Categories

اعلان

Loading…

امریکا افغان سفیر ته د افغانستان لرغوني اثار وسپارل

تاند- د امریکا متحدو ایالتونو د افغانستان څو لرغوني اثار د دوشنبې په ورځ بېرته دغه هیواد ته وسپارل.

دا په تېرو اتو کلونو کې څلورم ځل دی چې د امریکا متحد ایالتونه افغانستان ته خپل لرغوني اثار بېرته ګرځوي.

د امریکا د ګمرکونو مامورینو په واشنګټن کې د افغانستان په سفارت کې په یو لړ مراسمو کې افغان سفیر اکلیل حکیمي ته د افغانستان لرغوني اثار وسپارل.

دا اثار د امریکا په ګمرکونو کې له قاچاقبرو څخه نیول شوي ول.

د امریکا د ګمرک چارواکو وویل چې دا اثار، چې د شرابو یو رومي جام او یو شمېر طلايي وسایل ول، د ۲۰۱۱ کال په مارچ میاشت کې د نیوجرسي په نیوارک هوايي ډګر کې د تلاشۍ په مهال نیول شوي ول.

رومي جام له پنځمې تر اتمې پېړۍ پوري تړاو لري. درې نور اثار د پنځمې میلاد مخکې پېړۍ دي. د سرو زرو اثار په اوولسمه پېړۍ پوري تعلق لري.

9 total views, 1 views today

1 comment

  1. افغان زاده Reply

    سفیر صاحب د اثارو دی دیره مننه خو مونږ تر آثارو خپل آزادی ته دیره اړیو
    که لطف وکړی مونږ ته رهبر او زعیم مه تاکۍ دا آثاربه هم بیرته درته درکړو

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *