Categories

اعلان

Loading…

ليکلار يو- کره- پښتو (یونلیک) پوهاند دوکتور م.ا. زيار

پېنځنۍ۴ می۱۷- دانش او زما وياړغونډه

د گران او منلي اسدالله ساپي (دانش) په مشرۍ د دغې سرلارې پښتو خپرندويې ټولنې دا په ټينگه پتېيلې وه چې د ننگرهار تر سراسري يادغونډې او بيا((هپ)) راروسته  دويمه((وياړغونډه)) په خپل فرهنگي مرکز، لغمان کې راونمانځي، خو د نو رو گډو دوستا نو په سلا يې سم له لاسه په کابل مېشتې دې کې سازمان کړه.

  د دوتر و دېوان گرد موبل وفرنېچر يې کتابتون ته ولېږداوه او د نورو تخنيکي نوښتونو تر څنگ يې د شعرونو او شعارونو  ښکلې رازلې تراډې (بېنرونه) څلورو خواووته پر دېوالونو راوځړول.

 درې درې نيمې بجې د رابللو علمي- فرهنگي دوستانو له رارسېدا سره د استاد ممنون مقصودي په هنرمندانه وړاندېينه غونډه پيل شوه. داسې چې تر هرې وينا روسته يې يو شعر په خپل کوډگر غږ کې له ننداريزې شاهکارۍ سره را انگازه کا وه. د ټولنې د تخنيکي او اداري مرستيال، عمرخېل (سپين سهار) د هرکلي او تلا وت روسته گڼ شمېر دوستانو  په خپلو کره کېښکليو ويناوو نمانځغونډې ته گړ سره يوه علمي- فرهنگي بڼه  و بښله. د مشر کوربه (اسد دانش) ارزونه هم همدا وه چې د دغې غونډې برخوال له هره پلوه له ځان پوره ول او  هسې عادي يابېچار (غيرفعال)  اورېدونکي نه ول! 

استاد شهرت  ننگيال زما د نيم پېړييز (يوې- کره ليکنۍ پښتو) غورځنگ او بيا خپل ملاتړ په تړاو يو کره کېښکلې ليکنه راواوروله چې يوه شاعرانه انځور يې داوو: ((زيار دوزخي پښتو ته جنتي کالي ورواغوستل)) ؛ استاد نجيب منلي را سره د گډ پارسي استادوخطاط ارواښاد عبدالحق تېرې هېرې راتاندې کړې؛ ډا کتر لطيف بهاند راسره د ادبياتوپوهنځي له شاگردۍ  (۱۳۵۳ل. کال) راهيسې علمي- فرهنگي اړيکي راو نچوړل؛ استاد ودود بشريار زما پر ژبپوهنيزو هاندو هڅو او بيا په پښتو کې د چومسکي  د لارې رَودې  پرکارونگ رڼا واچوله. همدا راز ډا کتر ظُهير او د نو ميال ژباړن، ليکوال او شاعر طاهر کاڼي ((کاڼي کرښو)) هومره پخې  وراشې راولورولې؛ هاشم ناصري په خپله طنزيه  ټوټه داستاد ممنون مقصودي له فنکا ريوسره راملگرې کړه. ما هم  تر ټولو روسته، دکېک غوڅونې پر وخت ټولو کور بنواو مېلمنو ته خپلې مينې، مننې او پاسلنې وړاندې کړې.

ماښام تېرغونې غونډه پايته ورسېده، ټول خواره واره شول او زه له ډاکتر منقاد رودوال سره  د نورمحمدشاه مېنې په تکل گاډي ته وروختم. ډاکتر بهاند مو  په وز ير اکبرخان کې د دېپلماتانو ترچمه، او کاڼي مو د خپل کور په موخه د بگرا ميو  تر چکړو او ډنډو سړکونو ورساوه او زه  له رودوال سره بيرته ((رحماني)) مېنې ته راشاگرځ شوم. د پخوا په څېر مې پر هغه ماښام له درو کشرانو رودوالو سره د پښتو شعرو ادب خبرې  راخېستې وې چې مشر ((اول الر حمان)) د ټولټاکنو له کميسيونه ستړی ستوړې  راورسېد او زموږ بنډار يې لا په زړه پورې سکالوو ته راوڅکاوه

ماوار له مخه داسې انگېرله چې له تنکۍ ځوانۍ راهيسې د د د غه  مشر لالا بو ختياوې، هغه هم  درسمي دندې په چوکاټ کې يوازې پر سياسي کارندوييو را ټولې دي او له دې ناخبره چې تر څنگ يې ټولنيزې او فرهنگي دا هم کمې نه دي. په دغه لړ کې يې يوه ستره کارنامه دا چې په تېرو څو کلو کې يې د کابل مېشتو پښتنو بچيانو  لپاره په مورنۍ ژبه د زدکړې ربړې په خورا سوليزه (منطقي) او سو له ييزه توگه هوارې کړې، هغه هم  په دوه ډوله: په  يومخيزو پښتو ژبوښارمېنو، لکه  پکتياکوټ،  تڼي کوټ اواحمدشاه بابا هغو کې يومخيز پښتوژبي ښوونځي پر اړوندو چارواکو منلي او دگډمېشتو ښارمېنو په ښوونځيو کې د پارسي ژبو ټولگيو ترڅنگ پښتوژبي دا له بېلابېلو پښتنو ښوونکو او سر ښوونکو سره. 

ادينه۵ می۱۷:

۴ نيمې مې ورځ راپيل کړه. تر ۹ چې ترڅو پوهنيار بيت الرحمان سهارنۍ راسره شريکوله، په کٌړاو او ليکلو لوستلو مې ځان پوره ستړی کړی وو. ډاکتر منقادالر حمان د بېگانۍ ژمنې  له مخې له ځان سره په گاډي کې کېنولم. او د احمدشاه مېنې  پر لوروخوځېدو، او نيمه گړۍ لا تېره نه وه چې د بگراميواو بيا حسينخېلو له څلارې  کيڼې خوا ته راتاو شو او يارلسم سړک ته له رسېدو سره  مو د اسيارو غتون په  گاونډه کوڅه کې له ورايه پرانجنير منتظرشاه پاچا سترگې و لگېدې. له مخني جوړجاړي سره سم  مو ورکره، د نوې غوړېدلې کور باغچگۍ د نندارې په پلمه په يوه سړه هندواڼه  خوا سړه کړه، خو د آرو (اصيلو) گلابو او د پېنځلسو مر سلو په گلونه کې مو پر دروڅلورو  تازه  موسېدليو هغو، نه سترگې مړې شوې او نه تمېزونه (دما غونه).

زما او رودوال مله هڅه  داوه چې له  پاتې وزگارې ورځې څخه  هم  پوره گټه پور ته کړو، هم چکرې ووهو او هم تروسې وسې گڼ دوستان ووينو. د پاچا تر کور کوڅې له  کوز سره لنډ پر لنډه  د دواړو ((منليو)) دوستانوکوڅې ته ورتاو شو او کشر تر مشر( زين الـه منلي) بدرگه کړو. ماهغه ۹۳ کلن  انقلابي  دينپوهاند نيم پېړييز دوست له درو لسيزو راهيسې نه وو ليدلی او د ليدلو يې سخت لېوال وم.   موږ دوه کسو يې تر تخرگونو لاندې لاسونه  تېرکړل، له توشکه مو راپورته کړ او راسره راغاړېوت. خو خبرې اترې يې  د ځوانۍ مهالپېر غوندې  هماغسې خوږې پستې وې. سره له دې مو ورسره تر يوه  چای روسته د بياليدو په هيله مخه وکړه او څو سړکه وړاندې د بل دوست  (انجنير نصرت) کره غرمنۍ ته سپاره ولاړو.

ما پخپله د شيگل شينوارو د دغې پوهيالې کورنۍ يوازې ډاکتر ابراهيم شينوا ری (نن سبا د پوهنې مرستيال وزير) له زدکړيالۍ (محصلۍ) راهيسې پېژاند او دا راته په زړه پورې وه چې تر درانه پلار ه يې له نورو پوهيالو او فرهنگيالو ورونو سره هم له نژدې نه وپېژنم او عزيزولي ورسره وپالم.

تر غرمنۍ او لمانځه روسته له انجنير سره د کرغې په تکل وخوځېدو. په لار کې مو د ارواښاد دولت لودين د لور زوم د همهغه له مېکروياني کوره له ځان سره را پورته کړ او نېغ  د تر خپلې موخې ورسېدو. 

هلته هم د گران زرين انځور کره، پر نورو دوستانو او بيا هغه ډاکترانو ورپېښ شو چې  له ډاکتر رودوال سره په يوه طبي سازمان کې کارکوي، لکه: درا نی، شينواری… او د انځور صاحب دواړه ډاکتران ورونه (نعيم گرديوال او همايون گرديوال). همداراز د ننگرهار پخوانی مرستيال والي حنيف گرديوال، د اطلاعا تو او فرهنگ سلاکار ډاکر طارق رشاد او له لندنه را غلی نظيف تکل؛ کالخوای وزير باوري او جنرال غريب خو د کوربه لاس پر لستوڼي گاونډيان هسې د منډې له مخې ستړي مشيوته راغلل، بې له دې چې د ورځې پر توده پېښه (د سولې سنگر ته د حکمتيار راستنېدا) په تړاو راسره په ماو يلوتاويلو کې برخه واخلي. 

پيلنۍ ۶می۱۷:

د اوونۍ له پيل سره  مې چې  له خپرنيو بوختياوو اوږې يوڅه سپکې شوې وې، د پوهتوني لکچرو ترڅنگ  بېلابېلو رسمي او نيم رسمي برناموته وزگار شوم. ډېره هېښنده دا چې درې څلورو يې   پر يوه يوازېنۍ (يونۍ) راښکېلولم

 ۹بجې  راته ښاغلي فهيم کريم د لېوال صاحب له دوتره زنگ راوواهه چې سباته د انسان مهالنۍ لپاره  زما لکچر ځکه و ځنډېد چې د پوهنو اکاد ېمۍ څېړنغونډه ده او غرمنۍ ته د ژبپوهنې اطلس په تړاو د بهرنيو چارو له مر ستيال وزير ښاغلي (انديشه)  سره ليده کاته لرم… .

د اطلاعاتو او فرهنگ کالخوای وزير دوتر ته مې بيا خبر ورکړ چې زما پر وياړ ټاکلې غرمنۍ همدغې پيلنۍ ته رامخکې کړې، پروا نشته که ډېره لنډه تنگه او بېړندۍ هم وي.  هغه وه چې همدانن غرمه يې راسره هوکې کړه او د دوه سلاکارا نو، ډاکتر طارق رشاد او استاد آصف صميم، له ځان سره د بيولي دانش او د وزا رت د يو نيم بل چارواک او کارمند په ملتيامې د ډېر بوختي پوهنوال باوري هغه پور ورپرې کړ.  

تر غرمې روسته ټکسي د ښوو نې– روزنې پوهنتون ته ورسولم. استاد څپاند د نوي (څانگې مشر) په توگه د ناسوب پوهنوال شېرزاد ليکوالي را باندې پرمخ بوتله او زدکړيالو بيا پر ليکدودي اښتنو پوښتنوسربېره په  انځورکښيوکې هم راښکېل کړم،  چې نن سبا زلمو ته  د فېسبوکي سرگرمۍ، او په ترڅ کې د ليکوا لۍ لپاره يوه ښه پلمه وربرابروي. له څپاند صاحب سره مې  تر ناوخته  د چای- دمې په ترڅ کې د اړوندې پښتو مهالنۍ لپاره د خپل د اندو ژوند ليکنه کره او سهي کړه. په راوتو کې يې د خپل پوهنتون مشر ته وروپېژندلم او په خپل  گاډي کې يې  پوره اته  بجې تر شېرشاه مېنې  بدرگه کړم. 

يونۍ۷می۱۷:

گهيځ  ۹ د پښتوڅېړنو نړيوال مرکز د ۴۰مې کاليزې داکادېمۍ څېړنغونډې ته ورغلم. دولس بجې  مې چې څنگه د دغه مرکز د دويم رئيس په توگه د خپلې وينا وار تېرکړ، د څېړ نوال شکېب  په اشاره مې، له څنگ ته ناستې مشرې اغلې ثريا پوپل اجازه وغو ښته او له تالاره ورسره لکه غشی تېز راووتم. همداچې کومه شېبه نيمه د شمشاد خبر يال په خبرو اترو کې ونيولم، د ښاغلي (انديشه) زنگونه بيا راسرشول. له څلورم پوړه په يوه ساه راکېوتم او مخې ته ولاړ تور ښوی ښالاک گاډي په يوه پونده (سلېټر) تر وزار ته ورسولم.  

له مرستيال وزير سره مې سړه شوې غرمنۍ د خوندورو مستو او سلاتې په زور تر ستوني تېره کړه او هله مې د اطلس پروژې  په اړه  ورته  کوټلي معلومات وړا ندې کړل. ماچې غوښتل، ځنې راستون شم، له درېيم پوړه راسره يوځای راکښېو وت او د وز ارت په گلباغچه کې يې تر يادگاري عکسونو روسته  له ډاکتر بهاند سره يو ځای  د محب سپين غر تر دوتره بدرگه کړم. هماغه مخني گاډي تر دانشه ورسولم. له بي بي سي خبريال گران غزانور او پياوړي ليکوال دوست مصطفی عمرزي سره تر خبرو مرکو روسته د هپ په راستولي گاډي کې له ډاکتر ظهير او حق اڅکزي سره  د پښتو پر رغاونيز يووالی او وييپانگيز پراخوالي وغږېږم، ما ښام شپږنيمي ډاکتر صاحب  په خپل گاډي ترکوره ورسولم. 

دونۍ۸ می۱۷- د ننگرهار روستی تگ: 

گهيځ۷ په کرولاکې له درو نورو سپرليو سره مخ پر جلال اباد وخوځېدم. دلغمان روستي (عزيزخان) کڅ ته له رسېدا سره چلوونکي سړوبی چالان کړ او ملنگ جان په چوک کې ترې سوړپوړ پلی شوم. په لنډو د حاجي بلال خوريي رستوران ته ور وختم. خوندور بريځر او سړو شړومبو يې رانه د لارې ستړيا او د ننگرهارگرمي هېره کړه او په يوه منډه د سترگې پر لار پوهنيار سيد اصغر هاشمي ته ځان ور ور ساوه. دوه غبرگ چاپ کړي کتابونه (سبکپوهنه او د يادغونډې ټولگه) يې راته په مخکې کېښوول او له ځغلندې کتنې سره يې مې يوه ښه شېبه سترگه پټه شوه.

گران لېوال راته له ښاغلي والي او سلاکار وزير گلاب منگل سره د ليدنې لاره راهواره کړه. گاډی راپسې راغی او پوره څلور بجې يې شاهي ماڼۍ ته ورسولم.

منگل صاحب له ټولو بوختياوو په منډه سر راښکاره کړ اوتر مړې خېټې خبرو، يا يې په  منگلي گړدود (جمې) پورې يې له ولسوالانو سره په خونه کې کښېنولم. هغوی يې چې جمې ته وغوښتل، هوانوره  سړه  شوې وه او ما ته هم په نوي رازلي او ښکللي سمسور بڼ کې  د گليون (گلگشت) پلمه برابره شوه.

همداچې  تيرغونې شوه او جمې او جرگې پايته ورسېدې، منگل صاحب ترماښا منۍ پورې دومره وخت راځانگړی کړای شو چې  د اتيايمې يادغونډې پرېکړه ليک ورسره وڅېړم، د دواړو ورکړو کتابونو د چاپ بېلونه لاس پرلاس ورکړم او تر ټولو ډېره اړينه پرېکړه تر غوږه ورتېره کړم  چې د (زيار اکادېمۍ) لپاره د تيارې سرکاري ودانۍ او ياهم ټوټه ځمکه په واک کې راکړي او زما تر مړينې روسته په دولت او ملت  په پاتمړو (ميراثونو) کې ټيکاو ومومي. له ښه مرغه دغه مهال گر ان لېوال هم راملگری شوی وو او دا ارزښتمن کار يې د دولت له علمي- فرهنگي پاليسۍ سره همغږی وباله، او له واليصاحب  يې هيله وکړه چې جمهوري مقام ته يې وړانديز وکړي. خو د کتا بونو ۴۲ افغانۍ لگښت يې ځای پرځای له خپله جېبه راوکېښ او ماهم تر خپرندويه ورساوه.

درنۍ ۹ می۱۷:

د اپرېل ترشلمې راروسته نن د دويم ځل لپاره دښوونې روزنې پوهنځي ته ولاړم.

مشرې  پوهاندې بابکرخېلې مې په خپل ساړه دوتر کې تود هرکلی وکړ او له لار ښوونې سره سم  لومړی پښتو څانگې ته ورغلم. د ژبپوهنې له استاد علاؤالدين حسام او له پارسي استاد عارف سره تر خبرو اترو روسته  د پوهنځي مرستيال پو هنوال همکار پر پوهنيار  رشيدملکزي وسپارلم او هغه هم  دارواپوهنې  نوي  ټو لگي ته ور سيخ کړم . ځکه د نورو څانگو زدکړيالان د کالنۍ ازموينې په پلمه له ټو لگيو او يا هم له پوهنځي سره اړيکي شلولي ول.

ځوان استاد هم دا غنيمت وگڼله چې پرځای يې زه د ژب-ساپوهنې لکچر وړاندې کړم،  په نورو ټکو، د ژبپوهني او ارواپوهنې تر منځ پر ټينگو او ترينگو اړيکو رڼا واچوم. خو څنگه چې دغه ټولگی لا د پکي يا سړوبي (اېرکنډېشن) جوگه شوی نه وو، ما او هلکانو يو څه زغملای شوه، خو د خوني پای ته د نيم مخپټو او په تو رو ټيکريو کې سر ترپښو نغښتو نجونو په کتابو او کتابچو ځانته پکي وهل.  هغوی پرلپسې ووتلې او هلکان  بيا له دې لامله ترپايه پاتې شول چې په غږملونو راسره د خپلو فېسبوکو لپاره عکسو نه واخلي. په راوتوکې پر پېژندويه دولسمي مامند کډوال رياض خان واوښتم او ماهم پر ښاغلي ذاکري وسپاره چې ترکانکو ره يې  په خپل کارځی کې  پر يوه کار وگوماري

څلنۍ ۱۰می۱۷- لغمان پوهنتون:

گهيځ ۷شاوخواراپسې د کونړپوهنتون استادانو پوهنيار هاشمي او پوهنيار صد يقمل اربابانو ته کرايي گاډی راوست، په سات نيم کې تر لغمان پوهنتون ور سېدو. د پوهنتون مشر عبدالشکور غفورزي  چې  د لومړي رئيس په توگه مې ورسره  په پېنځو کلوکې دکتنې دا دويم وياړ وو، تر يو ساړه څښاک روسته د ادبياتو او ښوونې روزنې د درو ټولگيو له شاگردانو او استادانو جوړ بنډار ته بوتلو او په دې ډول تر تلاوت او پېژنگلويزو خبرو روسته ماته د ژبپوهنيز لکچر بلنه راکړ شوه. ماهم له خپلې لوښې سره سم  د ژبې او ژبني ساينس له ټوليزو خبرو راپيل کړه او بيا مې  د پښتو ژبې او ژبپوهنې په تړاو نوې ليدتوگې له بېلابېلو لا رو رَودو او ربړو سره تر څېړنې لاندې ونيولې. په پای کې برخوالو ته د اښتنو پو ښتنو کابو ورکړه او مايې هم په څانگپوهيزو دکونو دليلونو ورغبرگې کړې.

له استاد غفورزي سره تر غرمنۍ روسته راسره راغلي ملگري بيرته جلال اباد ته ستانه شول او زه  د  نوماند افغاني نويس د سبانۍ نمانځغونډې لپاره له ښاغلي او منلي اسداله ساپي سره (دانش فرهنگي) مرکز ته ستون شوم. مازيگر يې د يو پخواني جهادي جنگيالي په بدرگه  زه او له پېښوره دوه يوسفزي مېلمانه درې درې نيم کېلومتره پورته تر خپل  کلي ((پاچيانو)) ورچکر کړو. هلته يې له سپينرو بي پلار سره ړومبی ځل د پېژندگلوۍ وياړ را په برخه کړ چې د دولتي کارمندۍ تر اوږدې مخينې رارو سته يې راته د څوکلن  جهاد او بند کيسه وکړه. د تو تواو شړومبو ترڅنگ يې د خپلې روزلې او رازلې گلباغچې ننداره  هم راولوروله او د انجنير عزيز نيازي د لس  پوړه ودانۍ په ارته بيرته باغچه کې د پرتمينې ما ښا منۍ مېلمستيا په پلمه ځنې خپلې دېرې ته راستانه شو.

پېنځنۍ ۱۱می۱۷

گهيځ  وختي په فرهنگي  مرکز کې  له ارام خوبه  راپاڅېدم او تر سهارنۍ روسته ټول کوربانه او مېلمانه د ارواښاد ملامحمد افغاني نويس د نوييم تلين نما نځغو نډې په تيارۍ کې شو. اغلې آسياافغاني نويس ړومبنۍ کوربنه وه چې زموږ د سهارنۍ روستۍ چای پياله لا په لاس کې وه  راورسېده او زما په څېر له واره پر ليکنه بوخته شوه. په زړه پورې بيا دا چې دغه پوخمنگې مېرمن د پارسي– پښتو درې ټوکيز ليکوال ارواښاد عبداله افغاني نويس راروسته په ټوله کابلمېشته کورنۍ کې خپله پښتو ساتلې او ان تر لغمان مېشتو هغو هم  پرې روانه غږېږي! 

غونډه له کابل او ننگرهاره د راغلومېلمنو او گڼو ځايي چارواکو او علمي، فر هنگي او ټولنيزو  سټو له راتگ سره  د دانش فرهنگي مرکز په سمسور اوسورلن انگړ کې پيل شوه. ښاغلي والي، پوهندوی غفورزی،څېړندوی هېوادمل … اغلې لايبې يوسفزۍاو  اغلې آسيا افغاني نويس  په خپلو ويناوو، او  څېړنوال رفيع اله نيا زی، څېړنوال ظاهرشکېب… او ما له رحماني تر ظاهري پېره د افغاني نويس کور نۍ پښتوخدمتونه په ليکنو څېړنو کې وستايل. په پای کې نارينه گډونوالو ته پگړۍ  او ښځمنو ته  د گلو گېډۍ ډالۍ شوې. او بيا موږ ټولو مېلمنو او کور بنو هملته ځای پرځای د  پوهنتون له خوا را تياره  شوې غرمنۍ کې گډون وکړ.

ادينه۱۲می –۱۷ (کامې ته تگ راتگ):

د ننگرهار پوهنتون مشر پوهنوال ببرک مياخېل راسره له پرونه ټاکلې وه چې هرو مروبه سره گورو، خو باور مې  نه کېده چې داځل به راسره د خبريالۍ د وختو تېره څلورکلنه ياده راسره بيا راتاندوي او د کامې چکر راباندې وهي، هغه هم  په سر کاري  رېنجر گاډي کې د باډي گارډ په بدرگهپاو باندې لس يې درمسال څنگلو ري ته د پوهنيار اصغر هاشمي له خپرنځي له ځان سره سپورکړم او ۱۱ يې ((ککلو باجوړو)) خواته د سيد عزيز پاچا د دنگو چنارونو پر دېره وربرابر کړم چې د گردې ولسوالۍ پر کچ يې د ۵۰- ۶۰ مخورو، سپينروبواو سپين پگړو جرگه رابللې وه، په ويناورته گډ وو او يو نيم به پکې ټيکۍ نيمه اچوله. 

سکالو يې راته  مټې ۱۲ بجې له پايته رسېدنې سره ډاگيزه شوه چې يو شمېر ښو ونکيو ځنې بې له کوم ((تر ه کي وزمه ځمکسمون)) فرمانه يوه ټوټه  ځمکه د استو گنځيو جوړولو په موخه بلوسلې ده. ترغرمنۍ روسته چې جرگه خپرېده، ما کوربه پاچا ته وړانديز وکړ چې يو ليکلی پرېکړه ليک پر ټولو برخوالو لاسليک کاندې که نه، هسې خبرې به يې څه رسمي اغېز وښندلای شي. په دې توگه يې سم له سمو نې يوه پښتو ليکونکي هغه د کاغز پر مخ وکښله او تر موږ پورې ټولو ور لا سليک کړه. له هغه ځايه  په څو لنډوشېبوکې پر راغځېدلي سړک داستاد صميم دېرې ته راووتو، خو۶۸ کاله شاوخوا چې زه د کډوالۍ او مزدو رۍ پر مهال د اخون کلي ښوونځي له څلورم کال ټولگيوال سره په  يو- دوه ساتو کې هغه کلي ته  تللی وم، له اخوا ترې  بيا وږی تږی، په دوه درو ساتو کې د صميم صاحب دوی له ځايه دوه درې کلاوې کښته خپل ((کنډرکلي)) ته را ستون شوی وم!

استاد پخپله د کومې ادبي غونډې لپاره کوټې ته تللی وو، خو له منځومي بصير خان ورور او مشر وقار زوی سره يې تر چای څښنې او ماسپښين لمانځه تراداينې او دعا رو سته بيرته جلال اباد ته راستانه شو. مياخېل صاحب  ۴بجې د خپل کور لارې په اوږدو کې د هغې ودانۍ  په وره کې کښته کړم چې د گران ذاکري  په سر غندويۍ پکې رابللې ادبي غو نډه روستيو شېبوته رسېدلې وه. ما هم د دې لپاره چې ورځ دوه مخکې ژمنه مې ورسره لږکۍ هومره پرځای کړې اوسي، له ورننوتو سره  رو ستي ويناوال پوهنيار هاشمي درېدځی راپرېښود او ما هم د ژبني هنر په لړ کې د شعر و ادب په اړه خپلې لنډې څرگندونې له مينه والوسره شريکې کړې؛ هرگوره،عکس  اخېستنو يې بيا دوه گرايه وخت راولوټه

پيلنۍ-۱۳می –۱۷

په کابل کې راته داروستۍ اوونۍ دومره اړينې چارې، ژمنې او ليدنې کتنې ستر گې پرلار وې چې ان پر دغه ورځ د ننگرهارپوهنتون ماسترۍ  څانگې ته مې د يوه لکچر لپاره د مياخېل صاحب وړانديز ونه شو منلای او پټي پالا ترې راوتښتېدم

قاري رازق گهيځ ۶راپسې راغی، رېکشاپه لسو پېلو(دقيقو) کې د ملنگ جان تر څلارۍ ورسولو،  له خاص کونړه  دڅېړنيار وجيه اله شپون له رارسېدا سره دکرو لا چلوونکي پېنځه سپرلۍ پوره شوې، مخ پر کابل يې راشتۍ کړو.او ۸ نيمې يې د مېکرويانو پله څېرمه څلارۍ سره کښېستو

د شپون صاحب گاډی وارله مخه له اکادېمی رارسېد لی وو او موږ دواړه کورني غړي يې تر سالنگ واټه راورسولو،ان تردې چې په سپينه ږيره يې راسره د پښتو سبکپوهنې او ټولگې پلنډه هم دا نش کتا بتون ته را وخېژوله او ماهم ور ته له کتابونو پرته بله وړنده ډالۍ نه درلودله.

غرمنۍ مې لا سمه ترستونې تېره شوې نه وه چې له پېلبو راديو ((اڅکزی حق)) را راورسېداو تر  يوې مرکې روسته يې راڅخه ژمنه واخېسته چې سبا مازيگر يې د نوي پيلېدونکي پښتو لروينون له څلورو نوماندو نجونو او دوه زلمو سره يوه څا نگپوهيزه  ناسته ولرم. 

شېبه روسته اغلې ((فلورانس شهابي)) له دوه خورينوسره راغله، له آره افغانه، خو له زېږون راهيسې په لندن کې اوسي او کابل ته په دې نيت و نمات راغلې چې د لندن پوهنتون په ختيځپوهنه(SOAS)کې د ډاکتري تېزس لپاره يوه سکالو پيدا کړي او ويې څېړي. خوڅنگه چې په کابل پوهنتون کې د استاد مجروح  څېړنغو نډه تازه تېره شوې، نو دېته هڅېدلې، د هغه ځانځاني ښامار (آژدهای خودي) د تېزس د سکالو په توگه  ځانته وټاکي.  په دې ډول د سېمينار د ويناوالو او لومړ يو شاگردانو په لړکې له ماسره هم سلامشورې ته هم راغله.

 داچې د نوموړې انگرېزي تر مورنۍ يا پلرنۍ ژبې روا نه وه، نو تر ډېره ورسره انگرېزي وغږېدم  او پرهغې سر بېره مې ورسره د خپلو اړوندو پښتوليکنو د ور ژباړلو په برخه کې د مرستې لپاره د اکسفورډ پته او شمېره هم ورکړه. 

روسته ډېرکاری ليکوال او څېړنوال دوست  آرينزی د کتابونو پېرنې لپاره دانش ته راغی، خو ما د دانشيانو په سلامشوره خپل دا وړيا وروبښلبيايې له پخوا نۍ ژمنې سره سم د خوشال خان استوگنځي له لارې  تر(اکسوس) ليکيپلور (کتاب پلورځي)  ورسولم او روسته يې چلوونکي راوگوماره چې  په شېرشاه مېنه کې مې د خپل کور مخې ته کښته کړي.

يونۍ۱۴می –۱۷

اتنيمې غرزي  د پوهنتون تر ختيزې (انجنيري) دروازې ورسولم او يوه شاگرد  د خپل پوهنځي تر پښتو څانگې بدرگه کړم. له پوهنيار يحی همای (تڼي) سره مې  له درېگونوڅلورمو ټولگيو څخه يوه ته د تاريخي ژبپوهنې په تړاو لکچر ورکړاو په په آرياني ژبوکې د پښتو دريځ اړوند چارت مې پر زدکړيالو ووېشه. خو پوهنيار مرهون د خپل ماستري تېزس په پار راته ، دوه نورو څلورمانو ته د ورته لوست کا بو رانه کړه او په اړونده  دفا عيه غونډه کې يې د گډون لپاره د هنرونوپوهنځي تر تا لاره وځغلولم. 

 د پښتو څانگې مشر بخت مير وزيري د غونډې د وياند په توگه لومړی يوه  نو مانده دريځ ته وروبلـله  چې د پوهاند صابر خويشکی په لارښوونه يې خپل تېزس پښتو غونډلې (جملې) ته ځانگړی کړی وو. اغلې نوماندې هغه ماتې گوډې چې له اماتور ژبپوه استاده يې زده کړې وې، په پوره زړورتيا وړاندې کړې، خو د نورو په لړکې  زما د پخوانو شاگردانو او اسسېستانتانو ، لکه پوهنوال شېراغاشېرز اد او پو هندوی قسيم چمتو نيوکو په غبرگون او دفاع کې پاتې راغله. نو زه د دې لپا ره چې نوماندې ته تاوان نه وي رسېدلی، اړوتم، پرځای يې د لارښود استاد نا سمه زدکړه او لارښوونه تر نيوکې لاندې ونيسم.

د دويم نوماند پوهنيار مرهون لارښود هم هماغه اماتور ژبپوه وو، خو داسې بر ېښېده چې د (تاريخي ژبپوهنې)  په نامه يې (د ژبپوهنې تاريخچه) ور ټاکلې وه، ځکه يوازې ما نه، بلکې پارسي ژبپوهاند استاد يمين هم همداسې  وباله.  هغه هم د نوماند خپله هاندوهڅه وه چې د جان. ټي. واټرمن آر انگرېزي يا يې د (فريد ون بدره ای) پارسي ژباړه (سيری در زبانشناسي) او يايې  هم- دروغ يا رښتيا–  د اروا ښاد استاد (بايزيد اڅک) تياره پر تياره پښتو ژباړه راترگوتو کړې او  خپل تېزس يې ورسره  بېخرته غځولی او پړسولی وو!

په هر ډول ما پرخپل وار، په ژبپوهنه او ژبښوونه کې  د هغه ځوان استاد تېزس او دفاع د يوې روښانې راتلونکې په  اسره دفاع  بريالي وارزول، خو د هپ (رادېوتلويزون) پرلپسې زنگونو تر لاسليک او غرمنۍ پرې نه ښووم، له ورپسې  درېيم نوماند ښاغلي (روهيال) او نورو مې بښنه وغوښته او چټک راووتم!

 د پوهنتون  هماغه سهارنۍ دروازې ته پلی ورشتۍ شوم  او ښاغلي نجيب هم په خپل گاډي کې تر  هپه په تراټ ورسولم.  له گران حق سره مې بېړندويه غرمنۍ تر ستوني تېره کړه . 

بيامې  په دوتر کې ورسره د بل مېلمه ښاغلي مشال خان په ملتيا چايوې  وڅښلې  او تر لکچره يې له پستو خوږ و خبرو اترو برخمن شوم. 

نوماندو نجونو او زلميو ته  مې د انسانانو د لومړني مدني اوزار په توگه  پر ژبه با ندې ټوليزه رڼا واچوله اوبيا مې ورته د اوريزو او وينيزو دواړه ډوله رسنيو په تړاو پر يوه پښتو-کره پښتواو وييپانگه لاسبری اړين وباله. خو د اښتنو پوښتنو او غبرگونو په ترڅ ترڅ کې مې  پر هغو شپږ واړو نوماندانود پښتو ليکلار ښود او سبکپوهنې د راخپلونې او لوستنې  ټينگاروکړ. د فوتوژورنالېستي کٌړاو (تمر ين)  په پلمه يې راسره  عکسونه واخېستل  او پوره اووه بجې ښاغلي نجيب پر خپل استوگنځي وسپارلم.

دونۍ۱۵می –۱۷

  په دانش کې  تر سات يو نيمې بوختيا روسته د خدای بښلو ژواک او پولاد د ياد غونډې لپاره گران سپين غر ۹بجې د اکادېمۍ وره مخې ته پلی کړم.  تر هغې رو سته  چې پاټکوالو مې نوم په نوملړ کې سهي کړ، مخا مخ نوې څلور پوړه ودا نۍ ته ورغلم ، چې لا تر اوسه په  زاړه ((شاببوجانې کور)) نامه يادېږي.  

ما پرخپل وار د يوه   پښتو ښوونکي، رسنوال، ليکوال او شاعر ، په تېره د نا پېيلي (منثور) پښتو شعر د يوه سرلاري په توگه د استاد محمد دين ژواک ، ۶۰-۷۰ کلن فرهنگي خدمتونه وستايل. خو، د ډاکتر سيدالشاه پولاد په تړاو مې دو مره  څر گنده کړه چې دغه ارواښاد، ان تر (لودينه!) هم په ډېر پاخه منگ کې له شو روي نه د ژبپو هنې کانديدي را وړه او په دې توگه يې د پښتو په سرڅڼه کې ترې  يوه لږکۍ هو مره گټه هم وا نخېستلای شوه! 

تر غرمنۍ روسته له ډاکتر بهاند او کلونه کلونه ناليدلي نورمحمد سهيم  سره دانش ته راستون شوم او دغلته مې  بيا له قاضي اختيارالدين سباوون سره ړو مبی ځل  کا ته وشول، خو داسې مې ونگېرله چې ټول عمر مو سره ليدلي کتلي دي!

هرگوره په سږني يانه کې راسره د ازاد نوښتگر شاعر علم گل سحر دويم ځلي کاته هم  بې گټې نه ول چې له دوو گلاليو بچو سره راغی. بيا  وراره جاراحمد له اوښي قاري سره را پېښ شو، درې زره افغانۍ مې ده ته د پلار د درملنې او دوه زره قا ري ته د ورک گاډي پلټنې لپاره ورکړې. د شېرشاه مېنې په موخه مې ټکسي ونيو او دوی دواړو را نه  زرنگار سره کښته شول ، ماکورته  له رسېدو سره  خپل خوب سکينده کړ او پر هماغه ماښام له لور او دواړو لورزيو سره په وايبر کې وغږېدای شوم.

درنۍ۱۶می۱۷

دغه ورځ مې هم  دگڼوبوختياوو او کارونو ته  په پام سره گهيځ څلورنيمې راپيل کړه. تر ۷ مې ، له لوښې سره سم کړاو، تشناب، سهارنۍ او ليک لوست ترسره کړل او څه کم ۸ خپل اوښي  له دانش سره کښته کړم. د ټولنې په مشر دانش پسې دويم وختي راغلي رحمان جان ليکنې را واوډلې او د نورو کوربنو او راتلونکو فر هنگي  دوستانو او مينه والو هرکلي ته مې ځان راوزگار کړ. لومړی مې د خپلې ليکلارې پر پليوني عبدالمالک سترگې روڼې شوې چې تربل هرچايې (همت) لنډ نوم  مخکې راخپل کړی او پرځای راخپل کړی دی. له لږوډېرې ديني زدکړې سره يې په ډېر کاروزيار ځان تردې ځايه رارسولی چې  تر تفسيره پورې يې چې څه ليکلي او خپاره کړي، تروسې وسې يې پکې د يوې- کره او نږه پښتو خيال ساتلی دی؛  بلايې پر  دوړن او رياکار ((ولي زي)) شه چې وار له مخه يې   په عربېزم  ځان راوپړساوه او يوه سيپاره يې هم نه ده کښلې! 

د نورو فرهنگيالو دوستانو په لړکې کمال مستان  له ملي تلويزون مټې د سات نيم له له مخې ځان راوزگار کړ او ليدو ته راغی او ماهم په کتاب نيم ونازاوه.  پوهنوال ازمون  له خپل ډاکتري تېزس د څه ليکنې ارزونې په موخه راغی او په  ترڅ کې يې زه د بل دوست ډاکتر يونس بارگامي د غرمنۍ لپاره تر تورکي رستو رانه ورسولم. دغه گرانبيه پرتمين رستوران د شهيدډاکتر نجيب الـله  د اړوند مېکروياني بلاک مخې ته اوږد غځېدلی چې نيم يې بهرنيانو ته ځانگړی شوی دی. هلته مې  د نور ومېلمنو په  لړکې  د ورزگان له پخواني والي او بيا د گومل له دوه مخورو خروټيو سره  د نوې پېژندنې وياړ راپه برخه شو او ورسره مې پر ۴۲   لمريز کال د ولسوالۍ په مرکز (سروبي) کې دگړدود څېړنې يادونه راتاند کړل.

څلنۍ۱۷می۱۷:

د نورو ورځو غوندې مې نن هم له دانشه راپيل کړه. دغلته  مې څه خپل او څه پردي کارونه تر سره کړل. لس نيم راپسې لېوال صاحب  خپل ډېرکاری  کارمند فهيم کريم راولېږه او زه هم  له نويو کتابونو (د يادغونډې ټولگې او سبکپوهنې او ماناپوهنې ) سره ورغلم. تر غرمنۍ روسته  يې راته د دوتر په څېرمه خونه کې د يوڅه خوب ارام ست وکړ، خو ما د مننې په ترڅ کې ورغبرگه کړه: ((که ما دومره خوب و ارام کولای، دا پنډ پنډ کتابونه به مې څنگه ليکل!))

دانش ته له ورستنېدا سره  راته له ننگرهاره ديوه وتلي لېسانسه (احمداله کارگر) دا پيغام راورسېد چې  که زه  ورسره د ور ټاکلي  لارښود استاد په توگه د پا يليکنې يا مونوگراف (پښتو اېرگاتيف سېستم) په برخه کې  څه مرسته او لارښو ونه وکړای شم . خو داچې د پوهنتون په گډون د ننگرهار  په دومره ليدنو کتنو کې راسره و نه شو کتلای، نو په دغه تړاو  ورته يوازې  نړيجاليزه (انټرنېټي) لاره  شونې وبلـلهمازيگر څلور چې د سپين سهار او ودان په مرسته د تېرې وياړغو نډې  کره شوې تراډې (بېنرونه) ترلاسه کړل، له راغلي ډاکتر ظهير سره له دانش دوتره راکېوتم او تر کوره ورسره ملگری شوم.

پېنځنۍ۱۸می۱۷

څنگه  چې په کابل کې پر دغه ورځ چوټي وي، نو تر اتو بجو مې د اطلس اړوند وړانديز د پښتو ترڅنگ پارسۍ ته هم راواړاوه. د اوډ لپاره مې تر پرانېستي دا نش مرکزه ورساوه او په دې توگه  ترڅلورو هملته بوخت پاتې شوم ترڅو راپسې ډا کتر ظهير راغی او د روستي ځل لپاره مې  ورسره ترکرغې چکر ولگاوه.

له دې ناخبره چې د استاد باوري د پوهاندۍ پر بنډار اوړم. داچې ډاکتر پوه شو،  پټ پر پټه يې راسره د خپل کور په موخه مخه ښه وکړه.

ماښام  تياره مو له  منلي سندرغاړي هارون پاچاسره يو ځغلنده کاته هم وشول چې له  مېلمه پال پيکار (او محبوب!) سره له سپوږمۍ رستورانه تازه راوتلی او د ډنډ پر نيم روښا نه رومانتيکه ننداره بوخت وو. دی له څه مهاله په پراگ کې د ازادۍ رادېو دخبري او هنري همکار په توگه  اوسي. د باوري صاحب کره له ورستنېدو سره نور مېلما نه بهر راوتلي ول او ما کابو وموندله چې له  امستردامه يې راغلې مېرمنې، او په ترڅ کې له مېرمن لېوال سره ستړي مشي خواره مه شي وکړم، او هله له ډا کتر درا ني، ډاکتر نعيم گرديوال او نورو سره په گاډي کې کورته ستون شم. 

ادينه۱۹می ۱۷ :

نننۍ سراسري وزگاره ورځ مې له ځينو دوستانو سره مخه ښې ته ځانگړې کړه، ۷ نيمې غرزي تر اسمايي ږوي سالنگ واټ ته ور واوړولم ، خو چې دانش  راته له ورا يه تړلی ښکاره شو، نو نېغ يې تر رودوالو ورسولم. کوم کشري کورغړي مې پر مخ ورپرانست او شېبه پس  گران شمس الرحمان له  چايوسره مېلمستون ته را غی. بل رودوال ورور منتظرشاه هاشمي ته زنگ وواهه، راپسې راغی اوکور ته يې بوتلم. . داځل يې ټول گلبوټي او گلونې يومخيزه غوړېدلې وې او هماغومره خوند مې ځنې واخېست، لکه يې له ورته کښلو شعري انځورونو څخه. پر هغه هر څه سر بېره يې له هراته راوړي بوتل نيم (زعفران)، د لوراند لېوال د  لورونو تر څنگ د اکسفورډ لپاره هم راډالۍ کړل، او تر غرمنۍ او يوڅه ارام روسته يې  مشر (سا حل) له  دوه تره زامنوسره په خپل گاډي کې په اښتنو پوښتنو تر شېرشاه مېنې بدرگه کړم.

پيلنۍ – ۲۰می ۱۷ :

تر ۸ مې اړينې ليکنې بشپړې کړې او  غرزي پر اسمايي کنډو سالنگ واټ ته ور کوز کړم.  هغه هرڅه راته هدايت ناصري کمپوز کړل، ځکه رحمان جان رانه  سپينږ يري ليکوال وار له مخه په خپلو اوږدو پړپړو (تذکرو!) بوخت کړی وو. پر سپين سهار  هم لاهغسې توره شپه وه او او له خوبه رااڅېدلی نه وو، پاتې يې لا تر دا 

نشه راتگ او د مرکز درست ماشين پرکار اچول؛ مشر دانش خو تر هغې خپل وخت په فېسبوک گوډاوه!

د غرمنۍ لپاره راپسې د بهرنيو چارو وزارت د پاليسۍ روزنيز مرکز مشر گران محب سپين غر دانش ته راغی او له اسد ساپي او شهرت نگيال سره يې يوځای خپل دوتر ته بوتلم چې ډاکتر بهاند او تکل وار له مخه هلته ور غلي ول او له و لږې يې خپلې کولمې مښلې. تر هغې خوندورې ډوډۍ روسته په هماغه دېپلو ماتيک گاډي کې  ځنې راستانه شو، دواړه ملگري  له فرهنگي مرکز سره کښته شو او زه  يې د ده افغانانو له هسکې لارې  او بيا دپوهنتون پرسوېلي دروازه تر  هغه تالاره ورسولم چې ډېر مينه وال راته سترگې پرلار ول.  

دا څوځله  ځنډېدلې غونډه  چې د ((انسان)) مهالنۍ د چلوونکي فهيم کريم او د کتنپلاوي، په تېره د نوميا لو ملگرو (غفور لېوال، ودود بشريار…) په نوښت را بلل شوې وه، دپسر غښتې او بيا (Meta linguistics) راڅرخېدله. ما له لوښې سره سم له ژبني تاريخه راونښلوله او په دې تړاو مې د انسانانود لومړني  مدني اړ يکيز اوزار په توگه، د ژبې د پيدايښت پرانگېزه،اړينتيا، بشپړتيا، رغښت، چار ډول، کارډول،کار ډگر … او بيا سراسريوالي (جهانيواله Universality)  يوه ځغلنده رڼا واچوله.  هله مې ځانگړې  سکالو(سرباندې ژبپوهنه)  رامخته کړه چې نن سبا له  ژبني سا ينس سره د تړلو او پېيلو پوهنو شمېره  تر۴۰ اوښتې، اړو ند تړښتي يا کرښتړنگيز ترمونه يې، لکه: ژب- ټولنپوهنه، ژب- توکمپوهنه، ژب- ارواپوهنه، ژب- فلسفه… . 

پسرغښتې ژبپوهنه چې د رغښتي ژبپوهنې پر وړاندې د شلمې پېړۍ له شپېتمو کلو راهيسې پرلپسې بشپړتيايي پړاوونه وهلي دي، تر هرڅه له مخه  د جوليز رغښت پرځای  د ژبې پر مانيز- منځپانگيزاو په دې لړ کې پرارواپوهيز اوکړنيز اړخ زيات  زوراچوي. د برخوالو له پوښتنواو زما غبرگونونو روسته، لکه څنگه چې لېو ال  صاحب  پرې رڼاواچوله، پسرغښتواله (Post- structuralism هغه ليدتوگه ده چې پر ژبپوهنه سربېره  نورې ورته نژدې پوهنې،لکه ارواپوهنه، ټو لنپوهنه، توکمپوهنه، ادبپوهنه او بيا ادبي او هنري  پنځونې هم رانغاړي. په دې مانا چې ورله مخه رغښتواله  په دغو پوهنواو ډگرو نو کې پر جوليزواله (فورما لېزمزياته ډډه لگوله؛  پرادبي او هنري پنځونو دورته ليدتوگې او لېلې رَودې دا غېز يوه بېلگه داده چې ترفورم، تخنيک او  بېخرته ښکلاييز اړخه پکې پرانديز  پيغام  زيات ټينگار کېږي.

له هغې غونډې روسته ۵ شاوخواد هارون باچا کنسرت ته تر شمشاد لروينون ته ولاړم.  د هغه  په خپلو خبرو پسې د نورو په لړ کې وياند ښاغلي غياث ديدار زه هم  د څه ويلو لپاره دريځ ته وروبللم . ما پر خپل وار هغه ټولمنلی او د خپل تېر هېر پښتني– افغاني تاريخ و فرهنگ  ژمن  هنرمند وستايه او  په سندريز غوراوي کې مې پرې  د ورته ژمنو او نوښتگرو شاعرانو د شعرونو سپارښت وکړ. د هغه لنډ، خو زړه راکښوني کنسرت په پای کې  له نورو سره يوځای له ستودېو را وتم او په  مازيگرنۍ کې  ترگډون روسته گران لېوال  پر خپل کور وسپارلم.

يونۍ۲۱می ۱۷ :

غرزي  زه او له کاليفورنيا راغلی بل اوښی او زماسانډو ، د انجنيرۍ پخوانی استاد ډاکتر نصير د پوهنتون تر هماغې انجنيرۍ دروازې ورسولو. خو چې د پو هنځي دوتر ته يې ورغلو، تر يوه پوخمنگي استاد پرته يې د بل کوم شا گرد يا پېژ ندويه  څرک و نه شولگولای. که څه هم ترما مشراو پرخپل وخت د سېول انجنيرۍ ۍ ۍ له پياوړو استادانو څخه وو، خو زموږ د نورو پوهنتوني استادانو پر خلاف له تيارو تکسبو سره د کتاب نيم  کښنې ته کله  نه دی اړوتی چې نوم يې ورسره  لږترلږه  تر دويم پښته  تاند پاتې شي –  په شاگردانوکې يې هم  هماغه جهادي مشر حکمتيار پر درد ولگېدچې د پېښور اوامريکا په کډوالۍ کې يې  ورسره مرسته وکړه.

سپين سهار (قاري) د يوه فرهنگپال پانگوال( جبارخېل) د ((اورځلا)) کارخونې د دپيداوار ( دگلابو، نارنجگلو او بادامو ککوبيو، عطرو، تېلو)  يو ټولگه را ډالۍ کړه. بيا يې د مشر دانش په همغږۍ له پېښوره د وييپوهنې د رارسېدا په تمه  هسې تر پېنځو تم کړم، نو چار ناچا ځنې د سبا په هيله  د ښوونې- روزنې پوهنتون استاد څپاند ته هماغه وار له مخه د رارسېدلې ماناپوهنې څو ټوکه د خرڅلاو  لپاره وروړل.  د ډاکتر نورحبيب نثار د ماښامنۍ مېلمستيا په موخه ورسره  راووتم، په کورکې مې ورسره تر هندواڼې خوړلو روسته د قمبرڅلارې  څنگلوري  رستوران ته ولاړو. هلته مو د څپاند د يوه  لسانسه په گډون له گران نثار، انجنير زوی ميرويس او بل کشر سره (تورکي غرمنۍ) ورته خوندوره ما ښامنۍ له بېلابېلو غوراويو سره تر بسه وخوړله او پوره ۹ کورونو ته راستانه شو.

دونۍ۲۲می ۱۷ :

په جهل، جنگ، جنايت اسکېرلي هېواد د دوه مياشتني يانه پر دا روستۍ کار ورځ  ۵ راپيل کړه او څه له پاسه ۷ غرزي پر دانش وسپارلم. مشر خو له لوښې سره سم لمنځه مهال راغل وو تر قاري محمدي او صادق ماما پورې گرد دانشيان پر لپسې را پوره شول. په زړه پورې دا چې سپين سهار د مور بي بي د ناروغۍ  په پلمه  له وييپوهنې سره هممهاله لس راورسېد. لومړی مېلمه هم  (طالب العلم) عبدا لعليم بسمل وو چې  زه يې ليدو ته  دا دوې مياشتې په تلوسه کې وم. هرگوره، تر سکونې موسکا او خوږو  پستو خبرو يې له  مست و رندانه پېيلو هغو سره دومره اړخ نه لگاوه

 د ډاکتر ظُهير د غرمنۍ مېلمستيا په پلمه مې وارله مخه له دانشيانو څخه له ډېرو مينو او مننو سره د بيا ليدو په هيله مخه ښه واخېسته او هغه هم تر غرمنۍ روسته د پوهنتون  تر مشر پوهنيار حميداله فاروقي ورسولم. هغه  ته د نويزونو سيندگی او د کتابتون لپاره  دنويو چاپ شويو کتابونو يو يو ټوک ور ډالۍ کړ.

تر چايو روسته يې تر گاډي بدرگه کړم او يوه ښه شېبه يې راسره د پخواني منند وی شاگرد په توگه د تېرو ۳۰۳۵کلونو ترخې خوږې راسره شريکې کړې: داقتصاد پوهنځي بې کدر ۍ کډوالۍ ته اړېست، په امريکا کې يې  په خوارۍ مز دورۍ خپله ماستري بشپړه کړه،  نو ځکه ورته د هېواد مشر پام راواوښت!

درنۍ ۲۳می۱۷مخ – پر اکسفورډ:

گهيځ څه کم ۶ د لوراند لېوال گاډی راورسېد، گران چلوونکي فرهاد رانه په دا نش کې پرون پاتې  فلش راوسپاره او ماورته د رسېدلې وييپوهنې په گډون  درې څلور نوي کتابونه، ليکنې او ليکونه ورکړل چې تر دوستاونو يې ورسوي.  د سر کاري  لاسوند په مټ  د هوايي ډگر تر روستي  پاټکي دومره و نه ځنډېدو، خو تر گمرکه هم  د وزارت  پازوال ډگروال  په تراټ ورسولم.  تر الوت مهال (اتنيمې ) را سره  د هنر وادب  نومَوړی دوست (واحد نظري) ملگری شو چې  په دوه مياشتنۍ استو گنه کې  مې پسي کسي ويليېدل، تر استانبوله څه کم ۶ ساته ملگرتيا يې بيا تېر راڅخه گړ سره هېرکړل.

د لندن- هيترو هوايي ډگر ته پر ځايي مهال څلورنيمې کښته شوم. د اکسفورډ په بس کې له کېناستو سره له يوې سرې سپينې ډنمارکۍ له غږمله له مېرمنې، لور او دواړو لورزيو سره وغږېدم، ځکه  خپل غږمل مې د سيم کارت له رد وبدل کېدا سره سم له لاسه  پر درد و نه لگېد. همدا لامل وو چې په روستي بس تمځي کې هم  له مېرمنې او کليوال پاچا سره ردوبدل شوم او ترکوره څېرمه بس راوستم. سره له دې چې د کور اپارتمان درېيم پوړ ته د درانه چمدان خېژونې تر۱۰سا ته مزله لا ډېر ستومانه کړم، خو چې درنه برخه يې زماخپل چاپ کړي کتابونه ول، نو ارامه سا مې واخېسته

په ټوله  پښتني–  افغاني مينه!

ستاسې د ټولو هميونو منندوی زيار

27 total views, 2 views today

1 comment

  1. زلمی هاند Reply

    د استاد سيوری دي خدای ج زموږ له سره نه کموي.
    لنډکي يونليک يې خوند وکړ. خو له ځينو خبرو يې
    د ځينو په حق کې د سپکاوي بوی راته.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *