Categories

اعلان

Loading…

د دوستم د دفتر ييس وايي، معصوم ستانکزي له دوستمه غوښتي چې هیواد ته ورشي

تاند- د جنرال دوستم د دفتر ريیس وايي چې د افغانستان د ملي امنیت ريیس په انقره کې له دوستم سره په کتنه کې له هغه غوښتي چې افغانستان ته ستون شي.

د دوستم د دفتر رييس عنایت الله بابر فرهمند ویلي چې د ملي امنیت د ریاست ريیس معصوم ستانکزي د سې شنبې په ورځ په انقره کې له جنرال دوستم سره وکتل او ورڅخه ویې غوښتل چې په کابل کې د افغانستان د ټولو سیاسي مشرانو په یوه غونډه کې ګډون وکړي.

د غونډې دقیقه نېټه لا اعلان شوې نه ده خو ویل شوي چې ژر به جوړه شي.

د افغانستان حکومت هم تراوسه پورې دا خبر تایید یا رد کړی نه دی.

د ملي امنیت رييس وروسته له دې له جنرال دوستم سره ولیدل چې ده د بلخ له والي عطا محمد نور او د اجرايي رييس له دوهم مرستیال محمد محقق سره د اوسني حکومت پر ضد ايتلاف جوړ کړ.

دا ايتلاف په داسې حال کې اعلان شو چې دوستم د ولسمشر لومړی مرستیال دی، محقق د اجرايي رييس دوهم مرستیال او عطا نور د بلخ والي.

دوستم وروسته له دې ترکیې ته ځان تبعید کړ چې د ایشچې د قضیې په خار لویې څارنوالۍ ته جلب شو او ډېرو لوېدیځو هیوادونو د ده د محاکمه کېدو غوښتنه وکړه.

443 total views, 2 views today

3 comments

  1. حسن Reply

    که دوستم ته د زمري زړه هم ورکړي خو افغانستان ته به د محکمې له ډاره ستون نه شي

  2. Alakozay Reply

    داکه واقعیت وی نور ډیر سپک او د شرم وړ کار یی کړی او دا په دی مفهوم ده چی چا په افغانستان کښ
    ډیر خلک وژلی وی، له هیڅ راز جنایته یی ډډه نوی کړی، د خلکو مال يی چور کړی وی په نر او ښڅو یی جنسی نیری کړی وی، او د غلا په وخت کښی یی د بوجی خوله نیولی وی ، د نورو هیوادو غلامان او تالی څټی وی، هماغه باید په قدرت کښی وی زه یوه بی بیی مشوره دغو په نامه سر دم دارانو ته ورکوم پرته له دغو ویروسونه افغانتسان یو ښه هیواد کیږی دا ټول غلامان دی او که دوی نه وۍ دا وطن نه ړنګیږی په ریښتا رسول کریم (ص) ویلی کله چی د قیامت ساعتونه یا وقت را نږدی شی نو په قدرت کښی به ټول مفسد خلک وی، امین خلک چی ریښتیا وایی څوک به غوږ ورته نه نیسی او دروغ جنو او مفسدو خلکو پسی به خلک ولاړ او په هرو دروغو پسی به آمین وایی نو له دی مفسدو او غلو څه ګله. زه پوهیږم چی دوی نن دولت او قدرت لری او ورسه همدا چارواکی مل دی ولی د الله (ج) وهل غږ نلری خدای مو په داسی مرضونه اخته کړی چی د جهان ډاکټران مو په تداوی پوه نشی او ومو لیدل چی ستاسی هم قطاران څه شول.

  3. سلیم Reply

    ایخوان شیاطیونو ته! اردوغول مو همجنسباز وختلو، د ک و ن ی دوستم ملاتړ کوی، نور به څومره شرمیږئ، د ک و ن ی ا ن و په لست کی خو راغلی هههههه مبارک موشه، ایخوانولمفعولین ههههههه

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *


۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه…

تاند، چهارشنبه، د اسد ۳۰مه: ولسمشر د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ رغول شوې د دارالامان ماڼۍ په شاندارو…

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه په وینا پرانیستل شوه

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

د نړۍ په ټولو هېوادونو کې داسې عنعنوي، فرهنګي، دیني او ملي ورځې شته چې خلک او حکومتونه یې په…

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

21 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د…

تاند، چهار شنبه، د اسد ۳۰ مه: د کورنیو چارو وزارت اعلان کړه چې نن د اسد په ۳۰مه به…

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د کابل پر ۳ غونډیو اورلوبه کېږي

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور
  • 1
  • 2