Categories

اعلان

Loading…

ملا معتصم وايي طالبان د سولې خبرې کوي

تاند- د طالبانو یوه مشر ملا اغا جان معتصم د افغانستان د شخړې د سوله ییز حل لپاره د خبرواترو غوښتنه وکړه.

ملا اغا جان معتصم، چې د طالبانو د واکمنۍ په مهال د مالیې وزیر او د دې ډلې د رژیم له پرزېدو وروسته د کوټې د شورا په چوکاټ کې د طالبانو د سیاسي کمېټې مشر و، د روسیې او چین له لوري د افغانستان د مسلې د حل لپاره د سیاسي هلوځلو ملاتړ وکړ، ویې ویل چې د افغانستان حکومت باید د خبرو له لارې دا چانس له لاسه ورنه کړي.

اغا جان معتصم، چې په ۲۰۱۰ م کال د پاکستان په کراچۍ ښار کې د مرموزې حملې په نتیجه کې تر ټپي کېدو پورې د طالبانو د موسس ملا محمد عمر اخوند نژدې سلاکار و، د پاکستان ډیلي ټایمز ورځپاڼې ته ویلي چې اوس د افغانستان د بې هدفه جنګ دواړه خواوې افغانان دي او هره ورځ له نژدې ۱۰۰ افغانانو ژوند اخلي.

«افغانان اوس خپل افغانان وژني. هره میاشت زموږ شاوخوا ۳ زره تنه وژل کېږي. اوس د بهرنیانو تلفات غالباً له صفر سره برابر دي. نو زه له طالبانو او د افغانستان له حکومته غواړم چې جګړه ودروي او د خبرواترو لار غوره کړي.»

د ډیلي ټایمز ورځپاڼې پر اساس، اغا جان معتصم د ولسمشر غني دا خبره وغندله چې په وروستیو کې یې وویل چې که طالبان د سولې د خبرو وړاندیز ونه مني وروستی چانس به له لاسه ورکړي.

ده وویل«غني باید له خبرداریو ډډه وکړي. دا یوازې د طالبانو لپاره نه بلکې د افغان ولسمشر لپاره هم چانس دی. دواړه خواوې باید دا چانس مخکې تر دې چې د ناټو او امریکا د نورو ځواکونو له رالېږلو سره وضعیت لا خراب شي، ضایع نه کړي.»

طالبانو تل د سولې د خبرو لپاره د افغانستان د حکومت وړاندیزونه رد کړي دي او د جګړې پر دوام یې پر خپل نه بدلېدونکي دریځ ټینګار کړی دی.

خو ملا اغا جان معتصم له دې نظر سره موافق نه دی. دی وايي چې د افغانستان حکومت د طالبانو له سیاسي دفتر سره تماس نه دی نیولی.

«فکر کوم طالبان سیاسي حللار غواړي ځکه چې دوی په جګړه کې لا ډېر زیان ویني. د دوی مهم مشران لکه د کندوز والي مولوی عبدالسلام، د بغلان والي مولوي محمد لال ووژل شول….»

د چارو کتونکي وايي چې د طالبانو په منځ کې ډېر کسان شته چې په سوله باور لري خو که سولې ته تیاري وښيي د ملا اغا جان معتصم په شان منزوي کېږي ځکه چې د افغانستان د جګړې او سولې واک د پاکستان د آی ایس آی په لاس کې دی. سولې ته د طالبانو د حاضرولو لپاره د آی ایس آی په شرطونو کې د ډیورند په رسمیت پېژندل او له هند سره د افغانستان د سیاسي اړیکو محدودول شامل دي.

ځینې کتونکي وايي چې که افغانستان دا دوه کاره وهم کړي څوک نه شي تضمینولی چې پاکستان به نورې غوښتنې ونه کړي.

315 total views, 5 views today

64 comments

  1. Dr Esmat Reply

    الله دې تل پاتی سوله نوره په دې کړیدلی ملت پیرزوکړی

  2. غیاث الحق کندهاري Reply

    اغا محترم موږ کله ناکله ستاسو لیکنې چي په سوله اوثبات راچورلیځې وي لولو اوخوښي ترسره کو چي که زموږ مذهبي قشردنورو هیوادونوپه ډول خپل راتلونکي حس کړي نو دتل لپاره ستونزه حل شي ،نوموړې داټکي مې ديرخوش شوچي :ده وویل«غني باید له خبرداریو ډډه وکړي. دا یوازې د طالبانو لپاره نه بلکې د افغان ولسمشر لپاره هم چانس دی. دواړه خواوې باید دا چانس مخکې تر دې چې د ناټو او امریکا د نورو ځواکونو له رالېږلو سره وضعیت لا خراب شي، ضایع نه کړي.»

  3. زلمى كندهارى Reply

    ملا معتصم اخند د سولي شه بابولاله وايي، خو كه يي جهاني جامه، افغان حكومت او طالبان مجاهدين واوري نو دير به شه سي . تشكر

  4. Mujahid Reply

    چي سوله نه غواړي هغوی جګړه هم ونه ګټله

  5. نوري قلات وال Reply

    د اغاجان معتصم هڅي به هغه وخت نتیجه ورکړي چې افغان حکومت او طالبان هم سولي ته مصمیم سي . مننه

  6. كليم تركي Reply

    كه امريكا په پاکستان فشار رانه وړي ترهغې سوله امکان نلري ،ځکه طالبانو کې دقوماندانۍ مینه اودقدرت هسکې ماڼې نه شي ماتیدلای

  7. ګلاب الدین ګلاب Reply

    اغاصيب محترم زماپه فکر په ډیرساړه ځای کې ناست یې ځکه چي په سړه سینه خبرې دې کړې ،په دې خبرو دګرم سنګردګرمۍ په مهال پوی کولی دومره ګران دی لکه غرچي په شا وړي ،البته کومې خبرې دي \چي دواړو غاړوته کړې هغه بس دی

  8. مشعل سرخ رودی Reply

    اغاصاحب پر سولييزو هڅو دي برکت شه مونږ دعاګاني درته کوو، د خیر سړی یې او د خیر غږ دی اوچت کړی دی . درناوی

  9. مولوي نصرالدین دیوبندي Reply

    زه مولوی نصرالدین دیوې دیني مدارسي له استازانوڅخه یم ،زماپه فکرچي ديروخت مې له له طالبانوسره تیرشوی طالبانوکې یوه ډیره کمزورې ماده شته چي هغه بې وفايي ده ….نوریې هرڅه دستاېلو وړ دی دوی نه دخپلومشرانو احترام وساتلو اونه یې دهغو ی په راتلونکي تمرکز وکړاونه یې دهغوی ستړیاوې زندانونه ،مسافری ټپونه مرهم کړل بلکي هغوی هغه وخت دخپلو مشرانو ډیراطاعت اومننه کوي چي دوی ته مادي ګتې اوقدرت په لاس ورکړی وی،خوله هغه وروسته چي هغه مشربې قدرته شي اویایې مادې جنبه شتمني له لاس ووځي بیا یې دوی نه یواخې دمشرپه حیثت پيژني بلکي دهغه توهین د طالبانو یواځنۍ دنده وي….محترمه موږ پوهیږي چي ته به دوی ته څومره خواخوږی یې ،ته دیوه طالب په غم نه بلکي دټولې ټولنې په درد غمجن یې اودهغوی راتلونکي لټوي خودوی نه پوهیږي ترڅو داشرف غنی ورکړی اختاریې په سرخوړلی نه وي خودوی هروخت حالت یوډول بولي،مګرداسي نه ده

  10. قانع Reply

    اغاصيب چي تاسو دومره قربانۍ ورکړي او اوس هم هڅه کوي ،نوولې دطالبانو مشرانوکې نوې رنګ اوفکرهڅه نه کوي دوی ته ولې تاسو داسي فکر نه پیداکوي چي تاسو اوس له خپل ځان سره جګړه اعلان کړې اوس بهرنیان نشته هغوی نه وژل کیږي لکه چي تاسو فرمايلي.«افغانان اوس خپل افغانان وژني. هره میاشت زموږ شاوخوا ۳ زره تنه وژل کېږي. اوس د بهرنیانو تلفات غالباً له صفر سره برابر دي. نو زه له طالبانو او د افغانستان له حکومته غواړم چې جګړه ودروي او د خبرواترو لار غوره کړي.»صیب زماپه فکر ترټولو داښه به وی چي تاسو د دوی فکرنړۍ رنګین کړی اوله حالاتویې خبرکړی

  11. کواغا له سنګره Reply

    واکندهاره په ماسته شوروا

    دا په زرګونو شهیدان ټول اوس همداسي ایله کو،موږ هم لکه ګلبدین په پټوسترګو سوله وکړو ته اوانصاف دوی ولې روغ نه کوي دولت دي ټول واک طالبانوته پریږدي خوتاسو منځلاري یاست باید تاسوته دي پرېږدي.
    مګرټوله شورا په خپل طبعت هم جوړو چي دومره دې اسانه کړي اوپه خپل خیال دي دا دومره افغانستان جوړی محترمه راسه له نزدې حالات وګوره بیاپرېکړه وکړه طالبان اوس په دولت غښتلی شوي دوی ځکه سوله غواړي هو سوله کو خو دامتیازاتوپه بدل کی.

  12. تاوز سلیمانخیل Reply

    تاسو ښه تجویز اومهرباني کړې خو زماپه فکرکه داکاروسي نو رښتیاچي دپښتنو اسلامي اوهیواد به دواړه پوره شي،دحکمتیارپه راتګ کابل کې اوس ایله دپښتنوپه سینه کې ساه وچلیده ګنې ټول سره پاړسیان و،دهغوی ترجبر،ظلم اووحشت لاندې پښتنو واکمني کوله،خوکه طالبان سولې ته غاړه کږه کړي اوکابل ته د دوی لښکرې داخلې شي بخ بخ داکله کیدای شي

  13. اصف افغان Reply

    سوله یوه ډیره حیاتی خبره ده او دا د ټولو افغانانو دنده خصوصا ستاسو درنو مشرانو هیله کیګی
    ( ده هیواد ده اول نفر نه واخله تر عادی افغان پوری ) چی د سولی لپاره هلی ځلی وکړو
    زه مطمین یم که مقابل لوری (ده افغانستان دولت) په اخلاص سولی ته کاروکړی پدی ملک کی به حتمآ سوله راځی
    زما په اند باید د اسی هلی ځلی ډیری شی چی په قلمی جهاد کی حساب شی او د سولی د راوستو عملی لاری چاری په ګوته شی او هر څوک چی د رښتنی سولی لپاره کار کوی د هغه طرفداری وشی
    په پشتو کی متل دی جی وینه په وینه نه پاکیږی وینه په او بو پاکیږی راځی د سولی په راوستو کی یو د بل همکاری وکړو
    او ستاسونه په درنښت غواړو چی خپله د سولی د پروسی مشری وکړی او ده سولی په برخه کی ستاسو محترم مولوی صیب ده لا زیاتو هلو ځلو په هیله
    په درنښت

  14. ګلپاڼه Reply

    ښاغلی اغاصیب بهرنیا ن سوله نه غواړي

  15. ډاکټرفاروق سلیم Reply

    معتصمه وروره تاسو چي دطالبانو په لوړه چوکی اوواک کې کار کړی خپله درته ښه معلوم دي چي طالبان څنګه سوله وکړي اوپاکستان خوتاسوته تربل هرچا ځکه ښه معلوم دی چي تاسو دهمدې سولې په غوښتلو سره ټپی کړی یې ،نوښه داده چي له زور څخه کار واخستل شي داشرف غني خبره چي ته کوي هغه بلکل سمه ده

  16. نجیبه کابلی Reply

    ولسمشرچي ځان ډیرهوښار ،هوښار کوي ،بیا ولې ووایې چي داوسله والوته وروستی دسولې چانس دی سره له دې خبرې چي دسولې شورنوی مشریې هم وټاکه ،نوبیاهغه ته څه ضرورت و…خودې خبرې ته چي تاسو هم اشاره کړې اولیکلي مودي چي :د ډیلي ټایمز ورځپاڼې پر اساس، اغا جان معتصم د ولسمشر غني دا خبره وغندله چې په وروستیو کې یې وویل چې که طالبان د سولې د خبرو وړاندیز ونه مني وروستی چانس به له لاسه ورکړي.
    ولسمشرباید دومره حوصیله او وسیله ولري چي مرور دکور وګړي پخلا کړي

  17. قدرت الله شنواری Reply

    معتصم صيب ته چي تل دسولې اوثبات نارې وهیي نوتراوسه څه سوې دې که هسي ستړی یې ؟

  18. نور محمد نوري Reply

    د معتصم صيب خبره يوازې د ده نه بلکې د ټول ولس غوښشتنه ده. ولس له جګړو ستړی او د سولې تږی دی، موږ له دواړو ښکېلو خواؤ غواړو چې نور خپلې ستونزې د جګړې پر ځای د سياسي تفاهم له لارې حل کړي.

  19. منصوري Reply

    موږ اوس سنګرګټلی دی هیڅکله سوله موله نه کوامریکا یانو دهغوی لاسپوڅي دي ووزي

  20. خاطره افغان Reply

    کردګلو کړه چي سیمه دې ګلزار شي
    اغزي مه کره په پښوکې به دې لاړشي

    په یونیم میلون شهیدانوموهم اسلامي نظام برقرار نه کړ،داځکه چي مفکرې جوړې نه دي غچ اوقتل یې سبب دی

  21. موسی لوګری Reply

    په ښکاره خو ټولې رسنۍ همدا خبره کوي چې دولت خو سوله غواړي او ډېر ځله يې طالبان سولې ته رابللي، خو ګناه په طالبانو کې ده چې هر ځل يې د سولې خبرې رد کړې دي، مګر دا خبره ډېره کمزورې، ماشومانه او غير اصولي ده، ځکه دولت د سولې لپاره هيڅ قانون نه لري، ټول تمرکز په دې کوي چې طالبان دې راشي وسله دې کېږدي او اساسي قانون دې ومني. ايا دا سوله ده که تسليمي. بيا نو ولې طالبان تر اوسه جنګيږي، خامخا به يو څه غوښتنې لري، بايد دولت د طالبانو يو څه غوښتنې ومني، داسې نه چې تسليمي ته يې راوبولي او له تسليمي وروسته يې له وژلو او ځورولو لاس واخلي. ايا دا ډول سوله هم چا کړې لکه زموږ دولت يې چې غوړاي؟

  22. مفتي اغا Reply

    اغاصیب الله دې ژوندی لره موږ خودي رښتیا په قدرنه پوهیږو چي ځوانۍ نورې هم خوارې کړو،چي کلی کورونه اوښارونه ونړو،چي نوی نسل له تعلیم څخه بې برخې کړو،چي مندې بورې اوپیغلې کونډې کړو،بچي یتمان کړو،دهجرت لوږې تندې تیرې کړو ،بیابه پوی شو.نوهلته به هرڅه له لاسه وتلی وي
    خولومړی دي الله بهرني ځوکونه په بشپړ ډول له دې هیواد وباسي.

  23. امارتي ځوان Reply

    موږ دهیبت غوندي زمری لرو چي دوخت ښارته به غاړه ورغوڅه کړي اودوی به خپله لکه نجیب سولې ته غاړه کږه کړي

  24. الياس کوچی Reply

    د اغا صاب خبرې ډېرې ښې دي، خو کاش چې ټولو طالبانو داسې نظر درولدلای، نور طالبان هم سوله غواړي خو کېدای شي د هغوی شرايط لږ سخت وي، مګر دولت داسې سوله غواړي لکه حزب سره يې چې وکړه، يعنې هيڅ شرايط يې ورسره مطرح نه کړ. دا د حزب اسلامي يو ښکلی ابتکار ؤ چې پرته له څه شرايطو يې سولې ته غاړه کېښوده. که څه هم د يو څه شرايطو منل د سولې شرط دی او سوله او تسليمي ښکاره فرق لري؛ خو بيا هم موږ له طالبانو غواړو چې راشي او زموږ د دولت خصوصاً ولسمشر محمد اشرف غني مجبوريتونو ته وګوري او نور پر خپل پښتون ولس رحم وکړي. نور به پښتون خپلې سترګې چا ته واړوي، دولت مو هم له يوې يو ځل بيا هماغو څو کسو پنجشېريانو محاصره کړی چې تاسو تر کولابه ځغلولي ؤ، راشئ اوس يو ځل بيا د حکمتيار، ولسمشر غني او خپلو نورو پښتنو وروڼو تر څنګ ودرېږئ او د خپل پښتون ولس حقوق تر لاسه کړئ.
    په اخر کې د پښتنو د خپل منځي مينې محبت زياتېدو په پار يو شعر هم درليکم: پښتانه

    پښتون پوښتنه له پښتون نه په پښتو کې وکړه
    وايه پښتونه ستا د زړه مينه له چا سره ده

    پښتون پښتون ته ځواب ورکړو په پښتو ژبه کې
    که ته پښتون يې زما ټوله مينه تا سره ده

  25. عبدالله نوري Reply

    اغاصیب خوښه مطلب لیکلی ،لیکن زه ورته وایم چي تاسو په دې طالب مشرانو داخبره ومنی

  26. مولوي شهاب الدین انس Reply

    مطلب مې تول وکوت…ډیراعلی فکر اوڅرګنده غوره لاره په کې انتخاب شوې وه ،خوفکرنه کوم چي په مادیاتو روږدې خللک دي خپل امتیازات له لاسه وکړي،دوی اوس بله لاره ځکه نلري چي د دوی پېشه جګړه ده هغوی نه پوهیږي ،خوانګریزان هم غواړي چي زموږ غاړې ته مهال واچوي ددې ترمنځ لاره همدا ده چي محدوده اومشروط سوله وشي

  27. طالب جان هلمند Reply

    اغاصیب محترم ترفکر دې قربان شم چي زموږ ځوانۍ دې په مرګ نه لوریږي ،خودې ته باید متوجه شوچي غربیان په چین او روس کې خپل نفوس غواړي دچین ټینالوجي او دروس پوځي قوت به کله دوی ماتوي سوله دوی بهرنیان نه کوي اوداعش د هغوی زیږنده دی

  28. جلالزی توخي Reply

    کله به اخترشي ؟

    داسي هیڅکله نشي کیدی چې طالبان دي له ولس سره په تغرکښېنې

  29. نور بدخشاني Reply

    مخکې دمجاهدینو په نوم ۲۰کاله جګړه وشوه اوس به دطالب په نوم ۲۰کاله جګړه کیږي وطن تاسو وران کړی دجګړعاملین تاسو یاست په وچ سوړسک نه واست ماړه اوس چرته جګړې څخه لاس اخلي پردې استخباراتي ادارې درته نقدي درکوي تاسو دجګړې اوربلوی اوبس

  30. جویا Reply

    ما میدانیم که چي میشه…حال اتش به شمال انتقال میکند،نه طالب است ونه هم دولت ،بلکی عیسویت است ،تامسله امت رانابودسازد

  31. جمالزاده Reply

    الله دي خیرکړي سوله کله په دوبي راتلای شي …؟
    ځکه چي په دوبي کې طالبانو ژوند کولای شي که پاکستان نه وي هم دوی ته څه مشکل نه ده ،خوپه ژمي کې ههههه بیا دولت دسولې خبرې نه کوي

  32. برکت الله ايوبي Reply

    معتصم صېب طالبان د ملا عمر خبره نه مني نو ستا د به چيري ومني، هغه به ورته ويل چي دولس مفادات مه تلف کوی ظلم او زيادتي مه کوئ، سړکونو برقونو او تعليمي ادارو ته زيان مه رسوئ، خو متاسفانه چي دوي دا ټول حرکات ترسره کوي.
    معتصم صېب که دغه طالبان دي په صحيح معنی کي سولي ته آماده کړل، دا به ستاسي ډېره غټه لاس ته راوړندي وي، او ولس به ډېر در څخه خوشحاله سي، موږ دعاوي درته کوو.

  33. نجيبه کندهاری Reply

    موږ دا لس کاله د سولي په تمه يو، نه سوله سته نه آرامي، د سولي شورا د غلو په لاس کي ده، معتصيم آغا جانه اوس مو ستا څخه نوي هيلې پيدا سوې چي دغه طالبان راڅخه پر کراره کړې.

  34. عتيق الله مجاهد Reply

    طالبان د خپل واک او قدرت نه دي چي معتصم يې سولي ته را غواړي، هغه ټول د آي ايس آي په لاس کي دي.
    د پاکستان سره خبره وکړی هغه يې خپله سولي ته آماده کوي.

  35. اسلم Reply

    طالبان کله هم سوله نه غواړي
    حکومت خو شورا جوړه کړې او هره ورځ د سولې چیغې وهي

    دا طالبان دی چې د خپل واک او اختیار نه دي او سوله نه غواړي
    طالبانو که سوله غوښتی حد اقل اعلان به یی کړی و
    هغوی خو تل په جګړه ټینګار کوی

  36. محمود مطمین Reply

    ښاغلی معتصم صیب داسي نه ده چي ته وا طالبانو زیان لیدلی په دښتي لیلي کې لس زره ژوندي ترخاور لاندې شول همدوی جګړې ته ترهغه دوام ورکړتاسولیکلی چي «فکر کوم طالبان سیاسي حللار غواړي ځکه چې دوی په جګړه کې لا ډېر زیان ویني. د دوی مهم مشران لکه د کندوز والي مولوی عبدالسلام، د بغلان والي مولوي محمد لال ووژل شول….»
    خوداسي نه ده پردي زامن دي په صرف په جذبو راوستل له دوی غواړي نورکار هغوی کوي

  37. رحیم کاکړ Reply

    الله دي ورحمیږي جګړه نور هم اږده شوه چي داعش یې په وچ زور په راومنلو طالبانو دملادادالله ورور نه پرېښود خو دومره غیرته په کې نشته چي داعش په وړاندې هم له دومره جذبو اوقوت څخه کار واخلي داسي جهاد

  38. Ashraf Reply

    جګړه له مذهبانوڅخه په نړۍ وال جګړه واوښته اوس کنترول ناممکن دی عبث مصارف مه کوی په همدې اور کې به اوس سوځو.

  39. ثاقب Reply

    اوس وضعیت ډيرخراب شوی دی ،اوس هغه څوک نه ښکاري سړی پرې مذهبي مینه ماته کړي

  40. حماد Reply

    دنن ورځې راپور دی چي ۱۶۲۲ تنه په تیره میاشت کې په افغانستان کې وژل شوي اوټپیان شوي دي، نو په دي ډول خو به مو آخر خلګ را خلاص شي بیا به څه شی وژنو؟. خارجیان خو هغه دی یو هم په میاشت کې نه مري، نو که اغا صاحب په ډول بی طرفه خلګ پرخپلو خلګو لږ زړه وسوځي او دکومه دحل لاره را وباسي په دي کې به څه بدي وي؟.

  41. مؤمن نعیمي Reply

    رښتیني سوله که هر څومره ګرانه ده خو اړتیا هم ورته هغومره ډیره او شدیده ده، ځینې ملګري په تبصرو یا لیکنو کې دسولې دخبرو یا پروسې مخالفت کوي نو څه به کیږي؟ آیا یوه خبره به څوک کوي که به تل سره ټکوو؟ آغا صاحب دغه درد درک کړی دی چي ټول ژونديي هم دي وقف کړی دی ورنه څه اړتیا زما وستا دغم خوړلو لري؟. نو پر داسي چا ملامتي ویل نه دی پکار چي زموږ دښه ژوند لپاره کار کوي. الله دي هڅې بریالۍ کړي

  42. معصوم میوندي Reply

    عچیبه ده!
    دسولې یا روغې جوړې خبره هم اوس خلګ جرم ګڼي، یواځي اغاجان دی چي بیا هم کله یوه هیله پیداکوونکي خبره ورڅخه واورو. خو اغاجان دي هم په خپله ستراتيژي کې بدلون راولي
    یعني لږدي عملي کار وکړي، تر اوسه خو یواځي تر مرکو پورې دمحترم اغاجان هڅې محدودې دي.

  43. معصوم میوندي Reply

    عجیبه ده!
    دسولې یا روغې جوړې خبره هم اوس خلګ جرم ګڼي، یواځي اغاجان دی چي بیا هم کله یوه هیله پیداکوونکي خبره ورڅخه واورو. خو اغاجان دي هم په خپله ستراتيژي کې بدلون راولي
    یعني لږدي عملي کار وکړي، تر اوسه خو یواځي تر مرکو پورې دمحترم اغاجان هڅې محدودې دي.

  44. محمدنبي مالیار Reply

    اغاصاحب ! پام چې طالبان و داسي سولې ته و نه هڅوې لکه حکمتیارصاحب چې وکړه، اوس موږ روزانه اورو او وینو چې د حزب اسلامي غړي په مرکز کابل او ولایاتو کې د نامعلومو وسله والو لخوا وژل کیږي چې دا سوله د حزب اسلامي لپاره یو سیاسي مرګ سو نو که طالبان مجاهدین هم دغه ‌‌‌‌‌‌ډول سوله وکړي دوی به هم عین سرنوشت اخته کیږي .

  45. غيرت بارگزى Reply

    مولوي معتصم صاحب! سوله بايد رشتني وي نه داسي سوله چي حكومت يي د سولي د شورا د أدرسه ناري سوري وهي دا خو سوله نه ده بلكي تسليميدل دي او تاسو پوهيژى چي مجاهدين به هيچ وخت داسي ونكري .

  46. افغانیار Reply

    معتصم صاحب! زما له نظره طالبان شاید سوله قبوله کړي خو داسي سوله نه لکه حزب اسلامي
    چې وکړه دا خو ځان د دښمن په اسارت کې په خپل لاس بندول دي او هلاکت دی . والسلام افغانیار د پول عالم نه

  47. سلیم جمال Reply

    طالبان دې له دې زرینې موقع استفاده وکړي ټرمپ هیڅکله دمسلمانانو دوست نه شي کیدای ،خودهغه طبعې ظلم
    یاد ساتی چي اوس کیدای شي دپآکستان فشار دطالبانو ترمشرانو ووځي

  48. حاجي اجمل اسحاقزی Reply

    الله دي خیرکړی اغاصیب موږ خوپه دې کمنیت هم نه پوهیږو ګران شرائط یې دي باید لومړی تاند ویب پاڼه دا اسانه کړي ،موږ کمنټ نه شوکولای

  49. نعیم محصیل Reply

    د چارو کتونکي وايي چې د طالبانو په منځ کې ډېر کسان شته چې په سوله باور لري خو که سولې ته تیاري وښيي د ملا اغا جان معتصم په شان منزوي کېږي ځکه چې د افغانستان د جګړې او سولې واک د پاکستان د آی ایس آی په لاس کې دی.

  50. شرفيار Reply

    محترمو وروڼو ! سوله په هرصورت خير ده خداى تعالى فرمايي ( والصلح خَيْرٌ) . مننه شرفيار نورزى د بولدك څخه

  51. زهرا بامیان Reply

    صلح اوازادي برای که مې خواهي ،ملت ما کوراست هیچ نه مې بیند،

  52. مصویر Reply

    دمذهبیانو عجیب منطق اوتګلاره وي که د دوی له ګټولږ واوښتلې بس کافرشوې خوهغه نه کافرکیږي ،افغان دولت غلام ګڼي خوځان خپلواکه مخامخ دخلکوپه سترګوکې خاورې شنیدي دکوټې اوپيښور ماڼۍ یې موږ وینو کاروبار اوتاریاق سوداګري یې وینو خودبل لپاره بده ده ،الله دې هغه څوک وشرموي چي په وطن کې سوله ثبات نه غواړي ،

  53. پرواني Reply

    محترمه تاسو ولي په داسي حال کې سوله غواړي چي امریکا په ماتیدوده ،خوباید تاسو په سرکې داکار کړی وای ،نن به دومره قربانۍ ولي ورکولې ،خودومره وايم چي طالبان ترهرڅه تیرېدای شي مګرترقدرت نه هغوی اوس هم هغه خوبونه ویني چي په شمالي کې یې دخلکو کورونه ورانول خوچاڅه نه شوای ورته ویلای .

  54. سحاق منصوري Reply

    مشره رامخته شه
    تاسو ولې په دې اړه جدې پرېکړه نه کوي چي نوردمذهب توهین بند شي اوخارجیان له هیواده ووژي

    که دې همدې ښکلي ځوانۍ سره داسي ښکلی کار وکړي څه به وشي…؟
    نور له بدرنګومشرانو اوله بې تقوا رهبرانوپه تنګ یو.سوله زموږ ارمان دی ،هو په داسي حال کي چي ټول افغانان وسو.

  55. hamim Reply

    معتصم اغاجان په طالب مشرانو کې نسبتا معقول او وطن ته وفادار شخص دی.
    که د سولې په ډګر کې هڅې وکړي او یاهم چانس ورکړل شي ممکن ګټور ثابت شي.
    افغان حکومت ته په کار دی چې داسي کسانو سره قوي اړیکې جوړې کړی او د تماس د چېنل کار ورڅخه واخلي.

  56. منصور Reply

    دحمیم خبره تايیدو بلکل همداسي ده

  57. شاه حسین Reply

    بلې همیم که حمیم صیب یې وروره ستاخبره خو سهی ده چي اغاصیب دقدر او وړ شخص دی باید هغه خپله دازمېنه اوموقع برابره کړي چي طالبانو ورباندې ټول شي ،ګنې خوار اوذلالت حالات ځکه راتلونکی دي چي دوسله والوطالبانوپه منځ کې سخت اوژور اختلاف شته

  58. حکمت Reply

    موز خو هيبت لرو دهیڅ ځواک او واک پروانه لرو صرف اسلام

  59. دارالفکر Reply

    که طالبان هم په معتصم اغا راټول شي ،نولیري نه دي چي دسولې اورایې له لارې دې راتلونکي نظام اوواکمني وګټي ،خوکه جنګ اوجګړې کې خیروي نواوس خویې ۴۰کاله پوره شو

  60. ډاکټرعصام Reply

    طالبانو ډیرې ازموینې اوجګړې وکړې دې ځل دې داهم وازمویې چي سولې ته دې غاړه کښیږدي همدا معتصم صیب دې مشروټاکي ،ځکه چي هغه له شرعي اوبهرني سیاست اونظام سره پوی دی ،خوکه دوی ته چل دوکه اوفریب ورکړل شو ،نوبیاهم کولای شي چي غروته وخیزې روس ،ایران اوپاکستان یې بیاهم مرسته کوي.

  61. نعیم مسلم زاده Reply

    طالبان غواړي چي دمرګ تروروستۍ سلګۍ پورې وجنګیږي یابه شرعي نظام راولي اویابه سرخوري
    خویاده دې وي چي اوس صلیبي

  62. مولوی محمود Reply

    وروڼو اغاجان معتصم طالبانو له خپلی لیکی شړلی ده هسی ایله دبوسو کاڼی واروی طالبان به هلته سوله وکړی چی جهان یی شروط قبول کړی د معتصم څنګ کی څو تنه طالبان نه بلکی غله او ماده پرسته انسانان راټول دی چی په داسی خبرو له بهرنیانو پيسی او مادیات تر لاسه کړی دا دبوسو غونډاری کوم ځای نه نیسی

  63. مسعودهراتي Reply

    بعد ازینکه :
    کدام وخت که امارت اسلاميه را منتشرشود وحکومت غربي بجایش قايم شود،ماخوردکک بودم،البته ان وخت مافهمیدم که کفروطن ما رااشغال ساخت.
    حالا ازشمافرسان مې کنم که حکم اشغال چه است؟
    تاوخت که خارجها را بیرون نشود حکم جهاد جاري است .

  64. مولوي دوست محمد مدرس مدرسه نورالقران غزنی Reply

    پرته له کوم امیتازه داپه ډاګه ویلای شم چي معتصم اغا دطالبانو درهبرۍ وړکس دی بایدنور طالبان یوه سیاسي جنبه ولري،هغوی اوس دخپل هدف لپاره یواځې همدا لاره لري ،معتصم اغاچي له ډیره وخته یې په دې اړ ډیرې هلې ځلې کړې ،موږ په ډې پوهیږو چي که هرطالب شهید کیږي ،زنداني کیږي ،اغاصیب ته یې کوم زیان نه دی اړولې ،خوهغه په کراتو ویلي چي جګړه تپل شوې ،نړۍ ټوله مغلوبه ده ،ګاونډیانو لاسوهنو زموږ ټول جنګي برم اوهدف دخپل ځان په ګټه کرځولی،خوپه دې سیاست نورمشران به ډیر وروسته پوی شي،بل خبره داوه چي معتصم اغا مرحوم امیرالمؤمنین ته ډیرنژدې کس واوهغه ورباندې تربل هرچاډيرباورهم ،خوترپایه ورسره وفادار هم پاته شوداچي ځینې کړۍ دهمسایه ګانو په مرسته څه نمایشي اوفرمایشي چارې ترسره کوي هغه زموږ داینده په ګټه نه دي ،حزب هم سوله وکړ،خوتسلیم ځکه نه دی چي هغه هروخت کولای شي بیرته غرونوته پورته شي ،مګرهغه هم ددې انتظارباسي چي په کوم ډول بایداسلامي نظام راولي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *