Categories

اعلان

Loading…

په ژوند کې مه ناهیلي کېږئ

ژباړه: حامد احمدزی

درې تنه ناروغان د خپلې ناروغۍ  معلومولو لپاره ډاکټر ته ولاړل، ډاکټر په ځواب کې درې واړو ته وویل: تاسې په داسې ناروغۍ اخته یې چې درملنه يې ناشونې ده،  نور خپل ژون ته دوام نشی ورکولی، او په نیږدې راتلونکي کې ستاسو ژوند پای ته رسېږي.

ناروغانو په خپلو منځو کې سره وویل دا چې ناورغۍ مو خطرناکې دي، نو راځی چې د پاتې عمر پرېکړه وکړو چې څه ډول یې تېر کړو.

لومړي کس وویل: زه په ټول ژوند کې په خپلو کارونو بوخت وم، او د ژوند یوه برخه مې هم په تفریح او چکر تېره نه کړه، خو اوس چې پوه شوم د ژوند کمې ورځې مې پاتې دي،  غواړوم په چکر او خوندونو یې تېر کړم، غواړم هغو ځایونو ته لاړ شم چې نه یم تللی، هغه جامې واغوندم چې نه دي مې اغوستي، هغه کارونه وکړم چې تر اوسه مې د ډیرو بوختیاوو له امله نه دي کړي، او هغه څه وخورم چې تر اوسه مې نه دي خوړلي.

دوهم کس وویل: زه د ژوند په ډيره برخه کې په خپله سوداګرۍ بوخت وم او له خپلو خپلوانو ناخبره وم، لومړی کار، چې اوس یې باید ترسره کړم، ځم خپل مور او پلار خپل کورته راولم او پاتې ژوند له هغوی سره تېروم، تر څو له پاتې ژونده  خوند واخلم، غواړم د ژوند په دې پاتې وختونو کې خیریه کارونه ترسره کړم، او پاتې ژوند له خپلې کورنۍ سره تیروم تر څو په راتلونکې کې له ستونزو سره مخامخ نشي.

درېم کس د لومړي هغه په خبرو چپ پاتې شو، وروسته یې وویل:  زه ستاسو په څېر دومره نه یم ناهیلې شوی، او د ژوند هیلې مې لا شته، زه غواړم چې کلونه نور هم ژوند وکړم، او له ژوند نه خوند واخلم، لومړی کار چې غواړم ترسره یې کړم دا دی چې ډاکټر بدل کړم، تجربه لرونکي ډاکټر ته ولاړ شم او غواړم چې ژوندی پاتې شم بس.

332 total views, 2 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *


۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

استقلال | استاد عبدالله ويديال

دا لیکنه مې د هېواد د استقلال د (۱۰۰) مې کلیزې، یوې نمانځغونډې ته د وینا یوه برخه وه. د…

استقلال | استاد عبدالله ويديال

20 Oct 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور
  • 1
  • 2