د هاند د کلتوري مرکز د ميله ځای په برابرولو او د ترانسپورټ په تنظیم  سربېره عملا په مېله کې ګډون وکړ او د همدې کلتوري مېلې ګډونوالو ته یې وطني شړومبې یا تروې هم راوړې. الله پاک دې ورته اجر ورکړي او نوموړي ته کور ودانی وایم.

7 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *