Categories

اعلان

Loading…

د مثنوي معنوي هراړخیزه سپړنه – لومړۍ لیکچه

 پرله پسې ګڼه – (۹)

تألیف: استاد کریم زماني

ژباړه: احمد سلیم ړنگ

۵. مثنوي (پاتې برخه)

            …په دې توګه د مثنوي لوستونکي تل د مولانا رح د په پرله پسې ډول د نکتو او مسئلو د بیانولو پر وړاندې ماته خوري او هک پک کېږي. کله چې وغواړي خپل ذهن د یوې نکتې او یا مسئلې سره اشنا کړي، پر هغه د نویو ښکليو نکتو او مسئلو  بارانونه راورېږي، او حیرت یا هېښو پسې هېښې رامنځته کوي. او د عارفانو دا آر یا اصل لاتَکْرارَ فِی التَّجَلّی (دا مطلب په عارفانه لیکیو کې پر سترګو کېږي او په فلسفي لیکیو کې هم شته؛ دلته د تجلی موخه وجودي ده، په دې مانا چې په بهرني رښتیاینه او د شتون له پلوه، وجود یو وجود دی؛ په دې مانا چې یو موجود دوه ځله شتون نه شي درلودلی، یا یو جوهر دوه جوهره کېدای نه شي او تکرارېدی نه شي، نو ټول موجود عالم یا عالم کَوْن یوه تجلی ده؛ د پیدا شوي عالم له لومړۍ تر وروستۍ یا انتها، او یو واحد هویت لري.) تداعي کوي (=بېلابېلې ماناوې راغونډول او یا له یوې مانا بلې ته اوښتل).

            مثنوي، له هغو لیکیو نه دی چې د سنتي څپرکو او مرسوم قالب تابع وي. بلکې د قرآني نول او ډول یا اسلوب تابع دی او د تداعي پر بنسټ ولاړ دی. « مولانا رح سره له دې چې پر یوه ټکي بحث کوي، یوې نامتو پېښې ته یې هم پام کېږي بیا د هغې پېښې په هکله بحث پیلوي، هغه د ځان له پاره بیا یو نکل راوړي او بیا هغه نکل د یو صوفیانه اصل څرګندولو ته اړتیا مومي، د صوفیانه اصل د څرګندولو تر څنګ یو ساري او مثال ته هم اړیتا ویني او هغه بیا بل نکل ته راکاږي، دا نکل بیا هم یوه هممهاله پېښه د هغه ذهن او ځان کې راژوندۍ کوي، ناڅاپه په بل نکل کې چې فلسفي اصل نغښتی هغه ته وریادوي، په یوځلي ډول لومړني نکل ته راګرځي خو د هغه نکل له بشپړولو وړاندې بل بحث ته او له هغه بحث بل نکل ته اوړي، او له ډېرې مودې وروسته، د څووم ځل له پاره بیا لومړني نکل ته راګرځي او هغه پای ته رسوي…»[1]

            بل دا چې د مطالبو بیاځلي راتګ په مثنوي کې ډېر په سترګو کېږي، خو د دې مطالبو څېره او شکل بیاځلي او تکرار وي په مانا کې تکرار نه وي. په مثنوي کې هر بیاځلي مطلب نوی، تانده او ښکلی وي او په دې برخه کې هم د قرآني نول او ډول تابع دی. په قرآن کریم کې هم مطالب په بیاځلي توګه راغلي. که څه هم د هغوی په اند چې لنډ لیدي دي بیاځلي ښکارېږي، خو پوهانو ته نوي مطالب او ټکي په کې ښکاره کېږي.

            بل دا چې تېر نکلونه او داستانونه په مثنوي کې په وچ ډول نه دي راغلي، بلکې د هغوی د جوړښت توکي د هنرمند مولانا رح په لاسونو کې د موم په څېر نرم دي، او هغه یې د خپلې موخې پر بنسټ جوړوي او شکل ورکوي. ( د دې مطلب سپړنه به د نکلونو د سپړنې په ترڅ کې وشي.)

            بل دا چې مثنوي درې ډوله مخاطب لري: عام، خاص او اخص.

     د مثنوي د بیتونو یوه برخه عامو خلکو پورې اړه لري. ګوندې مولانا رح د وعظ او ویناوالۍ په ناسته کې ناست دی او د عامو خلکو د فهم، پوهې او ذهنونو په کچه خبرې کوي لکه ورم و وراشه (نصیحتونه او پندونه)، او هر څوک د خپلې پوهې په کچه ورڅخه اخستنه کوي او ګټه پورته کوي، لکه:

این جهان کوه است و فعل ما ندا

سوی ما آید نداها را صدا

ژباړه « دا نړۍ د غره په څېر ده او زموږ کړنې د غره پر وړاندې د غږ کولو په څېر دي، د هر غږ مو راته بېرته ځواب په غږ راځي یا راکوي.»

په ټولیزه ټوګه د کیسو، تمثیلونو، نکلونو ظاهري بڼه په دې ډول کې راځي.

په دویم ډول کې ځانګړي مخاطبین راځي. دا هغه مطالب دي چې مولانا رح یې د خپلو همرازو او همدمو رازدارو ملګرو سره په خلوت یا یوازېتوب کې شریک کړي. او دا داسې بېلګه لري چې له یوې کوټې په شمار توري او ویي بهر هم راووځي او د باندې ناست خلک یې واوري، او دا اورېدل شوې خبرې د نه اورېدل شویو خبرو له پاره پرانېستونکي راسپړونکي ګرځوي. دا ډله هم په ځان کې په دوه برخو وېشل کېږي: یو عارفان او پاکو زړونو خاوندان چې د مولانا رح د رازونو په حقیقت د هغه د ملګرو له لارې ځان پوهوي. او بله ډله هغه ده چې سپېڅلی او پاک باطن نه لري، بلکې داسې ګمان کوي چې ګوندې د مولانا رح د یوازېتوب یا د خلوت د ملګرو سره ملګري شوي، خو رښتیا دا چې د هغوی ننني رازونو ته لار نه مومي. بلکې د مولانا رح په وینا د رسېدلو عارفانو خبرې غلا کوي چې سپین زړي او سپېدلي خلک په خپلو لومو کې بند کړي.

دریمه برخه ځان ته اخص یا تر ټولو ځانګړي مخاطبین لري او په یو ډول د نفس خبرې یا ویناوې دي چې مولانا رح د مینې یا عشق د راکښنې، جذبې او ولولې په حالت کې او یا د مراقبې (=عربي ویی یا لفظ دی، چې له رقبة ځخه اخستل شوی او د – له غاړي نیول شوي – په مانا دی، او د یو شي څارنې او څېړنې په مانا هم راځي. په عرفان کې د سیر او سلوک یوه برخه ده چې د توبې او مشارطې (په عرفان کې په دې مانا دی چې انسان له ځان سره شرط ولګوي چې د الله له بریدونو به نه اوړي) وروسته او له محاسبې وړاندې راځ) او استغراق (=ډوبېدا، په عرفان کې د هر څه په ځان کې رانغاړلو په مانا دی) په حالت کې کړي[2].

په مثنوي کې د مولانا رح موخې او مانا پوهېدلو ته د پریو لېوالتیا ته په پام کې نیولو سره، کله د بیتونو له ډلې یو بیت تر پوښتنې لاندې راتلو او بیا به خپله مولانا رح د هغې سپړنه او مانا کوله. نو پر دې بنسټ کېدی شي ووایو چې د مثنوي شریف لومړنی سپړونکی په خپله حضرت مولانا رح دی. او له دې پرته، د مثنوي بیتونو خپله د ځان سپړونکي او مُفسِر دي، د هغه نور آثار په ځانګړي توګه فیه ما فیه د مثنوي د مانا سره ډېر نږدېوالی لري ځکه نو دا هم شونې ده چې د بیتونو یوه برخه له هغې په ګټه اخستنې سره وسپړو او مانا یې ښکاره کړو. لکه څنګه چې د هغه یو پریو ورڅخه وپوښتل چې د دې بیت مانا څه ده:

ای برادر تو همان اندیشه یي

مابقی تو استخوان و ریشه ای

ژباړه « ای وروره ته همهغه فکر یې، پاتې ته هډ او رېښه یې»

مولانا رح د هغه په ځواب کې وایي: « ته دې همهغه فکر (همان اندیشه) مانا ته پام وکړه چې اشاره ده ځانګړي فکر ته. هغه ځانګړی فکر مې دلته د فکر په ویی یا لفظ د توسع او پراختیا له پاره راوستی. خو رښتیا دا چې، هغه فکر نه دی او که وي دا ډول فکر او یا د دې ډول فکر له جنسه نه دی چې خلک ورڅخه اخستنه کوي. زموږ موخه له دې مانا د فکر ویی یا لفظ و.»[3]

            استاد فروزانفر لیکي: « له دې مهال او دورې یا د مولانا رح له مړینې سل کاله وروسته، سپړنې په فارسي، عربي او ترکي ژبو او په وروستیو کې په غربي ژبو لیکل شوي، خو له دې سپړنو یو هم د پلټونکي د درد درملنه نه کوي بلکې هغه په بله او ناسمه لار بیایي. زه غواړم داسې ووایم چې دوی مولانا رح نه دی پېژندلی. او له بلې خوا چا چې غوښتي مثنوي د محی الدین د عرفان له لارې او یا د یونان د فلسفې له لارې وسپړي او څرګند کړي هغه هم په سمه نه دي، ځکه د مولانا رح خبرې له دوی دواړو په څنګ او پورته دي[4]»

نور بیا…

٭٭٭

پایلیک:

[1] . مولانا جلال الدین، ۲۱۹ پ.

[2] . دا برخه (د مثنوي د مخاطبینو وېشل) د استاد جلال الدین همایي له ویناوو دي چې د تفسیر مثنوي مولوي په لیکي کې یې راوستي او لیکلي دي، له ۲۷ پ تر ۴۲ پ پورې.

[3] . فیه ما فیه، ۱۹۶ پ.

[4] . مجموعه مقالات و اشعار، ۳۸۷ پ.

54 total views, 2 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *