Categories

اعلان

Loading…

د شعر ژباړه/ اجمل پسرلی

له یوې ژبې بلې ژبې ته ژباړه درې مهم شیان په ګرانه خپلوي:

اهنګ

کلیمات

کلتوري ریښې

نامتو عرب شاعر نزار قباني(۱۹۹۸-۱۹۲۳) د ( تا ګرانوم) په نوم د یوه اوږده شعر په پیل کې وایي:

د مینې او مینې ترمنځ تا ګرانوم

په ها واټن کې چې یوه رانه تللې

او یوه راروانه

تا پسې ګورم، دلته او هلته

دغه زمان، لکه چې ستا دی

دا ټولې ژمنې لکه چې څاڅې ستا په لیمو کې

دغه شعور مې څنګه تفسیر کړم

سهار ماښام وي

…..

په شعر کې درې ځایه موسیقي ځاییږي، په جمله کې، په کلیمه کې او په حرف کې، کله چې دغه ټول د شعر له مانا سره مناسبه او همغږه شي بیا نو د شعر موسيقي کاکه شي. د نزار قباني په پورتني شعر کې هم د جملې موسیقي، هم د کلیمې او هم د حرف موسیقي  سره تړلې ده نو که څوک دا شعر په عربي ژبه لولي اهنګ یې سړی پسې اخلي، د کلیماتو تکرار، د موسیقي لوړې ژورې، اه، کمال کوي خو کله چې یې بیا وژباړې شاعر ته دې خوا بده شي چې زیاتی دې ورسره وکړ.

په عربي کلاسیک ادب کې دا خبره مشهوره ده چې د شعر ژباړه د دې لپاره ګرانه ده چې شعر یوازې مانا او لحن نه دی، شعر چوکاټ لري، ایقاع لري، قافیه لري.

 د دریمې قمري پیړۍ  نامتو عرب نقاد جاحظ  (775م ۔ 868م ) په خپل مشهور اثر ( الحیوان) کې لیکي چې شعر نه ژباړل کیږي. د جاحظ په وینا که شعر ترجمه شي نو په نثر به بدل شي او عادي نثر به هم نه وي ځکه چې عادي نثر تل تر هغه نثر ښایسته دی چې له شعره ترلاسه شوی.

د عربو د جاهلي زمانې د شاعر امری القیس یو بیت دی:

مکر مفر مقبل مدبر

کجلمود صخر حطه سیل من عل

شاعر وایي« زما اس د هغه کاڼي په څیر دی چې له لوړې سیل راپه مخه کړی دی، یوځل تم شي، بیا روان شي، بیا  اړخ ته شي، بیا بل لورته کوږ شي»

د امري القیس د دې بیت په لومړۍ مصراع کې څلور کلیمې دي، هره یوه په میم شروع شوې او هر یوه یې درې سیلابه ده. دغه لنډ سیلابونه د ځغلنده تصویرونو په رسولو کې مرسته کوي، په تصویر کې اس مخته ځي، شاته ځي، اړخ ته ځي.. په همدې مصراع کې په دریو لفظونو کې د ( ر) توری دی چې د تلفظ پر مهال لکه د رباب تارونه ترنګیږي. په دوهمه مصراع کې د ( جلمود) کلیمه په ( جیم ) پیل شوې تر دې لفظ مخکې د ( ک) حرف د تشبیه ادات دی. په عربي ژبه کې ګڼ ستر صفات په ( جیم)  پیلیږي، لکه جلال، جمال، جذاب، جامع، جبروت….

په همدې مصراع کې ( کجلمود صخر حطه سیل) یو ځای تلفظ کیږي. تصویر هم یو ځای دی، اس که په ناز او نخرو درومي نو د ( مکر، مفر، مقبل او مدبر) انفرادي حرکت خپلوي او کاڼي چې له لوړې راشیوه کیږي که هرڅومره ورو هم وي بیا هم تیز وي د همدې لپاره د اس د ستاینې په څیر یې کلیمات دانه دانه نه دي. د ( سیل ) کلیمه چې په دې بیت کې اصلي کلیمه ده له قافیې سره همغږې راغلې ده. نو دغه نازکۍ کله په ژباړې کې خوندې کیږي.؟! ګومان کوم د دقیقې قافیې انتخاب او د زاړه شعر وزن ژباړه نوره هم پیچلې کوي. د همدې لپاره مې پورتنی بیت منثور ژباړلی.  د شعر د ژباړې پلویان وایي چې شعر په نثر مه ژباړئ شعر په شعر ژباړئ.

د امري القیس پورتنی ژباړل شوی بیت  د مبدا په ژبه کې د انګلیسي ژبي د نامتو کره کتونکی او شاعر سامویل کولریج ۱۷۷۲- ۱۸۳۴ په وینا پوره خیژي چې وایي« نثر هغه کلیمات دي چې ښه ترتیب شوي وي او شعر هغه کلیمات دي چې خورا ښه ترتیب شوي وي» د ښه شعر کلیمات د دې ترڅنګ دا کمال لري چې ډیر څه په لږو الفاظو بیانوي. دغه الفاظ کله ناکله په لنډو یو ژورکلتوري مفهوم رانغاړي. که لوستونکی دغه مفهوم سمدستي درک نه کړي او وروسته تشریح ولولي ښایي هغه خوند له شعره وانخلي چې وار له واره یې ورته پام شوی وي، ځکه چې ښایست نه تشریح کیږي. همدا علت دی چې د کلتوري ریښو لیږدونه په ژباړه کې د شرحې سربیره خوند له منخه وړي او شرحه یې هم ستونزمنه ده.

معاصر امریکایی شاعر رابرت مکډنالډ په یوه شعر کې لوګي ته اشاره کوي او وایي:

جنت مې تګلاره ده

د لږ وخت لپاره

چې څومره لرې زه کتلی شم

د څاه اوبه زما پکار دي

زه په مایلونو پسې وتلی

ویره د هڅو، ژورو هڅو زما په زړه ده

خاطرې غونډې په زړیدو دي

له مانه لرې په جزیرو کې

په شمالو کې غږ راغبرګیږي

خیالونه شاته راڅخه پاتې

او د ماشوم مسکا

د سپینې سپوږمۍ، مخ ته ځلیږي

ځير که شم لمر ته څه به وګورم؟

مځکه که لاړه فضا کې حل شوه، چیرته به موږ یوو؟

یوه ورځ به ټوله سره جلا شو، وبه ښوییږو یوه سمندر ته

بیا به نو څنګه سره پیدا کړو ؟

د لوګیو اشارې به

وي په اسمان کې

ټپي مرغه به

الوځي، ځي به

وریځې به لارې کړي راته جوړې

مرګ به فنا شي

نښې د دود به

وي په اسمان کې (۱)

د دې شعر په وروستیو کې لوګی یاد شوی دی. لوګی په سیمبول کې له جسم څخه د روح د وتلو مفهوم لري، یعني یو شی له مریي حالته په غیر مریي حالت بدلیږي. په پورته شعر کې له لوګي دا مانا اخیستلی شو، خو دلته د ( دود یا لوګي نښې) یادې شوې دي چې دا بیا  د سره پوستو امریکایانو دود ته اشاره ده، دوی به په دښتو کې اورونه بلول او په پراخو دښتو کې به یې د لوګیو له لارې یو بل سره موندل. مرغان هم د سره پوستو امریکایانو په باور د دوی د پخوانیو مشرانو ارواوې دي چې دوی له بدو بلاوو ساتي.

که چیرته څوک په دې راز پوه نه شي نو ښایي پورتنی شعر ورته ګونګ ښکاره شي، ژباړه به یې سخته شي، مفهوم به یې تت شي او خوند به یې ورک شي. که ژباړونکی په دې راز خبر وي، بیا یې ژباړه له تشریح پرته نه واضح کیږي، وضاحت او تشریح تر ډيره د شعر خوند وړي او د لوستونکي فکر د شعر د لوستو پر مهال په بله اړوي. یو شمیر کره کتونکي خو لا په دې باور دي چې د شعر هدف د اطلاعاتو انتقالول او بل ته څه ورزده کول نه دي، شعر هنر دی نو د یوې ښې شعري ژباړې په پای کې غوره ده چې توضیحات نه وي لیکل شوې، ځکه چې دغه ډول تشریحات د لوستونکي ذهن ګډوډوي او د هنري خوند له چاپیریاله یې بهر کوي. امریکایی شاعر رابرټ فراست وایي« شعر که تفسیر شي له منځه ځي».

په کلتوري برخه کې باورونه، ارزښتونه، عادتونه او چاپیریال چې څاروي او مرغان یې هم برخه دي، په دوو سره لرې ژبو کې په  سخته انتقالیدای شي.

په پورته شعر کې لوګی وریځې جوړوي او راوي پر وریځو د جنت لورته ځي. د مسیحي عقایدو په باور د جنت لار پر وریځو ده، که چیرته یو  افغان دا شعر لولي نو ښایي په ګرانه پرې پوه شي. د باورونو له مخې که چیرته یو مسیحي د ستر خوشال دا لاندې بیت لولي او له کیسې خبر نه وي نو ممکن حیرانه شي چې شاعر څه راته وایي:

نالایق زویه له موره پيدا مه شه

دا لاښه که ځنې وزیږي خنزیر

مسلمانان او یهودان خنزیز ته په بده سترګه ګوري خو د نورو ادیانو پيروان داسې باور نه لري او که څوک د خنزیز په دغه دیني معنی سم پوه نه شي د دې شعر ژباړه به سخته شي او د ژباړې له لارې به یې د مفهوم لیږدونه هم اسانه نه وي.

د دیني باورونو ترڅنګ ځیني څاروي په یوې ټولنه کې هسې په هسې معتبره وي او په بله کې ذلیل، پوهاند مجاور احمد  زیار وایي:

که بې خرته زغم و ځېل

سړيتوب گڼل کېدلای…

نو به ولې په نړۍ کې

خره ته خر ويل کېدلای!!؟

( خر) ته په افغاني ټولنه کې د جاهل په سترګه کتل کیږي. خو په ځینو هیوادو کې خر د پياوړي عزم او ارادې سیمبول دی. په همدې مفهوم په ۱۸۲۸م کال کې د امریکا د متحد ایالتونو د ډیموکرات ګوند  کاندید اندریو جیکسن، خر د ځان لپاره د ولسمشرۍ د انتخاباتو د نشان په توګه انتخاب کړ.

که د شعر په ژباړه کې کلتوري ریښې ستونزمنې دي، نو دا مشکل خو په نثر کې هم شته. دا خبره سمه ده خو د نثر ژباړه د دې لپاره اسانه ده چې د نثر هدف مخاطب ته د پیغام رسول دي او په شعر کې هدف یوازې پیغام نه دی، اغیز او خوند هم د دې هدف بنیادي برخې دي. کله چې موږ وایو خوندوره هوا ده. که مخاطب پوښتنه وکړي چې څرنګه؟ تشریح او توضیح راته ګرانه شي، د همدغه خوند لپاره د شعر ژباړه سختیږي.

د شعر د یوه بل اساسي عنصر، خیال انتقال هم بلې ژبې ته سخته دی. د نثر په ډیرو ډولونو کې خیال اصل نه دی واقعیت اصل دی. د شعر د خیال او احساس ژباړه اسانه نه ده. د دوو ژبو په سره ورته کلیماتو کې کله ناکله ورته احساس او خیال نه وي نغښتی.

په نثر کې د لیکوال لاس خلاص دی هره کلیمه چې مانا لیږدوي هغه رااخیستلی شي خو په شعر کې داسې نه ده د مانا ترڅنګ نور ډیر څه شته چې شاعر مجبوروي چې هغه تر لوستونکي ورسوي. په ورته وخت کې نثر د ګرامر تابع دی، خو شعر داسې نه دی.

د اکثرو ژبو ګرامري جوړښت توپیر لري. په شعر کې په یوه ژبه کې یو ډول جمله ښایسته ښکاري او په بله ژبه کې بل ډول. حتی کله ناکله څه چې ډیر کله پوخ شاعر ځانګړي ترکیبونه او کلیمات لري، نو که په بله ژبه څوک ډیر زیات مسلط نه وي شعر سم نه شي انتقالولی.

د نثر د ژباړې په برخه کې ځیني وایي چې د یوې جملې فاعل، فعل او مفعول باید سره بیل کړو د هرې کلیمې لپاره معادل پیدا کړو بیا وروسته د کلیماتو له وړاندې وروسته کیدو سره جمله وژباړو. په شعر کې داسې نه شو کولی ځکه چې شعر ممکن له ګرامري اصولو سره سم نه وي لیکل شوی.

په انټرنټ کې د ژباړې لپاره یوه مهمه پاڼه د http://translate.google.com ده. په دې پاڼه کې چې غړیتوب هم ورته پکار نه دی د پښتو په ګډون د نړۍ په لسګونو ژبې ژباړل کیږي. په ګوګل ژباړه کې که یو شعر ژباړو نو ډیر کله سمه مانا نه راکوي، ما دا بیت په دې پاڼه کې ژباړې ته کیښود:

امیدونه په زړښت کې نه غونډیږي

مازدیګر ته لا خوریږم لکه سیوری

دا یې هم ژباړه:

Wishing not tackled in aging
Outbreaks still like evening shadows

دلته کلیمات تیربیر ژباړل شوې دي، نو اصلي مانا پکې ورکه غوندې ده، خو که چیرته په همدې پاڼه کې نثر ژباړو، ښایي لږ له ستونزې سره مخامخ شو، لکه:

زه سبا کار کوم

I work tomorrow

زه به ډوډۍ واخلم

 I will buy bread

زما کمپیوټر ډیر زوړ شوی دی.

My computer is very old.

تر اوسه ( ۲۰۱۷  کال ) په http://translate.google.com    کې کلیمات تر ډيره ټکي په ټکي ژباړل کیږي او د هنري ژباړې په څیر د ټولې جملې یوځایي مانا نه وړاندې کیږي. په ژباړه کې که هغه د شعر وي که د نثر پکار ده چې د ټولې جملې مانا یوځای راواخلو. د ګوګل ژباړې ته دا هیله شته چې یو وخت به عادي نثر ډير ښه ترجمه کړي خو بیا به هم شعر سم نه شي ژباړلی ځکه چې شعر ډير کله په ګرامر برابر نه لیکل کیږي او داسې الفاظ پکې لږ نه وي چې په ظاهره یوه مانا ورکوي او په باطن بله مانا شیندي.

ترجمه له لویه سره ستونزمنه ده او د همدې لپاره مذهبي مشرانو د دیني کتابونو د ژباړې پر مهال ټینګار کړی دی چې دا کتابونه باید ټکي په ټکي وژباړل شي. د تاریخي روایتونو له مخې تر میلاد دوې پیړۍ مخکې یهودانو د خپلو هغو پيروانو لپاره چې په لاتین غږیدل، تورات وژباړه خو هغه مهال دیني عالمانو همدا خبره کوله چې تورات دې کلیمه په کلیمه ترجمه شي. د میلاد په څلورمه پیړۍ کې انجیل هم ترجمه شو خو سخت انتقادونه پرې وشول او له دې سره د دیني کتابونو د ژباړو بهیر ورو شو. په اسلامي نړۍ کې په نهمې او لسمې میلادي پيړیو کې ګڼ یوناني کتابونه عربي ته واوښتل او یو شمیر عربي کتابونه هم په نورو ژبو ترجمه شول، خو اکثرو دیني عالمانو د قرانکریم د ژباړې مخالفت وکړ. ستر اسلامي فقیه امام ابو حنیفه ( ۱۵۰ مړ) ویلي و چې کیدای شي لمونځ له عربانو پرته نور مسلمانان په خپله ژبه وژباړي خو مفسر او محدث الزمخشري ( ۵۳۸ مړ) په ځواب کې وویل، که قرانکریم وژباړل شي اسلوب یې له منځه ځي بیا نو قران نه شو ورته ویلی.

ایتالیایي متل دی چې  ژباړونکی خاین دی، خو د دې خیانت ترڅنګ چې د ژباړې ځیني متخصصان څه ته ژباړه وایي هغه له شعر سره سر سم سر نه خوري. جان کتفورد   (26 March 1917 – 6 October 2009) د ژباړې د تیوري د کتاب لیکوال ژباړه داسې تعریفوي چې « د یوې ژبې متن د بلې ژبې د معادل متن ځای نیسي» په شعر کې دا ګرانه ده چې کلیمات سره ورته وي.

حبیب سهراب د امریکایي شاعر لویس اسراییل نیومن ( ۱۹۷۲-۱۸۹۳)  د ( خدای غږ) په نوم  شعر داسې ژباړلی دی:

“د خدای غږ”
یوې دنګې منارې ته شومه پورته
ما وې کیف به له خبرو د خدای یوسم
خدای را غږ کړ چې، ځه بیرته ښکته لاړ شه
که مې غواړې زه د خلکو تر منځ اوسم

The Voice of God

I sought to hear the voice of God
And climbed the topmost steeple
But God declared: “Go down again,
I dwell among the people

Louis Newman

په دې ژباړه کې د انګلیسي ژبې د متن پر ځای هو بهو پښتو متن نه دی ځای شوی او که داسې شوي وای ښایي دا شعر به داسې روان نه ژباړل کیده. په انګلیسي ژبه کې لومړی بیت تیر و بیر راغلی او شاعر د کلیسا برج ته ختلی. په دوهم بیت کې په انګلیسي کې ویل شوي دي چې خدای پاک اعلان وکړ، یا یې موضوع تصریح کړه خو د دغو کلیماتو پر ځای ژباړونکي د ( غږ) کلیمه کارولې ده چې په پښتو کې ژباړه ورسره ښایسته شوې ده.

یوجین نایدا ( ۱۹۱۴-۲۰۱۱) د معاصرې ژباړې د مطالعاتو له بنسټ ایښودونکو څخه دی. دی د ژباړې داسې تعریف کوي:« ژباړه هغه ده چې د مبدا ژبې پر ځای د مقصد په ژبه کې نژدې عبارت پيدا کړو چې هم د مانا له پلوه او هم د سبک له پلوه سره نژدې وي».

سهراب په پورته ژباړه کې همدا چم کړی دی. ما هم د رابرت فراسټ د یو شعر په ژباړه کې د love  کلیمه ( ښایسته ) ژباړلې. دا دوه لفظه سره مترادف نه دي خو په اصلي شعر کې ځنګل ته مینه ناک ویل شوې دي چې په پښتو کې سم نه راته. د فراست په دې شعر کې د سیمبول مساله هم شته:

دا ځنګل د چا دی، رامعلوم دی

د هاغه کلیوال دی

راخبر نه دی ولاړ یم

د هغه ځنګل ته ګورم چې په واوره کې پټ شوی

 

زما وړوکی اس حیران دی

چې ولاړ له کورو لرې

په دا مینځ کې د ځنګله او یخ وهلې بحیرې یم

او د کال تیاره ماښام دی

 

اس مهار ته جټکه ورکړي

دی مې پوښتي چې زه څه کړم

یو بل غږ دی چې شمال

 او پسته واوره ورسره وړي

 

ځنګل ښکلی دی، تیاره دی او ژور دی

زه ولاړ په خپله ژمنه

چې تر خوب مخکې به ګرځم یو څو مایله

چې تر خوب مخکې به ګرځم یو څو مایله

سیبمول بله ستونزه ده چې لیږدونه یې بلې ژبې ته اسانه نه ده، په تیره بیا د ځانګړیو سیبمولونو انتقال. د فراسټ په پورتني شعر کې به د ( ځنګل) له تکراره پوه شو چې دا سیمبولیک راغلی دی، نور سیمبولونه یې هم تت نه دي، خو پر اس سفر د منځنیو پیړیو د انسان سفر دی چې په  نامعلوم لور به روان و  د دې ترڅنګ شاعر د ځنګل څښتن ته اشاره کوي او نوم یې نه اخلي. په غربي ادبیاتو کې هغه مالک چې نوم یې نه اخیستل کیږي هغه خدای دی. د دغسې مفاهیمو انتقال د ژباړې پر مهال نورې ستونزې دي چې ژباړونکی ورسره مخامخیږي. په خپله د رابرټ فراسټ دا جمله مشهوره ده چې شعر په ژباړه کې له منځه ځي. فراسټ ښایي د دې لپاره هم دا خبره کړې وي چې د ده په باور «شعر دا دی چې څه ووایې او د څه پکې اراده وکړې» که کلیمات وژباړل شي له ارادې سره به څه کیږي؟!

په پښتو ژبه د شعر لږې ژباړې لرو. په ژباړونکو کې یو نیم داسې څوک لرو لکه نجیب منلی چې هم په خپله ژبه لیکوالی کوي او هم د مبدا په څو ژبو ښه پوهیږي. استاد منلی د ( ایمیلي دیکنس) د یوه شعر د ژباړې په اړه لیکي « دغه شعر مې پښتو ته راواړاوه، نو ډیر پام مې دې ته و چې انځورونه سم ولیږدوم او پښتو کې هم شعر، شعر ته ورته پاتې شي. په دې معامله کې د کلماتو د انډول موندل زما قرباني شوی توکی و» (۲)

په ژباړه کې د کلیمې انډول هغه مهال نور هم سخته شي چې یوه کلیمه دوې بیلې ماناوې ولري او دواړه په شعر کې ځای شوې وي. نزار قباني د یوه اوږده ازاد شعر په یوه برخه کې وایي:

ته عجیبه، ته یې زما

نه پوهیږم چې موج څنګه  پرې ایستلی یم ستا پښو کې

نه پوهیږم څنګه راغلې

څنګه زه یم درغلی؟

دا د بحر ټول مرغان په اخ و ډب دي

چې ودانه کړي یوه ځاله ستا ټټر کې

چې پیدا مې کړې زه څومره بختور شوم

ته زما د شعر جزء شوې

اې د سمندر شګې، تودې شګې

ته رڼه لکه د قدر شپه

د دې شعر په دې وروستۍ برخه کې چې ( زما د شعر برخه شوې) اصلا داسې ده چې شاعر وایی ته زما د شعر د ترکیب برخه شوې. بیا په بله کرښه کې شاعر لیکي: « دافئةٌ أنت كرمل البحر» په دې جمله کې ( رمل) یاد شوی، رمل په لغت کې شګې ته وایي او د عروضو په علم کې ( الرمل) یو شعري بحر دی، چې وزن یې دی:

فَاْعِلاتُنْ فَاْعِلاتُنْ فَاْعِلاتُنْ ** فَاْعِلاتُنْ فَاْعِلاتُنْ فَاْعِلاتُنْ

ښایي له یوې ژبې بلې ته د یوې کلیمې دوې ماناوې یو ځای انتقال نه شي. په ترجمه کې حتی د هغو عادي کلیماتو بشپړه مانا هم اسانه نه لیږدي چې په ډیر مهارت په یوه ژبه کې ځای شوي وي.

خدای بښلی قلندر مهمند وایي:

ارزو مې زړه کې په سلګو شوه ته به کله راځې؟

د صبر ساه مې په سکیندو شوه ته به کله راځې؟

ستا د راتلو د ځوانیمرګ اقرار په تمه تمه

زما ځواني لاړه په تلو شوه ته به کله راځې؟

روښانه ستورو ورته ستا د راتلو نښه ورکړه

سپوږمۍ روانه وه په تلو شوه ته به کله راځې؟

په دې بیتونو کې د ارزو او زړه د ( ز) تناسب، د صبر، ساه، سکیندو د ( س) تناسب، د ځوانیمرګ او ځواني د ستورو او ستا….دا هغه کلیمات دي چې په همدې شعر کې یې د قلندر په څیر استاد شاعر انتخابولی شي نو که یې بلې ژبې ته ژباړې  داسې معادل چې دغه د حروفو ښایست پکې خوندي شي ډیر سخته کیږي.

د شعر له کلیماتو ترلاسه شوې مانا هم کله یو لوستونکی یو ډول تعبیروي او بل یې بل ډول، د همدې لپاره هغه کسان چې د شعر له ژباړې سره مخالف دي هغوی وایي چې شعر دې په په خپله ژبه کې شعر پاتې شي.

د نوبل د ادبیاتو د جایزې ګټونکی شیموس هیني د همدې لپاره ټینګار کوي چې « شاعران له یوې ژبې سره تړلي دي له نړۍ سره تعلق نه لري». (۳)

ممکن یو ژباړونکی د مبدا په ژبه کې یو شعر یو ډول احساس کړي او دوهم ژباړونکی له همدغه شعره په لږ توپير بله مانا واخلي. دغه مساله د شعر د ژباړې اهمیت زیاتوي، ځکه چې ژباړه په خپله په یو ډول تخلیقي ادب بدلیږي.

که موږ یوه متوسطه کیسه  ښه وژباړو په کیسه کې بدلون نه راځي، خو که چیرته متوسط شعر ښه وژباړو ښایي ګڼ لوستونکي ترې خوند واخلي.

د شعر په ژباړه کې د یو شمیر شعرونو موسیقي ضایع کیږي، خو کلي تصویر ممکن تر ډيره پاتې شي. یعني ویلی شو چې په ژباړه کې د شعر فضا او محتوا په یو ډول خوندي کیږي.

د نورو د شعر فضا او محتوا کولی شي چې زموږ شاعر ته الهام ورکړي، زموږ د ډیرو شاعرانو یو رنګه شعر رنګین کړي او له ورته والي یې وباسي.

زموږ د ګڼو شاعرانو د شعرونو محتوا سره یو ډول ده. یوه معشوقه لري چې هغه هم نه پیژني. په عملي ژوند کې نجلۍ ته د دوهم انسان په سترګه ګوري، په شعر کې یې پر سر کښیوي، په حقیقت کې یې له کوره بهر نه پریږدي، په شعر کې ورسره لاس په لاس په ګلونو کې ګرځي، دی عذر ورته کوي، هغه ترې مروره وي او تر ده بل ته ترجیح ورکوي. په عربي ژبه کې هم د تیرې پیړۍ تر نیمایي پورې شعر همداسې روان و، خو کله چې د سټیوارټ، شیلی، بایرون، ورډز ورث او نورو نړیوالو شاعرانو شعرونه وژباړل شول په عربانو کې د نزار قباني په څير کسان پیدا شول او اعتراف يې وکړ چې مینه باید بدله کړو، قباني وایي:

پټې میني زړه  را خوړین دی

د کلاسیک عاشق له لوبو مې زړه شین دی

زړه مې غواړي چې پرده د نندارې کړمه راپورته

څیري سناریو کړم

او په جار ناره کړمه ولس ته

د زمان له دوده پرته

زه میین یم د دې دور

ته مې مینه

د ژباړې له لارې کیدای شي چې زموږ د شعر موضوع پراخه شي او د نړۍ د نامتو شاعرانو په څیر زموږ شاعر هم په شعر کې محتوا ته پاملرنه زیاته کړي.

 امریکایی شاعر رابرت فراست په خپلو شعرونو کې طبیعت ته ډیر پام کوي، ښایي علت یې دا وي چې دی په نیو انګلنډ سیمه کې اوسیدلی دی او دا سیمه ښایسته چاپيریال لري، خو دی  د ځینو شاعرانو په څیر طبعیت داسې نه انځوروي چې یوازې په طبیعت کې شته شیانو ته اشاره وکړي. یو شمیر کره کتونکي خو وایي چې فراسټ د طبیعت شاعر دی. فراسټ دا ردوي او وایی« زه د طبیعت شاعر نه یم. زما په شعرونو کې هر وخت یو څوک وي».

زموږ په یو شمیر شعرونو کې طبیعت ښایسته انځوریږي خو نوی شعر له شاعره د وړاندې شوي انځور د رامنځته شوي اغیز غوښتنه کوي. لکه فراسټ چې د « کوچینی مرغه» په نوم شعر کې وایي:

ما ویل  ځي دې دا مرغه نور

چې کرۍ ورځ زما په کور سندرې وایی

دروازې کې ورته ما چکچکې وکړې

لکه زغم چې مې تمام و

ښایي زه سلامت نه وم

دا مرغه هم په نغمو ملامت نه و

دا ښکاره ده چې یو څه خو به ناسم و

چې غوښتل یې، یوه نغمه شي غلې

کله چې د چا زړه په تنګ وي هغه وخت د یوه مرغه ښایسته غږ هم پر چا بد لګیږي خو کله چې څوک له دغه ښایست او خوند سره مخالفت کوي همهغه شیبه بیرته پوهیږي چې ستونزه خو په دې شي کې نه ده ستونزه په ده کې ده.

فراسټ په خپلو شعرونو کې د طبیعت دننه کشمکشونه یادوي، کله هغو ټکرونو ته چې د فصلونو له بدلونه رامنځته کیږي اشاره کوي او کله بیا د طبیعت د له منځه وړلو له امله پیدا شوی ټکر په شعر کې رااخلي. طبیعت په حقیقت کې د فراست په شعر کې یوه صحنه نه ده یو شخصیت دی. لکه په پورتني شعر کې او د ده په لاندې شعر کې:

کارغه راباندې راغی

د واورې ګرد یې وشینده له سروې

زړګې یې زما وران کړ

او فکر یې را بدل کړ

خو، یوه برخه یې خوندي کړه

د یوې ورځې چې ښه نه وم

 ارتباط په وطني شعرونو کې یوه مهمه موضوع ده خو فراسټ اړیکو ته په شعر کې له ناهیلتوب او یوازیتوب څخه د تیښتې په سترګه ګوري. د فراست په شعر کې ورځني ژوند ته ډيرې اشارې کیږي. زموږ اکثر شاعران که په ښار کې اوسي د کلي پخوانۍ کیسې به کوي، که په کلي کې اوسي ښار ته به ګوري.

زموږ یو شمیر شعرونه د خیال زیږنده دي او  د دغو شعرونو شمیر هم کم نه دی که له خیال سره زموږ حواس سمه ملګرتیا وکړي ښایی شعر مو له فکره خالي نه شي.

د نړۍ د مهمو ژبو ښه شاعران هغه څه لیکي چې ده درک کړي وي او ده حس کړي وي. دلته مطلب دا نه دی چې د اروپایي شاعر په شعر کې یادې شوې پیانو ته اشاره وکړو، د اروپایي شاعر د واینو او بیرو ستاینه وکړو، دلته مطلب دا دی چې زما شاعر دې د خپل ژوند شاوخوا سترګې وغړوي او څه چې یې لیدلي، لمس کړي، بوی کړي، اوریدلي، څکلي هغه ته دې دقت وکړي هغه  په خپله د شعر برخه کیږي.

معاصر انګریز شاعر اندریو موشن وایي:

« تاسو د خپل شعر مضمون مه پیدا کوئ، مضمون تاسو پیدا کوي»(۴)

ورته نظرمستانه شاعر غني خان لري، دی په یوه بیت کې وایي:

شاعري هم یارانه ده

نه په زور شي نه په سوال

په دې کې شک نه شته چې د پردیو ښه شعرونه د افغان شاعر د شعر محتوا پراخولی شي هغه شیانو ته ښایي زموږ د شاعر پام واړوي چې د ده شاوخوا دي خو تر اوسه یې شعر ته نه دې راکش کړي.

په بریتانیا کې اوسیدونکې شاعره سیلویا چیدي د سمندر یوې میلې ته په شعر کې اشاره کوي او وایي:

لاندې سمندر غاړه

لاندې سمندر غاړه

په یوه لمرینه ورځ ورروان یوو

کڅوړې ډکې دي له کریمو

لاسونه ورو ورو پر ملا تیریږي

لاندې سمندر غاړه

لاندې سمندر غاړه

په کریمو غوړ، جسمونه ګوره ډک له احساسه لمر ته ځلیږي

دا شعر اوږد دی وړاندې پکې د سمندر مرغه سیګل یادیږي، د سمندرغاړې ته بربنډو ښځو ته اشاره شوې، موجونه انځوریږي، د ماشومانو لوبې یادیږي….

په فیسبوک کې د ګڼو وطني شاعرانو عکسونه خپریږي چې قرغې ته تللي وي، سالنګ ته ورغلي وي د کونړونو پر ښایسته درو ګرځیدلي وي خو نه یې په میله کې پخه کړې کړایي په شعر کې یاده کړې، نه یې د اروپایي شاعرانو په څیر چې پیتزه یادوي، پیرکی یاد کړی وي…..د نورو د شعرونو ژباړې ښایي زموږ شاعر دې ته متوجه کړي چې شاوخوا خو زه هم ډیر څه لرم چې په شعر کې یې راواخلم.

دلته بیا د مشهور انګریز شاعر ویلیم وردز ورث(۱۷۷۰-۱۸۵۰) خبره ډیره دقیقه ده دی په دې نظر دی چې :« کیدای شي یو مخ نا اشنا څه لکه د کیمیا یو کشف د شاعر احساس راوپاروي خو شرط دا دی چې شاعر یې احساس کړي او دا مساله د شاعر له ژوند او روح سره پیوند شي.» وردز ورث دا خبره هم کوي چې د شاعر ذهن ښایي په هغو زرګونو پیوندونو کې چې د انسان او طبیعت ترمنځ شته یو حس کړي او بیا له هغه شعر جوړ کړي.

که د نړۍ مهمو ژبو ته وګورو اوس هم انګریزان له نورو ژبو انګلیسي ته شعرونه ژباړې ، اوس هم فرانسویان، اسپانیایان او جرمنیان خپلو ژبو ته د پردیو شعرونه ژباړي او په دې باور دي چې له دې سره هم د نورو په خوند کې شریکیږي او هم د خپل شاعر مخې ته الهام بښونکي مواد ږدي. د نړۍ مشهورې ژبې چې دې ته اړتیا لري موږ خو یې لرو لرو. په تیره بیا چې شعر مو یو ډول په یوه خوا روان دی.

عربي ژبه ۲۸ توري لري، نزار قباني وایي:« زه په نهه ویشتم تورې پسې لالهانده یم، هڅه کوم چې په هغو لیکنو کې چې ډیرو اوبه ترې څکلي دي او وچي شوې دي، په اوبو پسې مځکه وکینم»(۵)

د شعري ژبې د پراختیا لپاره هم ګومان کوم ژباړې له موږ سره مرسته کولی شي. کیدای شي چې د نورو شعرونو ژباړې زموږ د ژبې الفاظ غني کړي. یوه انګلیسي سندره په عراق کې وژل شوي امریکایي عسکر ته ویل شوې ده. د دې سندرې په شعر کې وایي:« هغه دوراغځن و». دلته څوک حیرانه شي چې دا څه ډول ستاینه ده بیا د یوه وژل شوي سرتیري؟! خو د دې سندرې شاعر وړاندې وایي: « هغه چې کله له امریکا عراق ته د جګړې لپاره روان و نوخپل زوی ته یې وویل چې زه شاپنګ مال ته ځم، خو دی بازار ته نه ته، دی جګړې ته روان و».

د نړۍ د مهمو شاعرانو شعرونه موږ ته د مفاهیمو د انتقال لار هم پرانیزي، داسې چې څرنګه یو پيغام په شعر کې تر لوستونکي ورسوو. امریکایۍ شاعره ایملي ډیکنسن(۱۸۳۰-۱۸۸۶) وایي په شعر کې هر حقیقت ځایوئ خو نیغ مه پرې ورځئ. انګریز شاعر اندریو موشن بیا وایي غوره شاعران چې کله شعر لیکي نو د مضمون پر عمومي دروازه نه ورننوځي، دوی د شا دروازه پرانیزي، یا له دودکشه او کړکۍ سر ورښکاره کوي.

د دې لپاره چې له نړیوال ادب سره اشنا شو او خپل شعري مفاهیم پراخ کړو نو پکار ده چې شعرونه وژباړو. دا سمه ده چې په ژباړه کې د اصلي شعر ډير څه ورکیږي خو داسې ژباړې هم په نړۍ کې شته چې ډیرې منل شوې دي. مراکشۍ معاصره لیکواله ډاکټره حوریه الخملیشي د عرب ژباړونکي احمد رامي (۱۸۹۲-۱۹۸۱) په اړه چې د خیام څلوریزې یې ژباړلي دي، لیکي: « د خیام کوم رباعیات چې شاعر احمد رامي له فارسي منظوم ترجمه کړې دي داسې ښکارې چې احمد رامي ژباړونکی نه دی، داسې ښکارې لکه چې فکر پکې د احمد رامي وي او د خیام له ژوند او فلسفې اغیزمن شوی وي…..دا د خیام رباعیات دي که د احمد رامي رباعیات »(۶)

پکار ده چې خپلې ژبې ته د نورو ژبو ښه شعرونه وژباړو. کره کتونکي په دې باور دي چې د ښه شعر د اصولو لپاره یو، دوه، درې…وینا نه شته، خو بیا هم د ژباړې لپاره ښه شعر د کره کتونکو په باور یو شمیر صفات لري:

۱-چې په شعر کې د پام وړ نظریه ځای شوې وي، داسې چې تلوسه ولري، معنی ولري او مانا سمه رسیدلې وي. هدف دا نه دی چې نظریه د یوې سترې سیاسي پیښې په اړه وي یا لویې ټولنیزې پیښې راونغاړي. ډیر کله وړې شیبې ستر حقایق بیانوي.

۲- چې شاعر د خپل نظر د بیان لپاره مناسب چوکاټ پیدا کړی وي. د یوه رومانتیک حالت د بیان لپاره قصیده خوند نه کوي او د یوه خاص مفهوم د بیان لپاره ښایي څلوریزه ښه وي.

۳- چې شاعر ښه کلیمات انتخاب کړې وي. ټول کلیمات ښه دي او ټول کلیمات ښایسته دي خو هغه وخت دغه ښکلا رابرسیره کیږي چې لفظ په مناسب ځای کې استعمال شوی وي.

۴- په شعر کې اضافي کلیمات نه وي

۵- چې شعر ښه تصویر ولري. ډیر کله نظریات هغه وخت روښانیږي چې په تصویر بیان شي. په ښه شعر کې اکثر ښکاره، تلپاتې او کره انځورونه د یوه هدف د بیان لپاره استعمالیږي.

۶- په تصویرونو کې افراط نه وي شوی.

۷-کله ناکله د ځینو شعرونو ژور مفهوم په لنډو بیان شوی وي چې دا هم کره کتونکي عیب ګڼي. لنډیز کله ناکله د ابهام باعث کیږي، اطناب هم عیب دی.

۸- شعر باید د لوستونکي احساس وپاروي. که د یوه شعر له لوستو وروسته څوک ناڅاپه واه کړي یا وژاړي یا وخاندي، یا سوک له سوک سره او له میز یا مځکې سره ووهي نو باید پوه شو چې احساس یې تخنولی. بل لور ته یو شمیر شعرونه سمدستي پر لوستونکي اغیز نه کوي، ښایي ورځې وروسته یا اونۍ پرې اوښتې څوک متاثره کړي.

۹-هغه شعرونه چې ژورځانګړي کلتوري مفاهیم لري ښایی ترجمې ته مناسب نه وي

۱۰- د سیبمولیکو شعرونو ژباړه په تیره بیا چې په شعر کې واړه سیبمولونه زیات وي اسانه نه وي. ( ۷)

شعر څرنګه وژباړو:

 زموږ د اکثرو ژباړو عیبونه دا دي چې یو شمیر کسان په مبدا ژبه ښه پوهیږي خو په خپله ژبه د لیکوال په ډول حاکم نه وي، ځیني ژباړونکي مو بیا د شعر په نازکیو ممکن پوه نه شي او داسې ژباړونکي هم لرو چې ښایي ښایسته شعر یې موندلی وي خو دې ته یې پام نه وي چې دا شعر د افغان د درک او خوند نه دی.

د ژباړې متخصصان وایي، کله چې شعر ژباړو د مبدا د ژبې په شعر باید سم پوه شو. د دې لپاره چې په شعر پوه شو نو پکار ده چې د شعر کلمات د موسیقي، غږ، تصویر، ښکاره مانا او ضمني مانا له اړخه وپیژنو. دا هم پکار ده چې وپوهیږو چې دا شعر چا لیکلی؟ شعر چیرته لیکل شوی؟ د شاعر د ژوند په اړه لږ معلومات هم ګټور وي، که پوه شو چې شاعر چیرته اوسیدلی او څه وخت یې ژوند کړی نو د شعر د مانا په لیږدونه کې له موږ سره مرسته کوي.

د خدای بښلي پسرلي یو بیت دی:

زړه کې تلوسه چې مې وروستي خبر ته ناسته وه
ته وا د کوکچې د غاړې شګه زر ته ناسته وه

کره کتونکی احسان الله درمل د دې بیت په اړه وایي:« شاعر غواړي له موږ سره خپله هغه تلوسه شریکه کړي، چې وروستي خبر ته ناسته ده. ددې لپاره هغه له یوې بلې پیژندل شوې پدیدې سره ورته ګڼي. وایي: داسې لکه د کوکچې د غاړې شګه چې زر ته ناسته وي. اوس نو که زه د کوکچې د سیند په اړه، د هغه د زرو په اړه، هلته د زر وینځونکو د کار په اړه او په دې اړه، چې څنګه زر وینځونکي له شګو نه زر بیلوي، معلومات ونلرم؛ مشکله ده، چې له دې بیته دې خوند واخلم.» (۸)

د خوند ترڅنګ که چیرته څوک په دې پوه نه شي چې د دې بیت شاعر د افغانستان په شمال کې اوسیدلی، د کوکچې مست سیند یې لیدلی، هلته یې زرکشان څارلي نو دا شعر به هغسې بلې ژبې ته ترجمه نه کړي چې پکار ده.

د شعر د ژباړې لپاره د ژباړې یو شمیر متخصصان پر دې ټینګار کوي چې د اصلي ژبې د شعر چوکاټ باید مات نه شي. د دوی په وینا که شعر په زاړه موزن ډول ویل شوی وي غوره ده چې همهغسې وژباړل شي. دا کار اسانه نه دی. په تیره بیا چې په بیلابیلو ژبو کې د شعرونو لپاره ځانګړي چوکاټونه هم شته، لکه زموږ لنډۍ او د جاپانیانو هایکو. د شعر وزن هم یو ډول نه تلل کیږي. زموږ شعر په سیلابونو ولاړ دی د عربانو شعر په عروضو تلل کیږي.  د دې سربیره د یوې ژبې او بلې ژبې کلیمات سره ورته اندازه نه وي. مثلا دا پښتو بیت اتلس کلیمې لري:

شور مې شاته پریښود چې د ژوند له ښاره ووتم

پټه خوله له ښاره لکه تللې لاره ووتم

په پښتو ژبه کې د ژباړې فعال لیکوال فاروق سرور چې هم له نورو ژبو پښتو ته شعر ژباړي او هم له پښتو څخه نورو ژبو ته شعر ترجمه کوي، پورتنی بیت په روانه انګریزي ژباړلی دی او په انګلیسي کې ښاغلي سرور دا شعر په دیرش کلیماتو کې ځای کړی:

All the noises

 Departed from me

When

 I left the city of life

 Believe me

 Very silently

 I set out from the city

 Like

An empty street

Of

 A passerby

د ژباړې متخصصان دا خبره هم کوي چې پکار ده چې شعر څو ځله ولوستل شي او یو ځل په لوړ غږ ولوستل شي. هغه شیان چې تکرار شوي دي هغوی ته دقت وشي.

کلچر مهم دی چې پرې پوه شو

د شعر په خوی بوي پوه شو چې د خوښۍ لپاره لیکل شوی که د غم لپاره

د شاعر لحن څرنګه دی؟ غمجن دی، جدي دی…

د شعر پیغام باید درک کړو. لویدیځ ناقدان وایي چې پیغام د شعر جوهر دی

د شعر مضمون ځواني ده، طبیعت دی، مینه ده …څرنګه دغه موضوعات له یوه بل سره تړل شوي؟

 کره کتونکي  په شعر باندې د پوهیدو لپاره ټینګار کوي چې یو ځل شعر په ټیټ غږ ولولئ، هر هغه احساس چې تاسو له شعر سره تړي هغه ته پام وکړئ، دې ته پام وکړئ چې څه مو خوښ شوي او څه مو نه دې خوښ شوي. دا پوښتنه وکړئ چې په دې باره کې څه احساس کوم؟ ولې یې نه کوم؟ په دې ډول ښایي هغه څه پیدا کړئ چې شاعر یې له لوستونکي هیله لري او په ورته وخت کې به د ژوند په اړه لوستونکی رښتونی احساس ترلاسه کړي.

د دوهم ځل لپاره شعر ولولئ ترڅو د شعر ازاده مانا ترلاسه کړئ. ازاده مانا هغه ده چې ښکاره ده او د شعر له عناصرو نه ترلاسه کیږي.

دریم ځل د شعر په سیمبولونو پسې وګرځئ او فکر وکړئ چې په دغې کلیمې کې څه ته اشاره شوې

څلورم ځل دې ته فکر وکړئ چې شاعر ماته څه ویل غواړي؟ د هغه هدف له دې شعره څه دی؟ دی له لوستونکي د څه عکس العمل هیله لري؟

جاپانۍ معاصره لیکواله اوشاعره ( جنیفر لیدي) لیکي چې د شعر ژباړه په خپله داسې ده لکه څوک چې شعر لیکي. دې د ارجنټاین د شاعرانو یو شمیر شعرونه جاپاني ته اړولي دي او د دې شعرونه په امریکا کې په انګلیسي چاپ شوې دي، د شعر د ژباړې لپاره دا پنځه لارښوونې کوي:

یو: شعر بیا بیا ولولئ ترڅو د شعر موسیقي سمه احساس کړئ، داسې چې د شعر مکث، ضرب او د انرژي څرخ درک کړئ.

دوه: که چیرته د یوه ژوندي شاعر شعر ژباړئ له هغه پوښتنه وکړئ چې د شعر د لیکلو په وخت یې څه فکر کاوه، د مانا پ برخه کې پوښتنه ترې وکړئ؟ هلته داسې څه خیال شته چې غواړي دی یې تکرار کړي؟ په ژوند کې یې څه سیمبولیک څه شته؟ د شاعري په اړه شاعر څه فکر کوي؟ هرڅومره چې د شاعر د ژوند په اړه ډیر پوهیږئ هغومره پر شعر ښه پوهیدای شئ.

که چیرته شاعر ژوندی نه وي نو ژباړه لږ خواري غواړي، ژباړونکی باید تر وسه وسه هڅه وکړي چې د شاعر د ژوند په اړه معلومات ترلاسه کړي.

دریم: کله چې شعر ژباړئ ستاسو دا دنده ده چې د اصلي شعر مانا ته ډیر نژدې شئ. په ورته وخت کې ژباړونکی د خپل هنر د ښکارولو اجازه لري په دې شرط چې ژباړه ډیره واضح کړي. هو بهو ژباړه شعر خرابوي، کله ناکله د عامیانه ژبې کلیمات ښایي په شعر کې په فصیح کلیماتو بدل شي یا په یوه ښکلي مترادف لفظ، لوستونکی غواړي چې له ژباړې خوند واخلي

څلورم: په انټرنټ کې پر ژباړو اتکا مه کوئ او یوازې پر ډیکشنري تکیه مه کوئ تاسو باید د شعر هډوکي ته ځان ورسوي او وظیفه مو دا ده چې شعر په ژوندۍ روانه ژبه وژباړئ.

پنځم: کله چې مو ژباړه بشپړه کړه څو ورځې یې پریږدئ، حتی ښایي یوه اونۍ صبر ورته وکړئ او له هغه وروسته یې بیا وګورئ.» (۹)

نورو ژبو ته د پښتو د شعر ژباړه هم مهمه ده. نن سبا په لسګونو زره داسې افغانان په بهرنیو هیوادو کې اوسي، چې بهرنۍ ژبې یې زده کړې دي، دوی که دې برخې ته پام وکړي ګټه به مو کړې وي.

ماخذونه:

۱-https://www.poemhunter.com/poem/smoke-signals-4/

۲-http://www.taand.com/archives/48822

۳- http://bukharamag.com/1393.04.5797.html

۴-http://www.bbc.com/news/entertainment-arts-29538180

۵- ص ۱۱۱نوی عربي شعر، پسرلی اجمل

۷- خپل خواره واره یادښتونه

۸- http://www.taand.com/archives/45078

۹-http://www.writing-world.com/poetry/liddy.shtml

۱۰-د مقالې په ترڅ کې مې چې کومې جملې په لیندکیو کې نیولي دي هغه مې  له خپلو یادښتونو رااخیستې دي. ځیني یادښتونه مې پخوا لیکلي و چې له بده مرغه دقیق ماخذونه یې راسره نه شته له دې امله بښنه غواړم.

12 total views, 1 views today

2 comments

  1. رویداد Reply

    ډیره ګټوره او په زړه پوری
    هغه چا ته چی ستا د ښکلی ډیر لنډ داستانونو سره آشنا وی نو دا به په اوله مرحله کی لږ څه اوږده ښکاره شی خو پس له دی نه چی یی ولولی نو پوهیږی هماغسی چی شعر نشی ترجمه کیدی هماغسی د شعر د ترجمی د ستونزو په هکله خبری هم نشی لنډیدی

  2. محمد یوسف بلخي Reply

    په دې سوله علمي او جامع مقالې ډیرې کمې لرو. د شعر دژباړې او د شعر د ماهیت په باره کې ډیر څه پکې زده کېږي. خدای دې وکړي چې د پوهنتون استادان یې محصلانو ته د لوستو توصیه وکړي او شاعران او کره کتونکي هم ورنه استفاده وکاندي. پسرلي صاحب ډیره ډیره مننه.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *