Categories

اعلان

Loading…

د پاکستان فلمي صنعت، رسنۍ او د پښتنو سپکاوى/ بارکوال مياخېل

تاريخ راته وايي چې کله د يورپ شتمنو هېوادونو په اېشيا، افريقا او منځني ختيځ کې بېلابېل هېوادونه تر خپلې ولکې لاندې راوستل، نو د خپلو استعماري ګټو د دوام لپاره يې خپلو يرغلونو ته دا جواز وړاندې کړ، چې ګواکې ددغو مستعمرو خلک نالوستي، غيرمهذب او په کلتوري لحاظ وروسته پاته دي، دوى غواړي چې هغوى ته د مهذبې نړۍ غوندې نوى تعليم ورکړي او له نوي تمدن سره يې اشنا کړي. يوويشتمه پېړۍ چې په پوځي ځواک د يو قوم د بشپړ مستعمره کولو زمانه نه ده او سرمايه داره نړۍ د نوې استعماري تګلارې له مخې يو هېواد يا ملت په اقتصادي، کلتوري او د ټيکنالوجۍ په وسيله مستعمره کوي، نو ډېر غريب هېوادونه او په هېوادونو کې مېشت قومونه يې هم تر مستقيم اغېز لاندې دي.

پاکستان چې له کله راهيسې جوړ شوى نو يوې ځانګړې واکمنې طبقې يې په دې هېواد کې پر مېشتو قومونو د سياسي بالادستۍ او د دوى پر وسايلو د قبضې لپاره له دوى سره تل د ميرې مور چلند کړى دى، د خپلو استعماري ګټو لپاره يې په تعليمي نصاب کې د دغو قومونو پېژندنه داسې کړې، چې نه يواځې له حقيقته ډېره لرې ده بلکې مسخ ده، د دوى قومي اتلان او شاعران يې يا په تعليمي نصاب کې بېخي شامل کړي نه دي او که يو-نيم پکې شته هم، نو په داسې بڼه يې معرفي کړي، چې زده کوونکي يې د دې هېواد د کمزوريو قومونو او وروسته پاته ژبو خلک وګڼي. د پاکستان فلمي صنعت هم د دې هېواد له استعماري تګلارو سره سم نقش تر سره کړى دى، د اردو او پنجابي ژبې په سلګونو فلمونه او ډرامې که په ځير نظر وکتل شي، نو په هغه کې له پنجابيانو پرته د نورو قومونو کلتور، ژبې، تاريخ او د خلکو ظاهري بڼې ته په سپک نظر کتل شوي دي.

د کوشني اختر په دويمه ورځ د پاکستان په سرکاري ټيليويژن (Ptv) کې د اردو ژبې يوه پنجابي شاعر جوادحسن جواد په پښتنو پسې يو طنزيه شعر ووايه، چې قريباً په هر بيت کې يې د پښتنو سپکاوى شوى وو. دغه شاعر خپل شعر هم د پښتنو په لهجه د پښتنو له خوا وايي، چې په لومړي بيت کې وايي [دوښمن چې زموږ پر غرونو بمونه غورځوي: له هغه به وړيا بجري جوړه کړو خرڅه به يې کړو]، په دويم بيت کې وايي [موږ قاچاک (سمګلنک) تجارت ګڼو او پيسې په ګټو: د ويزې زحمت څه کوو، خپله ځو راځو]، په درېيم بيت کې وايي [ويل مې ولې اې ظالمه راشې او بيا لرې لاړ شې: ويل يې ستا د مېږې (ګډې) په شان بوى ځي]، په څلورم بيت کې وايي [ستا ټول سا رې ګا ما پا دا ني سا لا څه دي: موږ خپلې ټولې سندرې تر ننه په يوه سُر کې وايو]، په پينځم بيت کې وايي [جواده! ته موږ ته د پاکۍ څه چلونه را زده کوې: موږ هر کال په اختر کې لازمي لمبېږو]، په شپږم بيت کې د تذکير او تانيث په قصدي تېروتنې سره وايي [څنګه څوک دا همت وکړي چې اراده يې اومه وي: نسوار هغه څوک کوي چې د نر زوى وي].

په دې شعر کې چې کومې خبرې پښتنو ته منسوبې شوې دي، دا هم اکثر د هغه معروض زېږنده دي، چې علتونه يې سياسي دي او تر شا يې د پاکستان د واکمنې طبقې استعماري تګلاره ده، د پښتنو پر غرونو، سړکونو، پوهنتونونو، مسجدونو او روغتونونو چې بمي چاودنې کېږي، دا ترهګري هم د دوى د وسايلو د لوټلو په خاطر د يوه منظم ستراتيژيک پلان له مخې پر تپل شوې ده، اوبه يې پنجاب ته ځي خو دوى په تياره کې ساتل کېږي، خلک يې بېسواده ساتل کېږي ځکه يا په قاچاکي لارو تجارت کوي يا د سمندرونو له لارې پرديو هېوادونو ته ځي، د مېږې (ګډې) غوندې بوى يې ځکه ځي، چې د خپلو مټو په زور خپلو بچيو ته روزي ګټي او د غلامۍ ژوند تېرول نه غواړي، سندرې يې ځکه په يوه [غمجن] سُر کې دي، چې په وطن کې يې له تېرو څلوېښتو کلونو راهيسې د جوادحسين د بادارانو له لاسه ښه ورځ نه ده ليدلې، په کال کې ځکه يوه ورځ لمبېږي چې “په جنتي خاوره نهر ګرځي” د پنجاب له لاسه او نسوار ته نه موږ د نر د زوى کار ويلى او نه زموږ د کلتور برخه ده، بلکې دا هم د دې رياست د استعماري رسنيو او ډرامو له خوا په پښتنو پسې مشهوره شوې خبره او پروپيګنډه ده.

د پاکستان د سرکاري ټيليويژن د کوټې په سټېشن کې ما هم په څو مشاعرو کې ګډون کړى دى، پروډيوسر يې مخکې له مخکې له شاعرانو غوښتنه کوي، چې داسې شعرونه پکې ونه وايي چې د ټيليويژن له پاليسۍ سره سم نه وي يا پکې چاته سپکاوى شوى وي او دغه مشاعرې په ژوندۍ بڼه نه خپرېږي، بلکې لومړى ثبتېږي، اېډيټ کېږي او بيا خپرېږي، نو ښکاره خبره ده چې په پښتنو پسې ويل شوى د جوادحسن شعر به هم ضرور پروډيوسر اورېدلى وي، خو چې اېډيټ کړى او ځنې ايستلى يې نه دى، نو دا څرګنده ده چې پروډيوسر هم په لوى لاس غوښتل چې د دې شاعر په شعر کې د پښتنو پر سپکاوي سترګې پټې کړي. مشاعره د ټيليويژن له لارې په ټول پاکستان او د نړۍ په هر کونج کې خپره شوه، په ډېرې بې پروايۍ پر يوه پينځوس ميليوني قام ملنډې ووهل شوې او پي ټي وي خپل ملي رسالت تر سره کړ. جوادحسن جواد چې دغه شعر وايي په تالار کې ناست په سلګونو نر ښځې ورته چکچکې کوي او د هر بيت د بيا- بيا ويلو غوښتنه ځنې کوي، داسې ښکاري چې په دې شعر کې د پښتنو په اړه شوې خبرې په ظاهره د جواد د تخيل زېږنده دي، خو په حقيقت کې دا د پښتنو په ضد د پاکستان د واکمن قوم د ذهنيت عکاسي کوي.

د جوادحسين شعر په ټيليويژن کې تر خپرېدو وروسته ټولنيزو رسنيو ته را ورسېد او د پښتنو غوسه يې را وپاروله، چا د پاکستان له سرکاري ټيليويژنه د بخښنې غوښتنه وکړه، چې ولې يې دا شعر خپور کړى، چا يې شاعر ته بد رد وويل، چا د پاکستان د برېښنايي رسنيو د کنټرول ادارې (پېمرا) ته احتجاج وکړ، چې په ټيلويژنونو کې دي د پښتنو د سپکاوي مخه ونيسي، خو تر اوسه نه هم د پي ټي وي له خوا په دې اړه څه سپيناوى يا بخښنه مخې ته راغلې او نه هم پېمرا د دې مشاعرې د خپرېدو په غبرګون کې څه ويلي دي، ځکه چې پښتانه له ټولنيزو رسنيو پرته بله هيڅ داسې وسيله نه لري، چې له لارې يې ږغ د پاکستان تر مرکزي حکومت او چارواکيو ژر ورسېږي. د جواد حسن د شعر په جواب کې د پښتنو عکس العمل که هر څومره جدي او سنجيده وي، خو دا چې د پښتنو په اړه د دې هېواد په رسنيو، فلمونو او ډرامو کې دا ډول سپکوونکې خبرې عامې دي، نو ښايي څوک يې دومره سنجيده ونه ګڼي.

اوس پوښتنه دا ده چې آيا د پاکستان په سرکاري ټيلويژن، شخصي ټيليويژنونو، تعليمي نصاب، ورځپاڼو، فلمونو او ډرامو کې دا لومړى ځل دى چې د پښتنو سپکاوى کېږي که نه تر دې پخوا هم په داسې سپکه توګه ياد شوي دي؟ که څوک په دې اړه هراړخيزه پلټنه وکړي، په باور سره ويلاى شم، چې د پاکستان د نورو محکومو قومونو په شمول به د پښتنو له سپکاوي ډک دومره مواد را وباسي، چې دا وروستى له سپکاوي ډک شعر به يې په اوړو کې د مالګې برابر وګڼل شي. که څوک د ښوونځيو د نصاب کتابونه وپلټي، نو پښتون به پکې د دې هېواد تر نورو قومونو زيات غيرتمن ښوول شوى وي او له توپک سره به يې عکس پکې خپور شوى وي، په ډرامو کې به يا د څوکيدار کردار ورکړل شوى وي يا به د دفتر چپړاسي وي يا به ډرېور وي يا به يو ساده او احمق انسان وي، په ټيليويژنونو کې چې په اشتهارونو کې کوم منفي رول وي هغه به پښتانه ته ورکړل شوى وي، خصوصاً د جيو ټيليويژن (خبرناک) او د دنيا ټيليويژن طنزيه خپرونه خو په ډېرې سپينسترګۍ د پښتنو پر کلتور، ژبه او شخصيتونو ملنډې وهي، خو پښتانه که احتجاج وکړي هم ږغ يې څوک نه اوري، ځکه چې د سپکاوي تر شا يې د دې هېواد د يوې ځانګړې طبقې او د واکمن پنجابي قوم له کرکې ډک استعماري ذهنيت موجود دى او دا ذهنيت نه يواځې د دوى د ليکوالو، ژورناليستانو او سياستوالو له خوا پر مخ وړل کېږي، بلکې د دوى ځينې مذهبي مشران هم پکې لوى لاس لري.

د پښتنو په اړه دا ذهنيت ولې دى؟ آيا د دې تر شا يواځې دا فکر موجود دى، چې پښتانه په کلتوري، ژبني او اقتصادي توګه وځپل شي او وسايل يې ولوټل شي، که نه د دې تر شا يوه بله پلمه او پديده هم شته؟ يو داسې ملت چې شپږ سوه کاله يې پر هند باچهي کړې وي، د نړۍ يوه لوى زورور انګرېز ته يې- چې يو وخت يې په سلطنت کې لمر نه ډوبېده- ماتې ورکړې وي، د هند پر ټوله نيمه وچه او بيا تر اصفهانه يې د واکمنۍ ريښې غزېدلې وي، د داسې ملت د کمزوري کولو او د بيا را پورته کېدلو له ډاره به يې دوښمن ولې په ژبه، کلتور، تاريخ او خلکو ملنډې نه وهي او ولې به يې په سياسي توګه د غلام ساتلو هڅې نه کوي.

پښتانه د يوه ملت په توګه پخپل وجود کې څومره توان لري، چې د دوښمن داسې سپکاوي ته ځواب ووايي او د کمزوري کولو کرغېړنې دسيسې يې ناکامه کړي، د پښتنو ملي ادب، فلم او ډرامه د پرديو د دا ډول ميرني روش په مقابل کې خپلو خلکو ته څه وړاندې کوي؟ د پښتنو قومي سياست د دوښمن د استعماري تبليغاتو د مخنيوي لپاره خپلو خلکو ته متبادل ذهني خوراک ورکوي که نه؟ دا ټولې هغه پوښتنې دي چې هر پښتون او پښتنه بايد ورباندې فکر وکړي او د ځواب موندلو په لټه يې شي، که په دې برخه کې مو کار اغېزمن نه دى او د شعوري مبارزې لپاره مو سنجيدګي بلوغت ته نه ده رسېدلې، نو په هسې جذباتي عکس العمل او احتجاجونو به ډېره ګرانه وي چې د خپل قام په اړه د پرديو خيرن فکرونه بدل کړو.

10 total views, 2 views today

1 comment

  1. عرفان Reply

    که شعر ته متوجی شی دا شعر صرف د افغان حکومت اوسنی سیاست پوری تړلی شعر دی ځکه دوی ووایی هغه افغانان څه شول چی زمونږ په ګټه به هند او امریکا سره دشنمی کوله ځکه دوی ته دغه جراات زمونږه بی ننګه مشرانو ورکړلی دی

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *