Categories

نیکه (ناول) لیکوال: نصیر احمد احمدي

لومړۍ برخه

د ډول غږ يودم ودرېد، د نارينه وو غوړې څڼې د دوی پر خولو شويو ټنډو راکښته شوې، ښځو چېغې کړې، ماشومانو کورونو ته منډه واخيسته.

د اتڼ ګرده داېره ماته شوه…ټولو غونډۍ ته کتل…

آس وشڼېد، وړې تيږې ورغړېدې، ګڼ سپاره کلي ته راغلل، سپرو زرې اغوستې وې، د پلته يي ټوپکو اوږدې نلۍ يې تر اوسپنيزو خوليو لوړې ښکارېدې، په چرمي تېکو (پوښونو ) کې ټومبلو تورو ټال خوړ….

 آسونه تر لوګي وهلو تورو دېګونو راوګرځېدل، د آسونو د  ټنډو په تار تار سره بخونه زېږو وېښتو کې د لمر ژېړه رڼا پرته وه… د خولو کونجان يې سپينو ځګونو نيولي وو…ولاړو کليوالو په وېره ورته کتل…

يو چاغ پوځي له تور آسه کښته شو، له سره يې اوسپنيزه خولی ليرې کړه،  يوه دېګ ته ودرېد، تر دېګ سرې لمبې راګرځېدې….

پوځي له خپلې ملا  اوږده  چاړه را خلاصه کړه، د دېګ سر يې پرې وښوياوه، خپلو ملګرو ته يې وکتل، يودم يې وخندل:

_د پسه ښوروا!

 کليوالو ته يې سترګې ور واړولې،  چيغه يې  کړه!

_ولې غلی شوئ؟!  هله !

ډول وډنګېد، د اتڼ داېره جوړه شوه، اتڼ ورو وو، د اتڼ کوونکو په سترګو کې وېره ښکارېدله…ټولو پوځيانو ته کتل…

پوځي چيغه کړه!

 _ يو څه ژوندي شئ!

دېګ ته يې وکتل، ژېړه ښوروا اېشېدله… په سپينو ځګونو کې به کله کله د غوښې بڅري سر ته راغلل.

پوځي  پر آسونو سپرو کسانو ته وکتل، ويې ويل:

_هلئ نو! خپلې ګېډې ډکې کئ.

پوځيان له آسونو کښته شول، پر ليکي ليکي ټغرونو کېناستل.

چاغ پوځي چيغه کړه!

_مېلمانه عزت غواړي!

څو کليوالو په بيړه کاسې ور واخيستې. په دېګ کې يې څمڅې  ووهلې، کاسې له غوښو ډکې شوې. شېبه وروسته د ټولو پوځيانو ژامې خوځېدلې…

د چاغ پوځې له خولې د غوښې وړې ټوټې باد شوې، ناره يې کړه!

_مړې سترګې مو راته نيولې دي! څه ته ګورئ؟  حاصلات راوړئ!

ډول ودرېد، څو کسان کورونو ته ننوتل، يوه بوډا کړوپه ملا نيولې وه، راغی، وړه کڅوړه يې پر خاورو  کېښوده.

 درب شو، پوځيانو ور وکتل، پر ځمکه د دوو ډکو بوجيو د لوېدو  دوړه لا نه وه ناسته. څو نورې غوټې هم راغلې…

چاغ پوځي خپلې وروځې سره ور وستې:

_بس ، همدومره؟!

پر ملا کړوپ  بوډا پر خپله توره ټنډه د خيرن څادر پيڅکه تېره کړه، ويې ويل:

_صيب! موږ ټول اووه کوره يو، سږ کال د حاصلاتو ام چندان خونده نه وه.

چاغ پوځي ودرېد، دېګ يې د بوټ پر څوکه پورې واهه، د نغري لوګي وهلې تورې ډبرې وښويېدې، دېګ ړنګ شو، پر خړو خاورو د پخو غوښو ټوټې ولوېدې.

 چيغه يې کړه!

_په ودونو کې پسونه پخوئ، خو د ماليې ورکړې ته بلا وهلي ياست…

غلی شو، ړنګ دېګ ته نږدې له ژېړې لندې خاورې مړه تاوونه پورته کېدل…کليوال وارخطا  ول….

چاغ پوځي چيغه کړه!

_هلئ، کورونه وپلټئ!

پوځيان کورونو ته ور ننوتل، ښځو او ماشومانو چيغې کړې، ټول  له کورونو را ووتل. شېبه وروسته د اتڼ ميدان له  غوټو او بوجيو ډک شو… يوه پوځي څو چرګې تر پښو نيولې وې، دوو نورو په اوزو  پسې منډې وهلې…

چاغ پوځي تر ناوې راوګرځېد، ودرېد، په خندا  يې وويل:

_له کومه پوه شم چې ښايسته يې که نه؟

يوه کليوال ځوان  منډه ور واخيسته، چاغ پوځي يې تر ستوني ونيو، ځوان (اخ)  کړل،  تر زړه يې نيزه ختلې وه.

چيغې شوې…د کليوالو سترګې رډې راختلې وې…

چاغ پوځي وخندل، د خپل سره کوټ غاړه يې سمه کړه، د ناوې ټکري ته يې لاس ور واچاوه، نجلۍ لوڅ سر ودرېده.

کليوالو چيغې کړې، يوه ولاړ آس ته اوږه ورکړه، آس پر سره دېګ ورغی، پوځي پر جوش ښوروا ولوېد، چيغه يې کړه، لمنې يې اور واخيست…په سرو غوړنجو کې پټ شو…بل ډبرې ته لاس کړ، ډبره د يوه پوځي سر ته سيخه شوه، له آسه کښته راولوېد…

آسونه وشڼېدل،تورې وځلېدې، له ټوپکو سپين لوګي را ووتل…کوچينی کلی سرو لمبو ونيو….

*    *    *

اوښ ټوډه ووهله، بار کوږ شو، دوو کسانو منډه ور واخيسته، جوال ته يې اوږې ورکړې.

يوه بوډا وخندل:

_ميرويس خانه!  په دې  جوال کې څه دي؟ ډېر دروند مالومېږي.

پر آس سپور ځوان وويل:

_بابکه! په ملتان کې  مې مسي لوښي وليدل، خوند يې راکو، څه سکې راسره  پاتې وې، درې زره دانې مې واخيستل.

آسمان وغرېد، بوډا خپل آس ته پونده ورکړه، د کاروان مخې ته ورغی، له نارې سره يې  کتار  اوښان، آسونه او کچرې ودرېدې.

بوډا په  لوړ غږ وويل:

_هوا خړه ده، بايد د د مې جوړولو له پاره يو ځای پيدا کو.

پر آس سپور  له عمره پوخ سړی راغی، اوږده ږېره يې باد يوې خواته اړولې وه. له بوډا سره ودرېد، ويې ويل:

_سم وايې! کاروان ستړی دی، خو دا دښته مناسبه نه راته ښکاري.

بوډا وويل:

_ميرويس خانه، ته څه پکې وايې؟

ميرويس خان وويل:

_بابکه! شاولي سم وايي، په دې دښته کې به څه کوو؟  آسونه هم وږي دي، دلته خو شين ډکی هم نشته.

په عمر پاخه سړي وويل:

_تر دې ټيټې غونډۍ ور هاخوا يو  کوچينی کلی دی، ټول اووه کوره دي، خو اولس يې مېړنۍ دی، د مېلمنو په قدر پوهېږي.

بوډا ناره کړه!

_ياالله! حرکت.

د ليکه ولاړو واوښانو، کچرو او آسونو پښې وخوځېدې..

*    *    *

باران تيزي کوله… ځای ځای ډنډ سرې اوبه ولاړې وې، اوبو له  وينو رنګ اخيستی و.  د سوداګرو بار  آسونه، کچرې او اوښان يوې خواته ولاړ ول.

ميرويس خان د يوه ماشوم  په خټو لړلی جسد ور پورته کړ، د ماشوم تر زړه غشی وتلی و.

نږدې غږ يې واورېد:

_هېڅوک هم ژوندی نه دی پاتې.

ميرويس خان ور وکتل، د بوډا له ږيرې مړې اوبه څڅېدلې.

يوه ناره راغله:

_هلئ! دا ښځه ژوندۍ ده.

څو کسان ورغلل، يو نيم سوځېدلی لرګی يې پورته کړ. زړه ښځه يې له خټو راويسته. يوه سړي د اوبو د پتک سر خلاص کړ، د زړې ښځې په خوله کې يې  يو غوړپ اوبه ور واچولې، زړې ښځې وټوخل، يوه ځوان په بيړه وويل:

_څوک و؟ چا په دې حال کړی؟

د ښځې سترګې نيمکښه شوې، له وچو شونډو يې  څو مات – ګوډ ټکي را ووتل:

_د ، د،  ګر…

سر يې يوې خواته وځړېد.

بوډا د ښځي اوږو ته ټکان ورکړ، چيغه يې کړه!

_ووايه، ووايه، د چا کار و؟

يو غږ يې واورېد:

_مړه ده.

بوډا د زړې ښځي پر نيمکښو سترګو لاس تېر کړ، ولاړ شو، شاوخوا يې وکتل، په خټو کې د انسانانو غوڅ شوي اندامونه پراته ول…په روغو جسدونو کې غشې او نېزې  ولاړې وې….

بوډا ټيټ شو، به خټو لړلی له رنګه سور کوټ يې ورپورته کړ،  ورو يې  وويل:

_دا  سره کوټونه يواځې د ګرګين عسکر اغوندي.

يوه ناره کړه!

_يوه خولۍ!

ټول ورغلل، بوډا په خټو لړلې اوسپنيزه خولۍ ور واخيسته، ويې ويل:

_اوس پوه شوئ، د ګرګين د عسکرو کار دی!

ميرويس خان سوړ اسويلی وايست، ويې ويل:

_ټول څو کسان دي؟

يوه ځوان ځواب ورکړ:

_دوه شپېته، دوه ويشت نارينه، نور ښځې او ماشومان.

يوه ناره راغله!

_دلته راشئ!

ډله ورغله، ټولو خپلو سترګو ته لاسونه ونيول، په ګڼو بوټو کې حلاله شوې، لوڅه لغړه ناوې پرته وه…

بوډا خپل څادر پرې واچاوه.

ميرويس خان وويل:

_دري  شپېته قبرونه وکېندئ.

*    *    *

آهنګر  د آس پښه پر خپل زنګون کېښوده، ورو يې وويل:

_ميرويس خانه، هاغه څټک راکه!

_کوم؟

آهنګر وخندل:

_د هندوستان مساپرۍسترګې در کمزورې کړې دي، هاغه، بنۍ ته نږدې.

ميرويس خان ورغی، څټک يې ور واخيست، آهنګر  ته ودرېد.

آهنګر د آس د پښې پر پونده نال کېښود، ميخ ته يې څټک ونيو،  آس وشڼيد، ميرويس خان د آس قيضې ته لاس ور واچاوه.

آهنګر وويل:

_ډېر مزل مو کړی، له پخواني ناله څه نه دې پاتې!

يو چا ناره کړه!

_هګۍ، تازه هګۍ، هلئ، ارزانه شوې…

ميرويس خان شاوخوا وکتل، خلک دوکانونو ته ولاړ ول… د سماوار تر مخ څو کسانو کرکان ( مړزان )  جنګول…

ميرويس خان  وويل:

_بازار څنګه دی؟

آهنګر د آس  پر نال بل مېخ کېښود، سړه ساه يې وايسته:

 _هغه پخوانی زور نه دی ور پاتې ، ته يې خپله وينې.

آهنګر ولاړ شو، د آس پر يال ( د څټ پر وېښتو ) يې لاس تېر کړ، ويې ويل:

_ښکلی آس دی.

له سره انګاره ېې توره چايجوشه ور پورته کړه، ميرويس خان ته يې خټينه پياله ونيوله، ويې ويل:

_شنې چايې دي، همدا اوس مې دم کړې.

غلی شو، آس ته يې وکتل، ويې ويل:

_هغه سور آس دې څه کو؟

ميرويس خان د چايو پياله شونډو ته ور نږدې کړه، ويې ويل:

_په ملتان کې را مړ شو، مجبوره وم، پر دې آس مې د سپينو زرو څلور سيکې ورکړې.

آهنګر وخندل:

_ارزي. مخکې مې يې غاښونه وکتل، له عمره يې ډېر وخت نه دی وتلی.

ميرويس خان دېوال ته ولاړ نوی قيمتي مسي لوښی ور واخيست، لوښی  ميناتوري شوي واړه ګلان درلودل.

ميرويس خان وخندل:

_ ستا کار  د تورو، لورونو، کړيو… او ځنځيرونو جوړول دي! دا لوښی دلته څه کوي؟

آهنګر سړه ساه وايسته:

_يوه ملګري مې راووړ، ويل  يې چې يو چاته  يې سوغات ور لېږم، د يادګار له پاره مې سږ کال ورباندې وکېنده!

ميرويس خان لوښی پر بل مخ واړاوه، پر شا يې کوږ  خط کېندل شوی و ( ١١١٧ هجري، شمسي کال).

ميرويس خان سوړ اسويلی وايست، ويې ويل:

_ژوند څومره په منډه دی، مورکۍ مې لوستې ښځه وه، شاعري يې هم کوله، څو ورځې مخکې مې په کور کې څو زاړه کاغذونه وموندل، زما د زوکړې تاريخ يې ليکلی و. ١٠٨٤هجري، شمسي کال.

غلی شو. ويې ويل:

_دري دېرش کاله! څومره ژر تېر شول.

آسونه وشڼېدل، د پښو دربا راغله.

آهنګر او ميرويس خان د آهنګري له دوکانه ووتل، آسان د کوڅې له سره تېز را راوان وو،  عسکرو سره کوټونو اغوستي ول، اوسپنيزې خولۍ يې لمر ته ځلېدلې….

ميرويس خان يودم  منډه واخيسته، ټوپ يې کړل، يو ماشوم يې په غېږ کې ونيو، دواړه په خاورو کې ورغړېدل… د آسونو نرۍ پښې يې تر څنګ تيرې شوې…

ميرويس خان کېناست، د ماشوم سترګې رډې راختلې وې.

ماشوم يودم چيغه کړه، ميرويس خان په غېږ کې ونيو، ورو يې وويل:

_اه ګرانه! مه ژاړه، هر څه تېر شول.

ماشوم ژړل…

 ماشوم يې له ځانه بېل کړ، د هغه پر سر، اوږو او لاسونو يې خپلې ګوتي وتپولې، ويې خندل:

_ګوره! روغ، رمټ يې، هېڅ هم نه دي درباندې شوي.

يوه ښځه راغله، ماشوم يې په غېږ کې ونيو، ويې ژړل…

آهنګر وويل:

_وه خورې! ته خو پوهېږې چې دا د ګرګين اولاده…

يودم غلی شو، شاوخوا يې وکتل، ورو يې وويل:

_پر ماشومانو پام کوه!

ښځې ماشوم ور واخيست، په ژړا  له هغه ځايه لاړه.

ميرويس خان  او آهنګر بېرته د آهنګري دوکان ته راغلل. آهنګر د چايو پياله ور واخيسته، ورو يې وويل:

_تېره ورځ يې همدلته له يوه ځوانه سر پرې کو، ګناه يې دا وه چې د ګرګين له يوه عسکره يې خپل پور غوښت.

ميرويس خان سړه سا وايسته:

_د عبدالباري او د هغه د ملګرو  کيسه څنګه وه؟

آهنګر بنۍ ووهله، تر سره انګار  شنه، نرۍ لمبه راوګرځېده، ورو يې وويل:

_عبدالباري يې تېره جومه  له اتلسو ملګرو سره په چوک کې زندۍ کو، جارچي ويل چې د صفوي حکومت پر ضد يې بغاوت کړی.

د نجارۍ د دوکان په وره کې يو بوډا ودرېد، يوه بېلچه يې واخيسته

بوډا روان شو، بېرته لنډ راوګرځېد، ورو يې وويل:

_زويه، ستړی يم، يوه پياله چاي خو راباندې ولوروه!

آهنګر  د چايو پياله ور ډکه کړه. ويې ويل:

_بابا! ناولده ( نابلده ) راته ښکاره شوې، د کوم ځای يې؟

زاړه سړي وټوخل، په سينه کې يې غژهاری و. ويې ويل:

_کوچی يم.

ميرويس خان وخندل:

_نو بېلچه څه کوې؟

بوډا سوړ اسويلی وايست:

_زويه، په خدايکه تر اوسه لا په بېلچه پوهېږم، ټول عمر مې له رمې سره تېر کړی، د ښار لمر خاته خواته پراته يو، بس! د حکومت  بېګار دی، پرون يې عسکر راغلل، ويل يې چې يوه کلا جوړوو، له هرې کېږدۍ به دوه تنه راځئ!

ميرويس خان وويل:

_له کومې خوا راغلي ياست؟

_اوړی د غزني ناور ته ور خېژو، بس، د هوا په سړېدو سره کندار ته راځو.

_د غزني خواته څه خبرې دي؟

بوډا وټوخل، له چايو يې غوړپ وکړ، ويې ويل:

_ورک يې که زويه، خدای دي يې نه در ويني، ښه ورځ مو نه ده ليدلې، د مغلو  لښکرو سلامت کلي وسوځول.

_ نو خلک ولي غلي دي؟

_څه وکي، د بي اتفاقۍ دي رنګ ورک شي، په يوه خوله نه دي، داسي څوک نشته چې يو څو کسان ورباندې راټول شي.

بوډا له آهنګرۍ ووت.

آهنګر وويل:

_د ګرګين عسکرو ته نوي پلته يي ټوپک راغلې، يو ډز کوي، خو وار يې خطا نه ځي.

آهنګر غلی شو، يوه لور ته يې څټک ونيو، ويې ويل:

 _ د ګرګين دېرش  زره  ګرجي او  ايراني عسکر بايد زموږ  په غوښو ماړه شي!

دوهمه برخه

       *    *    *

لس کلن ماشوم راغی، د خپل پلار تر څنګ کېناست، په خوابدي غږ يې وويل:

_ابا! د آس پښه ماته شوه.

ميرويس خان ور وکتل، ماشوم د لرګي آس ورته نيولی و.

ميرويس خان مات انار په لوښي کې کېښود، آس يې ور واخيست.

ماشوم وويل:

_ابا!  حسين ماته کړه. بل آس راته راوړې؟

ميرويس خان وخندل:

_دا آس مې له هندوستانه درته راوړی و، دلته په کندهار کې نه پيداکېږي.

د ماشوم سر وځړېد.

ميرويس خان د هغه پر تورو وېښتو لاس تېر کړ، ورو يې وويل:

_راځه!

ماشوم يې تر لاس ونيو، څو ګامه يې واخيستل، ولاړو آسونو ته ودرېد، ويې ويل:

_محموده زويه، ته اوس لوی يې، په دې واقعي آسونو کې يو خوښ که.

د ماشوم سترګې وځلېدې، په خوند يې وويل:

_ابا! رښتيا وايې؟

يوه بل  ماشوم منډه راواخيسته، په وړه ژبه يې وويل:

_ابا! زم پر آس سپرېږم.

محمود چيغه کړه!

_حسينه، تا زما د لرګي آس را مات کړ.

ميرويس خان وخندل:

_محموده، ورور دې تر تا کوچينی دی، غوسه مه پرې کوه!

ميرويس خان دواړه ماشومان  پر يوه سپين آس  کېنول. د آس قيضه يې ونيوله، په  انګړکې راوګرځېد.

 يوه ځوانه ښځه له کوټې راووته، محمود په خوشالۍ چيغه کړه!

_ادې! سپين آس زما شو.

ښځې وويل:

_وه سړيه!  اولادونه لا کوچينيان دي،  ونه لوېږي.

ميرويس خان وخندل:

_محمود او حسين  بايد د آس سورلۍ زده کړي.

چيغه يې کړه!

_دوران اکا!

د غواوو له غوجلې په عمر پوخ سړی را ووت، لاسونه يې په خوشايو ککړ وو.

ميرويس خان وويل:

_داسې څوک شته چې د آس په سورلی پوه وي؟

په عمر پوخ سړي وويل:

_هو صيب! يو څوک پېژنم، عبدالروف نومېږي، سليمان خېل دی، په څانګه ( د آس په وآسطه يوه لوبه ده) کې يې وړې ده.

ميرويس خان وويل:

_سمه ده، تنخوا ورته وټاکه، زما دواړو زامنو ته  بايد د آس سورلۍ ور زده کي.

ميرويس خان د آس قيضه پرېښوده، ښځې منډه ور واخيسته، ميرويس خان  تر لاس ونيوله، ويې ويل:

_مه کوه!

 خپلو  زامنو  ته يې وکتل، ويې ويل:

_دوی  دواړه خدای د لويو کارونو له پاره پيدا کړي دي.

چوترې ته ور وګرځېد، مات انار يې ور واخيست،ويې ويل:

_زينبه لورکۍ چېرې ده؟

ښځې وويل:

_په کوټه کې خپل کتابونه وايي.

ميرويس خان د انارو سرې دانې خولې ته واچولې،  په ډکه خوله يې وويل:

_مولوی صيب  نورمحمد غلجی لوی عالم دی، ډېر څه به ترې زده کړي.

غلی شو، ويې ويل:

_کوچينی وم، مورکۍ مې څو عالمانو ته تنخوا ورکوله، ما به سبقونه ترې ويل، عربي ژبه او نور علوم به مې ترې زده کول.

غلی شو. سوړ اسويلی يې وايست:

_مورکۍ به مې يوه خبره ډېره راته کوله، ويل به يې چې ميرويسه زويه، ځان ورسوه! ته خدای د لويو کارونو له پاره پيدا کړی يې. بس! له ماشومتوبه مې د مورکی همدا خبره په ياد ده، غواړم چې په خپلو اولادونو هم سبق ووايم، پوهېږم، دوی د لويو کارونو له پاره پيدا شوي دي.

غلی شو، سړه ساه يې وايسته:

_خو ما تر اوسه کوم  لوی کار نه دی کړی!

ښځې د خپل خاوند پر اوږه سر کېښود، ورو يې وويل:

_د مورکۍ خبره دې رښتيا ده، په ټول ښار کې ستا غوندي کاميابه سوداګر نشته. غريبانو ته لاس نيسې،  اولس درباندې راټول دی.

ميرويس خان وويل:

_خو  لوی کارونه لا پاتې دي.

ښځي په حيرانۍ ورته وکتل…

ميرويس خان وويل:

 _زړه مې خپلو خلکو ته خوړين دی، پردو يې پر غاړو پښی ايښې دي، تر  څه وخته؟!

غلی شو، خپلو زامنو ته يې وکتل،  محمود  د آس قيضه ټينګه نيولې وه، آس په انګړ کې راګرځېده….

ميرويس خان ځمکې ته وکتل، ورو يې وويل:

_دا دانې وينې؟

ښځې تر چوترې لاندې وکتل… په خاورو کې د انارو سرې دانې پرتې وې.

ميرويس خان وويل:

_زموږ خلکو  په زړورتيا کې وړې ده، خو دوه په يوه لاره نه ځي، اتفاق نه لري، په يوه خوله نه دي، د يوبل پښې وهي…هر يوه ته خپل قوم او خپل خېل مهم دی، دوی د انارو دې دانو ته ورته دي چې په خاورو کې يې وينې…

ناڅاپه درب شو، د چوترې پر سر له سايبانه وړې لوټي راولوېدې… آس وشڼيد، ماشومانو چيغې کړې…ميرويس خان منډه ور واخيسته، د آس قيضه يې ونيوله.

د ښځې رنګ تک ژېړ و.

ميرويس خان خپل زامن له آسه کښته کړل، په منډه له کوره ووت.

*    *    *

ګڼه ګوڼه وه، ميرويس خان د خلکو په مينځ کې په زحمت لار وايسته، ودرېد، عسکر پر آسونو سپاره ول، دوی به پر هغو کسانو د قمچينو وار کاوه چې مخکې به ور تلل.

مېريس خان مخامخ  وکتل، د ارګ (جنګي کلا) تر مخ  د توپ خولې ته نږدې  د  بنيادم په وينو لړلې پښې پرتې وې.

ميرويس خان د څنګ سړي ته وکتل، ويې ويل:

_څه خبره ده؟

سړي په وېرېدلي غږ وويل:

_پهلوان  ابراهيم يې توپ ته وتاړه.

ميرويس خان  جنګي کلا ته وکتل، په برجونو کې ولاړو عسکرو سره کوټونه اغوستي وو، د اوږدو ټوپکو نلی يې خلکو ته ور اړولې وې.

ډول وډنګېد، د کلا دروازه خلاصه شوه. ليکه کتار آسونه راغلل، ودرېدل، د سر پوځي يو تاو شوی کاغذ خلاص کړ، غاړه يې صافه کړه،  کاغذ ته يې وکتل، په لوړ غږ  يې وويل:

_په کندهار کې د صفوي حکومت د حاکم اعليحضرت جلالتماب ګرګين خان وينا!

پهلوان ابراهيم  د برحاله حکومت پر ضد بغاوت کړی و، درې ورځې مخکې ونيول شو، توپ ته مو وتاړه. هر څوک چې د صفوي حکومت پر ضد بغاوت وکړي او يا د ماليې له ورکړې انکار وکړي، نو حال به يې همدا وي…

ډول وډنګېد، کتار آسونه بېرته کلا ته ننوتل…

ډله تيت شوه، ميرويس خان د آهنګري دوکان ته ورغی، آهنګر  له انګاره راوتلې تکې سرې تورې  ته څټک نيولی و…

 ميرويس خان کېناست، آهنګر وويل:

_بس دی نور، هره ورځ مو وژني!

ميرويس خان غلی و.

آهنګر وويل:

_پوهېږې! په کلات کې يې سلامته کورنۍ وسوځوله. په هلمند او هرات کې هم همدا حال دی، په يوه مياشت کې يې اويا کسه توپ ته وتړل…

ميرويس خان غلی و.

څغ شو، د اوبو پر سر مړ لوګۍ را وګرځېد.

آهنګر توره له اوبو را وايسته، سترګو ته يې ونيوله، بېرته يې څټک را واخيست…

ميرويس خان وويل:

 _ملګري  راټول که!

آهنګر په حيرانۍ ورته وکتل…
ميرويس خان وويل:

_سبا بېګا زموږ په کور کې درته ماتله يم

*    *    *

يوه وويل:

_همدا سبا  پر ارګ  (جنګي کلا ) ورخېژو..

بل په خبره کې ور ولوېد:

_سل  جنګيالي زه راولم…

بل چيغه کړه!

_مه يې ماتله کوئ! د ګرګين ظلمونه له حده تېر شول…

ميرويس خان غلی و. ده  اتو  کتار ناستو کسانو ته کتل…هر يوه لاسونه خوځول…پر جنګي کلا  حملې ته تيار ول…

آسونه وشڼېدل، له کوڅې د پښو دربا راغله.  ميرويس خان د لمپې پلته ټيټه کړه…

يوه نري سړي وويل:

_شرم دی، په خدای شرم دی، تر دې لويه بې غيرتي به چېرته وي چې د ګرګين د ګزمې له لاسه په خپلو کورونو کې نه شو غږېدلای.

د آسونو دربا ليرې شوه، ميرويس خان لمپې ته لاس ور وغځاوه، پر خړ دېوال سيوري ښکاره شول.

ميرويس خان ورو وويل:

_اوس هيڅ هم نه شو کولای! موږ …

يو چاغ سړی په خبره کې ور ولوېد:

_ولې، څه بلا وهلي يو، لاسونه نه لرو؟

ميرويس خان وويل:

_تاسو ټول په خپلو خلکو کې نوم لرئ، ناز مو وړي، د جګړې له پاره څو کسان برابرولی شئ؟

يوه وويل:

_سل جنګيالي يې پر ما!

بل وويل:

څلوېښت به زه راولم!

د کوټې له کونجه بل غږ راغی:

_زه او ټوله کورنۍ مې تر وطن ځار. شپږ  غښتلي ځوانان لرم.

چوپه چوپتيا شوه.

ميرويس خان وويل:

_عبدالرحمانه، غلی يې!

ديوه  ښايسته ځوان سر وځړېد، ورو يې وويل:

_اوس يې وخت نه دی، زموږ خلک اور نه خلي، دوی د ګرګين ظلم مني، خو تورې ته به يې تيار نه کې، وايي چې د ګرګين لښکر مسلمان دی، څنګه به يې وژنو!

ميرويس خان وويل:

_د عبدالرحمن خبره سمه ده! ساړه خورئ. په ښار کې له ارګه پرته شپږ نورې پوځي کلاوي هم پرتې دي. د شير حاجي کلا دولس توپونه او دوه زره عسکر لري، د دولت اباد کلا ته خو نږدې نه شې ورتلای. د قيتول د غره پر سر کلا هم اسانه نه نيول کېږي. د عليمردان خان او د چهل زينو د غره پر سر کلاوي هم له نيولو وتلې دي.

په ارګ او دې نورو کلاوو کې د ګرګين يو دېرش زره عسکر پراته دي.  يو هم بې تورې او ټوپکه نه دی، يواځې د ارګ په پلنو دېوالونو څلوېښت توپونه اېښودل شوي دي.

يو چاغ سړی په خبره کې ور ولوېد:

_خو موږ غيرت لرو.

ميرويس خان وخندل:

_له عقله پرته غيرت، تباهي ده. پوهېږې! بېځايه احساسات په درد نه خوري، د عتيق الله کيسه خو ټولو ته مالومه ده، له درېيو سوو احساساتي ځوانانو سره د قيتول پر کلا ور وخوت،  خو تر دېوالونو ام ور و نه رسېدل، څه توپونو وخوړل او څه هم  ټوپکو….

ټول غلي شول…
ميرويس  خان وويل:

_څو ټوپکه پيدا کولای شئ؟

د ټولو سرونه وځړېدل…
ميرويس خان وويل:

_له يو دېرش زرو په جنګ پوه عسکرو، ټوپکو او توپونو سره جګړه اسانه نه ده، په پنځو- شپږو سوو جنګياليو او تشو لاسونو دې خدايکه شل کړه.

ټول غلي ول.

ميرويس خان وويل:

_ تر اوسه مو دوه پښتانه په يوه خوله سره ليدلي دي؟ هر يو په  خپل  خېل او قوم پسې ګرځي… په خپلو مينځو کې  بد بينه دي، ځينې داسې کسان هم شته چې  پوره من دي،  هر قوم تر بل يوه، ځان غټ ګڼي… د ګرګين ظلم په سترګو ويني، وطن يې ترې نيولی دی، خو ځينې  وايې چې ګرګين مسلمان دی، له هغه سره جګړه روا نه ګڼي …

ميرويس خان  غلی شو، ناستو کسانو په  حيرانۍ ورته کتل…

ميرويس  خان وويل:

_ خپل خلک په لوی لاس  مه وژنئ!

يوه وويل:

_نو څه وکو؟ همداسې په رډو سترګو ورته وګور!

ميرويس خان وويل:

_زما خبره ومنئ، اوس خپلې تورې د ګلابو تر پاڼو لاندې پټې کئ!   موږ بايد له عقله  کار واخلو.

يوه وويل:

_ياالله، ته مخکې موږ درپسې…

بل وويل:

_نيمه شپه شوه،  په وږو ګېډو اصفهان راباندې نيسې؟

ټولو وخندل:

ميرويس خان په خندا کې ناره کړه!

_محموده زويه!  ډوډۍ مو پسې څه کړه!

*    *    *

د آهنګر دوکان ته شپږ آسونه ودرېدل. آهنګر په بېړه له دوکانه ووت، تعظيم يې وکړ، ويې ويل:

_حسن خانه! په خير راغلی!

له رنګه سور ځوان له آسه کښته شو، آهنګر په بېړه د لرګي څوکۍ ورته کېښوده، ځوان کېناست، آهنګر وويل:

_صيب! چايې واچوم؟

له رنګه سور ځوان وويل:

_کړۍ او زولنې څنګه شوې؟

آهنګر د يوې بوجی خوله خلاصه کړه، ځنځيرونه وشرنګېدل، څو زولنې يې ترې راوايستې.

ځوان يوه زولنه ور واخيسته،  کش يې کړه، ويې ويل:

_ټولې څو دانې دي؟

_اتيا، خو پنځوس نورې پاتې دي، بس، په لسو ورځو کې تيارېږي.

د ځوان ټنډه تروه شوه:

_د تيروو زولنو خونده نه وه، يوه بندې يوه زولنه وشکوله…

غلی شو، يودم يې وخندل:

_خو تښتېدو ته پاتې نه شو، تر زړه يې ګولۍ وخته.
ولاړو عسکرو وخندل.

آهنګر وويل:

_بېغمه اوسئ، دا ځل مې داسې زولنې جوړې کړې چې زمری به يې هم ونه شکوي.

سره ځوان وخندل:

_زمری؟! په کندهار کې زمری له کومه شو!  دلته خو ټول ګيدړان دي.

ټولو عسکرو وخندل…

د آهنګر مخ سور شو.

ځوان وويل:

_سمه ده، تيارې شوې زولنې جنګي کلا ته  راولېږه، خو پاتې هم بايد تر لسو ورځو پورې جوړې وي.

ځوان پر آس سپور شو.

آهنګر  په خواره خوله وويل:

_ صيب، يوه شېبه صبر وکړئ!

آهنګر دوکان ته ننوت، يوه غوټه يې را واخيسته.

سره ځوان وويل:

_دا څه دي؟

آهنګر خوله جينګه کړه!

_صيب! په خپله يې وګورئ!

ځوان غوټه خلاصه کړه، د شنې چپنې زرتار  وځلېدل…

آهنګر وويل:

_صيب! يو ملګری مې سوداګري کوي، دا چپنه يې له هندوستانه د زندان مشر ته راوړې ده.

ځوان چپنه سره واړوله، ويې ويل:

_ښکلې ده، اصل ورېښم دي، زه به يې ور وسپارم، خو دا موږ يې ولې هېر يو!

آهنګر وويل:

_صيب! د بلا دې هېر شئ، زه به ورته ووايم، ملګری مې صفوي حکومت ته ډېر مخلص سړی دی، د حکومت مامورينو ته احترام لري…

ځوان آس ته پښه ورکړه. ټولو حرکت وکړ.

ميرويس خان راغی، کېناست.

آهنګر وويل:

_بيا هم فکر وکه!  دا خلک به دې خوار کي.

ميرويس خان وويل:

دې خلکو ته د نږدې کېدو له پاره بله لار نه لرم.

غلی شو. ويې ويل:

_داسې اعتباري کس شته چې د ګرګين له قوماندانانو سره شناخت ولري؟

آهنګر وويل:

_هو، د بارک دين په نوم يو څوک پېژنم، د قراوول له يوه مشر سره  يې قرار داد کړی، د جنګي کلا عسکرو ته خوراکي مواد برابروي.

ميرويس خان وويل:

د بارک دين په لاس بايد  ځينو قوماندانانو ته  سوغاتونه ور ولېږو.

درېيمه برخه

*    *    *

يوه اونۍ وروسته دوه عسکر راغلل، آهنګر يې جنګي کلا ته بوت. په يوه لويه کوټه کې يې کېناوه، عسکر ووتل، آهنګر لړزې اخيستی و.

شېبه وروسته چای ورته راغی، د آهنګر د زړه دربا ورو شوه. وخت ووت، آهنګر ځړېدلی سر ناست و.

دروازه خلاصه شوه، کوټې ته دوه کسه راغلل، دواړه له رنګه سره ول. په څېرو کې يې د  غوسې نښې نه ښکارېدلې.

آهنګر په بېړه ودرېد، دواړو لاس ورکړ، مخامخ پر څوکيو کېناستل.

آهنګر خپلې  چپنې وپېژندلې.

يوه يې وويل:

_زه اسلم بېګ يم، د زندان مشر.

آهنګر خپل لاس پر ټټر کېښود.

بل وويل:

_ماته رضا علي وايي، په جنګي کلا کې يوز باشي ( د سلو عسکرو مشر ) يم.

آهنګر موسک شو.

د زندان مشر وويل:

_خبرې لنډې ښې دي، بارک دين د جنګي کلا ځيني قوماندانان په  ورېښمينو چپنو او اصيلو غاليو ونازول، ويل يې چې ميرويس خان رالېږلې دي، بارک دين ته دا قيمتي سوغاتونه تاسو ورکړي وو، دا ميرويس خان څوک دی؟

آهنګر وويل:

_صېب! ميرويس خان هوتک قومي مشر او لوی سوداګر دی، له کندهاره، هندوستان ته  پشم، وچې مېوې او ځينې ګرانبيه بوټي وړي او له هغه ځايه ورېښم، مسي لوښي، زيورالات … او نور د کار وړ شيان  راوړي. ميرويس خان په خبره پوه سړی دی، پر ډېرو قومونو يې ناز چلېږي…

آهنګر خبرې کولې، رضا علي او د زندان مشر وازې خولې نيولې وې…

آهنګر اوږدې خبرې وکړې، ويې ويل چې ميرويس خان مخلص سړی دی، صفوي حکومت ته خاص احترام لري…

د آهنګر له خبرو وروسته د زندان مشرله هغه څخه وغوښتل چې له ميرويس خان سره د ليدو زمينه ورته برابره کړي.

*    *    *

دوې ورځې وروسته ميرويس خان له آهنګر او يوه بل ملګري سره جنګي کلا ته ورغی. په يوه مجلل سالون کې يې پذيرايي وشوه، د زندان مشر، د ماليې ټولولو مسوول  او علي حسين  ښه راغلاست ورته ووايه.

يوه شېبه د ميرويس خان د تجارت  په اړه وغږېدل، بيا سياست ته راغلل، ميرويس خان د ګرګين صفت وکړ، ويې ويل چې ښه مديريت لري او په ډېر هوښيارتوب يې  ټوله سيمه تر واک لاندې راوستې ده.

رضاعلي او د زندان مشر خوشاله ول، له شتمن ميرويس خان نه يې ډېره استفاده کولای شوای، دا ځوان سوداګر، ګرګين ته تر ټولو صادق کس ور ښکاره شو، خو د ماليې مسوول وويل:

_يوه پوښتنه، موږ  هره ورځ ستاسو  لس-  شل کسان توپونو ته تړو، خو ته بيا هم زموږ صفت کوې؟

د آهنګر لينګې ولړزېدل.

ميرويس خان وخندل:

_موږ له سلو کالو راپه دېخوا همدا حال لرو، تر غزني د مغولو لښکرې پرتې دي، شمالي برخې د تزاري روسيې تر واک لاندې دي، خو په ټولو کې تاسې ښه ياست، که  لس وژنی، سل نور  ژوند ته پرېږدی…بله خبره!  زه تجار سړی يم، خپلې ګټې ته ګورم، په دې خبرو پسې دومره سر نه ګرځوم…

غرمې ته ډوډۍ راغله، مختلف خواړه او کباب شوی سلامت پسه پر مېز کېښودل شو…د ماليې مسوول د کلات له څو کليو شکايت وکړ، ويل يې چې ډېر کليوال مو ووژل، خو لا هم حکومت ته سمه ماليه نه ورکوي…د ګرګين په وړاندې مې اعتبار کم شوی دی… ميرويس خان ورياده کړه چې دا مشکل به دی حل کړي…

وروسته يې له جيبه څو وړې قوطۍ را وايستې، يوه يوه قوطۍ يې د کوربنو مخې ته کېښوده. د زندان مشر په بېړه قوطۍ خلاصه کړه، يودم يې چيغه کړه!

_اوه خدايه، څومره ښکلې.

دوو نورو هم قوطۍ خلاصې کړې. په ټولو قوطيو کې د سرو زرو يوه يوه ګوتمۍ ايښې وه.

د زندان مشر  وويل:

_وګورئ! ماته خو هندوستاني هنر ښکاري، په دې ګوتمۍ کې څومره ظريفه ميناتوري کار شوې ده.

ميرويس خان وويل:

_ دلته تش لاس راتګ ښه نه راته وايسېد، هيله کوم! دا واړه سوغاتونه په ډېر څه ومنئ!

د زندان مشرګوتمۍ په ګوته کړه، لاس يې  د ماليې د مسوول سترګوته ور نږدې کړ، په خوند يې وويل:

_ښکلې نه ده؟

د ماليې د مسوول ټنډه تروه شوه، څه يې ونه ويل.

ميرويس خان د تګ اجازه وغوښته، کوربانه ولاړ شول، ميرويس خان د سالون په دروازه  کې د ماليې  مسوول ته  وويل:

_د کلات له هغو څو کليو بېغمه اوسه، ماليه به په خپله کندهار ته درته راوړي.

د ماليې د مسوول سترګې وځلېدې…

*     *     *

ميرويس خان  کلات ته لاړ، خپل هغه قوميان يې راټول کړل چې صفوي حکومت ته يې سمه ماليه نه ورکوله.

ميرويس خان له هغوی څخه هيله وکړه چې پاتې ماليه په خپله تر کندهاره راورسوي، يوه هم څه ونه ويل، خلکو د خپل مشر په هوښياري باور درلود.

مياشت وروسته په خوراکي موادو بار کوچينی کاروان جنګي کلا ته ننوت. په زرګونو پوځيانو کې اوازه ګډه شوه چې د ميرويس خان په نوم د هوتکو مشر څو  ياغي کلي د ماليې ورکړې ته مجبوره کړي دي.

په دوهمه ورځ ميرويس خان يو ليک تر لاسه کړ، د ماليې مسوول مننه ترې کړې وه،  ليکلي يې وو چې د ګرګين په وړاندې يې  له لاسه وتلی اعتبار بېرته خپل کړ….

ميرويس خان به کله کله جنګي کلا ته ورته، د پوځ قوماندانانو او ګرګين ته نږدې کسانو ته به يې سوغاتونه ور وړل…ميرويس خان په لنډ وخت  کې اعتبار پيدا کړ، د ماليې مسوول او ځينو نورو کسانو به په يو شمېر مسايلو کې مشورې ترې اخيستې، خو ځينې وختونه به له ښاره د باندې ووت، د مختلفو قومونو له اعتباري کسانو سره به يې ناستې درلودې، هغوی به يې په پټه پوهول چې د ګرګين پر وړاندې سره يو موټی  شي.

يوه ورځ  د ماليې مدير له ګرګين سره د ليدو زمينه ورته برابره کړه.

*    *    *

ميرويس خان شاوخوا وکتل، په جنګي کلا کې ګڼ کورونه اباد وو، بازار يې درلود، يوې بلې خواته پلې او سپاره پوځيان  ګرځېدل…

ميرويس خان  د دوو عسکرو په بدرګه  مخکې لاړ، په جنګي کلا کې يوه بله وړه کلا جوړه وه، دا کلا يې د نارنج ماڼۍ بلله.

ميرويس خان د نارنج ماڼۍ ته ور ننوت، ښکلې  وه، په سپينو دېوالونو کې يې ګچينه  مېناتوري ښکارېدله.

ميرويس خان يوه ارت سالون ته ور غی.

 ګرګين له رنګه سور سړی و، شنې کڅوړنې سترګې يې درلودې، ډبلو سرو برېتونو يې لاندينۍ شونډه پټه کړې وه.

ميرويس خان ورغی، تعظيم يې وکړ، شاوخوا يې وکتل، سالون هسک و، پر مخامخ دېوال د غروب  غټه منظره را ځړېدله. په منظره کې لمر ټيټ و، د سمندر اوبه سرې ښکارېدلې…

ګرګين وخندل:

_ستا نوم مې پخوا اورېدلی و، اوس مې له نږدې ولېدې! ښه، نو ته ميرويس خان يې!

ودرېد، د ګرګين ونه په تالار کې له  ټولو ولاړو کسانو لوړه وه.

ګرګين د مېز له سره يو جام ور واخيست، ميرويس خان ته ور نږدې شو، له خولې يې د شرابو بوی ته!

ويې ويل:

_ملګرو  مې ستا صفت راته وکړ، ويې ويل چې په کندهار کې  صفوي حکومت ته تر ټولو مخلص انسان ياست.

غلی شو، يودم يې چيغه کړه!

_مېلمه ته يو څه راوړئ!

يو کس راغی، پر مېز يې پتنوس کېښود، شېبه وروسته يې ميرويس خان  ته يوه  پياله ونيوله. ميرويس خان  پزه کش کړه، له پيالې د تورو چايو بوی ته.

ميرويس خان د زندان مشر ته اشاره وکړه، هغه لاسونه وپړکول. يو ځوان له يوه پتنوس سره راغی. ميرويس خان د پتناسه پر سر ورېښمينه ټوټه ليرې کړه. ګرګين ته يې وکتل، ويې ويل:

_اعليحضرته! تاسو په ډېر څه ارزی، تش لاس راتګ ښه نه راته وايسېد، د اوس له پاره مې يوه کوچينی سوغات ومنئ!

ګرګين د پتناسه له سره نيم ګز اوږده توپانچه ور پورته کړه، په ځير ځير يې ورته وکتل…

د ماليې مسوول وويل:

_صيب! انګرېزي توپانچه ده، په لاستي کې يې سره زر کار شوي دي.

د ماليې مسوول په بېړه کړکۍ ته ودرېد. د پردې څنډه يې پورته کړه، په خوند يې وويل:

_صېب! ميرويس خان مخلص انسان دی، عاليجناب ته يې يو بل څه هم راوړي دي.

ګرګين کړکۍ ته ور نږدې شو، لاندې تک سپين ښکلی آس ولاړ و.

د ماليې مسوول وويل:

_ترکمنې آس دی، له جثې ( بدنه ) اوړ ښکاري، خو په منډه کې جوړه نه لري.

ګرګين بېرته پر خپله څوکۍ کېناست، جام يې ډک کړ، ورو يې وويل:

_يوه پوښتنه!

ميرويس خان غلی و.

ګرګين وويل:

_ميرويس خانه! موږ ولې دومره درباندې ګران يو؟

ميرويس خان وټوخل، غاړه يې صافه کړه، ويې ويل:

_صيب! موږ پښتانه يو متل لرو، وايو چې ګټه په تاوان کېږي.

ګرګين وخندل. ميرويس خان ته يې د کېناستلو اشاره وکړه.

ګرګين وويل:

_پوهېدم، پيشو د خدای له پاره موږکان نه نيسي.

ټولو وخندل…

ميرويس خان وويل:

_صېب! زه تجار سړی يم، له سياست سره مې نه ده جوړه، تل په خپلو ګټو پسې ګرځم…

ګرګين وويل:

_خو موږ تجاران نه يو، له جګړې پرته په بل څه نه پوهېږو، د ګټې له پاره مناسب ځای ته نه يې راغلی!

ميرويس خان وويل:

_برعکس، تر دې ښه ځای نه شم موندلی.

ګرګين په حيرانۍ ورته وکتل…

ميرويس خان وويل:

_زه لوی سوداګر يم، خو تر اوسه مې يواځې له هندوستانه مالونه راوړي دي، غواړم چې خپل تجارت اصفهان ته هم وغځوم. اورېدلي مې دي چې د اصفهان په لاره کې غله ډېر دي، کله کله پر کاروانونو حملې ور وړي، اوس به پوهېدلي ياست چې …

ګرګين په خبره کې ور ولوېد، په خندا کې يې وويل:

_بس! پوه شوم، هوښيار سړی يې! د خپل تجارت امنيت ته دې پام کړی. سمه ده، موږ به ستا د کاروانونو په ساتنه کې مرسته درسره وکړو، خو …

غلی شو، ويې ويل:

_مخکې دې څه ويل؟

ميرويس خان په حيرانۍ ورته وکتل…

ګرګين يودم وخندل:

_اه! په ياد مې شول، ګټه په تاوان کېږي! خو په دې کې  موږ تاوان کوو، ستا هر کاروان به زموږ عسکر بدرګه کوي، نو زموږ ګټه څه شوه؟

ميرويس خان وويل:

_صيب! ګټه مو مالومه ده! په هر کاروان کې مو عسکرو ته تنخوا او د لارې مصارف درکوم، ماليه هم ستاسو خزانې ته درځي، پر دې سربېره جنګي کلا هم  ځينې مصارف لري، هره مياشت  به د سرو زرو شل سيکې درته رالېږم….

ګرګين وټوخل، جام يې پر سر واړاوه، ويې ويل:

_ بيا هم خپلې ګټې ته ګورې!  ستا په خبرو کې مې صفوي حکومت ته د صداقت کومه نښه ونه ليده.

دماليې مسوول وويل:

_صيب! ميرويس خان  په کلات کې  د څو ياغي کليو ماليه  راټوله کړه.

ګرګين چيغه کړه!

_غلی شه! دا درېيم ځل دی چې همدا يوه خبره راته کوې!

د ماليې د مسوول سر وځړېد.

ګرګين ميرويس خان ته وکتل، ويې ويل:

_پوهېږم! ته په خلکو  کې دروند نوم لرې، ډېر  قومونه دې  ناز  اخلي، موږ هم تر دې دمه کوم بد نه دي درنه ليدلي، خو يو شرط لرم، که دې پوره کړ، وبه منم چې صفوي حکومت ته مخلص يې!

*    *    *

 باد تېز و،  شڼهاری يې خوت، سرې شګې بادېدلې…آس ړنګ شو، سړی ترې ولوېد، نور آسونه ودرېدل. دوه مول وهلي کسان راغلل، له آسه لوېدلی سړی يې له  شګو پورته کړ.

يوه چيغه کړه!

_بلوڅ څه شو؟!

د دوړو له مينځه ناره راغله!

_څه وايې؟

چيغه  باد  ورسره يو وړه.

له ونې لنډ سړی راغی، د مخکيني آس قيضه يې ونيوله. شپږ آسونه پسې روان شول، دوړې وې… لاره نه ښکارېدله…شګې د سپرو کسانو پر لوڅو ټنډو تېرې لګېدې…

آسونه د شګو د يوې  هسکې غونډۍ  په لمنه کې ودرېدل…

سپاره کښته شول، هر يوه د خپل آس قيضه تر مټ تاو کړه، څادرونه يې پر مخونو ورکش کړل، غلي پرېوتل…

شېبه وروسته  باد له زوره ووت، د شګو دانې يې نه شوای پورته کولای، خو مړه دوړه  لا  نه وه ناسته.

يوه سړي مخ لوڅ کړ، په زوره يې وويل:

_بلوڅه!  په څه غم دې واړولو.

څادرونه ليرې شول، شپږ کسه کېناستل، مولونه يې خلاص کړل، يو بل ته يې وکتل، ويې خندل…

ټولو پر خپلو ټنډو څادرونه تېر کړل.

ميرويس خان وويل:

_له اوبو پرته مو خدايکه مخونه پاک شول.

يودم يې ناره کړه:

_بلوڅه! څه شوې؟ تا خو ويل چې لاره را مالومه ده!

تک تور ډنګر سړي په خپله څوکړه ږيره کې ګوتې تېرې کړې، ورو يې وويل:

_خان صيب! نه يم غلط، په دې دښته کې مې زلميتوب تېر شوی دی، هره خوا يې رامالومه ده.

آهنګر په خبره کې ور ولوېد:

_اې د ظالم زويه! دا څنګه زلميتوب دی، دا درې ورځې دې په شګو کې روان کړي يو، شين ډکی مو ونه ليد.

بلوڅ وويل:

_دې ته رېګ روان وايي، يوه ورځ د شګو ګڼې غوڼډۍ جوړې شي، بله ورځ د ورغوي غوندې خلاص ميدان وي…دلته به لاره د ستورو له مخې پيدا کوې.

ميرويس خان وويل:

_خواړه څومره پاتې دي؟

آهنګر ولاړ شو، د آس پر زين پرته بوجۍ يې په خپلو ګوتو کې ټينګه کړه، ويې ويل:

_د آسونو وربشې کمې دي، خو زموږ چاره کېږي، دومره څه لرو چې دوې – درې ورځې مو ژوندي وساتي.

يوه بل وويل:

_خو پتکونه  په تشېدو دي، له اوبو پرته ګذاره سخته ده.

ميرويس خان له خپلې ملا د اوبو پتک خلاص کړ، ويې ويل:

_يو څه اوبه پاتې دي، که تږي ياست نو ويې څښئ!

غلی شو، بلوڅ ته يې وکتل، ويې ويل:

_ځو؟

_نه صيب، د شګو طوفان ټوله لاره رانه ګډوډه کړه، له ستورو پرته هېڅ هم نه شو کولای.

يو غږ راغی.

_خدای دي وريځ نه را پيدا کوي، که نه نو همدلته مو مړه بوله.

ټولو وخندل.

شېبه وروسته ټولو تيمم وواهه، قبله نه مالومېده، اټکلي ودرېدل.

وخت ووت، د ماښام له لمانځه سره ستورې وځلېدل…ډله روانه شوه، ټوله شپه يې مزل وکړ، د سهار په خړه کې يې اذان واورېد. ورغلل، په سپېره دښته کې اوه – اته خړې کومبدې ښکارېدلې… لږ ور هاخوا تورې رمې پنډې وې.

بلوڅ څا ته ورغی، يوه وړه ډبره يې ور واخيسته، لاس يې د څا پر سر ونيو، ګوتې يې خلاصې کړې. ښه شېبه غلی و، وروسته يې په اوبو کې د تېږې د لوېدو غږ واورېد، ټنډه يې تروه شوه:

_سل ګزه لاندې دي، زما له وسه وتلې ده.

ميرويس خان د ډولچې پړي ته لاس ور وغځاوه، خو تر هغه مخکې آهنګر پړی ونيو، د څرخ غنجا شوه، له مخامخ کوره يو څوک را ووت، بېرته کور ته ننوت، دوې خټينې کوزې يې راوړې.

ټولو اودسونه وکړل، په دښته کې په ملا پسې ودرېدل.

وروسته  چای راغی، د شيدو چای، پيروی اوتوده ډوډۍ وه.  يواځې بلوڅ خبرې کولې، نور د کليوالو په ژبه نه پوهېدل، بلوڅي يې ويله…

له لمر ختو سره يې پتکونه ډک کړل، ډله روانه شوه، ټوله ورځ يې مزل وکړ، د شپې د شګو د دوو غونډيو په مينځ کې پرېوتل.

سهار د ميرويس خان  اوږه وخوځېده، سترګې يې رڼې کړې، لمر هسک ولاړ و.

ميرويس خان په بېړه کېناست، ويې ويل:

_بايد لمونځونه راوګرځوو!

ځواب يې وانه ورېد.

ملګرو ته يې وکتل، د ټولو سترګې رډې راختلې وې، مخامخ غونډۍ ته يې په وېره کتل.

د ميرويس خان زړه ولړزېد، د مخامخ غونډۍ پر سر څو سپاره ولاړ ول.

ميرويس خان شاته وکتل، لس- دولس آسونه را روان ول…

آهنګر خپلې تورې ته لاس کړ.

ميرويس خان  وويل:

_د جګړې له پاره نه يو راغلي!

آهنګر وويل:

_غله دي!

ميرويس خان په خبره کې ور ولوېد:

_تر وخت مخکې پرېکړه مه کوه!

غونډۍ ته يې وکتل، سپرو ټوپکې ورته نيولې وې…

ميرويس خان وويل:

_ځانونه  مه وژنئ، خبره نه ده مالونه، د تورو او ټوپکو هم نه سره کېږي!

سپاره راغلل، څو ګامه ليرې ودرېدل. آسونه او پر آسونو سپاره کسان تک تور ول.

يو رامخته شو، په لوړ غږ يې څه وويل:

ميرويس خان خپل  بلوڅ ملګري ته وکتل، بلوڅ وويل:

_بلوڅان دي، وايي چې څوک ياست؟

_نو ولې غلی يې؟

بلوڅ ناره کړه!

ميرويس خان يواځې په خپل نوم او د هوتکو په ټکي پوه شو.

مقابل لوري څه وويل، ميرويس خان بلوڅ ته وکتل، بلوڅ وويل:

_وايي چې دلته څه کوئ؟

ميرويس خان موسک شو:

_  خو ورته ووايه چې د څه له پاره راغلي يو،  ته نه پوهېږې؟!

بلوڅ ناره کړه!

ميرويس خان يواځې د بلوڅو د خان شهسوار په نوم وپوهېد.

مقابل لوري ناره کړه، بلوڅ وويل:

_وايي چې وسلې وغورځوئ!

د آهنګر تندی تريو شو:

_دا نو نه منم!

ميرويس خان خپله توره وغورځوله. نورو ملګرو يې هم همداسې وکړل، يواځې آهنګر غلی ولاړ و. ميرويس خان د آهنګر پر پښه ور وخووت. آهنګر اخ کړل، توره يې له لاسه ولوېده.

 يو بلوڅ راغی، تورې يې ور ټولې کړې. بل د ميرويس خان او د هغه د ملګرو لاسونه ور وتړل.

دوو سپرو د خپلو آسونو تشو ته پوندې ورکړې، تور آسونه تېز ول، په لنډ وخت کې د شګو تر غونډۍ واوښتل…

د غرمې سيوری لا  نه و ړنګ چې تللي آسونه بېرته راغلل، خپلې ډلې ته ور وګرځېدل، يو يې له يوه مول وهلي دنګ سړي سره ودرېد،، څه يې وويل.

مول وهلی سړی  په بېړه راغی، د ميرويس خان او د هغه د ملګرو  لاسونه يې ور خلاص کړل. څو ځله يې يوه خبره وکړه. ميرويس خان خپل بلوڅ ملګري ته وکتل، هغه وويل:

_بخښنه غواړي.

ميرويس خان او ملګري يې د بلوڅو په بدرګه روان شول. ماسپښين يوې تنګې درې ته ورسېدل، ميرويس خان له پنځو ورځو وروسته ډبرې ليدلې… شنو ونو ته ورسېدل، له ډبرو اوبه را تويېدلې… په شنه چمن کې تورې کېږدۍ ولاړې وې. د يوې کېږدۍ تر مخ  تر سرو لمبو پورته پر سيخ پېيلی سلامت پسه راتاوېده.

يو دروند غږ راغی!

_سترګې مو روښانه، په خير راغلئ!

له يوې کېږدۍ يو تور چاغ سړی راووت. تک تور ډبل برېتونه يې درلودل، په تورو شونډو کې يې سپين غاښونه له ورايه ښکارېدل…

چاغ سړي ميرويس خان او د هغه ملګرو ته کلکه غېږ ورکړه، مول وهلي کس يې تر غوږ کش کړ، په خندا يې وويل:

_دا سوډر مې زوی دی، ځورولي خو به يې نه ياست؟

ميرويس خان  غلی و.

چاغ سړي وويل:

_هلی نو، ګرمي ده!

ټول کېږدۍ ته ننوتل. پر ليمڅو کېناستل، ميرويس خان ګرد بالښت ته  ډډه ووهله! ويې ويل:

_ياره شهسوار خانه! په دې دښته کې دې اجب شين ځای موندلی دی.

چاغ سړي وخندل:

_هو والله، په ګرمۍ کې دلته راځم.

يودم يې چيغه کړه! په بلوڅي يې څه وويل!

ميرويس خان ته يې وکتل، ويې ويل:

_شونډې مو سپېرې دي، ور غږ مې کړل چې اول ډوډۍ راوړئ!

ميرويس خان غلی و.

شهسوار د وچکالۍکيسې را واخيستې، ويې ويل چې د مالدارۍ خونده نشته، د ده قوم ته يې يې دروند تاوان ور واړاوه، رمې په نيمايي ودرېدې… بيا يې د ګرګين د ظلم کيسې وکړې، ياده يې کړه چې قوم يې درنې ماليې پر ملا مات کړ…

غلی شو، يودم يې خپل تندی په څپېړه وواهه! په خندا يې وويل:

_اجب سړی يم، دې تودو شګو مې ماغزه را وچ کړې دي، ومې نه پوښتل چې دا اوږد مزل مو د څه له پاره راوهلی دی؟ پوهېږم، بې څه خو نه ياست راغلي!

ميرويس خان وخندل:

_درته وايم يې!

شهسوار يودم وخندل:

_اه ظالمه! هغه باغ دې اوس هم شته، اجب انار يې لرل، پنځه کاله ووتل، تر اوسه مې لا په ژبه د انارو څکه پرته ده.

غلی شو، ويې ويل:

_ښه نو، د څه له پاره راغلي ياست؟

ميرويس خان وخندل:

_لکه چې له مېلمنو په تنګ يې؟

شهسوار خپل ټټر وډباوه! :

_شهسوار خان د غيرتي خلکو نوکر دی.

د سنيو دسترخوان هوار شو، دوو کسانو غټ پتنوس راووړ، سلامت پسه پکې ايښی و.

شهسوار خان وويل:

_ياالله.

د پسه سلامت ورون يې ور وشکاوه. غاښونه يې پرې ټينګ کړل، ناستو کسانو ته يې وکتل، په ډکه خوله يې وويل:

_څه ته ګورئ؟

ميرويس خان وويل:

_نه يې خورو.

د شهسوار خان سترګې رډې راوختې.

ميرويس خان  وويل:

_نوه مو نيولې ده!

شهسواز خان وويل:

_روژه؟!

آهنګر وويل:

_په پښتنو کې يو دود دی، په بدي او يا بله ستونزه کې يوه خوا د تاواني شوي کس کور ته په جرګه ورځي، تر څو چې جنجال نه وي حل شوی  او يا يې قاتل نه وي بښلی، د هيڅ شي څکه  نه کوي. دې ته نوه وايي.

شهسوار خان وخندل، خپله چاړه يې د کباب شوي پسه په سينه کې خښه کړه، په ډکه خوله يې وويل:

_وايه! له ناموسه پرته هر څه ته درته ولاړ يم، سر مې بېل که، څه به ونه وايم، د هوتکو خان او خپل پخوانی ملګری به ولې خپه کوم.

ميرويس  خان وويل:

_ژمنه ده؟

شهسوار وخندل:

_شهسوارخان  له خپلې خبرې نه اوړي، اوس ډوډۍ درواخلئ.

ميرويس خان وويل:

_شل ګرجي عسکر غواړم.

شهسوار خان يودم وټوخل، لاړې يې باد شوې، ورون يې کېښود، د اوبو ډک جام يې پر سر واړاوه، د خپلې تورې لونګۍ پيڅکه يې پر خوله تېره کړه، تندی يې تريو شو، ويې ويل:

_ ډوډۍ دې را زار کړه!

_خو تا ژمنه کړې!

شهسوارخان وويل:

_ما کوم ګرجۍ عسکر نه دی ليدلی!

ميرويس خان وويل:

_دا عسکر شل ورځې وړاندې د رباط په سيمه کې تري تم شول.

شهسوار خان په خبره کې ور ولوېد:

_په بلوڅو کې خو کم خانان نه دي، بل ځای يې پسې غواړه!

ميرويس خان وويل:

_خو په رباط کې ستا قوم پروت دی، ته يې مشر يې او  ستا له اجازې پرته هېڅ هم نه شي کولای.

شهسوار خان  وويل:

_ډوډۍ درواخلئ!

ميرويس خان خپلو ملګرو ته اشاره وکړه، ټول ودرېدل.

شهسوار په بېړه تر پايڅې ونيو، ميرويس خان کېناست، شهسوار وويل:

_په ګرجي عسکرو څه کوې؟

_ګرګين رانه غوښتي!

شهسوار چيغه کړه!

_ته د خپلو خلکو له دښمن سره مرسته کوې، پوهېږې، ګرګين سلامت کلي وسوځول، ښځې يې بې ستره کړې، ماشومان  يې تر تېغ تېر کړل، يواځې په بلوڅو کې يې اته سوه کسان ووژل…

ميرويس خان وويل:

_پوهېږم.

شهسوار خان په حيرانۍ ورته کتل.

ميرويس خان وويل:

_ پر ما څومره باور لرې؟

_تر ځان هم زيات!

نو زما خبره ومنه، زه داسې څه نه کوم چې د خپلو  خلکو او وطن په تاوان وي.

شهسوار فکر په مخه کړ،  يو دم يې وخندل:

_سمه ده، اوس ډوډی وخورئ!

 چيغه يې کړه!

_زما چيلم راوړئ. د هوتکو خان  ته پسه کم ښکاره شو، پوهېده چې زه ډېر خوراک کوم، اشتها يې را وسوځوله…
ټولو وخندل….

څلورمه برخه

*    *    *

د سمڅې په خوله کې دوو ولاړو مسلح بلوڅو پر خپلو سينو لاسونه کېښودل.

شهسوار وويل:

_ميرويس خانه! سمڅې ته ور کښته کېږو!

په سمڅه کې تياره وه، ميرويس خان او ملګري يې ودرېدل.

شهسوار چيغه کړه!

_يو څه راوړئ!

د سمڅې په خوله کې سره رڼا را وګرځېده، يو څوک راغی، د لرګي په سر کې له تاو شوې غوړې ټوټې سرې لمبې پورته کېدلې.

ټول مخکې لاړل…

ميرويس خان  ودرېد، په حيرانۍ  يې وويل:

_دا دې څه کړي؟

مشعل يې ور واخيست. د ناستو کسانو پښو ته ځنځيرونه ور لوېدلې و، ټول څلور هډوکي ښکارېدل. ببرو ږېرو او سرونو يې د سمڅې پر ډبرو تېره سيوري جوړ کړي ول… د ټولو سترګې رډې راختلې وې…

شهسوار خان يو بندي په پښه پورې واهه، ځنځيرونه وشرنګېدل…

شهسوار خان وخندل:

_شل ورځې مې يواځې شړومبې ورکړې دي!

ميرويس خان مخکې لاړ، بنديانوپه حيرانۍ ورته کتل…
شهسوار وويل:

_راځئ! ساه مې بنده شوه،  له دې سرکوزو د شړومبو تروش بوی لټېږي.

ټول د باندې ووتل.

ميرويس خان وويل:

_ما وګڼل، ټول اتلس کسان  وو.

شهسوار وويل:

_څه يې کوې، همدا بوځه!

_خوګرګين راته ويلي و چې شل تنه دي، د دې عسکرو مشر د ګرګين نږدې ملګری دی.

شهسوار وخندل:

_راځه!

يوې وړې کندې ته کښته شول، ګڼ مچان والوتل.

شهسوار خپلې پزې ته لاس ونيو.

ويې ويل:

_دا يې هم شل.

ميرويس خان مخکې ورغی، د ډبرو په مينځ کې دوه کسان پراته ول، د يوه په ټټر کې لوی پرار ښکارېده.

شهسوار وويل:

_همدا چاغ  سرکوزی يې مشر و، ډېرې چيغې يې وهلې، بس، حوصله يې راختمه کړه. هغه بل يو څه تازه دی، دوې ورځې يې نه دې وتلې، په سمڅه کې  مار وچيچه.

 دواړه بېرته پورته وختل.

شهسوار وويل:

_خو يوه خبره! د عسکرو ټوپک او آسونه به نه رانه غواړې!

ميرويس خان وويل:

_نو دا څلور هډوکي ګرجيان به دا دومره اوږده لاره څنګه وهي! په شړومبو دې کولمې ور سورۍ کړې دي، پلي هم نه شي تلای!

شهسوار وخندل:

_غم مه کوه! ښې مستې خرې به درکم.

ميرويس خان وخندل.

شهسوار په خندا کې وويل:

_يوه بله، د عسکرو د کوټونو پوښتنه به هم نه رانه کوې، اجب سره پنډ کوټونه ول، خرو ته مې ګلالۍ کتې ترې جوړې کړې!

*    *    *

 ميرويس خان خپل لومړني هدف ته ورسېد، د ګرجي ګرګين شرط يې پوره او د هغه  اعتماد يې تر لاسه کړ، دا خبره  د اصفهان تر درباره پورې ورسېده چې يوه پښتون هوتک خان، اتلس ګرجي يرغمل عسکر راخوشي کړل…

ميرويس خان به کله کله په ارګ کې د نارنج ماڼۍ ته ورته، ګرګين او  لوړو مقاماتو ته به يې مشورې ورکولې…ده  د خپل شناخت او په خلکو کې د ګرانښت په برکت له ځينو هغو قومونو ماليې راټولې کړې چې د ماليو په ورکړه کې يې سستي کوله.

ميرويس خان د ګرکين د وسلو له مسوول سره وپېژندل، مېلمستيا يې ورته وکړه او په مختلفو سوغاتونويې ونازاوه…ميرويس خان ته مالومه شوه چې دا سړی د پيسو په مقابل کې تر هر څه تېر دی. يوه ورځ يې د وسلو د ډېپو مشر ته د سرو زرو پنځوس سيکې ورکړې، هغه هم د شپې په تياره کې دوه سوه نوي  دهن پر ټوپک ورته راوړل…

آهنګر يو ټوپک ور واخيست، د ټوپک په خزانه کې يې پټاکۍ کېښوده، باروت او غټه چره يې د ټوپک له خولې ور واچوله، پر اوسپنيز سيخ يې تخته کړل، د ونې پر تنې يې ډز وکړ.

 آهنګر خوشاله و، خو دا يې هم وويل چې تر انګريزې ټوپکو ښه نه دي.

ميرويس خان خپل ورور عبدلعزير  کابل ته ولېږه، ورته ويې ويل چې  په يوه چل د کابل له مغولي حکمران څخه انګريزي ټوپک واخله…

مياشتې ووتې…ميرويس خان  او د هغه ملګرو به وسلې زېرمه کولې…

دی به د پخوا په شان د ګرګين مهمو جلسو ته ورته…په جنګي کلا کې يې محبوبيت ډېر شوی و، خبره يې چلېدله… ان د کلا ځينو لوړو مقاماتو به د ګرګين پر ځای له  ميرويس خانه مشورې اخيستې…دې کار ګرګين په غوسه کړ، خو په خوله يې څه نه ويل، ګرګين پوهېده چې  ميرويس خان په جنګي کلا او ان د اصفهان په دربار کې  ښه نوم لري، ځکه يې  له دليله پرته څه نه شوای ورته ويلی، خو په پټه يې د ميرويس خان د څارلو له پاره ځينې کسان وګومارل!

ميرويس خان هم پوهېدلی و، ده داسې ګام نه اخيست چې ګرګين ته ثبوت پرېږدي… خو يوه ورځ  هر څه بدل شول…  سهار يې کور ته  د ګرګين عسکر ورغلل او ميرويس خان يې جنګي کلا ته بوت.

*    *    *

د ميرويس خان سترګې رډې راوختې، لينګي يې ولړزېدل، پر دېوال يې لاس کېښود.

آهنګر د لوی سالون په مينځ کې ولاړ و، له خولې يې وينې بهيدلې، لاسونو او پښو ته يې ځنځيرونه ور لوېدلي وو.

ميرويس خان د ګرګين په غږ جټکه وخوړه!

_ها! ميرويس خان! راځه، تاته ماتله وو.

ميرويس خان ورغی، تعظيم يې وکړ، شاوخوا يې وکتل، په سالون کې ولاړ ټول مقامات شناخته ول.

ګرګين وويل:

_وبخښه، په دې شنه سهار کې مو مزاحمت درته وکړ.

ولاړ شو، زانګې وانګې راغی، ميرويس خان ته مخامخ ودرېد، له خولې يې د شرابو بوی ته، بيا تر آهنګر راوګرځېد، ويې ويل:

_ميرويس خانه! دآسړی پېژنې؟

ميرويس خان  آهنګر ته وکتل، سترګه يې تکه شنه وه….

ميرويس خان وويل:

_هو، زما ملګری دی!

ګرګين وخندل، لاړ او پر څوکۍ کېناست. جام يې پر سر واړاوه، ويې ويل:

_آهنګر مو له دېرشو  ټوپکو سره ونيو!

د ميرويس خان زړه ولوېد.

ګرګين وويل:

_پوښتنه نه کوې چې څنګه؟

ميرويس خان غلی و.

ګرګين وخندل:

_تېره شپه زموږ ګزمې ونيو، خبره مالومه شوه، د ډېپو مشر  خيانت کړی، پر آهنګر يې وسلې خرڅې کړې وې.

ميرويس خان وويل:

_ښه نو، خاين معلوم دی، د ډېپو له مشره پوښتنه وکړئ! زه مو…

ګرګين په خبره کې ور ولوېد:

_د هغه په اړه مې فکر کړی، خو دې سړي دا ټوپک تاته اخيستل.

ميرويس خان وخندل:

_ زه تجار سړی يم، په بېځايه شيانو پيسې نه ورکوم، له ټوپکو مې کرکه کېږي، همدا اوس راته وګورئ، د نوکانو د اخيستلو چاقو هم نه راسره ګرځوم.

_خو د ډېپو مسوول بل څه وايې. په دوو قمچينو يې اقرار وکړ چې دا وسلې يې پر تا پلورلې!

ميرويس خان وويل:

_د يوه نفر خبره ثبوت نه ده، تاسو ما پېژنئ چې صفوي حکومت ته صادق انسان يم.

ګرګين وخندل:

_اسانه ده، اوس به يې دوه نفره کړو.

لاسونه يې سره وجنګول، له وني ټيټ، تور سړی راغی، چاړې او امبورونه پسې ځړېدل.

ګرګين وويل:

_آهنګر په خبرو راولئ!

تور سړي په خواره خوله وويل:

_صيب! دا سړی له ډبرې جوړ دی، دوه غاښه مو ور وايستل، د کيڼ لاس ګوتې مو ور ماتې کړې، خو اقرار يې ونه کړ.

ګرګين چيغه کړه!

_احمقه! د ګوتو نوکان يې لا پاتې دي!

تور سړي د آهنګر نوک ته امبور ونيو، آهنګر چېغه کړه، ځنځېرونه وشرنګېدل، پر ملا تاو شو، کېناست. پر غولي  سور نوک ولوېد.

ميرويس خان سترګې پټې کړې.

ګرګين  آهنګر ته ورغی، تور سړي آهنګر تر وليو ونيو، آهنګرودرېد.

 ګرګين چيغه کړه!

_ووايه! وسلې دې چاته اخيستې؟

آهنګر تو کړل، د ګرګين پر سره مخ سرې لاړې وبهېدې…

تور سړي آهنګر پر ژامه وواهه! آهنګر ولوېد، ويې ټوخل…

ګرګين پر خپل مخ لاس تېر کړ، ويې ويل:

_همدا نن يې توپ ته وتړئ!

تور سړي آهنګر تر وليو ونيو، دواړه له سالونه ووتل.

ګرګين وويل:

_ميرويس خانه! ته خاين يې!

ميرويس خان وويل:

_نه! زه صفوي پاچا ته صادق يم.

ګرګين چيغه کړه!

_دا خاين زندان ته يوسئ!

دوه عسکر راغلل، د ميرويس خان لاسونو ته يې کړۍ ور واچولې، له سالونه يې وايست.

چوپه چوپتيا شوه، ګرګين پر څوکۍ کېناست، له ډېرې غوسې يې سره ډبل برېتونه لړزېدل.

شېبه وروسته يې د جنګي کلا ټول مقامات راټول کړل، ګرګين او ځينو نورو ګرجي قوماندانانو ټينګار کاوه، ويل يې چې ميرويس خان خيانت کړی، بايد توپ ته وتړل شي، خو د جلسې ډېره برخه په دې باوري وه چې ميرويس خان ساده سړی نه دی، د هغه وژل به قومونه راوپاروي، په کندهار او شاوخوا سيمو کې به د ګرګين حکومت کمزوری کړي او  کمزوری ګرګين به  صفوي پاچا ته هم خوند ورنه کړي.

په پای کې ټولو پرېکړه وکړه چې ميرويس خان  لاس تړلی اصفهان ته ولېږي.

*    *    *

اوږده زېرزميني له چيغو، نارو او زګرويو ډکه وه…دواړوو خواوو ته  اوسپنيزې  پنجرې ولاړې وې… تر پنجرو ور هاخوا بنديان پراته ول…

ميرويس خان پنجرې ته ور وښويېد. د پنجرو په پای کې پراخ  ځای ښکارېده. په دېوالونو کې غټې شمعې بلې وې، له ميخونو پر ډکې څوکی يو ځوان تړل شوی و،  ځوان چيغې وهلې…تر  پايڅو يې سرې وينې روانې وې…

بل تن يوه بوډا ته ولاړ و…  نوکان يې ترې ايستل…

له چته د دار حلقې را ځوړندې وې…

د زندان ډبله دروازه وچونګېده، رڼا راغله… په زينو کې يو چا چيغه کړه! ميرويس خان د زندان د مشر غږ وپېژاند.

د زندان مشر راغی، د زندان يوه ساتونکي په بېړه کيلې را وايسته، پنجره خلاصه شوه.

د زندان مشر وويل:

_ميرويس خانه! وبښه، دا احمقان ستا په قدر څه پوهېږې.

ميرويس خان ولاړ شو، د زندان له مشر سره پر زينو وخوت، لنډ راوګرځېد. د زندان يوه ساتونکي يو ور خلاص کړ. په وړه کوټه کې د پوزيو کټ، بالښت او د وړوکي لرګين خيرن مېز پر سر بله شمع  ښکارېدله.

د زندان مشر وويل:

_په ټول زندان کې تر دې ښه ځای نه لرو.

ميرويس خان پر کټ کېناست. د زندان مشر ته يې وکتل، هغه د ده په ګوته کې د سرو زرو ګوتمۍ ته کتل….

د زندان مشر وويل:

_ستا راکړي سوغاتونه نه شم هېرولی، خو همدا مې په وس پوره ده، ډوډۍ او د اوداسه اوبه به مو پر وخت راځي!

ميرويس خان مننه ترې وکړه، له خپلې ګوتې يې ګوتمۍ را وايسته. د زندان مشر لاس ور وغځاوه، خو ميرويس خان خپل موټ ټينګ کړ، ويې ويل:

_وژني مې؟

د زندان مشر د کوټې دروازه پورې کړه، ورو يې وويل:

_نه! اصفهان ته دې بندې لېږي. خو فکر مه خرابوه، هلته مې ځينې ملګري شته، بس، مازې يو څه لاس ورته نيسه، هرې خبرې ته دې ولاړ دي.

ميرويس خان خپلې ګوتې خلاصې کړې، د زندان مشر په بيړه ګوتمۍ  ور واخيسته، په ځير يې ورته وکتل، په سرو زرو کې غټه فېروزه ټومبلې وه.

ميرويس خان وويل:

_يو بل کار  به هم راته کوې!

د زندان مشر وخندل:

_سمه ده، خو لږ مصرف لري.

_غواړم چې له خپل ورور سره ووينم.

درب شو. پر چت لوېدلي لرګي وچونګېدل، د شمعې سره لمبه ولړزېده…

د ميرويس خان په سترګو کې اوښکې ورغړېدې، ورو يې وويل:

_آهنګر و؟

_هو، توپ ته يې وتاړه.

ميرويس خان خپله شونډه  په غاښونو کې ټينګه کړه.

*     *     *

په څلورمه ورځ د ميرويس خان ورو يحيی خان  زندان ته راغی. ويل يې چې له ځينو قومي مشرانو سره مې خبرې وکړې، ستا د ازادولو له پاره مو څلور سوه سپاره او زر پلي کسان پر جنګي کلا  حملې ته تيار کړي دي، خو ميرويس خان له دې کاره منع کړ، ويې ويل چې دا ځانوژنه ده، جنګي کلا په ديارلسو سوو کسانو نه نېول کېږي.

 ميرويس خان خپل ورور زغم او حوصلې ته راوباله، ويې ويل چې اوس کمزوري يو، د حملې وخت نه دی… وروسته يې خپل ورور ته ور ياده کړه  چې د آهنګر د کور مصارف پر غاړه واخلي او د راتلونکې له پاره وسلې ذخيره کړي، دا يې هم وويل  چې پر کور او تجارت پام کوه…

دوی اوږدې خبرې وکړې. يحيی خان خپل ورور ته يوه وړه کڅوړه ورکړه او  په ډکو سترګو له زندانه ووت.

ګرګين پوهېده چې د ورځې لخوا له جنګي کلا د ميرويس خان ايستل  خطرناکه ده.

يوه شپه  څو کسان راغلل، د ميرويس خان لاسونه يې ور وتړل او له زندانه يې وايست. د باندی په څلورو آسونو پسې تړل شوې سر پټې بګۍ (ګاډۍ ) ولاړه وه. ميرويس خان په بګۍ کې کېناست، د څلورو آسونو پښې وخوځېدې،  شاته شپږ سپاره پسې روان شول.

بګۍ له ښاره ووته، د جنګي کلا په برجونو کې رڼاوې ښکارېدلې…پورته راڼه ستوري ولاړ ول…

يو وخت د بګۍ د څرخونو  غنجا ودرېده، ميرويس خان سترګې رڼې کړې، سپېدې چاودلې وې.

ميرويس خان د يوه سړي په اشاره له بګۍ کښته شو، د شګو په ټيټو غونډيو کې ، په لسګونو پوځيان، اوښان، آسونه او کچرې ولاړ ول… ميرويس خان د يوه پوځي په اشاره يوې بلې سر لوڅې بګۍ ته ور وخوت.

شېبه وروسته کاروان حرکت وکړ.

نری باد چلېده، شګې پستې وې،  د اوښانو، آسونو او د کچرو د پښو دربا نه خته، کله کله به يو آس وشڼېد، اوښ به غرمباړې کړې….

*     *     *

کاروان په اتلسمه شپه اصفهان ته ورسېد، تياره وه، ميرويس خان له رڼاوو وپوهېد چې اصفهان تر کندهاره  لوی  ښار دی.

ميرويس خان يې د ښار عمومي زندان ته بوت. د زندان هسک دېوالونه له ډبرو جوړ وو، په برجونو کې يې مشعلونه بل ول، په هر برج کې دوه وسلوال ښکارېدل.

 ميرويس خان يې يوې وړې کوټې ته بوت. کوټه هسکه وه، پورته په ډبرو کې يوه وړه دريڅه ښکارېدله. په دريڅه کې  پنډ سيخان ولاړ ول…

د ميرويس خان سر درد کاوه، اوږده مزل بېسېکه کړی و. تر يو څه وخته ويښ و، وروسته خوب يوووړ.

يو وخت يې سترګې رڼې کړې، له درېڅې ژيړې وړانګې رالوېدلې وې، په وړانګو کې د خاوور وړې زرې ګرځېدې…

د کوټې د اوسپنيزې درنې دروازې غنجا وخته، ميرويس خان په بېړه ور وکتل، يو څوک راغی، توره چايجوشه، ګيلاس او وچه ډوډۍ يې پر ځمکه کېښودل…ميرويس خان د مخ مينځلو اوبه ترې وغوښتې، خو سړی په پټه خوله له کوټې ووت.

ميرويس خان يوه اونۍ په همدې کوټه کې تېره کړه، يواځې اوداسه ته به د باندې ايستل کېده. په اتم سهار دوه پوځيان راغلل، سره کوټونه يې اغوستي ول، ميرويس خان ته يواځې د کوټونو پر سر دوې شنې پټې نوې ښکاره شوې.

ميرويس خان د باندې ووت. کلا لويه وه، له زيرزمينې  چيغې راتلې…

يوه سر پټې بګۍ راغله، ميرويس خان پکې کېناست. د بګۍ دواړو غاړو ته وړې کړکۍ پرې وې، دوو عسکرو د کلا لرګينه درنه دروازه خلاصه کړه. ښار و، ګڼ خلک ګرځېدل…

پاو ووت، بګۍ بالا حصار ته وخته.

 بالا حصار پر يوه ټيټه غونډۍ جوړ و، هسک ډبرين دېوالونه يې لرل، په عمومي لرګينه لويه دروازه يې د دوو تورو او يوه زمري انځورونه رسامي شوي وو.

ميرويس خان د بالا حصار په مينځ کې له بګۍ کښته شو، غولی پر هوارو ډبرو فرش و.

 ميرويس خان پوه شو چې د بالا حصار دېوالونه پلن جوړ شوي دي، د دېوالونو پر سر عسکر ګرځېدل، ځای ځای به توپونه ولاړ وو.

يو ناڅاپه ډزې شوې، ميرويس خان په بېړه کيڼ لور ته وکتل، کتار  ولاړو عسکرو د نښې ويشتلو تمرين کاوه.

په ونه لوړ پوځي راغی، ميرويس خان يې په اشاره پوه کړ چې په ده پسې روان شي.

ګڼی ودانۍ وې، يو ځای تورې تېرېدلې، بل ځای څو  کسانو کړۍ او ځنځيرونه جوړل… بل ځای يوه لوی ګدام ته ډکې بوجۍ ور وړل کېدې…

ټول بالاحصار  له عسکرو ډک وو.

ميرويس خان پر زينو وخوت، په ونه لوړ پوځي دروازه خلاصه کړه، کوټه ښکلې وه، دېوالونه يې سپين ول، پر کړکيو ورېښمينې پردې راځړېدلې.

ميرويس خان پر يوه څوکۍ کېناست. شاوخوا يې وکتل، د ښکلې مېز پر سر د صفوي حکومت  د حدودو  نخشه پرته وه.

دروازه خلاصه شوه، يو ډنګر سړی راغی، سور نوی کوټ يې پر تن و، پر ټټر يې څلور شنې پټې پرتې وې.

سړي ميرويس خان ته لاس ورکړ، ويې ويل:

_زه د شاهي ماڼۍ د ګارد مشر مين باشي علی خان يم.

ميرويس خان د مين باشي په مانا پوهېده، په صفوي حکومت کې يې مين باشي د زرو کسانو مشر ته ويل.

علی خان پر څوکۍ کېناست، په وره کې ولاړ پوځي ته يې د چايو د راوړلو امر وکړ!

د مېز پر سر واړه کاغذونه يې ور ټول کړل، ميرويس خان ته يې وکتل، ويې ويل:

_ميرويس خانه! تا تل له موږ سره مرسته کړې، پاچا هم خبر دی، خو…

علی خان د دروازې په خلاصېدو غلی شو. يو عسکر راغی، پتنوس يې پر مېز کېښود او د باندې ووت.

علی خان ميرويس خان ته اشاره وکړه، ميرويس خان له تورو چايو ډکه پياله ور واخيسته.

علي خان خپله خبره بشپړه کړه!

…خو له تا مو د صفوي حکومت پر وړاندې د خيانت تمه نه لرله.

ميرويس خان وويل:

_زه اوس هم پاچا ته صادق يم.

علی خان ګيلاس ور پورته کړ، ويې ويل:

_خو د ګرګين خان ليک بل څه وايي، پا چا ته يې ليکلي دي چې تاسو د کندهار له جنګې کلا وسلې ايستلې او د صفوي حکومت پر ضد مو بغاوت کاوه …

ميرويس خان وويل:

_ښاغلي ګرګين خان  ته احترام لرم، خو دا خبره يې د منلو نه ده. هغه داسې کوم ثبوت نه لري چې ما خاين معرفي کړي.

علی خان په خبره کې ور ولوېد:

_لنډه به يې درته ووايم، دا د صفوي پاچا  شاه حسين حکم دی، متاسفه يم! تاسو نور له بالاحصاره نه شئ وتلی. ګرګين پاچا ته ليکلي چې که ميرويس خان بېرته کندهار ته راشي، نو صفوي حکومت ته لويې ستونزې جوړوي.

ميرويس خان هڅه وکړه چې د ګارد له مشر سره خبرې وغځوي، خو علي خان وويل چې دی په شاهي ماڼۍ کې يوې مهمې غونډې ته ور غوښتل شوی دی.

علي خان له کوټې نه د وتلو په وخت کې وويل چې د شاه حسين له  حکم سره سم، ستا ساتل زما مسووليت دی، فکر مې وکړ، بالاحصار تر  ټولو سم راته ښکاره شو، د شاهي ګارډ يوه اون باشي ( د لسو کسانو مشر ) ته مې امر کړی چې پام درباندې وکړي، پوهېږم! هوښيار انسان يې،  داسې څه  به نه کوې چې  ما او اون باشي خوابدي کړي.

له دې سره له کوټې ووت.

د شاهي ګارډ دوه عسکر راغلل او ميرويس خان يې د جنګي کلا يوه برج ته وخېژاوه!

په برج کې وړه، خو پاکه کوټه وه، دوې کړکۍ يې در لودې، يوه يې د ښار خواته پرې شوې وه، له بلې يې د بالاحصار مينځ ښکارېده، خو ښار ته پرې کړکۍ قوي اوسپنيز سيخان درلودل.

يو چا وخندل:

 _په ټول بالاحصار کې تر دې ښکلی کوټه نشته.

ميرويس خان  په حيرانۍ ور وکتل. په وره کې يو ګردی ځوان ولاړ و. پر سره کوټ يې درې شنې پټې  پرتې وې.

ځوان راغی، ميرويس خان ته يې لاس ورکړ، په خوند يې وويل:

_ښاغليه! ماته اون باشي حسن قلي وايه!

د ښار خواته پرې شوې کړکۍ ته ودرېد، ويې خندل:

_دلته به خوشاله يې، ورته وګوره، ټول اصفهان ښکاري…

ميرويس خان غلی و.

حسن قلي وويل:

_د کندهار د زندان مشر څنګه سړی و؟

ميرويس خان وويل:

_بد مې نه دې ترې ليدلي.

حسن قلي يودم وخندل:

_بد به دې ولې ترې ليدل، پوهېږې؟ هغه زما تره دی، زموږ په ټوله کورنۍ کې  بد سړی نه شته!

يودم يې د ميرويس خان غوږ ته خوله ور نږدې کړه!

_پوهېږې، تره مې اصفهان ته ستا تر راتګ مخکې ليک راولېږه، ليکلي يې و چې ميرويس خان ډېر سخي سړی دی، ځان ور نږدې که.

يودم يې وخندل.

_د خدای کارونه وګوره! پاچا ګارد  ته وسپارلې.

غلی شو،  ويې ويل:

_خو په ګارد کې مې  دا خپل کمال و چې څنګه د ګارد د مشر نظر جلب کړم او له شاهي ماڼۍ څخه خاص تاسو محترم ته د خدمت له پاره را ورسېږم.

يودم يې چيغه کړه!

_هلی نو، ښاغلي ته چای راوړئ!

دا يې وويل او  له کوټې ووت.

ميرويس خان خپل پټکی ليرې کړ، له خولۍ يې د کندهار په زندان کې د خپل ورور يحيی خان لخوا ورکړل شوې  وړه کڅوړه را وايسته، سيکې يې وشمېرلې، د سرو او سپينو زرو  اتلس سيکې وې.

غرمې ته يوه عسکر يو جوش شوی کچالو، د پنير وړه ټوټه او توده ډوډۍ راوړه.

ماسپښين حسن قلي راغی، په اصفهان کې يې د قيمتۍ خبرې کولې، ويې ويل چې د کال يواځې دېرش تومنه تنخوا لري، وړه لور يې ناروغه ده او د ښار مشهور طبيب يې د تداوي له پاره درې تومنه غواړي.

ميرويس خان د سپينو زرو يوه سيکه ورته ونيوله. حسن قلي خوشاله و، ويل يې چې په دې سيکه به خپله لور تداوي کړي او په پاتې پيسو به يې خپلې مېرمې نه نوې جامې واخلي.

ميرويس خان يوه بله سيکه هم ورکړه، ځانته يې مسواک، د ځان مينځلو کيسه، توليا او جاينماز راوغوښتل.

حسن قلي په بېړه له کوټې ووت. له باندې يې غږ راغی، يو چاته يې ويل چې ميرويس خان ته د ځان مينځلو له پاره تودې اوبه راوړئ.

ميرويس خان کړکۍ ته ودرېد. لاندې لوی ښار پروت و، کورونه له خټو جوړ ول، د ښار د لوی جومات مر مرينې منارې تر ټولو هسکې وې، ليرې کوږ _ووږ سيند پروت و…

پنځمه برخه

*     *     *

يوه اونۍ ووته، ميرويس خان له حسن قلي او هغه عسکر  پرته بل څوک ونه ليدل چې ده ته يې ډوډۍ راوړه.

حسن قلي ډېرې خبرې کولې، خو هوښيار سړی و، په لنډ وخت کې وپوهېد چې ميرويس خان د دربار په اړه د معلوماتو تږی دی… حسن قلي ته د خرڅلاو وړ خبرې ور مالومې وې، مهم معلومات يې په اسانۍ نه ويل. ميرويس خان په يوه اوونۍ  کې د سپينو زرو درې سيکې ورکړې وې.

دی دومره وپوهېد چې شاه حسين عياش سړی دی، ١٠٠٠ رسمي ښځې لري، تل نشه وي، له وړکتوبه په دربار کې را لوی شوی  او له اصفهانه پرته تر خپلې ولکې لاندې نورې سيمې سمې نه پېژني.

ميرويس خان ته دا هم معلومه شوه چې شاه حسين ته تر ټولو نږدې او اعتمادي کسان اعتماد الدوله او دېوان بېګ دی، خو له دې سره سره يې په دربار کې د ايران لوی شيعه امامان هم  راټول کړي او تر ټولو لوی مفتي يې نږدې ملګری دی!

حسن قلي ورته ويلي و چې اعتماد الدوله مذهبي سړی دی، په فال او جادو عقيده لري او په دنيايي کارونو کې يې يواځې له ښکار سره جوړه ده، خو په ښکار کې يې خونده نشته، له سپهسالار سره ټوکې لري، سپهسالار  په دربار کې د ټولو تر مخ ورته ويلي و چې  که يې کومه ورځ  هوسۍ راوړه  نو دی به خپل برېتونه خرييي!

اعتماد الدوله ضد نيولی، قسم يې کړی چې سپهسالار به خپل بريتونه خرېيي!  خو د سپهسالار بريتونه ورځ تر بلې اوږدېږي!

ميرويس خان د دېوان بېګ په اړه هم معلومات تر لاسه کړل. د حسن قلي په خبره د ګرجي دېوان بېګ تڼډه تل تروه وي، ټوکې خوند نه ورکوي او هغه څوک نه بښي چې له صفوي حکومت سره  يې خيانت کړی وي.

حسن قلي دا هم ويلي و چې د دېوان بېګ وراره لوی سوداګر دی، ډېر وخت عربو او هندوستان ته ځي او د قيمتي ډبرو او زېورالاتو تجارت کوي.

د حسن قلي په خبره لوی مفتي هم له  عتيقه او پخوانيو اثارو  سره مينه درلوده!

ميرويس خان يوه ورځ حسن قلي را وغوښت، يو ليک يې ورکړ، ورته ويې ويل چې دا ليک په کندهار کې د ده تر وروره  ور ورسوي.

 حسن قلي ډاډ ورکړ، ميرويس خان ته يې وويل چې په دې ورځو کې کندهار ته يو پوځي کاروان روان دی، اعتمادي کس به پکې پيدا کړي.

حسن قلي د باندې ووت، ليک يې خلاص کړ، ميرويس خان خپل ورور ته ليکلي و چې ژر تر ژره اصفهان ته راشه!

*     *     *

په زندان کې د ميرويس خان مياشت پوره شوه، خو چا يې پوښتنه ونه کړه. کله کله به حسن قلي ورته راته، خو خبرو يې داسې نوي څه نه لرل چې د پيسو په ورکړه وارزي.

خو يوه ورځ حسن قلي ته لويه تمه پيدا شوه، ميرويس خان ورته وويل چې که يې هندوستان ته د دېوان بېګ د وراره د سفر د وخت په اړه معلومات ورته راوړل، نو د سرو زرو په دوو سيکو به يې ونازوي.

حسن قلي ته دا غوښتنه حيرانونکې وه، خو وروسته يې سر پسې ونه ګرځاوه، سترګو ته به يې يواځې د سرو زرو  ژيړې سيکې نيغې نيغې کېدلې….

حسن قلي يوه ورځ خپلې سيکې تر لاسه کړې، ميرويس خان ته يې وويل چې د دېوان بېګ وراره د نوې مياشتې په پيل کې هندوستان ته ځي.

بله ورځ  د ميرويس خان ورور او يو بل په ونه لوړ بلوڅ د حسن قلي په مرسته زندان ته راغلل، ميرويس خان له حسن قلي څخه وغوښتل چې دوی يواځې پرېږدي، خو د حسن قلي زړه نه و، ويل يې چې دی بايد د خپل مسووليت له مخې پاتې شي، اخېر يوې سيکې له کوټې وايست.  ميرويس خان له راغلو کسانو سره اوږدې خبرې وکړې، ورور ته يې د دريو کارونو مسووليت  ور وسپاره…
حسن قلي تر پايه خپل غوږ پر دروازه ايښی و، خو پوه نه شو چې دوی څه سره ويل.

مياشت ووته، ميرويس خان خوشاله و، سترګې يې ځلېدلې….

يوه ورځ په ونه لوړ بلوڅ راغی، له ميرويس خان سره لنډ وغږېد. ميرويس خان حسن قلي راوغوښت، هغه ته يې وويل چې بلوڅ به يو باز درکړي، دا باز اعتماد الدوله ته ور ورسوه.

دوې اونۍ ووتې، ميرويس خان چرتي و، اعتماد الدوله يې پوښتنه ونه کړه!

خو يو سهار يې په بالاحصار کې د ګڼې ګوڼې غږ  واورېد، ميرويس خان  تر دريڅې ور وکتل، دوړه ولاړه وه، ګڼو کسانو د غولې هوارې تيږې جارو کولې… آسونه ګرځېدل، پر توپونو باندې لندې ټوټې تېرېدلې…

شېبه وروسته چای راوړونکی راغی، ميرويس خان ته يې وويل چې نن بالاحصار ته اعماد الدوله تشريف راوي.

د چای راوړونکي خبره رښتيا وه، په بالاحصار کې څو بګۍ ودرېدې، لومړۍ پوځي کسان ترې راکښته شول، شاوخوا ودرېدل، بيا يوه پوځي د بګۍ دروازه خلاصه کړه.

اعتماد الدوله له ونې ټيټ سړی و، په تور پټکي کې يې سپين مخ او سپينه ږيره ښکلي ښکارېدل.

وروسته يوه ډله عسکر راغلل، کتار ودرېدل، د بالاحصار مشر  رامخکې شو، د اعتماد الدوله لاسونه يې ښکل کړل. ټولو حرکت وکړ، ميرويس خان تر هغو ورته کتل چې د درېڅې له لاندينۍ برخې پټ شول.

شېبه وروسته دروازه خلاصه شوه، اعتماد الدوله او د بالاحصار مشر  کوټې ته ورننوتل، ميرويس خان ودرېد، اعتماد الدوله کلکه غېږ ورکړه، يوه سړي په بېړه يوه څوکۍ راوړه، خو اعتماد الدوله ميرويس خان ته نږدې پر کټ کېناست. د بالاحصار مشر  ته يې وکتل، ويې ويل:

_هېله ده چې ميرويس خان به نه وي درنه خوابدی شوی!

د بالاحصار د مشر  ژبه بنده شوه:

_نه، نه صيب، تل يې احوال اخلم.

خو ميرويس خان تر دې دمه دا سړی نه و ليدلی.

اعتماد الدوله د ميرويس خان پر اوږه لاس کېښود، په خوند يې وويل:

_اجب باز دی، په يوه ورځ يې دوې هوسۍ ونيولې…سپهسالار ته مې وويل چې برېتونه وخرېيه!

ميرويس خان ځان ناګاره واچاوه، داسې يې وښوده لکه په هېڅ چې هم نه وي خبر.

اعتماد الدوله وويل:

_زه د ښکار شوقي يم، په هفته کې يو ځل  نږدې غرونو ته ځم، خو تر اوسه مې کومه هوسۍ نه وه راوړې، سپهسالار راته ويلي و چې که دې کومه ورځ  هوسۍ راوړه، نو زه به خپل برېتونه خرېيم. تېره ورځ مې دوې هوسۍ ور وړې، برېتونه يې ونه خرېيل، ويل يې چې دا هوسۍ دې په باز نيولې دې، خو يوه خبره يې وکړه، توبه يې وايسته چې بيا به د ښکار پېغور نه راکوي…پوهېږې! لويه هيله مې د سپهسالار د خولې بندول  و…

اعتماد الدوله اوږدې خبرې وکړې، خوله يې د ميرويس خان لخوا  د ورکړل شوي باز په صفت نه مړېده…

ميرويس خان ورته وويل چې دا  باز يې  په ترکمنو کې پيدا کړی و. ترکمن ښکاريان د باز بچيان نيسي، په سخته يې تربيه کوي، په سلو کې يو  باز داسې راوزي چې هوسۍ وهي…
چای راغی، ميرويس خان پوه شو چې اعتماد الدوله ولې ښکار نه شي کولی، د هغه په ښي لاس کې نيولې پياله لړزېدله…

دوی اوږدې خبرې وکړې، اعتماد الدوله خوشاله و. ميرويس خان ته يې ځان پړ باله، ويل يې چې په زندان کې يې د يوه لوی خان پوښتنه نه وه کړې.

د تګ په وخت کې يې د بالاحصار مشر ته وويل چې ميرويس خان په خپله سيمه کې لوی سړی دی، ډېر پام  ورباندې کوه! درنه خوابدی نه شي.

د اعتماد الدوله له تلو وروسته په کوټه کې زوړ کټ، شکېدلی فرش او خيرنه بستره نوي شول.

*     *     *

 ميرويس خان د خپل دوهم هدف تر لاسه کولو ته ورځې شمېرلې، دوه ځله يې د حسن قلي په مرسته بلوڅ ملګری زندان ته راوغوښت، خو د خوشالي وړ خبره يې ترې وانه ورېده.

يوه غرمه درب شو، د کوټې دروازه په زوره له چوکاټ سره ولګېده، د حسن قلي سترګې رډې راختلې وې، راغی، ميرويس خان يې تر ګرېوان ونيو.

ميرويس خان په حيرانۍ ورته کتل…

حسن قلي چيغه کړه!

_ووايه! د دېوان بېګ وراره دې په کومه بلا  خوړلی؟

ميرويس خان د هغه لاس له خپل  ګرېوانه ليرې کړ، دروازه يې پورې کړه، حسن قلي دروازې ته ورغی،  په غوسه  يې وويل:

_همدا اوس دېوان بېګ ته ورځم.

ميرويس خان تر لاس ونيو، ورو يې وويل:

_څه خبره ده؟

حسن قلي په ملنډو وويل:

_يانې ته نه يې خبر؟

_نه، په دې څلورو دېوالونو کې به له څه شي خبر شم!

حسن قلي وويل:

_د دېوان بېګ وراره له بسته کاروان سره ژوندی ورک دی.

د ميرويس خان سترګې وځلېدې، پر کټ کېناست، ويې ويل:

 _نو ته ولې ماته په غوسه يې؟

 حسن قلي د دروازې لاستی ونيو، له خولې يې لاړې باد شوې:

_زه ماشوم نه يم، پوه شوم چې تا ولې د دېوان بېګ د وراره د تګ د وخت مالومات رانه غوښتل. هر څه چې دي، خو د دېوان بېګ  د وراره پر سر دا بلا تا راوستې ده…همدا اوس دېوان بېګ ته ورځم او ورته وايم چې…

ميرويس خان  په خبره کې ورولوېد:

_کم عقلي مه کوه! له ژونده ستړی يې؟

حسن قلي د دروازې لاستی پرېښود.

 ميرويس خان وويل:

_ فکر کوې چې دېوان بېګ  به دې  په سرو زرو کې پټ کړي؟! نه! دېوان بېګ به پوه شي چې له ما سره دا مرسته تا کړې! پوهېږم، هوښيار سړی يې، نه غواړې چې د خيانت په تور توپ ته وتړل شې!

حسن قلي پر کټ کېناست، سر يې په غبرګو لاسونو کې ونيو.

ميرويس خان وويل:

_دېوان بېګ دې خپل دی؟

_نه

_ملګری؟

_نه، تر سپي مې هم بد ايسي!

_نو بيا ولې دومره خپه يې؟

حسن قلي تر ډېره غلی و، بيا يې سر پورته کړ، ويې ويل:

_سمه ده! خو د سرو زرو پينځه سيکې غواړم!

*     *     *

په لنډ وخت کې دې اوازې ټول اصفهان پر سر واخيست چې د دېوان بېګ وراره  هندوستان ته پرلار تری تم شوی دی.

دېوان بېګ په غوسه و، کندهار ته يې څو سپاره ولېږل، ګرګين ته يې پيغام ور ووړ چې وراره يې د ده د واکمنۍ په سيمه کې ورک شوی دی او په پيدا کېدو کې يې بايد مرسته وکړي.

وخت ووت، خو د ورک کاروان درک ونه لګېد…

ميرويس خان پوهېده چې د دېوان بېګ وراره پر دېوان بېګ ډېر ګران دی، دېوان بېګ به اخير د ده لېدو ته ورشي. فکر يې سم وخوت، يوماخستن د کوټې دروازه خلاصه شوه، يو قوي سړی راغی، ځان يې دېوان بېګ معرفي کړ.

دېوان بېګ په خټه ګرجی و، لوړه ونه يې درلوده، وړو سترګو يې شنه رڼا کوله….

دی ميرويس خان ته مخامخ کېناست، هڅه يې کوله چې ځان ارام وښيي، خو غږ يې لړزېده.

دېوان بېګ پخوانۍ خبرې راواخيستې، صفوي  حکومت ته د ميرويس خان پر اخلاص وغږېد، ويې ويل چې يو وخت يې له بلوڅو اتلس ګرجي عسکر راخوشې کړل…

دېوان بېګ اوږدې خبرې وکړې، ټولې خبرې يې د ميرويس خان له ستاينې او صفوي حکومت ته د هغه د وفاداري په اړه وې… ځان او دربار يې ملامت کړ، ويې ويل چې  په زندان کې يې د هوتکو د مشر پوښتنه نه ده کړې…

ميرويس خان غلی و، ده کومه بېړه نه درلوده، پوهېده چې دېوان بېګ به اخېر اصلي خبرې ته راشي… انتطار يې لنډ شو، دېوان بېګ د خپل  وراره ورکېدل  ياد کړل…ميرويس خان ته يې يو ځل بيا  د اتلسو ګرجي عسکرو د راخوشې کېدو خبره وکړه، ويې ويل چې تاسو په بلوڅو کې ډېر شناخت لری….

ميرويس خان د دېوان بېګ د وراره پيدا کول اسانه کار وګاڼه، ويې ويل چې د بلوڅو له ډېرو خانانو سره شناخت لري… دی به تر خپله وسه د دېوان بېګ د وراره درک مالوم کړي. خو دېوان بېګ ته يې دا هم وويل چې په دې کار کې  د بالاحصار  د مشر مرستې ته ضرورت لري…

د دېوان بېګ وړې سترګې وځلېدې …ميرويس خان ته يې وويل چې ده ته به هر راز سهولتونه برابر کړي، دېوان بېګ  په خوشالۍ له کوټې ووت.

سهار د بالاحصار مشر له يوه بل کس  سره راغی، ويې ويل چې دا کس  به د ميرويس خان هر  امر ته تيار وي.

ميرويس خان د خپل وورو ملګری بلوڅ راوغوښت، هغه ته يې وويل چې څو نور بلوڅ پيدا کړي او ده ته دې په دوو، دريو ورځو کې يواځې  يو ځل د نمايش له پاره راځي.

دېوان بېګ  هم غلی نه و ناست، ده به هره ورځ  زندان ته نفر رالېږه او له ميرويس خان څخه به يې د نويو خبرو پوښتنه  کوله،خو ميرويس خان به ورته ويل چې دی هره اوونۍ ځينې بلوڅ  زندان ته راغواړي، په کندهار او شاوخوا سيمو کې يې هم قومي مشرانو ته خبر ورکړی چې د ورک شوي کاروان درک ولګوي.

يو سهار يې دېوان بيګ ته احوال ور کړ چې د وراره درک يې موندلی دی، د ده وراره او ورسره ملګري روغ جوړ دي.

غرمې ته دېوان بېګ راغی، ميرويس خان يې په غېږ کې ونيو، ويې ويل چې د وراره ځای او ادرس ورکړي، خو ميرويس خان ور ياده کړه چې دا کار ماته پرېږده، ځکه په هغه سيمه حمله يې وراره او د هغه ملګرو  ته خطر پېښوي…

وخت ووت، په ټول ښار او دربار کې همدا يوه خبره راګرځېده چې ميرويس خان د دېوان بېګ د وراره د ورکېدو ځای پيدا کړی دی.

يوه ورځ ميرويس خان خپل  بلوڅ ملګری را وغوښت، ورته ويې ويل چې يحيی خان ته حال و ر ولېږه چې اوس نو  د دېوان بېګ د وراره او  د هغه د  ملګرو د راوستلو وخت دی.

*     *     *

ميرويس خان او د هغه ورور يحيی خان  يوه ښکلي هسک سالون ته ور ننوتل. د اوږده مېز دواړو غاوړ ته  ناست کسان  ولاړ شول، چکچکې يې کړې… دېوان بېګ مخې ته ورغی ، ميرويس خان ته يې کلکه غېږ ورکړه… تر لاس يې ونيو ، تر څنګ يې کېناوه.

ميرويس خان ناستو کسانو ته وکتل، ټولو نوې قيمتي جامې اغوستې وې، له رنګ او بڼې اسراتمند ښکارېدل…

دېوان بېګ  ودرېد، غاړه يې صافه کړه! ويې ويل:

_ښاغلو! دا مېلمستيا مې د هغه چا په افتخار جوړه کړې چې زه يې صفوي حکومت ته تر ټولو صادق انسان ګڼم! دا کس قومي مشر ميرويس خان دی چې زما ورک وراره او د هغه پنځه ويشت  ملګري يې پيدا کړل…

چکچکې شوې.

 ميرويس خان د مننې په بڼه سر وخوځاوه.

 دېوان بېګ وويل:

_… ټول کاروان اصفهان ته روغ جوړ راورسېد، ان د کاروان يو وېښته هم نه دی کم شوی… ټول تجارتي مالونه سلامت دي …

دېوان بېګ اوږدې خبرې وکړې، د اتلسو ګرجي عسکرو پخوانۍ کيسه يې بيا تازه کړه چې د ميرويس خان په مټ راخوشي شوي ول… ټولې خبرې يې د ميرويس خان د صداقت او وفاداري په اړه وې… په پای کې يې د ميرويس خان له ورور يحيی خان څخه هم مننه وکړه چې د ده د وراره په راخلاصولو کې يې زيار وايست…

د دېوان بېګ له خبرو وروسته يو بل تن چې مخ  يې تر سترګو په وېښتو کې پټ و، ودرېد. دېوان بېګ د ميرويس خان غوږ ته خپله خوله ور نږدې کړه، ورور يې ويل:

_دا د خزانې وزير دی!

د خزانې وزير لنډې خبرې وکړې، ويې ويل چې ميرويس خان په خپل ولس کې دروند نوم لري، خلک يې ناز وړي، يو وخت يې په کلات کې څو ياغي کلي مجبوره کړل چې صفوي حکومت ته ماليه ورکړي…

د خزانې د وزير  له خبرو وروسته يو بل تن چې پر پزه يې د کالدانې نښه وه ودرېد،  ويې ويل چې پاچا ته بايد د ميرويس خان شفاعت وکړو چې په بالاحصار کې يې له نظر بندي  راوباسي…

دېوان بېګ يې په خبرو کې ور ولوېد، ويې ويل چې په دې اړه به وروسته وغږېږي. ميرويس خان په ټيټ غږ له دېوان بېګ څخه د دې سړي نوم وپوښت، خو دېوان بېګ په خندا خبره واړوله او له خپل وراره څخه يې وغوښتل چې د کاروان د ورکېدو کيسه ووايي.

په بر سر کې يو ډنګر ځوان ودرېد،  ويې ويل چې له لسو ورځو مزل وروسته يوه غره ته ورسېدو، په تنګه دره کې روان و چې له لويو ډبرو مول وهلي ټوپکوال را ووتل… موږ يې يوې زړې کلا ته بوتلو، په يوه سمڅه کې يې واچولو او لاسونه يې را وتړل ، تياره وه، د لاس ګوتې سمې نه مالومېدې، يواځې د ډوډۍ په وخت کې به يې لاسونه را  خلاص کړل….

ځوان اوږدې خبرې وکړې، له لوږې او تندي وغږېد، سختی يې يادې کړې… ويې ويل چې يو وخت مو د ټوپکو ډزې  او نارې واورېدې… چيغې شوې، آسونه وشڼېدل، د سمڅې دروازې اور واخيست….

ځوان غلۍ شو، يحيی خان ته يې وکتل، ويې ويل:

_دې ځوان له بنده راخوشي کړو.

د دېوان بېګ په سترګو کې اوښکې ورغړېدې، ولاړ شو، لومړۍ يې خپل وراره او بيا يې يحيی خان په غېږ کې ونيول…

بېرته خپل ځای ته راغی، ويې ويل:

_دا ټول د ميرويس خان له برکته، ده خپل ورور ته احوال ور لېږلی  و چې د بلوڅو له خانانو سره وويني او هغوی دې ته مجبور کړي چې زما د وراره د راخلاصولو ځای پيدا کړي. وروسته د ميرويس خان ورور  د بلوڅو  د خانانو په مرسته  پر زړه کلا ير غل ور ووړ او  غله وتښتېدل…

دېوان بېګ غلی شو، جام يې پر سر واړاوه، ويې ويل:

_غلو دومره وخت نه و موندلی چې د کاروان آسونه، اوښان، کچرې او تجارتي اجناس  له کلا وباسي، هر څه په خپل حال وو…

دېوان بېګ وټوخل، شېبه وروسته يې په لوړ غږ وويل:

_هلئ نو، راځئ چې زما د وراره د خلاصېدو د خوشالۍ په مېلمستيا کې ګډون وکړو!

ټول د څنګ لويې کوټې ته ورغلل، پر مېز مختلف خواړه پراته ول… ميرويس خان د دېوان بيګ څخه ليري کېناست، ده له دوو، دريو نورو کسانو سره سياسي بحث را واخيست، د صفوي پاچا شاه حسين صفتونه يې وکړل، خو له مغولو او تزاري روسيې يې ښه خوله ونه وهله…

له ډوډۍ وروسته انګړ ته ووتل، په شنه چمن کې د مرمرو له تيږو کوچينی حوض جوړ و، په حوض کې رنګه ماهيان ګرځېدل… ميرويس خان  د چايو پياله ور واخيسته، څو کسان ترې راوګرځېدل، ميرويس خان خبرې کولې… نورو سرونه ورته خوځول….

ميرويس خان دوه- درې ځله دېوان بېګ ته وکتل… د شرابو جام يې په لاس کې و، ده  ته يې وچې سترګې نيولې وې… ټنډه يې تروه ښکارېده.

ماخستن پر دوو آسونو پورې تړلې بګۍ راغله، ميرويس خان او د هغه ورور يحيی خان يې بالاحصار ته يوړول.

ميرويس خان دريڅې ته ودرېد، لا هم په ځينو کورونو کې رڼا ښکارېدله.

ورور يې په خندا وويل:

_څنګه لالا! ستا نخشه خومې سمه عملي کړه!

ميرويس خان ورغی، پر کټ کېناست، سترګې يې ځلېدلې…موسک شو، د خپل ورور پر اوږه يې لاس کېښود، ويې ويل:

_ما درې کارونه در سپارلي وو، اصفهان ته د اصيل باز رالېږل او د دېوان بېګ د وراره نيول او خوشي کېدل پوره شول، خو درېيم يې لا پاتې دی!   لوی مفتي ته دې څه راوړي دي؟!  پيسې او  قيمتي سوغاتونه دې څنګه کړل؟

ورور يې په بېړه وويل:

_لوی مفتي ته مې پخوانۍ تسبيح پيدا کړې، ډېرې قيمتي دي، هره دانه يې له اصيلې فېروزې جوړه ده، تسبيح او نور قيمتي سوغاتونه له بلوڅ ملګري  اخيستی شې!

ميرويس خان د خپل ورور اوږه ټينګه کړه!

يحيی خان وويل:

_باز مې په اسانۍ وموند، بس، ترکمنو ته مې يو څوک پسې ولېږل، خو د دېوان بېګ  د وراره نيولو ستړی کړم.

غلی شو، ويې ويل:

_له محمد خان بلوڅ نه مې مرسته وغوښته، هغه څلوېښت سپاره برابر کړل، ستا د راکړو مالوماتو له مخې مو اته ورځې په هغه غره کې تيرې کړې چې د دېوان بېګ د وراره کاروان پرې راته. يو سهار د اوښانو زنګولې وشرنګېدې، سرونه مو پورته کړل، کاروان په تنګه دره کې روان و.

محـمد خان ته مې ويلي و چې ټول ژوندي غواړم،  ملګرو  هوايي ډزې وکړې، تعداد يې ډېر و، کاروان ووېرېد، لاسونه يې  پورته کړل.

دوی مو يوې زړې کلا ته بوتلل او ستا له هدايت سره سم مو په ګېډه ماړه ساتل…

ميرويس خان وويل:

_د کندهار وضع څنګه وه؟

يحيی خان سوړ اسويلی وايست:

_د ګرګين ظلمونه له حده واوښتل، مياشت مخکې د ګرګين يوه عسکر کومې ښځې ته لاس ور اچولی و، کليوالو وواژه، ګرګين سلامت کلی تر تېغ تېر کړ….

ميرويس خان وويل:

_وسلې مو څنګه کړې؟

_تر اوسه مو ايله يونيم زر ټوپکې پيدا کړې دي، د جنګي کلا د ډېپو واک له ګرګين سره دی، يو ټوپک هم نه شې ترې را ايستی، خو له مغولو او تزاري روسيې څخه په ډېره سخته  خال خال وسلې راوړو….
غلی شو، ويې ويل:

_لالا! نور نو د ګرګين ظلم له حده تېر شو، دوه نيم، درې زره ځوانان دې ته تيار دي چې پر جنګي کلاحمله وکړي.

ميرويس خان وويل:

_ بېړه مه کوئ!  تر اوسه لا وخت شته!

*     *     *

مياشت ووته، يو ځل اعتماد الدوله بالاحصار ته ورغی، له ميرويس خان سره يې وليدل، خو ټولې خبرې يې د ښکار په اړه وې، د ميرويس خان  له خوا د ورکړل شوي باز په صفت نه مړېده….

دېوان بېګ هم ميرويس خان ته دوه ځله خوندور خواړه ور لېږل. ده له ميرويس خان څخه بخښنه غوښتې وه چې د ډېرو مصروفيتونو له لاسه يې ليدو  ته نه شي ورتلای.

ميرويس خان لوی مفتي ته قيمتي تسبېح هم ور لېږلې وې، خو د هغه درک نه و.

ميرويس خان له خپل بلوڅ ملګري څخه وغوښتل چې اعتماد الدوله، دېوان بېګ، لوی مفتي او ځينو نورو درباريانو ته ورېښمينې چپنې، هندوستاني قيمتي ټوټې او نورې ګران بيه ډالۍ ور ولېږي.

وخت ووت، هوا سړه شوه، له لومړۍ واورې سره يې کوټې ته بخارۍ راوړه…

ميرويس خان به ډېر وخت کړکۍ ته ولاړ و، د کورونو له دودکشو څخه  به تور لوګي پورته کېدل…شاوخوا غرونه تک سپين ول.

يو سهار حسن قلي ورته وويل چې په دې ورځو کې د سپهسالار په کور کې لويه جلسه جوړېږي او د دربار ټول مقامات د صفوي حکومت د حدودو په ستونزو خبرې کوي.

ميرويس خان ته دا جلسه مهمه ښکاره شوه، دېوان بېګ  ته يې احوال ور لېږه چې دی هم دې جلسې ته ور وبولي، خو د دېوان بېګ ځواب منفي و، ويل يې چې په دې جلسه کې د ميرويس خان ګډون بې ګټې دی.

ميرويس خان اعتماد الدوله ته ليک ولېږه، ويې ليکل چې د کندهار او شاوخوا سيمو ستونزې تر نورو ښې را مالومې دي، د مشورې له پاره به تر ما  بل  وړ  څوک پيدا نه کړی.

يوه ورځ يوه ګاډۍ راغله  او ميرويس خان يې د سپهسالار کورته بوت.

کور ښکلی و، د مرمرو ستنې يې درلودې، له دېوالونو يې سلامت ګچينې هوسۍ راوتلې وې.

ميرويس خان دوهم منزل ته وخوت، لويه کوټه له درباريانو ډکه وه. ميرويس خان ټولو ته لاس ورکړ او د اعتماد الدوله تر څنګ کېناست.  د ناستو کسانو څېرې يې  تر سترګو تېرې کړې، نوې وې، يواځې درې-  څلور کسان يې د دېوان بېګ په مېلمستيا کې ليدلي وو.

اعتماد الدوله ودرېد، مېريس خان يې ناستو کسانو ته معرفي کړ. وروسته يې د راغلو کسانو نومونه واخيستل…ميرويس خان پوه شو چې ناست کسان د صفوي حکومت مهمې ستنې دي.

له معرفي وروسته سپهسالار ودرېد، ټولو ته يې ښه راغلاست ووايه، ويې ويل چې ميرويس خان يې تر دې دمه نه و ليدلی، خو صفوي حکومت ته يې د هغه د لويو خدمتونو په اړه ډېر څه  اورېدلي و.

دروازه خلاصه شوه، دېوان بېګ د ناوخته راتګ له سببه بخښنه وغوښته، کېناست، خو کله چې يې په ميرويس خان سترګې ولګېدې، ټنډه يې تروه شوه.

د غونډې په پيل کې سپهسالار اوږدې خبرې وکړې، د صفوي حکومت د حدودو  ځينې برخې يې يادې کړې، ويې ويل چې خلک ياغي شوي دي… خو کله چې يې د ايران په شمال کې د لزګي سنيانو ياغيتوب ياد کړ، وزير اعظم فتح علي خان داغستانی يې په خبرو کې ور ولوېد او په غوسه يې وويل چې خبره دومره مه لويوه! هېڅ هم نشته،  يواځې څو کسانو د ماليې له ورکړې انکار کړی او دا دومره لويه خبره نه ده چې د لزګيانو په ټول قوم پسې د ياغيتوب  ټکی وتړې.

خو سپهسالار په خبرو کې ور ولوېد، په غوسه يې وويل چې صفوي  حکومت ته يواځې سنيان ستونزې جوړوي، ويې ويل چې په بم او کرمان کې هم بلوڅو بغاوت کړی.

د سپهسالار دې خبرې يوه بل له رنګه تور سړي ته خوند ور نه کړ، پاڅېد، ويې ويل چې دا خبرې په مذهب پورې مه تړئ،  په مرکزي ايران کې هم پاڅونونه شوي دي، خو اوسېدونکي يې شيعيه دي…
يو بل سړی ودرېد، په غوسه يې وويل چې شيعيه به  ولې د خپل شيعيه حکومت پر ضد قيام کوي… ټول فساد په سنيانو کې دی…

په کوټه کې شور ماشور شو، ټولو سنيانو ته د ملامتی ګوته نيوله، يواځې وزيراعظم فتح علي خان داغستاني او له رنګه تور سړي د سنيانو ملاتړ کاوه. ميرويس خان وپوهېد چې په دې شلو- پنځه وېشتو کسانو کې يواځې همدا دوه کسه سنيان دي.

وروسته خبره لا پسې جنجالي شوه، پر يو بل يې تورونه ولګول… هر يوه بل ملامتاوه چې صفوي حکومت ته صادق نه دی… خبره تر دې هم ور واوښته، غلاوې يادې شوې…د ماليې د پټېدو او د کاروانونو د وهلو خبرې مينځته راغلې…

جلسه بې نظمه شوه، د خبرو وار نه کېده…

ميرويس خان غلی و، دی وپوهېد چې د صفوي حکومت په د ننه کې څومره ژور اختلافات  موجود دي.

سپهسالار څو ځله د نظم د راوستلو کوشش وکړ، خو بريالی نه شو…

وزير اعظم خپله چپنه  ورټوله کړه، ودرېد.

د سپهسالار  رنګ ژېړ شو، له وزير اعظمه يې په ډېر احترام وغوښتل چې جلسه پرې نه ږدي، خو د وزير اعظم خبره يوه وه، ويل يې چې په دې غونډه کې ده او د ده قوم ته سپکاوی شوی…

سپهسارلار ټينګار وکړ، وزير اعظم کېناست.

ميرويس خان پوهېده چې په صفوي  حکومت کې تر شاه حسين  وروسته وزير اعظم دوهم لوی قدرت دی.

اعتماد الدوله  په لوړ غږ وويل:

_هېله کوم! غلي شئ! موږ يو بل پېژنؤ، تل مو همدا حال وي، خو ميرويس خان لومړی  ځل زموږ جلسې ته راغلی، دی به څه وايي…

ټول غلي شول.

وزير اعظم وويل:

_ميرويس خان د سنيانو له سيمې راغلی دی، په حقايقو پوهېږي، دی به د خپلو خلکو کيسه راته وکړي!

ميرويس خان ودرېد، دی پوهېده چې د خپلو نخشو د عملي کولو له پاره يې دربار ته نږدې والی څومره ضرور دی. دا هم ورته مالومه وه چې تر دې ځايه په سخته راغلی دی او وړه غلطي به يې ټوله خواري ور ډوبه کړي. ځکه يې د درباريانو د را جلبولو له پاره له هوښياری کار واخيست. صفوي حکومت يې خپل وګاڼه، د هند مغولي حکومت، تزاري روسيه  او  عثماني امپراطوري يې يا د کړل، ويې ويل چې دا ټول تر ايران راتاو دي او د صفوي حکومت د ځينو سيمو د نيولو نخشې کاږي…نو د قوم او  مذهب خبرې مو کمزوری کوي او ښه دا ده چې د يوې سيمې او يوه قوم پر ځای عمومي فکر وشي….

وروسته يې د ګرګين خبرې راواخيستې، ميرويس خان پوهېده چې ګرګين په دربار کې د ګرجي دېوان بېګ غوندې ډېر پلويان لري، خو دا هم ور مالومه وه چې د ځينو کسانو نه خوښېږي. فکر  يې وکړ چې له ډېرو درباريانو سره يې لا شناخت کمزوری دی او که په پيل کې د ګرګين له ظلمونو پرده پورته کړي، په خپل راتلونکې پلان کې به بريالی نه شي،  ځکه په احتياط غږېده، اول يې د ګرګين صفت وکړ ويې ويل چې په کارونو کې قاطع انسان دی… ښه مديريت لري او په خبره پوهېږې…وروسته يې خبرې بلې خواته يووړې، په ګرګين ونه لګېد، خو د هغه له کلانتر ( ښاروال ) او ځينو نورو  قوماندانانو يې ښه خوله ونه وهله، ويې ويل چې د ځايي اوسېدونکو دود او کلتور نه دی ور معلوم، په ژبه نه ورسره پوهېږي، د خلکو مذهب او ناموس ته په سپکه ګوري… همدا علت دی چې ځينې سيمې ياغي شوې او د ماليې له ورکړې يې انکار وکړ….

ميرويس خان  روانه او  فصيح ژبه درلوده، د ده د خبرو پر وخت ټول کسان غلي ول…

کله چې کېناست، تالار چکچکو ونيو.

ميرويس خان وپوهېد چې خبرې يې پر ځای وې، که يې له يوې خوا ګرګين ستايلی و، خو له بل لوري يې په ډېر ماهرانه ډول د هغه غندنه کړې وه….د ناستو کسانو  ټنډې هوارې ښکارېدلې… يوه خوا هم خپه نه وه.

وروسته د هغو سيمو په اړه خبرې وشوې چې د ماليې له ورکړې يې انکار کړی وو، جلسه  بېرته ګډوډه شوه، يوه له رنګه سره سړي د خزانې وزير ته وويل چې د زوی په واده کې دي لسو زرو کسانو ته ډوډۍ ورکړه! زوم ته دې قيمتي کور واخيست… لور دې په زرو کې پټه کړه! دا پيسې له کومه شوې؟!

د ماليې د وزير تور مخ له غوسې شين شو، مقابل لورې ته يې سپکې خبرې وکړې، عياش يې وګاڼه، ويې ويل چې په يوه مياشت کې يې لس باکرې مينځې واخيستې ….
دواړه ودرېدل، خو نورو سره بېل کړل.

خو د جلسې پای ښه و، د ټولو ګټه يوه وه، په دې اړه وغږېدل چې له پاچا سره  بايد د دوی د حقوقو د ډېرېدو په باره کې خبرې وشي…

له رسمي غونډې وروسته ډوډۍ تياره شوه. ميرويس خان ځان وزير اعظم ته ور نږدې کړ، له خبرو يې وپوهېد چې له دېوان بېګ او نورو ګرجي افسرانو  کرکه لري.

د چايو پر وخت  له اعتماد الدوله سره وغږېد، ميرويس خان ته معلومه شوه چې دی له وزير اعظم او سپهسالار سره ډېر جوړ دی، خو له دېوان بېګ څخه يې ښه خوله نه وهله…

ميرويس خان پوهېده چې دېوان بېګ هم په دربار کې لوی قدرت لري…ميرويس خان ته په دربار کې د دوو متضادو ډلو موجوديت مهم و، په اسانۍ مخکې پکې تلای شوای.

ده له اعتماد الدوله څخه وغوښتل چې له پاچا سره د ليدو زمينه ورته برابره کړي.

اومه برخه

*    *    *

وخت ووت، ميرويس خان د ډېرو کسانو زړونه خپل کړي ول، ځينې درباريان به زندان ته ورتلل او له ميرويس خان سره به يې مشورې کولې…يو ځل اعتماد الدوله ورغی، ويې ويل چې له پاچا سره يې د  ميرويس خان د ليدنې زمينه چمتو کړې وه، خو دېوان بېګ دا ملاقات  د پاچا د وخت ضايع کول وګڼل….
اعتماد الدوله وويل چې دېوان بېګ ته د ګرګين يو ليک را رسېدلی دی، ليکلي يې دي چې ميرويس خان هوښيار سړی دی، مخه يې ونيسه،له پاچا سره به يې  ليدنه زما په ګټه نه وي.

د ژمي په وروسيتو کې يوه بله جلسه جوړېده، ميرويس خان ته  دا جلسه ډېره مهمه وه، د صفوي حکومت ټول مهم کسان ورته راتلل، پاچا ته يې بايد د خپلو تر کنټرول لاندې سيمو په اړه معلومات ورکړی وای.

ميرويس خان اعتماد الدوله ته ليک ولېږه، په ځواب کې يې ورته ليکلي و چې دی به تر خپله وسه  هڅه وکړي چې ميرويس خان دې جلسې ته ور وبلل شي.

خو يوه اوونۍ وروسته يې بخښنه ترې وغوښته، ليکلي يې و چې دېوان بېګ ستونزې ورته جوړوي، هغه نه غواړي چې ميرويس خان په دې جلسه کې ګډون وکړي، دا يې هم ليکلي و چې دېوان بېګ له هغه چا سره جوړ دی چې د دې غونډې د نظم او جوړېدو مسووليت لري.

ميرويس خان  سپهسالار او وزير اعظم ته  ليکونه  ور ولېږل، خو درک يې مالوم نه شو.

يو سهار حسن قلي د غونډی د قيقه ورځ ورته وويله. غونډه د  نوروز  په ورځ جوړېده.

ميرويس خان کړکۍ ته ودرېد، په ځينو کورونو کې د بادامو د ونو سپين ګلان ښکارېدل.

دی مايوسه و، ډېر فکر يې وکړ، خو چاره يې نه ليده، نوي کال ته يواځې درې ورځې  پاتې وې.

*     *     *

درب شو، غولۍ ولړزېد، ميرويس خان په بېړه کېناست، سترګې يې وموښلې، د بالاحصار خواته پرې شوې درېڅې ته ودرېد، تياره وه.

 له دوهم درب سره  د بالاحصار د دېوال پر سر سره لمبه راوګرځېده، څو نور توپونه هم تش شول….

ميرويس خان بېرته پر کټ پرېووت،  سترګې يې پټې کړې، دی په دې نيمه شپه کې د توپونو د ويشتلو په راز پوهېده، حسن قلي د صفوي حکومت له مراسمو خبر کړی و. نوی کال د توپونو په دربا پيلېده.

ميرويس خان خواشينی و، ده په يوه مهمه جلسه کې ګډون نه شوای کولای.

 تر سپېده چاوده يې سترګې پټې نه شوې. لمونځ يې وکړ، له چايو وروسته يې تودې اوبه راوغوښتې، ولمبېد، جامې يې بدلې کړې، اوږد وغځېد.

غرمه يې ډوډۍ  ورته راوړه، يوه ګوله يې هم تر ستوني نه تېرېده…

ماسپښين  دروازه خلاصه شوه، په بېړه کېناست، سترګې يې وځلېدې…وزير اعظم جلسې ته ور غوښتی و.

د شاهي ماڼۍ عمومي دروازه د ګارډ دوو عسکرو پرانيسته. پراخ شين ځای و، د سړک دواړو غاړو ته د ناجو ونې ولاړې وې، په چمن کې هوسۍ ګرځېدې… ور هاخوا د يوه  طاوس ببره رنګه  لکۍ لمر ځلوله….

ميرويس خان د ماڼۍ تر مخ له بګۍ کښته شو،  د دروازې دواړو غاړو ته د دوو زمريانو ډبرينې مجسمې جوړې وې، د زمريانو له خولو رڼې اوبه بهېدلې…

ميرويس خان ماڼۍ ته ور ننوت، اوږد دهلېز پر سرو غاليو فرش و، په دېوالونو کې يې ښکلې منظرې رسم شوې وې…

يوه ګارډ دروازه ورته خلاصه کړه، په هسک او لوی سالون کې ګڼ کسان ولاړ ول. وزير اعظم، د خزانې وزير،  سپهسالار،  اعتماد الدوله او څو نور کسان مخې ته ورغلل، ستړې مشې يې توده وه، ميرويس خان د نوي کال مبارکي ورته وويله.

سترګې يې پر دېوان بېګ او ګرګين ولګېدې، مخکې ورغی، لاس يې ورکړ، خو د دېوان بېګ  او ګرګين  ګوتې مړې وې.

ميرويس خان شاوخوا وکتل، د سالون په بر سر کې لوړه اېښودل شوې طلايي رنګه څوکۍ  تشه وه.

خدمتګاران راغلل، چای او مختلفې وچې مېوې يې راوړې.

 وړه دروازه خلاصه شوه، يو تک تور سړی راغی، په لوړ غږ يې وويل:

_اعليحضرت تشريف راوړي!

ټول غلي شول.

لومړی د ګارډ دوه عسکر راغلل او د طلايي رنګه څوکۍ شاته ودرېدل.

شاه حسين په ونه لوړ سړی و، صاف سپين مخ يې درلود، پر سر يې طلايي تاج ايښی و.

شاه حسين پر طلايي رنګه څوکۍ کېناست، په سالون کې ټولو ولاړو کسانو تعظيم وکړ.

په پيل کې د ښار لوی مفتي  غاړه صافه کړه، پاچا ته يې د نوي کال مبارکي وويله او له خدايه يې ورته اوږد عمر او  خوشاله ژوند وغوښت.

وروسته وزير اعظم د خبرو اجازه واخيسته، بخښنه يې وغوښته چې پاچا ته په دې نوي کال کې ښه خبرونه نه لري. ده د صفوي حکومت ځينې ياغي سيمې يادې کړې او ويې ويل چې خلکو پاڅون کړی…

بيا د خزانې وزير خبرې وکړې، له واليانو يې نهيلي وښوده، ويې ويل چې د پخوا په څېر پوره ماليه نه رالېږي، د مرکزې حکومت د خزانې خونده نشته….

وروسته ځينو واليانو خبرې  وکړې، د دوی په خبرو کې هم نا اميدې ډېره وه. ځينې سيمې يې له لاسه وتلې ګڼلې….خو په ټولو واليانو کې يواځې ګرګين ډاډه وغږېد…د ځان ستاينه يې وکړه، ويې ويل چې ماليه پر وخت راټولېږي، هېڅ ستونزه نشته  …او د ده تر حاکميت لاندې سيمې خوندي دي….

د خزانې وزير يې په خبرو کې ور ولوېد او ويې ويل چې تېر کال د ګرګين خان لخوا حکومتي خزانې ته سل زره تومنه هم نه دي راغلي….

د ګرګين رنګ سور شو او د خزانې وزير يې په دروغو متهم کړ.

په دربار کې ګنګوسې شوې…ډېرو کسانو د خزانې د وزير طرفداري کوله، خو دېوان بېګ او ځينې نور  د ګرګين پلويان ول….

شاه حسين غلی ناست و، سترګې يې له خوبه ډکې ښکارېدې، کله کله به يې اوږد ارږمی وايست.

وزير اعظم ټول کسان ارامي ته را وبلل، وروسته يې د ميرويس خان نوم واخيست،ويې ويل چې دی د منطقې سړی دی، په واقعيت پوهېږي.

د دېوان بېګ او ګرګين رنګونه سره شول.

شاه حسين وويل:

_ميرويس خان چېرته دی؟

ميرويس خان مخکې ورغی، تعظيم يې وکړ.

شاه حسين د هغه د تېرو کارونو او صفوي حکومت ته د صداقت ستاينه وکړه، ويې ويل چې اعتماد الدوله په هر څه خبر کړی دی… وروسته  يې له ميرويس خان څخه د هغه د صحت پوښتنه وکړه، دا يې هم وويل چې دوې مياشتې مخکې يې د دربار طبيب د علاج له پاره ور لېږلی و….

دېوان بېګ تعظيم وکړ، پا چا ته يې وويل چې ميرويس خان اوس ښه دی.
خو ميرويس خان حيران و، دی نه و ناروغه شوی. دا يې هم نه په زړه کېدل چې ده ته دې کوم طبيب ورغلی وي.

ميرويس خان له شاه حسين څخه مننه وکړه چې د ده په فکر کې دی.

شاه حسين دا هم وويل چې يو ځل يې ميرويس خان ليدو ته ور  وغوښت، خو دېوان بېګ ورته وويل چې ناروغه دی.

وزير اعظم او سپهسالار ته د دېوان بېګ د ټکولو له پاره ښه موقع  په لاس ورغلې وه. دوی دې خبرې ته پکی وواهه، حيراني يې وښوده، ويې ويل چې ميرويس خان نه دی ناروغه شوی….

پاچا دېوان بېګ ته په غوسه شو، د دېوان بېګ سر وځړېد.

وزير اعظم له ميرويس خانه د خبرو غوښتنه وکړه. ميرويس خان د دې ورځې نتظار ايست، لومړۍ د کندهار او شاوخوا سيمو په عمومي وضعيت وغږېد، د خپلو خلکو دودونه او رواجونه يې بيان کړل…بيا يې د ګرګين د عسکرو  ظلمونه او د خلکو ناموس ته په سپکه کتل ياد کړل، وروسته يې د ځينو قبيلو د پاڅونونو د علتونو په اړه خبرې وکړې…

ميرويس خان په خبرو کې وړې وه، خبرې يې هم هوايي نه کولې، دی د اسنادو له مخې غږېده، د هرې پېښې د قيق تاريخ  يې بياناوه… د هغه قومي مشر نوم  به يې اخيست چې له محلي حکومت سره يې ستونزه درلوده. د پاڅون ځای، قبيله او علت ټول ور مالوم وو…پاچا او ټول درباريان غلي ول.

ميرويس خان د ګرګين د عسکرو او قوماندانو د ظلمونو په اړه اوږدې خبرې وکړې… وروسته يې ګرګين را واخيست،  ويې ويل چې مديريت يې کمزوری دی. ..د ده  د هر عسکر ظلم او ناروا ده ته راجع کېږي…په کندهار کې له صفوي حکومته دا ډول کمزورې نمايندګي به د لويو پاڅونونو سبب شي ….

ګرګين ته غوسه ورغله، ميرويس خان يې د حکومت پر ضد په بغاوت تورن کړ، خو اعتمادالدوله، وزير اعظم، سپهسالار ….دا خبرې بې بنياده وګڼلې، د ميرويس خان تېرې کارنامې يې له سره تازه کړې او  ويې ويل چې ګرګين عقدې اخيستی، د ميرويس خان  پوهه او په خپلو خلکو کې د هغه درناوی او محبوبيت  يې نه  ورباندې لورېږي….

د ميرويس خان له خبرو وروسته ځينې نور کسان هم وغږېدل… خو د  ناستې تر پايه يواځې ستونزې يادې شوې…يوه هم د حل خبره ونه کړه.

وروستۍ خبرې شاه حسين وکړې.

ميرويس خان ته د پاچا خبرې حيرانونکې وې، شاه حسين د فال او پېشګويي په اړه وغږېد، ويې ويل چې ځينو فال ليدونکو، ستورو پېژندونکو، د خوب تعبيروونکو  او ملايانو  ښه زېري ور کړي دي…نوی کال به د صفوي  حکومت د غښتلتيا او د د ښمنانو د ماتې کال  وي…دا يې هم وويل چې لوی مفتي له کربلا راوړې خاوره دم کړې ده، که دا  خاوره  د جګړې پر وخت پر خپلو عسکرو وشيندئ، دښمن مو نه شي ليدلای، زړور پرې ورځی. …

مېلمستيا په بله کوټه کې نيول شوې وه. ميرويس خان له وزير اعظم سره کېناست، خو شاه حسين  خپل مېز ته ور وغوښت.

د ګرګين او دېوان بېګ سترګې رډې راختلې وې…خو ميرويس خان  د خبرو موقع ونه مونده.  شاه حسين له لوی مفتي سره  غږېده. پر فال او  خوب  يې ډېر باور درلود، ځينې ستورې يې په بخت نيولي وو  او د لوی مفتي پېشګويي مهمه ورته ښکارېدله….

*     *     *

يوه اوونۍ وروسته د شاه حسين خاص نماينده بالاحصار ته ورغی او ميرويس خان يې نوي ځای ته بوت.

ميرويس خان د پاچا ماڼۍ ته نږدې په يوه کوچيني ښکلي کور کې واړول. نه ګارډ و او نه هم کوم پيره دار. بس! يو آشپز او يو خدمتګار يې درلود.

ميرويس خان څو کتابونه راوغوښتل، حويلۍ شنه وه، ده به ډېر وخت  د پسرلي پاسته لمر ته مطالعه کوله….

يوه ورځ پاچا ور وغوښت، خو دا ځل د ګارډ د يوه عسکر لخوا يوه بل واړه سالون ته رهنمايي شو.

په سالون کې د تبلې او باجې غږ راګرځېده…څو ښکلې نجونې نڅېدلې….

ميرويس خان د پاچا په غوښتنه د هغه تر څنګ کېناست. پاچا اشاره وکړه، ساز ودرېد، نجونې ووتې.

يوه خدمتګار د شرابو جام ورته ونيو، خو ميرويس خان چای وغوښت.

پاچا نشه و. ځينو درباريانو ته يې کنځلې کولې…ويل يې چې  د غم خبرې  ولې تر ما رارسوي …واک مې ورکړی، په خپله دې حل کړي….

ميرويس خان ته دا خبرې نوې نه وې. دی پوهېده چې شاه حسين راحت طلبه او عياش انسان دی، ټول وخت په حرمسرای کې له خپلو سلګونو ښځو او مينځو سره تېروي، تل نشه وي…خپل کارونه يې نورو ته ور سپارلي او خپله د هېواد له امورو سره چندان علاقه نه لري….

پاچا بې واره غږېده… له خپلو ډېرو درباريانو، واليانو او مهمو قوماندانانو يې شکايت درلود… خو د ګرګين نوم  يې وانه خيست.

چای راغی، ميرويس خان له  لنډې شيبې څخه استفاده وکړه. ده نېغ په نېغه د ګرګين ظلمونه نه شوای يادولای. وار له واره يې د هندوستان د فال ليدونکو او جادوګرانو کيسې راواخيستې…د فال نيولو ځينې مهم کتابونه يې ياد کړل، ويې ويل چې له دې کتابونو څخه هر څوک استفاده کولای شي….

ميرويس خان د فال، تاويذ  او جادو په اړه خپلې خبرې وغځولې… دی د پاچا له سترګو او وازې خولې وپوهېد چې شاه حسين ته د هندوستان د جادوګرانو دا حيرانونکې کيسې نوې دي او خوند ترې اخلي….

په پای کې يې وخندل،  ويې ويل چې ګرګين هم  يوه داسې جادو ته ضرورت لري  چې زړه يې نری کړي او  له ظلمه لاس واخلي…وروسته يې د ګرګين ظلمونه ياد کړل…. ويې ويل چې د ګرګين دا نارواوې  به صفوي حکومت کمزوری کړي…

خو د شاه حسين تندی تريو شو، خبرې يې بېرته فال او جادو ته ور واړولې او له ميرويس خان نه  يې د هندوستان د جادوګرانو د کيسو دوام وغوښت.

ميرويس خان ته د وزير اعظم خبره ور په زړه شوه. ده ته يې ويلي و چې ګرګين غښتلی او عصبي سړی دی، ان شاه حسين هم ترې وېرېږي او د هغه د ګوښه کېدو يا تبديلېدو زړه نه لري.

ميرويس خان نا اميده له ماڼۍ را ووت، خو په دې خوشاله و چې  ازاد ګرځېده، نه چا پيره پرې کوله او نه هم تر نظارت لاندې و. ميرويس خان به کله کله د هغو درباريانو کورونو  ته ورته چې پر ده يې اعتماد درلود.

ميرويس خان پوهېده چې  نور يې په اصفهان کې پاتې کېدل بې ګټې دي. د اوړې په لومړۍ مياشت کې شاهي ماڼۍ ته ورغی،  له شاه حسين څخه يې د حج فريضې ته د تلو اجازه وغوښته، خو شاه حسين يې خبره ونه منله. په دوهم ځل اعتماد الدوله، وزير اعظم او ځينې نور درباريان  واسطه شول، شاه حسين نشه و، دا ځل يې ( نه ) ونه ويل.

*     *     *

ميرويس خان د مني په اولو کې مکې ته ورسېد. مکې کوچينی  بازار درلود، کورونه او دوکانونه له خټو جوړ ول، ګرمي وه، د عربو لمر سوځولو تورو مخونو  غوړ را ايستلي ول.

ميرويس خان د حج له مراسمو وروسته ځينو ديني عالمانو ته تحفې ور وړې، لويو مفتيانو ته يې د ګرګين ظلمونه تشريح کړل…د ګرګين پر ضد د جهاد ليکلې فتوا يې ترې واخيسته.

ميرويس خان بېرته اصفهان ته لاړ. دا ځل يې د شاه حسين او درباريانو په وړاندې باور نور هم زيات شو.

وزيراعظم او اعتماد الدوله پاچا ته ورغلل، ويې ويل چې ميرويس خان  کندهار ته تلی شوای، خو دی صفوي دربار ته صادق انسان دی، اصفهان ته راغی، ښه به دا وي چې د صفوي حکومت د ټينګښت په خاطر ګټه ترې واخلو.

شاه حسين هم پوهېده چې ميرويس خان په خپلو خلکو کې دروند نوم لري، ډېرې قبيلې پرې راټولې دي، ده ته به د منصب ورکړه د صفوي  حکومت په ګټه وي.

ميرويس خان په ژمې کې د کندهار خواته حرکت وکړ. له ده سره د شاه حسين په مهر، مهر شوي دوه مکتوبونه ول.

*     *     *

يو ساتونکی راغی، تعظيم يې وکړ، ويې ويل:

_صيب! د ښار زياتره دوکانونه وتړل شول.

ګرګين د شرابو جام کېښود، خپلې وروځې يې سره وروستې:

_ولې؟

_نه پوهېږم! خلک له ښاره په وتو دي.

ګرګين ولاړ شو، له سالونه ووت. د جنګي کلا نږدې برج ته وخوت. خلک د ښار لوېديځ لور ته روان ول…له دښتې د ډول غږ راته….

يو افسر راغی، ويې ويل:

_صېب!  ټول خلک د ميرويس خان استقبال ته ور روان دي.

ګرګين د يوه توپ پر ميل لاس کېښود، لوېديځ لور ته يې وکتل، ليرې په سپېره دښته کې  نرۍ توره ليکه را روانه وه….

افسر وويل:

_ميرويس خان په همدې کاروان کې دی.

د ګرګين ټنډه تروه شوه، خپلې کوټې ته لاړ، کړکۍ ته ودرېد، پرده يې چوله کړه. وړو_ زړو د ښار لوېديځ لورته منډې وهلې….

ګرګين د پردې تر ژۍ خپلې ګوتې تاو  کړې، کش يې کړه، له پردې سره د سپين ګچ وړې ټوټې راولوېدې. چيغه يې کړه، خدمتګار راغی، غلی ودرېد.

ګرګين وويل:

_شراب راوړه!

*     *     *

ميرويس خان کندهار ته تر راتګ يوه اوونۍ وروسته د نارنج ماڼۍ ته  ورغی. ګرګين ته يې احوال ور ولېږه چې غواړي ورسره وويني، خو ګرګين يې غوښتنه ونه منله. ويلي يې و چې دی يوه مهمه غونډه لري، ميرويس خان په دوهمه ورځ بيا جنګي کلا ته ورغی،  د ګرګين ځواب دا ځل هم منفي و.

خو په څلورمه شپه ګرګين تر سهاره سترګه پټه نه کړه، له ډېرې غوسې خوب نه ورته، سپيده چاود يې څو کسان د ميرويس خان کور ته ور ولېږل، خو ميرويس خان ورته وويل چې کار لرم، بل وخت به سره ګورو.

د ګرګين زړه اور واخيست،  خپلو عسکرو ته يې  امر وکړ چې د بازار ټول دوکانداران جنګي کلا ته راوغواړي. غرمې ته لوی سالون له خلکو ډک وو.

ګرګين په غوسه ښکارېده، دوکانداران يې وګواښل چې که ماليه ور نکړي، دوکانونو ته  به يې اور ور واچوي. خو د ټولو دوکاندارانو خبره يوه وه، ويل يې چې دوی ته د ميرويس خان خبره تر هرڅه ډېر ارزښت لري.

د ګرګين له خولې لاړې باد شوې، ځينې دوکاندارن يې بنديان کړل، په سبا يې خپل دوه سوه عسکر د دوکانونو د نړولو له پاره  بازار ته ور ولېږل، خو غرمې ته بېرته راغلل، ګرګين ته يې وويل چې سلګونه ځوانان له تورو او تبرونو سره ورته ولاړ ول.

ګرګين د کلا يوه برج ته وخوت، د څلورو توپونو خولې يې  بازار ته ور واړولې.

يوه عسکر د توپ ګولۍ راوړه، بل عسکر چيغه کړه!

_ميرويس خان جنګي کلا ته را را روان دی.

ګرګين لاندې وکتل، په تېز  آس پسې مړه دوړه پورته کېدله…
ګرګين له برجه کښته شو، خپلې کوټې ته لاړ، د شرابو جام يې پر سر واړاوه.

ميرويس خان راغی، ګرګين ته يې د ستړې مشې له پاره لاس ور وغځاوه، خو خلاصې ګوتې يې په هوا کې پاتې شوې.

ګرګين په غوسه وويل:

_ته خلک بغاوت ته هڅوې!

ميرويس خان وخندل، په سړه سينه يې وويل:

_نه، خو ستا دا درانه ماليات به بغاوت ته لاره هواره کړي.

ګرګين چيغه کړه:

_تا  دوکانداران د ماليې له ورکړې منع کړي دي.

چای راغی، سوړ و.

ميرويس خان د چايو پياله بېرته په پتناسه کې کېښوده، ويې ويل:

_د دوکانونو ماليه دوه چنده ډېره شوېده…
ګرګين چيغه کړه:

_خو دا په تا پورې اړه نه لري!

ميرويس خان وخندل، د خپلې سدرۍ جېب ته يې لاس کړ، ګرګين ته يې مهر شوی کاغذ  ونيو.

ګرګين تاو شوی کاغذ ور واخيست، خلاص يې کړ، سترګې يې رډې راوختې.

ميرويس خان وويل:

_اوس خو وپوهېدې چې په ما پورې اړه لري؟!

ګرګين غلی و، کاغذ ته يې په حيرانۍ کتل.

ميرويس خان وويل:

_لومړی خبره! زه د شاه  حسين  په امر د کندهار ښار کلانتر ټاکل شوی يم، له دې وروسته به زه د ښار دوکانونو ته ماليه ټاکم، نو هيله کوم، زما په کار کې مداخله مه کوه.

ګرګين بل جام ور پورته کړ!

ميرويس خان د پاچا په مهر دوهم مکتوب ورته ونيو، ويې ويل:

_دوهمه  خبره، هېڅ  کار زما له مشورې پرته مه کوه!

ګرګين مکتوب ولوست، برېتونه يې وځړېدل….
ميرويس خان وويل:

_درېيمه خبره!  بندي دوکاندارن  بايد همدا نن راخلاص شي.

ميرويس خان  له کوټې ووت.

ګرګين په غوسه و، ځمکې ځای نه ورکاوه، ده د جنګي کلا ټول مهم کسان خپلې کوټې ته ور وغوښتل. د صفوي پاچا مکتوبونه يې ور وښودل، ويې ويل چې پاچا په يوه داسي انسان باور کړی چې د صفوي حکومت ريښې وهي….

خو نورو کسانو مشوره ورکړه چې د شاه حسين امر ته په سپکه کتل د ګرکين په ګټه نه ده. دی بايد له ميرويس خان سره ګذاره وکړي.

اتمه برخه

*     *     *

ترنګ شو، رباب وترنګېد، ګرګين د شرابو جام پر سر واړاوه، يودم يې چېغه کړه!

_بس که! په دې تکراري نغمه دې غوږونه را وخوړل.

د زوړ ربابي تورې ګوتې ولړزېدې، د رباب تارونه يې کش کړل، بله  نغمه يې ونيوله.

ګرګين پر څوکۍ کېناست، جام يې وټنګاوه، تر څنګ ولاړ سړي د شرابو سرايي کږه کړه، سره شراب د جام تر ژۍ راپورته شول.

يو عسکر راغی، تعظيم يې وکړ، ويې ويل:

_صيب! د کاکړو  د قبيلې هغې پښې ماليات راوړل چې دا څو کاله يې ماليات نه ورکول.

ګرګين کېناست، عسکر ته يې په حيرانۍ وکتل.

عسکر وويل:

_صيب! سل اوښان او څلوېښت کچرې په غنمو او نورو خوراکي موادو  بار دي.

ګرګين ولاړ شو، زانګې وانګې برنډې ته ووت. له پورته يې لاندې وکتل،  له اوښانو او کچرو ډکې بوجۍ کښته کېدلې….

د مالياتو مسوول راغی، سترګې يې ځلېدلې….

په بېړه يې وويل:

_ټول د ميرويس خان برکت دی، دا قبيله يې د مالياتو ورکړې ته مجبوره کړې ده.

د ګرګين ټنډه تروه شوه، بېرته خپلې کوټې ته لاړ.

مياشت وروسته د اصفهان شاهي دربار ته دا خبره ورسېده چې ميرويس خان يوه بله داسې قبيله د مالياتو ورکړې ته مجبوره کړه چې څو کاله يې ماليه نه وه ورکړې.

*      *      *

يحيی خان په خواشينۍ وويل:

_وروره، ځينې خلک په غوسه دي.

ميرويس خان بېلچه ور واخيسته،د تاکونوله ډکې جووې يې اوبه واړولې، ورو يې وويل:

_پوهېږم!

چيغه يې کړه!

_بازګله!

د ونو له مينځه په ونه لوړ سړی را ووت. په بېړه راغی، ويې ويل:

_خان صېب! څه دې ويل؟

ميرويس خان وويل:

_د دې بېلچې لاستي  چاک کړی، د ورغوي غوښه نيسي.

سړي په بېړه وويل:

_خان صېب، ماته يې پرېږده، اوبه زه لګوم!

ميرويس خان وخندل:

_ستا له پاره وايم، لاس دې ژوبل نه کړي.

سړي بېلچه ور واخيسته، ويې ويل:

_خان صيب! له کوچنيوالي يواځې بېلچه پېژنم، بلد يم، له کلونو راهيسي ستاسو باغواني کوم.

ميرويس خان وخندل، څادر يې هوار کړ، کېناست.

يحيی خان وويل:

_ټول قومونه  باور درباندې لري، خو ځينې کسان په غوسه دي، وايي چې لا اوس هم صفوي حکومت ته ماليه راټولوئ!

ميرويس خان وويل:

_نو څه وايي؟

_وايي چې نور نو  د تورې وخت را رسېدلی دی. تېره ورځ هم څو کسانو د ګرګين پر يوه کلا حمله ور وړه!

ميرويس خان وويل:

_ کلا يې ونيوله؟

_نه، ټول تر تېغ تېر شول.

ميرويس خان سوړ اسويلی وايست.  له خاورو يې يوه مړه غومبسه  را پورته کړه، د يوه تور مېږي تر مخې يې واچوله، ويې ويل:

_ورته وګوره!

يحيی خان ځمکې ته وکتل. مېږی راغی، تر غومبسې را وګرځېد، تر وزر يې کش کړه،  نه کېده،  غومبسه تر مېږي څو چنده غټه وه.

ميرويس خان ټيټ شو، تر غومبسې يوه لويشت لېرې څو نورو  روانو مېږيانو  ته يې ور پوه کړل، تور مېږيان پر خړو خاورو  ورغړېدل. يو پر غومبسه ولګېد، روان شو،خو بېرته راوګرځېد، غومبسه يې تر پښې ونيوله. نه کېده، دوو مېږيانو دومره لويه غومبسه نه شوای ورسره وړلای.

څو نور مېږيان راغلل، خو غومبسه درنه وه.

يحيی خان خپل ورور ته په حيرانۍ وکتل.

ميرويس خان وويل:

_حوصله وکه!

وخت ووت. پر غومبسه  خواره واره مېږيان راټول شول. غومبسه يې له ځمکې پورته کړه.

ميرويس خان وويل:

_صفوي حکومت د همدې غومبسې په شان دی، په څو کسانو يې نه شو پورته کولای.

ميرويس خان غلی شو، ورور يې په حيرانۍ ورته کتل….

ميرويس خان وويل:

_لنډه منډه ګټه نه لري، له فکره پرته قوي دښمن ته غېږه ورکول، د ځان تباهي ده. موږ بايد له ارامو اعصابو کار واخلو، دښمن ته  ځان ور نږدې که، کار پکې وکه، له مينځه يې مات که.

يحيی خان غلی و.

ميرويس خان د خپل ورور پر اوږه لاس کېښود، ورو يې وويل:

په احساساتو او ځانځانۍ دې خدايکه شل کړه. دا غومبسه د خلکو  هوښياري او اتفاق، پورته کولای شي.

يحيی خان سړه سا وايسته:

ميرويس خان وخندل:

_ګوره! ګرکين هم کرار نه دی ناست، ځينې قبيلې يې پر ځان راټولې کړې دي، د خلکو په بې اتفاقۍ کې خپله بقا ويني، نه غواړي چې  په يوه خوله اووسي، خو ما له ډېرو قومي مشرانو سره خبرې کړي،په ډېرو کسانو کې د آزادۍ د اخيستلو احساس  را ژوندی شوی دی، مه نا امېده کېږه، بس، يو څه وخت نور هم صبر وکه!

يو ناڅاپه آس وشڼېد، درب شو، د باغ لرګېنه دروازه له دېوال سره ولګېده، آس پر جووه راغی، پښې يې په خټو کې ننوتې، پر آس سپور سړي ټوپ کړل.

يحيی خان خپلې تورې ته لاس ور وغځاوه، خو ميرويس خان تر مټ ونيو، ورو يې وويل:

_ساړه خوره! عبدالحميد دی.

سړی راغی، وار له واره يې چيغه کړه!

_د ابداليو مشر دولت خان يې وواژه!

يحيی خان ودرېد، خو د ميرويس خان په پښو کې د ولاړېدو سېکه نه وه پاتې.

راغلي سړي وويل:

_ګرګين د شپې لخوا په شهر صفا کې د دولت خان پر کور يرغل ور ووړ. دولت خان او د هغه زوی نظرمحمد خان، دواړه يې ووژل.

ميرويس خان په راوتلو رډو سترګو ورته کتل….

چوپه چوپتيا شوه، جووې ته د اوبو د تويېدو جورړا راتله….

د راغلي سړي په سترګو کې اوښکې راټولې وې. په غريو کې يې وويل:

_د شپې يې د کلا دروازه  ماته کړه،  دولت خان ونه تښتېد، مخې ته ورته راغی، خو د ګرګين عسکرو د تورې وار ورباندې وکړ، د دولت خان زامنو او د کلا ساتونکو جګړه وکړه، خو شمېر يې کم و، نظرمحمد خان يې په غشو وويشت، خو د دولت خان دوه نور زامن رستم خان او محمد زمان خان وتښتېدل….

يحيی خان خپل ورور ته وکتل، په غوسه يې وويل:

_اوس هم بايد صبر وکو؟

ميرويس خان ولاړ شو، څادر يې ور واخيست، شونډې يې وخوځېدې:

_هو! صبر وکړئ!

*     *     *

ګرګين په غوسه و، دی د اوږده سالون تر سره لاړ، بېرته راوګرځېد، د مېز  له سره يې د شرابو جام ور پورته کړ، چيغه يې کړه!

_څه پکې وايې؟

ميرويس خان غلی و.

ګرګين وويل:

_نه اورې! درته ومې ويل چې د ارغستان ابداليانو پاڅون کړی. يوه کلا يې نيولې ده.

ميرويس خان ولاړ شو، ګرګين ته مخامخ ودرېد، د ګرګين د غټو سترګو په سپينو کې سره رګونه تېر ول.

ميرويس خان وويل:

_دا اور دې په خپله بل کړ!

ګرګين جام پر ځمکه و ويشت، لاړ، په خپله څوکۍ زړېدلی سر کېناست.

ميرويس خان وويل:

_تا د ابداليانو مشر وواژه!

ګرګين غلی و.

ميرويس خان وويل:

_له ارغستانه خپل عسکر راوغواړه!

د ګرګين له خولې لاړې باد شوې!

_نه!

ميرويس خان وويل:

_او د دولت خان زوی رستم خان د ابداليو د قوم د مشر په توګه ومنه!

ګرګين ودرېد:

_امکان نه لري.

ميرويس خان د چايو پياله ورپورته کړه، ورو يې وويل:

  _بله لاره نه  لرې.

ميرويس خان له سالونه ووت. د جنګي کلا مخې ته يې ورور ولاړ و. دواړه پر آسونو سپاره شول. يحيی خان وويل:

_څه يې ويل؟

_د ارغستان د پاڅون په باره کې راسره غږېده.

_څه مشوره دې ورکړه!

_ورته ومې ويل چې خپل پوځيان راوغواړه او د دولت خان زوی د قوم د مشر په توګه ومنه!

د يحيی خان تندی تريو شو:

_دا مشوره به دې نه ورکوله، که نور نه وي، په ارغستان کې خو بايد د ګرګين له عسکرو سره وجنګېږو.

ميرويس خان وخندل:

_د غومبسې کيسه دې هېره شوه؟

*     *     *

تياره وه، تالنده وغړمبېده، د ولاړ سړي په سترګو  کې سپينې کږې  ليکې تېرې شوې.

 سړی يوې اوږدې کوټې ته ننوت.  په دېوال کې  اېښودل شوې لمپې ژېړه رڼا کوله. ..

ګڼ کسان ولاړ شول. سړي ته يې غېږ ورکړه.

سړي خپل لوند څادر پر تړلې بستره وغوړاوه. کېناست، يوه ځوان د چايو ډکه پياله ور ته کېښوده.

يوه بوډا وويل:

_ميرويس خانه! ناوخته شوې!

ميرويس خان وخندل، پر خپل لانده تندي يې لستوڼی تېر کړ، ورو يې وويل:

_حاجي کاکا! پخوا به تر خاکرانه په دوه ساعته کې را رسېدم، خو د نن لنده بل ته مې پام نه و، په  باران او چکړو کې  د آس پښو سم کار نه کاوه، دوه ساعته يې تر څلورو ساعتونو هم ور واړول.

غلی شو، شاوخوا يې وکتل، ويې ويل:

_اکرم خان نه ښکاري!

د کوټې له کونجه يوه غږ کړل!

_يواځې اکرم خان نه دی، ځينې نور قومي مشران هم نشته!

يوه بل وويل:

_ټول خبر ول. احوال مو ور لېږلی و، خو رانه غلل، جرګې ته يې په سپکه وکتل.

ميرويس خان د چايو غوړپ وکړ، ورو يې وويل:

_دومره ژر يو څوک مه ملامتوئ، شرايط خراب دي، يا به احوال نه وي ور رسېدلی، يا به يې باران د راتګ مخه نيولې وي.

ټول غلي شول.

يوه وويل:

_ميرويس خانه! ستا تر راتګ مخکې مو خبرې کولې،  بس! يواځې پر جنګي کلا د حملې ورځ راښيه!

يوه بل وويل:

_خو  زه په اوس وخت کې د جګړې مخالف يم!

درېيم په خبره کې ور ولوېد:

_ياره سيدال خانه، ( نه ) مه پکې وايه!

يوه بل وويل:

_سيدال خان ناصري سم وايي! تر اوسه لا کمزوري يو، ټول قومونه مو نه دي غږولي!

د کوټې له کونجه يو را مخته شو، ويې ويل:

_قومونه نو سپين وي که تور! دا دی، د اوو، اتو قومونو مشران شته. نور څوک غواړئ!

يوه بوډا وويل:

_ميرويس خانه! ته څه پکې وايې؟

ميرويس خان وويل:

_د هر چا نظر د قدر وړ دی، خو د ناصري صاحب خبره مې خوښه شوه!

غلی شو، د چايو پياله يې ور پورته کړه، ويې ويل:

_پر ګرګين حمله، وړه خبره نه ده.

يوه وويل:

_نو څه وکو؟

ميرويس خان وويل:

_د ليرې سيمو اوسيدونکي هم پرې را ګډ کړئ! که زما منئ، ان د هزاره ګانو مشران هم راوغواړئ!

يوه وويل:

_خو ځيني خلک له ګرګين سره جګړه ناروا بولي، وايي چې پر مسلمان به څنګه توره پورته کوو!

سيدال خان ناصري وويل:

_ميرويس خانه! د مکې د علماوو فتوا دې څه کړه؟

ميرويس خان د خپلې سدرۍ جېب ته لاس کړ، کاغذ يې را وايست. سيدال خان په بېړه کاغذ ور واخيست، ويې ويل:

_د باران اوبه ور رسيدلي دي، نم يې کش کړی، دا کاغذ ډېر ارزښت لري.

کاغذ ته يې ور پوه کړل، پر بالښت يې کېښود.  ورو يې وويل:

_له ځينو کسانو يې ښځې بوتلې، خو اور يې وانه خيست، دا فتوا به يې خولې ور بندې کړي.

ميرويس خان وويل:

_اوس نو يوې بلې جرګې ته هم ضرورت دی؛تردې لويې جرګې ته!

*     *     *

د جارو ډکي پر ځمکه وښوېدل، خاوره او د زرتارو وړې ټوټې يې ورسره يووړې.

يوه دوکاندار چيغه کړه!

_اه! خان صېب! مه!

بل دوکاندار راغی، د ميرويس خان له لاسه يې جارو ور واخيسته، ځړېدلی سر ودرېد.

تر ميرويس خان ګڼ دوکاندران را تاو شول، ټول غلي ول…

ميرويس خان وويل:

_که هر څوک د خپل دوکان مخه پاکه کړي، ښار په خپله پاکېږي.

يو سپين ږيری رامخته شو، ميرويس خان يې پر ټنډه ښکل کړ، ورو يې وويل:

 _نور مو  مه  شرموه!

يودم يې چيغه کړه!

_ټول خپل دوکانونه وتړئ! بېلچې او جاروګان راواخلی! تر غرمې د بازار د پاکولو اشر دی.

ميرويس خان وويل:

_زه هم يوه بېلچه غواړم.

سپين ږيری دوکاندار وويل:

_تاسو د ښار کلانتر ياست، ښه نه ده چې….

ميرويس خان په خبره کې ور ولوېد:

_بابکه! کلانترې بېله خبره ده، زه هم د دې سيمې اوسېدونکی يم، غواړم چې د ښار په پاکولو کې برخه واخلم.

آس وشڼېد، د کوڅې په سر کې يو مول وهلی کس ښکاره شو. راغی،  د ميرويس خان غوږ ته يې خوله ور نږدې کړه. څه يې وويل، د ميرويس خان رنګ والوت.

ميرويس خان يوه شېبه غلی و، بيا يې  د سپين ږيرې دوکاندار پر اوږه لاس کېښود، ويې خندل:

_بس! يواځې څو شېبې وروسته بېرته راځم.

روان شو، مخ يې را واړاوه، په خندا يې وويل:

_زما بېلچه هېره نه کئ!

پر ونه پورې تړلي آس ته ور وګرځېد، له راغلي کس سره  له ښاره ووت. دواړه د توت زړې ونې ته ور وګرځېدل. سيوري ته کېناستل. ميرويس خان ورو  وويل:

_ګرګين له کومه وپوهېد؟

سړي خپل مول خلاص کړ، ويې ويل:

_ستاسو له ډلې کوم يوه احوال ورته راوړی و، ويل يې چې څه موده مخکې مو په  خاکران کې د ځينو قبيلو مشران راټول کړي وو او د ګرګين پر وړاندې د قيام  پر لارو چارو غږېدې.

ميرويس خان سړه سا وايسته.

سړي وويل.

_ګرګين ور وغوښتم، په غوسه و، ويې ويل چې د جنګي کلا قوماندانان راوغواړه، شېبه وروسته يې په جلسه کې ستا نوم واخيست، د خاکران جرګه يې ياده کړه، ويل يې چې ميرويس خان خطرناکه دی.

له ونو څو پوځيان را ووتل، پر دوو تورو آسونو  پسې تړلی توپ يې ټېله کاوه.

ځوان مول وواهه.

ميرويس خان وويل:

_د جلسې نتيجه  څه راوخته؟

ټول په يوه خوله ول، ستا پلوي يې کوله، ويل يې چې ميرويس خان د ښار کلانتر دی، ښه منصب لري، په کندهار کې د صفوي  حکومت راپرزېدا يې په ګټه نه ده، ميرويس خان به څنګه خپلو پښو ته، خپله تبر نيسي….

سړی ولاړ شو، ورو يې وويل:

_زه درنه لاړم! د ګرګين جاسوسان ډېر دي.

ميرويس خان وويل:

_حاجي نواب زرګر ته ورشه، د هغه بل ځل د احوال راوړلو  پيسې مې هم درته ايښې دي.

ځوان پر آس پښه واړوله، ويې خندل:

_خو د احوال راوړلو بيه يو څه ډېره که، پوهېږې! په دې شرايطو کې  کې اسانه کار نه دی.

سړي آس ته پښه ورکړه!

ميرويس خان فکر په مخه کړ، شونډې يې وخوځېدې:

_ګرګين به چا د خاکران د جرګې له حاله خبر کړی وي!!!

نهمه برخه

*     *     *

ميرويس خان د انګورو  واښکی ور واخيست، ورو يې وويل:

_د خاکران په جرګه کې اتلس کسان وو. څوک خاين درته ښکاري؟

سيدال خان ناصري د انګورو دانه خولې ته واچوله. ويې ويل:

_ټول په وطن مين خلک دي، خو يواځې په دوو کسانو شک لرم.

ميرويس خان په بېړه ور وکتل.

سيدال خان وويل:

_عطاګل او ملک قاسم  څو ځله په جنګي کلا کې ليدل شوي دي.

ميرويس خان وويل:

_دواړه خبر که چې د راتلونکې جومې په شپه  مو د قومونو مشران راټول کړي دي، غواړو چې پر جنګي کلا د حملې تياری ونيسو.

د سيدال خان سترګې رډې راوختې.

ميرويس خان وويل:

_خو دواړو ته د جرګې د جوړېدو دوه مختلف ځايونه ور وښيه.

*     *     *

ملک قاسم په غوسه وويل:

_دا نو څه ملنډې دي، له ماښامه راهيسې مو په کوټه کې کېنولی يم، د عبدالله کور ته څه وخت ورځو؟  نيمه شپه شوه.

سيدال خان ناصري ورو وويل:

_ملک صېب، بس يواځې د يو څو شېبو خبره ده.

عطاګل په خبره کې ور ولوېد:

_سيدال خانه! پر موږ مو ملنډې ووهلې، په  دې سپينه ږيره مې دوه ساعته  مزل راوکړ، دلته راغلم، خو نه جرګه شته او نه هم مرکه!

دروازه خلاصه شوه، د لاس مينځلو اوبه راغلې.

سيدال خان وويل:

_عطاګل کاکا، ځينې مشران رانه غلل، جرګه مو بل وخت ته وځنډوله.

ملک قاسم چيغه کړه

_نو موږ مو ولې برمته کړي يو؟

سيدال خان وخندل:

_ملک صېب. تاسو زموږ مېلمانه ياست. غوړه ښوروا، پاکه او پسته بستره، ښکلې کوټه، نور څه غواړئ!  هسې هم په دې توره شپه  کې خپل کلي ته نه شې رسېدلی.

ملک قاسم ولاړ شو:

_ملنډې مه وهه! تا خو احوال راولېږه  چې د جرګې ځای د عبدالله  په مهمانخانه کې دی، خو زه مو دلته راوستم.

سيدال خان وويل:

_اوس خو جرګه نشته، نو ځای يې ولې درته مهم دی.

د ملک قاسم رنګ والوت، بېرته کېناست، لاسو نه يې چلمچي ته ونيول، خړې اوبه ترې تويې شوې.

سيدال خان ناصري د باندې ووت. بالا خانې ته وخوت. ميرويس خان وړې کړکۍ ته ولاړ و.

سيدال خان ناصري وويل:

_ملک  قاسم په پوست پاک نه راته ښکاري، ډېر نا ارامه دی.

ميرويس خان تر کړکۍ سر وايست، پر ستورو د سپوږمۍ تته رڼا پرته وه.

ميرويس خان وويل:

_ملک قاسم ته دې څه ويلي وو؟

ورته ومې ويل چې ملګري د عبدالله په کور کې راټولېږي.

_او عطاګل کاکا ته؟

_هغه مې د عبدالرحمن  د باغ کشمش خانې  ته راغوښتی و. ورته ومې ويل چې کشمش خانه مو  فرش کړې ده.

دواړه غلي شول، چرچرک نارې وهلې….

د آسونو د پښو دربا راغله. ميرويس خان کيڼ لورې ته وکتل، ګڼ سپاره د عبدالرحمان  تر باغ تېر شول، د عبدالله د  کلا لويې دروازې ته ودرېدل. ميرويس خان خپلې سترګې ټينګې کړې، څو ځله يې ورپولې. د کلا دېوال ته زينه ودرېده، څو عسکر تر دېوال واوښتل.

چيغې شوې!

ميرويس خان  وويل:

_ځان ور ورسوه

سيدال خان په بېړه پر زينو کښته شو، چيغه يې کړه

_هلئ!

له څو ځوانانو سره په منډه له کلا ووت.

ميرويس خان کوټې ته ورغی.  ملک قاسم او عطاګل وارخطا ول.

ميرويس خان وويل:

_ملک قاسمه! ته خاين يې!

د ملک قاسم سترګې رډې راوختې.

ميرويس خان وويل:

_تا ګرګين ته  د خاکران د جرګې احوال ور وړی و.

ملک قاسم چيغه کړه!

_چټياټ مه وايه!

ميرويس خان وويل:

 _موږ پر تا او عطاګل اکا باندې شک درلود، د خاين د مالومولو له پاره مو دواړو ته د خيالي جرګې د جوړېدو مختلف ځايونه ور ياد کړل، پوهېدو چې خاين به ګرګين ته د جرګې د ځای په اړه خبر ورکوي، د ګرګين عسکر د عبدالرحمن  تر باغ تير شول او  د عبدالله  پر کور ور وختل.

ميرويس خان غلی شو، د ملک قاسم سترګې رډې راختلې وي.

ميرويس خان وويل:

_ملک قاسمه،  تاته مو د عبدالله کور در ياد کړی و.
ملک قاسم ګام واخيست، د ښوروا په کاسه کې وخوت، ميرويس خان يې پورې واهه. ميرويس خان پر بله لمپه  ولوېد، تياره شوه.

ميرويس خان چيغه کړه!

_ويې نيسئ!

ميرويس خان د باندې ووت، د کلا دروازه خلاصه وه.

د چوترې پر ژۍ کېناست. خپل سر  يې په دواړو لاسونو کې ونيو. نږدې غږ يې واورېد:

_وتښتېد؟

ميرويس خان ور وکتل، عطاګل و.

ميرويس خان وويل:

_اکا! درته شرمنده يم. مجبوروم، خاين مو بايد پيدا کړی وای…
عطاګل سړه سا وايسته. د ميرويس خان  تر څنګ کېناست، ورو يې وويل:

 _بچيه! خوا مه بدوه، که زه ستا پر ځای وای، ما هم همدا کار کاوه.

سيدال خان راغی، ويې ويل:

_ملک قاسم څه شو؟

ميرويس خان وويل:

_وتښتېد.

دواړه غلي شول.

ميرويس خان وويل:

_د حاجي عبدالله په کور کې خو په څوک نه يي ژوبل شوي.

_نه، مشر زوی يې مازې په لاس ولګېد.

عسکرو څه ويل؟

_ويل يې چې دلته د حکومت پر ضد خلک راټول شوي، خو څه يې ونه موندل، بېرته لاړل.

ميرويس خان سړه سا وايسته، ورو يې وويل:

_د دوهمې جرګې د جوړېدو کار څنګه شو؟!

*     *     *

ژېړې پاڼې ورغړېدې، نرۍ بړبوکۍ  راغله، پر آس سپور مول وهلي سړي خپلو سترګو ته لاس ونيو، دوړه د کلي په مينځ کې د پراته ډېران پر سر راوګرځېده، ډېران ته نږدې يې د ډنډ په خوسا اوبو کې  سېکه وخته.

سړی له آسه کښته شو. مول يې خلاص کړ، له کلا ګڼ کسان راووتل، سړي ته يې غېږ ورکړه، يوه بوډا وويل:

_ميرويس خانه! لاره خو دې غلطه نه کړه!

ميرويس خان وخندل:

_نه حاجي بابکه! مانجې ته څو وارې پخوا هم راغلی وم.

يو ځوان راغی، آس يې د کلا تر مخ ولاړو کتار غواوو ته نږدې وتاړه.

ميرويس خان وويل:

_آس وږی دی! له سهاره راهيسې يې ژامې نه دې خوځېدلې!

بوډا وويل:

_غم يې مه کوه، په اوربشو به يې موړ کو.

ډله کلا ته ننوته. لمر ته کتار کوټې ولاړې وې، د کوټې تر مخ چوتره  له لمر وهلو سره بخونو انګورو ډکه وه.

ميرويس خان وويل:

_حاجې بابکه! وامې ورېدل چې دلته په مانجه کې انګورو مرض کړی و.

بوډا وويل:

_هو! خونده يې نه وه، له درېيو زرو تاکونو مو يواځې همدا ممېزو ته واچول.

ټول برج ته وختل، په وړه کوټه کې سور ليکې ليکې ټغر هوار و. څنډو ته يې رنګارنګ توشکې ښکاېدلې.

ميرويس خان سړه سا وايسته:

_بابکه! دې کوټې د اصفهان بالاحصار را په زړه کړ.

کېناست. پيالې وکړپېدې، توره چايجوشه راغله، په خټين لوښي کې نيمه مميز شوي انګور پراته ول.

ميرويس خان وويل:

_د جرګې له پاره څوک راغلي دي؟

بوډا بالښت ته ډډه ووهله. ويې ويل:

_هو! د ملک حبيب الله کوټه ډکه ده. بس! يواځې د هزاره وو مشران يو څه وځنډېدل. نه وو ملامت، لاره ليرې وه. ايله پرون را ورسېدل.

ميرويس خان د چايو پياله ور پورته کړه.

بوډا وويل:

_سيدال خان ناصري، بابو جان بابی، مياجي بهادر خان….

يودم غلۍ شو، خپل تندي ته يې څپېړه ورکړه، ويې ويل:

_اوف! څه بلا يې بولي!  ګل خان بابړ.

وره ته نږدې ناست ځوان ته يې وکتل، ويې ويل:

_بچيه! ماغزه مې سم کار نه کوي، له ما يې د نورو  نومونه هېر شول.

ناست ځوان وويل:

_يوسف خان، عزيزخان نورزی، نورخان بړېڅ، نصروخان الکوزی، يونس خان کاکړ….
ميرويس خان له چايو غوړپ وکړ، ويې ويل:

_هغه زما وراره، محمد خان او ملګري يې را رسېدلي دي؟

ځوان وويل:

_هو!

بوډا وويل:

_ميرويس خانه! وخت خراب دی، ولې دې دومره لاره يواځې را ووهله؟

ميرويس خان وويل:

_بابکه! وراره مې ډېر راته ټينګ و، ويل يې چې له موږ سره يو ځای لاړ شه، خو د ګرګين جاسوسان ډېر دي.  ښه مې وګڼله چې د سهار په خړه کې يواځې له کوره  راووځم.

بوډا سر وخوځاوه:

_سم وايې زويه! سم وايې.

غلی شو، يودم يې وويل:

_هاغه ملک قاسم څه بد کړي و! وراره دې  کيسه راته وکړه. سم اصول داره سړی و. شک مې هم نه پرې راته چې د پرديو جاسوس به وي.

ميرويس خان سړه سا وايسته:

_بابکه! د انسان پېژندل سخته ده. د بدو ورځو يار مو ګاڼه، خو خيانت يې وکړ، اوس د  ولس  له ويرې په جنګي کلا کې اوسي.

 بوډا ټوخي واخيست. په زحمت يې وويل:

_ستړی به يې، له ډوډۍ او لمانځه وروسته يوه سترګه خوب وکه. د جرګې ځای مو د ملک حبيب الله کوټه ټاکلې ده. بېګاته به له خيره هلته ورځو.

*     *     *

د بالښت پر سر ايښې قرآن شريف ته لاسونه ور وغځېدل، ټولو په يوه خوله لوړه وکړه چې د وطن ازادي ته به ژمن وي.

هر يو بېرته په خپل ځای کېناست.

ميرويس خان وويل:

_اوس بايد د جګړې په اړه خبرې وکو.

سيدال خان ناصري وويل:

_پر جنګي کلا مستقيمه حمله مو له پښو غورځوي. پر دېوالونو ولاړ څلوېښت توپونه وړه خبره نه ده. موږ …

نور خان بړېڅ په خبره کې ور ولوېد:

_لومړی به  له ارګه ( جنګي کلا ) د باندې پر نورو پوځي کلاوو برېد وکړو.

يوسف خان غاړه صافه کړه!

_خال خال، حملې  ګټه نه لري! د ګرګين ټول زور جنګي کلا ده. د جنګي کلا نيول، د شپږو نورو کلاوو د سقوط  مانا ورکوي.

خبرې ډېرې شوې، نوبت له واکه ووت، هر يوه خپله خبره کوله…

ميرويس خان غلی و.

شېبه وروسته ټول په يوه خوله شول، ويل يې چې تلفات منو، خو پر جنګي کلا له حملې څخه نه تېرېږو.

سيدال خان ناصري، ميرويس خان ته وکتل:

_خانه! غلی يې!

ميرويس خان د چايو غوړپ وکړ،  ورو يې وويل:

_پر جنګي کلا مې د حملې پر هر اړخ فکر وکړ، د خپلو جنګياليو له ډوبېدا پرته مې څه ونه موندل.

د کوټې له کونجه يو غږ راغی!

_زړور اوسه! نر پسه د قربانۍ له پاره دی.

نصروخان الکوزي وويل:

_د ميرويس خان خبره سمه  ده. ټول قربانۍ ته تيار يو، خو څومره قرباني!!!

ملک حبيب الله وويل:

_ودې وژل شو، خو چې منطق ولري، پر  جنګي کلا مستقيمه حمله بې نتيجې ده.

ميرويس خان وويل:

_جګړه بې تلفاتو نه وي، خو بايد فکر وکو، کم تلفات او برياليتوب.

عزيز خان نورزي وويل:

_سخته ده، ګرګين له ټوپکو او توپونو سره په جنګي کلا  کې راته ناست دی، موږ منډه پرې ور اخلو، تلفات به خامخا ډېر وي.

ټول غلي شول.

ميرويس خان وويل:

_يو څه وخت راکړئ.

د باندې ووت. سپوږمۍ په ورېځو کې پټه وه. له غونډيو د لېوانو انګولا راتله.

کېناست، ولي يې له دېوال سره ولګول.

يودم ولاړ شو، د کوټې  په وره کې ودرېد، سترګې يې وځلېدې، په خوند يې وويل:

_له ګرګين سره له ښاره د باندې  جګړه کوو.

ورمېږونه کاږه شول، د ناستو کسانو سترګې رډې راوختې.

يوه وويل:

_ګرګين دومره کم عقل نه دی چې جګړې ته  له پخو دېوالونو را ووځي.

ميرويس خان وويل:

_پوهېږم! ځکه نو موږ له هوښياري کار اخلو.

_څنګه؟

ميرويس خان کېناست، ويې ويل:

_زما خبرې واورئ!

لسمه برخه

*     *     *

د جنګي کلا دروازه خلاصه شوه، پر دوو آسانو پسې تړلې سر پټې ګاډۍ ودرېده، ګاډيوان کښته شو، کاږه ګامونه يې واخيستل، لاس يې پر دېوال ولګاوه، ولوېد.

عسکرو ور منډه کړه، پړمخې لوېدلی ګاډېوان يې ستوني ستغ راواړاوه. تر اوږې يې مات شوی غشی راوتلی و.

يوه عسکر چيغه کړه!

_نورو ور وکتل، عسکر د ګاډۍ خلاصې پلې ته ولاړ و، ګاډۍ له مړو ډکه وه.

د ټپي عسکر ځګيروی وخوت، په زحمت يې د خپل سره کوټ جېب ته لاس کړ، په وينو لړلی کاغذ يې را وايست. ورو يې وويل:

_دا کاغذ اعليحضرت ته ور ورسوئ!

يوه عسکر کاغذ ور واخيست، د نارنج ماڼۍ ته يې منډه ور واخيسته، پر زينو وخوت. د لوی سالون دروازه يې خلاصه کړه.

د ګرګين له خولې لاړې باد شوې:

_احمقه! نه وينې چې جلسه لرو.

عسکر په ماته خوله وويل:

_صېب! صېب! ستا اوښی او د هغه ملګري يې وژلي دي.

په سالون کې ناست قوماندانان ودرېدل، د ټولو سترګې رډې راختلې وې.

ګرګين چيغه کړه!

_څه چټياټ وايې؟

عسکر په خواره خوله وويل:

_د کلا په مينځ کې ګاډۍ ودرېده، له مړو ډکه ده.

مخکې ورغی، ګرګين ته يې کاغذ ونيو، ويې ويل:

_يواځې ګاډيوان ژوندی پاتې دی!

ګرګين په بيړه کاغذ ور واخيست، رنګ يې سور شو، سترګې يې رډې راوختې، چيغه يې کړه!

_اه! نو دومره زړه!

ولاړو کسانو يو بل ته وکتل.

يوه کاغذ ور واخيست. شونډې يې وخوځېدې:

(( ګرګين خانه! که روغې پښې غواړې، نو له دې وروسته  بلوڅو ته په ماليه پسې مه راځه! )).

ګرګين چيغه کړه!

_ ګاډيوان راولئ!

عسکر په بيړه له سالونه ووت.

د ګرګين له خولې لاړې باد شوې:

_د بلوڅو سيمې ته چا کسان ليږلي وو؟

يو ډنګر سړی را مخته شو، په رېږدېدلي ږغ يې وويل:

_صېب! ما!

_څو کسان وو؟

_څه؟

ګرګين چيغه کړه!

_نه اورې! بلوڅو ته دې په ماليه پسې څو کسان ليږلي وو؟ !

_صېب! ستا اوښي مې نه لېږه، په خپله يې ويل….

ګرګين چيغه کړه!

_احمقه! څو کسان ؟

_صېب! پنځوس عسکر او  پنځلس ګاډۍ!

ګاډېوان راغی، له اوږې يې تازه وينه بهېدله.

ګرګين وويل:

_نور ملګري دې څه شول؟

د ګاډېوان سر وځړېد:

_صېب! ټول يې ووژل.

ګرګين لاړ، پر څوکۍ کېناست.

ګاډېوان وويل:

_صېب! کاکړو ته د ماليې له پاره لېږل شوي درې څلوېښت پوځيان  هم وژل شوي دي، کاکړو  هم په يوه خوله د ماليې له ورکړې انکار کړی.

کړنګ شو، جام ورغړېد، د ګرګين سوک د لرګې د مېز  له نريو دړو ووت.

چيغه يې کړه!

_لښکر تيار کړئ!

*     *     *

ګرګين پر يوه لوړه ولاړ و، ده د جنګي کلا په ارت ميدان کې  څو  زره منظمو  پوځيانو ته خبرې کولې….

غږېدا يې تونده وه، د بلوڅو او کاکړو چرګې او څاروي يې هم د رحم وړ نه ګنل. ده هغو پوځيانو ته د انعامونو ژمنه ورکړه چې ډېر سرونه پرې کړي.

ګرګين اوږدې خبرې وکړې، ټوله غږېدا يې د وينو او  انتقام په اړه وه.

وروسته يې مهم جنګي قوماندانان را ټول کړل، پر مېز يې د بلوڅو او کاکړو د سيمو نخشه وغوړوله. د حملې لوري يې وټاکل…

سالون ته د ميرويس خان په ورتګ يې نخشه ټوله کړه. ميرويس خان غلی ودرېد.

ګرګين وويل:

_جګړې ته دې څومره کسان تيار کړل؟

ميرويس خان وخندل:

_يو هم نه!

د ګرګين سترګې رډې راوختې!

_بيا نو مه وايه چې صفوي دربار ته صادق يې.

ميرويس خان ټولې شوې نخشې ته وکتل، ويې ويل:

_صداقت له باور سره تړلی دی.

د ګرګين پر ټنډه خولې راغلې. نخشه يې بېرته پرانيسته. پر تورو نښو يې ګوته کېښوده، ويې ويل:

_د دې غونډيو ور هاخوا د بلوڅو څو لوی کلي پراته دي. حمله له همدې ځايه پيلوو، وروسته نورو کليو ته ورځو…بيا د کاکړو وار دی.

ميرويس خان وويل:

_د حملې له پاره مو څومره لښکر برابر کړی ؟

_دوه زره پلي پوځيان، زر سپاره ، لس توپونه او  يوسلو اويا جنګي بګۍ.

ميرويس خان نخشې ته وکتل، ويې ويل:

_د بلوڅو او کاکړو ماتې دومره اسانه خبره نه ده. تر دې کليو ور هاخوا مالداره بلوڅ پراته دي، ان ښځې يې هم په ټوپک پوهېږي.

غلی شو.

ګرګين وويل:

_نو ته په څه درد خورې!

ميرويس خان وويل:

_ما څلور  زره جنګيالي تيار کړي دي، خو نيمايي يې ټوپک نه لري. که د ټوپکو مرسته راسره وکړې، بريالي به يوو.

ګرګين په خبره کې ور ولوېد:

_د ټوپکو خبره مه راته کوه.

_نو بيا خپل پوځيان ډېر که!

ګرګين په حيرانۍ ورته وکتل.

ميرويس خان وويل:

_د پوځيانو شمېره دې شپږو زرو ته ورسوه، توپونه هم بايد تر دېرشو کم نه وي.

يوه قوماندان وويل:

_خو موږ  جنګي کلا يواځې نه شو پرېښودلای!

ميرويس خان وويل:

_جنګي کلا يواځې نه ده، نيمايي پوځيان پکې پاتې کېږي. شپږ نورې کلاوې هم له عسکرو ډکې دي.

ګرګين لاړ، پر څوکۍ کېناست.

ميرويس خان وويل:

_زه دا خلک پېژنم، بلوڅ او کاکړ غښتلي جنګيالي لري، ماتې به دې صفوي حکومت ته بې اعتباره کړي.

ګرګين خپل سر په دواړو لاسونو کې ونيو، يوه شېبه غلی و، وروسته يې سر پورته کړ:

_شل توپونه او شپږ زره پوځيان تيار کړئ.

غلۍ شو، ويې ويل:

_ميرويس خانه! خپل کسان راټول که، د هفتې په پيل کې حرکت کوو.

ميرويس خان وويل:

_درې  زره کسان تيار دي، د نورو غم مې هم خوړلی، ځينې قبيلې په لاره کې پرتې دي، بس له دې خوا پرې ورځم، جنګيالي به يې تيار وي.

ګرګين جام پر سر واړاوه، ويې ويل:

_نو له موږ سره ملګرتيا نه کوې!

ميرويس خان وخندل:

_غم مه کوه! غونډيو ته به په يوه ورځ  ور رسېږو.

*     *     *

ميرويس خان ماسپښين له جنګي کلا  ووت، په هماغه مازديګر يې د بلوڅو او کاکړ و مشرانو ته دوه تکړه سپاره  ور ولېږل چې د ګرګين د پوځ له شمېر، امکاناتو ، د تګ له لارې… او د حملې له ځايه يې خبر کړي.

په دوهمه ورځ يې د ځينو قبيلو له مشرانو سره خبرې وکړې، ميرويس خان خوشاله و، تر دې ځايه يې خپله نخشه  بريالی ګڼله، له جنګي کلا يې د ګرګين نيمايي پوځ او شل توپونه ايستلي ول.

وروسته يې په پاتې نخشه خبرې وکړې.

*     *     *

تور لوګي تر غونډيو پورته ولاړ ول. ميرويس خان آس ته پونده ورکړه، د غونډۍ سرته وخوت، لاندې په لمنو کې پراته کلي  په تورو لوګيو کې پټ ول.

کله کله به د يوه توپ له خولې سره غوړنجه  را ووته.

ميرويس خان بېرته شاته وګرځېد، پر غونډۍ کښته شو، د خپلو زرګونو کسانو مخې ته ودرېد. په لوړ غږ يې وويل:

_همدلته واړوئ!

سيدال خان ناصري مخکې ورغی، سترګې يې له اوښکو ډکې وې.

ميرويس خان وخندل:

_مه وارخطا کېږه! تشو کورونو ته يې توپونه نيولي دي.

سيدال خان وويل:

_وخت يې نه دی؟

_نه!

سيدال خان آس ته پونده ورکړه، د لښکر تر سره  لاړ، بېرته راوګرځېد، پر لوړه ودرېد، چيغه يې کړه!

_خيمې ودروئ!

وخت ووت، ميدان رنګارنګ خيمو ونيو.

ميرويس خان وويل:

_راځه!

سيدال خان آس ته چوکه ورکړه، دواړه پرغونډۍ وختل، لاندې د سوځېدلو باروتو بوی ته. پر غونډۍ کښته شول، د ګرګين ځينو پوځيانو خيمې وهلې. نور د ټوپکو په پاکولو بوخت وو، ځينې يوې بلې خواته  ګرځېدل. کله کله به يو نيم آس وشڼېد.

ميرويس خان يوې لويې خيمې ته ور ننوت. ګرګين پر څوکۍ ناست و، مخې ته يې نخشه پرته وه.

ګرګين سر پورته کړ، سترګې يې سرې وې، په غوسه يې وويل:

_په کليو کې هېڅوک نه وو، چا خبر ورکړی! ان خپل څاروي يې هم ايستلي دي.

ميرويس خان پر څوکۍ کېناست، ويې ويل:

_ته بايد زموږ تر راتګه ماتله شوی وای.

ګرګين وويل:

_طاقت نه راته!

ميرويس خان وخندل:

_او تشو کورونو ته دې توپونه ونيول.

ګرګين په خبره کې ور ولوېد:

_ما قسم کړی،  د بلوڅو او کاکړو  يو دېوال به هم روغ رانه پاتې نه شي.

غلی شو، ويې ويل:

_جنګيالي دې چېرته دي؟

_تر غونډيو ور هاخوا!

_غواړم چې ويې وينم.

ګرګين له خيمې ووت. پر آس يې پښه واړوله، له ميرويس خان او سيدال خان سره پر غونډۍ وخوت. لاندې سلګونه  رنګارنګ خيمې ولاړې وې.

ګرګين ښي لور ته ګوته ونيوله، ليرې د غره په لمنه کې ګڼې ژېړې او سرې ونې ښکارېدلې.

ويې ويل:

_سبا د همدې کليو وار دی.

ميرويس خان وخندل:

_نو دا حملې به مياشتې وخت ونيسي.

ګرګين په حيرانۍ ورته وکتل.

ميرويس خان وويل:

_پوهېږې چې کاکړ او بلوڅ دواړه منظم لښکر نه لري چې په يوه ځای يې ور سره مالومه کړو. د دوی جنګيالي په وړو ډلو وېشل شوي دي، دا ډلې په ځينو کليو کې پټې دي، شايد ځای ځای  د ترپ او خرپ جګړه وکړي، په دوی پسې به زموږ د زرګونو کسانو  يو ځايي ورتګ د وخت ضايع کېدل وي.

ګرګين وويل:

_نو څه وايې؟

_که زما منې لښکر نيم که، نيمايي يې کاکړو ته ولېږه، پاتې به د بلوڅو سيمې جارو کړي. هسې مو هم شمېر ډېر دی، د ترپ او خرپ پر جګړې غښتلي يو. په کم وخت کې به دواړه قبيلې له پښو وغورځوو.

ګرګين غلی و، ده د آس د يال په مړو وېښتو کې ګوتې تېرولې.

يودم يې سر پورته کړ، ويې ويل:

_خبره دې په فکر کولو ارزي.

ميرويس خان د غره په لمنو کې لرو پرتو کليو ته ګوته ونيوله، ويې ويل:

_دا ځل به يې زه ورسره مالومه کړم!

ګرګين غلی و.

ميرويس خان وويل:

_غم مه کوه! اوس زما وار دی چې صفوي حکومت ته خپل صداقت ور وښيم. سبا نه، بل  سبا به  په هماغه کليو کې زما مېلمستيا وخورې.

ګرګين آس ته پونده ورکړه، پر غونډۍ کښته شو.

ميرويس خان خپل لښکر ته ور وګرځېد، خيمې ته ننوت، د بلوڅو  نويو راغلو مشرانو ته يې غېږ ورکړه، کېناست، ويې ويل:

_څو جنګيالي مو تيار کړي دي؟

يوه په ونه دنګ بلوڅ وويل:

_دوه زره.

ميرويس خان وويل:

_سمه ده، اوس شپږ زره کسان لرو، خو که ګرکين خپل لښکر نيمايې کړ، نو  دې تعداد ته هم ضرورت نشته.

وروسته يې خپل وراره  محمد خان راوغوښت، ورته ويې ويل چې غونډۍ ته وخېژي او  په پټه د ګرګين پوځ وڅاري.

محمد خان مازديګر بېرته راغی، خپل تره ته يې وويل چې ګرګين خپل نيمايي پوځ جنوب لور ته ولېږه.

د ميرويس خان سترګې وځلېدې، د لښکر د تيارېدو امر يې وکړ، څو  زره جنګيالي په شپه کې،  د غره په لمنو کې پرتو کليوته روان شول.

*     *     *

ميرويس خان يوې لوړې ته وخوت، لمر و، له خړو کورونو تور لوګي پورته کېدل.

وړې ډبرې ورغړېدې، ميرويس خان ور وکتل، سيدال خان پورته را خوت.

ميرويس خان پر يوه لويه تيږه کېناست، سيدال خان وخندل:

_څنګه! څوک به وايې چې دلته جګړه نه ده تېره شوې.

غلی شو، د ميرويس خان تر څنګ کېناست، په سوځېدلې سا يې وويل:

_څو کادانو ته مو اور ورته کړ، وينې يې، د پروړې لوګۍ تر ډېرو وي.

غلی شو، ليرې يې ګوته ونيوله، ويې ويل:

_تر هاغه چنارانو ور هاخوا غوټه لوګی بيا د وچو پاڼو دی.

ميرويس خان وويل:

_ګرګين ته مو څوک ور ولېږه؟

_هو، د غرمې مېلمستيا ته مو را وغوښت.

ميرويس خان سوړ اسويلی وايست:

_خو زما زړه دربېږي، ګرګين دومره کم عقل نه دی چې د څو زړو کادانو په سوځېدو دې غلط شي. دومره خو به وايې چې جګړه بې مړو نه وي.

سيدال خان وخندل:

_خو دا ستا نخشه وه، ودې ويل چې ګرګين بايد له لري دا لوګي وويني.

ميرويس خان ودرېد، سړه سا يې وايسته:

_که مړي نه لرو،  اسيران خو تيارولی شو.

سيدال خان په حيرانۍ ورته وکتل.

ميرويس خان وويل:

_د يو څو خپلو بلوڅو  ملګرو لاسونه ور وتړئ!

ګام يې واخيست، خو بېرته ودرېد، ويې ويل:

_هاغه ځای وينې؟

سيدال خان خپل لاس پر تندي کېښود، سترګوته يې سيوری جوړ کړ، ويې ويل:

_لاندې د توت زړې ونې يادوې؟

هو، هماغه ځای دښتې ته نږدې او له کليو ليري دی، شاوخوا تکړه نښه ويشتونکي پټ که!

يوولسمه برخه

*     *     *

ميرويس  خان دښتې ته وکتل، لري د تت سيوري غوندې تکه توره را  روانه غوټه ښکارېدله.

ميرويس خان د سره انګار پر سر پېيلي پسه ته ور وګرځېد، د پسه ورون ته يې چاقو ونيو، وړه ټوټه يې ترې بېله کړه، په ډکه خوله يې وويل:

_هر څه سم دي؟

يوه چاغ بلوڅ وويل:

_نه پوهېږم!  دوولس پسونه مو  اور ته نيولي دي.

ميرويس خان وويل:

_بس دي، ګرګين خو به هم ډوډۍ ته سلامت لښکر نه راولي!

لاړ، د توت سيورې ته له خپلو قوماندانو سره  کېناست.

ويې ويل:

_توپانچې مو ډکې دي؟

يوه ځواب ورکړ!

_هو، مخکې مو باروت او غټه چره ور واچوله!

سيدال خان وويل:

_پنځه سوه نښه ويشتونکي همدلته دي، نور جنګيالي په شاوخوا ونو او لويو بوټو کې پټ شوي.

ميرويس خان دښتې ته وکتل. تور آسونه را روان ول.

ويې ويل:

_د حملې له پاره بيړه مه کوئ! د ګرګين لښکر ستړی دی، خيمې وهي، له ډوډۍ وروسته به يې نيم جنګيالي  ويده وي.

د ګرګين لښکر ودرېد، د ميرويس خان تندی تريو شو:

_ليري يې واړول، فکر نه کوم چې د ټوپک ګولۍ ور ورسېږي.

په بېړه ودرېد، ويې ويل:

_له ما سره راځئ!

پر آس سپور شو، دولس، ديارلس کسان ورپسې ول. دښتي ته ورغلل.

ګرګين مخکې راغی، ميرويس خان ته يې کلکه غېږ ورکړه، په خندا يې وويل:

_لوګي مې وليدل، پوهېږم، د ياغيانو بېخ دې ور ايستلی دی،  خو لا هم ډېر کورونه روغ ښکاري.

ميرويس خان وخندل.

ګرګين وويل:

_دښمن څومره تلفات لري؟

_سل کسان.

د ګرګين برېتونه وځړېدل.

ميرويس خان وخندل:

_نور  تښتېدلي دي، هغوی چې جګړه کوله يا مو ووژل او يا مو ژوندي ونيول.

د ګرګين سترګې وځلېدې:

_بيا هم ښه ده.

يودم يې چيغه کړه!

_پسې ورځو. يو_ يو وژنو، نه يې پرېږدو.

ميرويس خان شاوخوا وکتل، ويې ويل:

_دا ځای مناسب نه راته ښکاري، لښکر ته دې ووايه چې مخکې لاړ شي، که درېيو زرو کسانو ته ډوډۍ نه شو ورکولای، اوبه خو به نږدې وي.

ګرګين وخندل:

_خو تا د مېلمستيا خبره کړې وه.

_اوس هم نه يم پښېمانه، تر هاغه ونو لاندې مې ترتيبات نيولي دي، خو يواځې درېيو سوو کسانو ته ډوډۍ ورکولای شم.

ګرګين په خبره کې ور ولوېد:

_خو غواړم چې اول د دښمن پرې شوي سرونه ووينم.

ميرويس خان وويل:

_وبه يې وينې، خو د خولې خوند مه خرابوه! اول ډوډۍ وخوره.

ټول پر آسونو سپاره شول، حرکت يې وکړ، شېبه وروسته د توت زړو ونو ته نږدې د روانو اوبو پر غاړه ودرېدل.

ګرګين درې سوه کسان بېل کړل، له ميرويس خان سره پورته وخوت. ټول تر زړو توتانو  لاندې پر هوارو شويو ليمڅيو کېناستل.

ګرګين شاوخوا وکتل، ويې ويل:

_جګړه خو بې پرې شويوو اندامونو نه وي.

سيدال خان ناصري وويل:

_صېب! جګړه پورته په کليو کې شوې ده، اوس هم د بلوڅو سرونه پراته دي.

ګرګين پزه کش کړه، په خوند يې وويل:

_د کباب بوی نور هم وږی کړم، خو اول اسيران راولئ.

ميرويس خان يوه پوځي ته اشاره وکړه، شېبه وروسته ګڼ لاس تړلي کسان راوستل شول.

ګرګين ودرېد، کتار ولاړو لاس تړلو کسانو ته ورغی، ټنډه يې تروه شوه:

_ښه نو! تاسو د صفوي حکومت د ماليې مامورين ووژل!

يودم يې يو لاس تړلی ځوان تر څڼو ونيو، چيغه يې کړه!

_احمقه! اور ته دې اچوم.

د ځوان ژامې ته يې سوک ورکړ، د ځوان ورمېږ کوږ شو، له خولې يې وينو داره وکړه. ولوېد.

ميرويس خان منډه ور واخيسته، تر ګرګين يې غبرګ لاسونه را وګرځول، ويې ويل:

_مه کوه! زه يې خپله وژنم، خو اوس يې وخت نه دی،  ډوډۍ تياره ده.

ګرګين پر خپل ځای کېناست، يودم يې توپانچه را وايسته، ټک شو، لاس تړلۍ بلوڅ لاندې ورغړېد.

د ګرګين له خولې لاړې باد شوې!

_ ټول اسيران ووژنی!

د ګرګين پوځيانو له خپلو اوږو ټوپکونه کښته کړل.

 ميرويس خان چيغه کړه!

_حمله!

له نږدې ونو او ډبرو سپينې لوخړې را ووتې، ډزې شوې، د ګرګين څو عسکر ولوېدل.

ميرويس خان خپله توپانچه ګرګين ته ونيوله، خو د ګرګين مخې ته د هغه يوه عسکر ځان واچاوه، تر خولې يې تېره کوکه را ووته، لاندې ولوېد.

ګرګين منډه واخيسته، څررر شو، غشۍ يې تر غاړې ووت.

د ګرګين درې سوه عسکر يو په بل پسې ولوېدل، ميدان د سوځېدلو باروتو بوی ونيو.

ميرويس خان ورمېږ کوږ کړ،  د ګرګين ګڼ سپاره په چټکی سره را روان ول.

د ټوپکو نلۍ ور واوښتې. آسونه وشڼېدل، د ګرګين څو عسکر يو په بل پسې ولوېدل.

درب شو، د توت د ونو لوی ښاخونه را ولوېدل.

ميرويس خان چيغه کړه!

_توپچيان په نښه کړئ.

له دوهم درب سره  له ځمکې پورته شو، پر ونه ورغی، اوږه يې د ونې له تنې سره ولګېده،  ولوېد، سترګو ته يې دوړه ودرېده.

ويې ټوخل، خپلې توپانچې ته ور وښويېد. نږدې چيغې يې واورېدې، يوه ډله جنګياليو د ګرګين د لښکر خواته منډې ور وهلې!

ميرويس خان چيغه کړه!

_په خپلو ځايونو کې پرېوځي.

درب شو، د توپ ګولۍ د جنګياليو په مينځ کې ولګېده، په ونه کې څررررررا شوه، له ژېړو پاڼو سره سرې غوښې راولوېدې.

يو غوڅ شوی لاس ور باندې راغی، څنګ ته ولوېد، سره  بوټۍ لا پورته پورته غورځېده.

 ميرويس خان يوه ټوپک ته ور وښويېد. د سره رنګ اغوستي کوټ  سپور يې په نښه کړ، سپور له آسه ولوېد.

ودرېد، د ګرګين توپانچه يې ور واخيسته، منډه يې کړه، څغ شو، له ډبرې سوکې باد شول.

ميرويس خان چيغه کړه!

 _له همدې لوړو يې په نښه کړئ.

توپانجه يې د ګرګين يوه پوځي ته ونيوله، ماشه يې کش کړه، تشه وه. بېرته شا ته وښويېد. ټوپک يې را واخيست، توت ته ودرېد. ليرې توپچي يې په نښه کړ، دوړه راغله، پر سترګو يې لستوڼۍ تېر کړ، بېرته يې سترګه پټه کړه، ډز شو، توپچي ولوېد.

په بيړه يې ټوپک ډک کړ، مخامخ را روان پوځي ته يې ونيو، ونه لګېد، پوځي را ورسېد، له آسه يې پر ميرويس خان ور ټوپ کړل، دواړه لاندې ورغړېدل، پوځي يې پر ټټر کېناست، ميرويس خان د هغه لاس ونيو، د تېره خنجر څوکه يې تر سترګو پورته ولاړه وه.

 پوځي د خپل بدن ټول زور پر خپل  مټ واچاوه، د چاړې څوکه د ميرويس خان پر ټنډه ولګېده، پر ښۍ سترګه يې وينه راغله.

يودم د پوځي لاس مړ شو، د ميرويس خان پر ټټر ولوېد، ميرويس خان پورې واهه، د پوځي  تر وليو نيزه ختلې وه.

چيغې شوې، د ميرويس خان جنګيالي له مورچو را ووتل. مخامخ د  ګرګين پر لښکر ورغلل.

د ګرګين پوځيانو د دښتې خواته  منډې وهلي. يو- يو لوېده.

شېبه وروسته چوپه چوپتيا شوه، دښته له سرو کوټونو ډکه وه.

ميرويس خان له خپل پټکي ريتاړه واېسته، تندی يې پرې وتاړه. ورغی. آسونه او انسانان پراته ول، له ځينو خيمو سرې لمبې پورته کېدلې….

 اوبو ته ور وګرځېد، کېناست، لپه يې ډکه کړه، سيوري ورباندې راغلل، د خوشالۍ ناره  يې  واورېده:

_خان صېب! بريالي شوو.

ميرويس خان ور وکتل، سيدال خان او څو نور جنګي قوماندان ولاړ ول. ميرويس خان خپل مخ ته اوبه ور واچولې، لستوڼۍ يې پرې تېر کړ.

سيدال خان وويل:

_د تندي وينه دې لا نه ده درېدلې.

ميرويس خان ودرېد، شاوخوا يې وکتل، له ولاړو  ژېړو بوټو په وينو لړلې پښې راوتلې وې.

ويې ويل:

_څومره تلفات لرو؟

سيدال خان وويل:

_نه پوهېږم! خو، اوو، اتو سووو ته رسېږي.

ميرويس خان سړه سا وايسته، له پورته سپکې سپورې راغلې، ميرويس خان ور وکتل، دوو کسانو د ګرګين مړی له پښو نيولی و، په تيږو کې يې کشاوه.

ميرويس خان وويل:

_ورته وواياست چې د مړو بې احترامې ښه نه ده.

يو کس ورغی، له دوو کسانو سره ودرېد، خو هغوی پورې واهه. بېرته يې د ګرګين مړی تر پښو ونيو، کش يې کړ، د ګرګين سلامته پايڅه راوخته.

ميرويس خان ګړندي ګامونه واخيستل، د يوه ژامې ته  يې سوک ورکړ، ولوېد. ميرويس خان چيغه کړه!

_ په موږ کې د مړو سپکاوی نشته.

لوېدلی سړی ودرېد، په وينو سرې لاړې يې تو کړې، سترګې يې رډې راوختې:

_خو  ده زما ورور را زندۍ کړ!

ميرويس خان وويل:

_سمه ده، سزا يې وليده، بس، نور څه پرې کوې!

سړی روان شو.

ميرويس خان کېناست. ګرګين ته يې وکتل، د ګرګين سترګې سپينې راختلې وې، له غاړې يې تازه وينه راتله.

ولاړ شو، په خاورو کې پروت څادر يې را واخيست، د ګرګين پر لوڅ ورون يې واچاوه. دښتې ته يې وکتل، د مړو پر سر ټپوسان ګرځېدل.

ويې ويل:

_د ګرګين عسکرو ته قبرونه وکېندئ!

يو ږغ يې واورېد:

_صېب! سخته ده، دوه، درې زره کسان دي.

ميرويس خان وويل:

_دا سمه ده چې دښمن دی، خو انسانيت يې هم ويلی، لېوانو او ټپوسانو ته يې نه پرېږدم.

غلی شو، سړه سا يې واېسته:

_د خپلو کسانو مړي بايد د هغوی کورنيو ته وسپارو.

سيدال خان وويل:

_صېب! نه کېږي!  د اوو، اتو سووو  جنازو انتقال اسانه خبره نه ده.

ميرويس خان په خبره کې ور ولوېد:

_نو دلته يې ټپوسانو ته  پرېږدې؟

سيدال خان وويل:

_ګوره! موږ بيړه لرو، د ګرګين په زرګونو عسکر  لا  په جنګي کلا  او نورو کلاوو کې پاتې دي، که د خپل مشر له مړيني خبر شي، ښار ته به اور ور واچوي. موږ بايد د دوی تر خبرېدو مخکې پر جنګي کلا حمله ور وړو.

ميرويس خان وويل:

_د ګرګين درې زره کسان کاکړو ته ورغلل، زر نښه ويشتونکي سپاره د کاکړو د مرستې له پاره ور ولېږئ.

يوه له رنګه تور سړي وويل:

_صېب! کاکړ  په خپله په زرګونو غښتلي ځوانان لري، مخکې خبر ول، جګړې ته تيار دي.

ميرويس خان وويل:

_زما خبره ومنئ! همدا اوس زر غښتلي ځوانان تيار کئ!

له رنګه تور سړي وويل:

_په سترګو!

 روان شو.

ميرويس خان پر يوه هواره تيږه کېناست. ويې ويل:

_پر جنګي کلا حمله اسانه خبره نه ده!

يوه چاغ سړي وويل:

_يو خو دا د وېرې خبرې ښې نه راباندې لګېږي، موږ خو څه ټکري نه پر سر وو، غيرت مو ټولو ته مالوم دی، مخامخ پې ورځو، هر څه چې خدای پېښ کړل.

ميرويس خان چيغه کړه!

_د خدای روی ومنئ، همدې لويو لويو  باټو غرق کړو، بس دی نور ، همدا صفويان سل کاله پاچاهي درباندې کوي. يواځې غيرت مهمه نه ده، عقل يې هم ويلی. پوهېږم چې د جنګي کلا نيول مهم کار دی، خو په کمو تلفاتو.

غلی شو. دښتې ته يې وکتل، يوه جنګيالي يې د ګرګين د عسکر سور کوټ اغوستی و، اوسپنيزه خولۍ يې لمر ته ځلېدله. څو نورو کسانو ورته خندل.

د ميرويس خان سترګې وځلېدې، په بېړه يې وويل:

_د ګرګين د عسکرو  زرې، خولۍ، روغ کوټونه  او بيرغونه را ټول کړئ.

ولاړو کسانو په حيرانۍ ورته وکتل.

*     *     *

ميرويس خان په خاورو کې کښلو ليکو ته وکتل. ويې ويل:

_د جنګي کلا لمر ختو خوا ته بازار پروت دی. که له دې خوا حمله وکو، نو عام خلک تاواني کېږي، دلته بايد يو ډز هم ونه شي.  شمال ته يې غر دی او جنوب ته يې څو کلي او کروندې پرتې دي.

غلی شو، خپلو قوماندانانو او د قبيلو مشرانو ته يې وکتل، د لښتې څوکه يې يو ځای کېښوده. ويې ويل:

_دا کلي تر نورو نږدې دی، د توپ ګولۍ يې خوري. بايد له خلکو تش شي.

سر يې پورته کړ:

_بابو جانه! د لته د لښتي پر ژۍ کتار ونې ولاړې دي، ته به څو تکړه نښه ويشتونکي درسره کړې، په بل څه کار مه لرئ! بس د جګړې له پيل کېدو سره  يواځې د کلا پر دېوالونو ولاړ توپچيان سر پورته کولو ته مه پرېږدئ!

غلی شو، ليکو ته يې وکتل، ويې ويل:

_بهادرخانه! دا ځای وينې؟

په ونه لوړ ځوان ور مخکې شو، د لښتې څوکې ته يې وکتل.

 ميرويس خان وويل:

_دلته څه دي؟

_زړې ګنډوالې!

ميرويس خان وويل:

_ته به له درېيو سوو جنګياليو سره په همدې کنډوالو کې پټېږي. له اول ډز سره به ځانونه د کلا عمومي دروازې ته را رسوئ.

 پاتې شوه د جنګي کلا جنوبي برخه. دلته د انګورو باغونه دي، پاڼې به يې ژېړې وي، خو که احتياط وکو، سلګونه کسان پکې پټېدای شي.

سيدال خان وويل:

_خو دا خوا هواره ده، له کلا هم ښه ګلالۍ فاصله لري، جنګيالي مجبور دي چې پر کلا د حملې پر وخت له باغونو ور ووځي، تلفات به يې ډېر وي.

ميرويس خان وويل:

_بله چاره لرو؟

ټول غلي ول.

ملا پيرمحمد مياجي وويل:

_دا خوا ماته پرېږدئ! دوولس سوه کسان لرم، لومړۍ به د توپچيانو غم وخورو.

ميرويس خان وويل:

_دې خواته پنځه توپونه ولاړ ول، خو دوه يې ګرګين پر بلوڅو  او کاکړو د حملې له پاره را کښته کړل. که يې بل نه وي ور خېژولی، له درېيو توپونو سره چاره کېږي.

غلی شو، لښته يې ور واخيسته، ويې ويل:

_پاتې شوه د کلا لوېديځ لور ته عمومي دروازه. دلته د پټېدو ځای نشته، له يو څو دېوالونو پرته يې ټوله مخه د ورغوي غوندې صافه ده. د لښکر ډېره برخه بايد په همدې هوار ميدان کې وجنګېږي، خو که مې فکر سم وخوت، تلفات به مو کم وي.

داوود خان هوتک وويل:

_د ګرګين له لښکره څو توپونه را پاتې شول؟

سيدال خان وويل:

_ګرګين له جنګي کلا  شل توپونه را واېستل، خو اته يې کاکړو ته له تلونکي لښکر سره ولېږل. موږ ته دوولس توپونه په لاس راغلل.

داوود خان هوتک په خبره کې ور ولوېد:

_نو له دې توپونو استفاده نه شوی کولای؟

ميرويس خان وخندل:

_ د همدې توپونو په مټ خو زړور  يو. پوهېږې! څلور توپونه د  جنګي کلا د عمومي دروازې پر سر ولاړ دي، شپږ نور هم په هغو برجونو کې اېښودل شوي چې  د کلا  تر مخ پرته ميداني يې تر خولو لاندې ده. دا توپونه بايد د توپونو په واسطه له مينځه لاړ شي.

غلی شو، د ليکو تر څنګ يې يوه بله ليکه وايسته، ويې ويل:

_دلته د اوبو څا ده. که زموږ له نخشې سره سم، د کلا ساتونکو دروازه راته خلاصه کړه او تر دې ځايه ور ورسېدو، نو بيا د جګړې ګټل اسانه دي، د کلا  د توپونو خولې دومره نه شې را ټېټېدای چې دا ځای وولي.

بابو جان  وويل:

_نو څه ته ماتله يو! نه  پرې ورځو؟

ميرويس خان وويل:

_تر اوسه لا وخت شته.

_خو لښکر په جوش کې دی، ټول حملې ته تيار دي،  له دوو ورځو مزل وروسته هم د ستړيا نښه نه پکې ښکاري.

ميرويس خان وخندل:

_بېړه مه کوه. د حملې مناسب وخت مازديګر دی، لمر بايد يوه نيزه پورته وي.

ټولو په حيرانۍ ورته وکتل.

ميرويس خان وويل:

_خو له وږو څخه د غنمو د ايستلو څو څپرې مې هم پکار دی.

غلۍ شو، يودم يې وويل:

 _پام مو وي، په کلا کې د نارنج ماڼۍ ده، د لته د ګرګين د ځينو قوماندانانو کورونه، ښځې او ماشومان هم شته. موږ يواځې د ګرګين له عسکرو سره جنګېږو.

*     *     *

د روان لښکر پر سر د صفوي حکومت بيرغونه رپېدل. مخکې روانو سلګونو سپرو سره کوټونه  اغوستي ول، په اوسپنيزو خوليو کې يې د مازديګرني لمر ژېړه رڼا پرته وه.

 ميرويس خان، ځينې قوماندانان او د قبيلو مشران د لښکر مخې ته روان ول.

سيدال خان آس ته پونده ورکړه، تر لښکر مخکې شو، ودرېد، لښکر ته يې وکتل. د لښکر تر مخې پر څو آسانو پسې تړلو څپرو له ځمکې مړه دوړه پورته کوله… لمر د سپرو وليو ته سيخ و، د سپرو پر مخونو سيوري پراته ول. دوړو او سيورو له پېژندلو ايستلي ول.

سيدال خان بېرته لښکر ته ور وګرځېد. په خوند يې وويل:

_ميرويس خانه! اوس د څپرو راز را مالوم شو، په دې هم وپوهېدم  چې ولې دې دا وخت حملې ته مناسب ګاڼه.

ميرويس خان وويل:

_خو لا مې زړه پر ځای نه دی، نه پوهېږم! ساتونکي به د کلا دروازه راته خلاصه کړي که نه!

سيدال خان وخندل:

_د ګرګين په دې  سره کوټ، زرې او خولۍ کې به نو څوک وايې چې ګرګين نه يې!

لښکر ورو، ورو د کلا عمومي دروازې ته ور نيږدې کېده. د ميرويس خان د زړه دربا ډېره شوې وه، شاته لښکر ګوته پر ماشه روان و.

يو ناڅاپه د دروازې غنجا وخته، ميرويس خان تر څا تېر شو، خو  د لويې دروازې پر سر، په برج کې ولاړ عسکر يودم چيغه کړه!

_دورازه وتړئ! دښمن دی!

د ټوپک ډز شو، د ميرويس خان ښی لاس ته سپور  ولوېد.

ميرويس خان چيغه کړه!

_دروازه بندېدا ته مه پرېږدئ!

ډزې شوې، له پورته يو پوځې را ولوېد. توپونه وغړمبېدل. د لښکر په شاته پاتې وروستۍ برخه کې سرې لمبې راوګرځېدې.

د دروازې دوې پلې بېرته سره ولګېدې،  څو کسانو آسونو ته پونده ورکړه، آسونه پر دروازه ولګېدله، يوه پله خلاصه شوه. آسونه يو په بل پسې ولوېدل، د دروازې پله پورې شوه، خو ځای ته نه ورتله، د يوه پراته  آس نيمايي تنه د دروازې تر ليخک وتلې وه.

شاته توپونه وغړمبېدل، د کلا تر يوه برج سرې لمبې را وګرځېدې…د توپ بله ګولۍ د دروازې له سره تېرې تيږې را بېلې کړې.

چيغې شوې، د کلا جنوب ته له پرتو باغونو ګڼو کسانو منډې را وهلې.  د توپ ګولۍ پکې ولګېده، په ونيو لړلي پټکي او څادرونه باد باد شول.

د دروازې دواړه پلې خلاصې ولاړې وې، پلي او سپاره  کلا  ته د روانو اوبو غوندې  ور ننوتل.

ميرويس خان د کلا په مينځ کې يوه دېوال ته کېناست، لومړۍ يې يوه توپچي ته ټوپک ونيو، ماشه يې کش کړه، توپچي پر توپ پرېووت. لاسونه يې يوې بلې خواته ځړېدلي پاتې شول.

ډزې وې، چيغې وې، لمبې وې…. د دېوالونو له سره د  ګرګين يو يو عسکر را لوېده.

شېبه وروسته خبره لاس او ګرېوان ته ورسېده، تورې او چړې په وينو سرې شوې. د کلا په مينځ کې څو دوکانونو اور واخيست، له برجونو، کورونو او زندانه  تورې لوخړې پورته کېدلې….

جګړه تر ناوخته توده وه، نيمه شپه خال خال ډزو ته ورسېده، سپېده چاود  ته يواځې مړه  لوګي پاتې ول.

دولسمه برخه

*     *     *

ميرويس خان ټيټ شو،  له خاورو يې يو  ماشوم ور پورته کړ، د هغه پر سپېره مخ يې د خپلې لونګۍ څنډه تېره کړه، د ماشوم سترګې پټې وې، پر ټټر يې د تورې سور پرار ښکارېده.

د ميرويس خان سترګې  ډکې شوې، د ماشوم پر سپيره مخ اوښکه ولوېده، ورغړېده، د هغه تر سپېرې زنې پورې يې توره ليکه جوړه کړه.

ميرويس خان ماشوم  پر خپل ټټر پورې ولګاوه. سلګۍ يې شوې. ځان يې کابو کړ.

کيڼ لور ته  يې وکتل، د نارنج د ماڼۍ سپين دېوالونه  تورو لوګيو نيولي ول.

مخ يې واړاوه، د ده ځينې جنګيالي په کنډوالو کې ګرځېدل، څو نورو د ګرګين د مړو شويو پوځيانو جېبونه لټول…

ميرويس خان ماشوم پرې ايست، خپل څادر  يې پرې هوار کړ.

ځګيروی يې واورېد. په بېړه ولاړ شو، د چت را لوېدلي لرګي يې ليرې کړل، له خاورو يې د ګرګين  ټپي عسکر  را وايست. د عسکر کولمې را وتلې وې.

د عسکر په وينو سرې شونډې وخوځېدې:

_اوبه! اوبه!

ميرويس خان منډه واخيسته، د يوه مړه عسکر له تشي يې د اوبو پتک را خلاص کړ، بېرته راغی، سترګې يې رډې را وختې، د تږي، ټپي پوځي غاړه پرې وه، ولاړ قومي مشر پر سره کوټ خپله سره توره پاکوله.

ميرويس خان چيغه کړه!

_ولې؟

قومي مشر يواځې وخندل، روان شو.

له کنډوالو څو په ټوپکو بار کچرې را ووتې. ميرويس خان منډه ور واخيسته، په بيړه يې وويل:

_څه کوئ!

يوه له ونې ټيټ مول وهلي کس ځواب ورکړ!

_د وسلو ډېپو مو مات کړ، ولجه ده.

ميرويس خان چيغه کړه!

_ دا وسلې په بيت المال پورې اړه لري.

ورغی، بار ته يې اوږه ورکړه، تړلې ټوپکې لاندې ولوېدې.

منډه يې واخيسته، له مړو جسدونو يې ټوپ کړل. ځان يې په يوه سا د کلا تر عمومي دروازې پورې ورساوه. چيغه يې کړه!

_دروازه وتړئ!

_درنې پلې وغنجېدې.

د دروازې پر سر برج ته وخوت، تر کلا د باندې يې وکتل، د باغونو خواته   پر غاليو، مېزونو، الماريو… بار خرې روانې وې.

ميرويس خان د خپل يوه جنګيالي له لاسه ټوپک و ايست، له ډز سره د يوې خرې پښو ته مړه دوړه پورته شوه.

خرې ودرېدې.

ميرويس خان وويل:

_هلئ! غله راوګرځوئ!

لاندې د کلا د دروازې تر مخ ولاړ پوځي ناره کړه!

_صېب!زموږ خپل کسان دي.

ميرويس خان چيغه کړه!

_را ويې ګرځوئ!

څو پوځيانو منډه ور واخيسته.

ميرويس خان بېرته له برجه کښته شو، د ګرګين د غونډو سالون ته ننوت، غالۍ ټولې شوې وې، څوکۍ او مېزونه مات پراته  ول.

د باندې ووت، يوه جنګيالي ته يې وويل:

_هله! سيدال خان ته ووايه چې قوماندانان، د قبيلو مشران او ټول لښکر د کلا ميدانۍ ته را ټول کړي. يواځې په برجونو کې څو کسان پرېږدئ.

غرمې ته د کلا لويه ميداني له جنګياليو ډکه وه، ميرويس خان يوه بام ته وخوت. د ښځو، ماشومانو او اسيرانو  په وژلو يې خواشيني وښوده، ويې ويل چې موږ يواځې د خپلواکۍ له پاره جنګېږو، که ظلم وکړو، نو زموږ او د ګرګين فرق څه دی.

 وروسته يې د چور کيسې را واخيستې، بار  کچرو او خرو ته يې اشاره وکړه، ويې ويل چې د ګرګين په وژلو به صفوي حکومت ضرور خپل غچ اخلي، همدا ټوپکې او توپونه به يې په درد خوري…. د اتحاد او اتفاق په اړه وغږېد، د جګړې اخلاق يې تشريح کړل، د ښځو، ماشومانو او اسيرانو وژنه يې بې غيرتي وبلله….

ميرويس خان اوږدې خبرې وکړې،  لمر ته د ولاړو زرګونو کسانو سرونه ځړېدلي وو.

د ميرويس خان له غږېدا وروسته يو چاغ،  په ونه لوړ قومي مشر را مخته شو، د بار کچرو درول يې د ځان سپکاوی وګاڼه، ويې ويل چې په دې جګړه کې ده  او د ده اتو سوو  جنګياليو برخه واخيسته، نږدې دوه سوه  شهيدان يې ورکړل، حق يې دی چې له جنګي کلا څو ټوپکي وباسي…
ميرويس خان ناره کړه!

_ که د وطن د ازادۍ له پاره راغلي ياست، پاتې شئ. که نه نو د کلا دروازه خلاصه ده.

چاغ په ونه لوړ قومي مشر چيغه کړه!

_زما کسان دې راووځي!

له لښکره شل، پنځه ويشت جنګيالي ور ووتل.

د قومي مشر ټنډه تروه شوه.

_زما خبره مو وانه ورېده!

يو ځوان مخکې ورغی، ويې ويل:

 _خپل قوم دې سپک کړ، موږ په وطن مين خلک يو.  نه دې غواړو.

قومي مشر خپلې تورې ته لاس کړ، بېرته يې ګوتې مړې شوې، له شل، پنځه ويشتو کسانو سره د کلا د لويې دروازې خواته روان شو، خو پنځه  کسه بېرته ترې را وګرځېدل.

له لښکره يوه چيغه راغله!

_خو دلته نورې نارواوې هم شوې دي. د جګړې پر مهال دوو سياسرو ته لاس ور لوېدلی.

د ميرويس خان سترګې رډې راوختې! په بېړه يې سيدال خان ته وکتل.

سيدال خان وويل:

_خبره يې سمه ده.

_جنايتکاران معلوم دي؟

_هو، څلور کسه!

ميرويس خان وويل:

_زندۍ يې کړئ!

د سيدال خان سر وځړېد:

_صېب! خو يو يې ستا ترورزی دی!

ميرويس خان چيغه کړه!

_زندۍ يې کړئ!

*     *     *

د جنګي کلا د نيولو  په څلورم مازديګر ملا پيرمحمد مياجي  په بېړه کوټې ته راغی، ميرويس خان ته يې وويل چې کاکړو ته د ګرګين د تللي لښکر پاتې برخه  را روانه ده.

ميرويس خان  د کلا برج ته وخوت، ليري په تور لښکر پسې دوړه پورته کېدله.

د ميرويس خان په امر توپونه ډک شول، د صفوي حکومت بيرغونه ودرېدل،  په زرګونو جنګيالي د کلا دېوالونو ته وختل.

بهادر خان ته يې وويل چې د کلا په ميدانۍ کې زر  تکړه سپاره ودروي. کله چې د دېوال پر سر لومړنۍ توپ تش شو، له کلا به ور وځي او پر دښمن به حمله ور وړي.

ميرويس خان له خپلو ځينو قوماندانانو سره په يوه برج کې ودرېد.

ملا پيرمحمد مياجي وويل:

_دا اووه، اته سوه کسان ناخبره راته ښکاري.

داوود خان هوتک سوړ اسويلی وايست.

_خو د دروازې پر سر ړنګ برجونه به يې وپوهوي چې دلته جګړه تېره شوې ده.

ميرويس خان وويل:

_کار مه ورباندې لرئ! پرېږده چې نږدې راشي.

د ملا پيرمحمد مياجي شونډې وخوځېدې:

_د ګرګين مړينه پټه نه پاتې کېږي، خو که په دې عسکرو کې کوم يو وتښتي، تاوان به مو لنډ وي.

ميرويس خان پر زينو کښته شو، د لښکر تر مخ ودرېد، ويې ويل:

_نه غواړم چې په دې اوو، اتو سوو کسان کې يو هم وتښتي.

له پورته يې وارخطا ناره واورېده:

_خانه! د ګرګين لښکر ودرېد.

ميرويس خان په بېړه پر زينو وخوت. آسونه ځای پر ځای ولاړ ول.

ميرويس خان وويل:

_شک يې واخيست!

له لښکره څو کسان مخې ته راغلل.

ميرويس خان ته نږدې د ټوپک ډز شو.

ميرويس خان منډه واخيسته. د کلا پر دېوال ولاړ پوځي يې پورې واهه!

چيغه يې کړه!

_ما نه وو درته ويلي چې ډزې مه کوئ!

عسکر په ماته ګوډه ژبه وويل:

_صېب! پام مې نه و، ماشه رانه کش شوه.

ميرويس خان په بيړه د ګرګين لښکر ته وکتل، مخکې راغلي آسونه بېرته ګرځېدلي وو.

داوود خان هوتک وويل:

_اوس څه وکو؟

ميرويس خان وويل:

_د ټوپک ګولۍ ور رسېږي؟

_فکر نه کوم.

چيغه يې کړه!

_توپونه تيار دي؟

له يوه برجه غږ راغی:

_هو، ستاسو امر ته ماتله يو.

ملا مياجي وويل:

_ورته وګورئ! لښکر شاته وګرځېد.

ميرويس خان چيغه کړه!

_اور!!!!!!

دېوال ولړزېد، څو پرله پسې توپونه تش شول.

د ګرګين په لښکر کې سرې لمبې را وګرځېدې. د کلا دروازه خلاصه شوه.  بهادر  خان  او زر  سپاره له کلا  ور ووتل. چيغې يې وهلې، د ټوپکو له خولو خړ لوګي را وتل.

وخت ووت، تورې له تېکو را ووتې، تن په تن جګړه ونښته!

داوود خان هوتک چيغه کړه!

_هلته وګورئ! د ګرګين يوه ډله پوځيان تښتي.

ميرويس خان ور وکتل، لمر لوېدو خواته په څو تورو آسونو پسې نرۍ دوړه پورته کېدله.

ميرويس  خان سړه سا وايسته!

_د صفوي  دربار دومره ژر خبرېدا به مو تاواني کړي.

*     *     *

ميرويس خان د جنګي کلا له نيولو وروسته د ښار په شپږو نورو کلاوو يرغل ور ووړ.  څلور کلاوي له جګړې پرته تسليم شوې، خو د چهل زينو او قيتول کلاوو مقاومت وکړ.

جګړه ونښته، د دې کلاوو دېوالونه له ګرګينه نيولو توپونو وخوړل.  څه عسکر ووژل شول، نورو لاسونه پورته کړل.

له جګړې وروسته  د ميرويس خان لومړی کار  صفوي شاه حسين ته د يوه ليک لېږل و. په ليک کې يې پاچا په دروند نوم ياد کړ، ويې ليکل چې اوس هم صفوي حکومت ته صادق او وفاداره دی.

وروسته يې د ګرګين ظلمونه را واخيستل، يادونه يې وکړه چې ځينې خلک د ګرګين د وحشت پر وړاندې راپورته شول، خو ټولې قبيلې لا اوس هم صفوي دربار ته درناوی لري، تاسو خپل مشر ګڼي او د ماليې ورکړې ته تيار دي….

دا يې هم وليکل چې د اندېښنې وړ کومه خبره نشته، ورو، ورو به حالات کابو کړي….

ميرويس خان پوهېده چې صفوي دربار دومره ناپوه نه دی، خو  دې ليک لږ تر لږه د دښمن په حمله کې ځنډ راوستی شو.

وروسته يې د ټولو قبيلو مشران را وغوښتل، لويه جرګه يې جوړه کړه، سلګونو کسانوته يې وويل چې کندهار سل کاله وروسته ازاد شو، خو صفوي حکومت کرار نه کېني، دوی بايد تيار  اوسي.

بيا يې د مکې د علماوو  فتوا ور وښوده، د صفوي حکومت پر وړاندې جګړه يې جهاد وباله. ټول قومونه يې يوالې او اتحاد ته را وبلل، ويې ويل چې په يوالي کې مو بقا او په بې اتفاقۍ کې مو ورکه ده….
ميرويس خان اوږدې خبرې وکړې، ټولې خبرې يې د خلکو د يوالي او وطندوستي په اړه وې….

د ميرويس خان له خبرو وروسته د جرګې ټولو غړو  پاچا غوښت. دوی په دې سلا شول چې ميرويس خان خپل پاچا وټاکي، خو ميرويس خان په دې وخت کې پاچاهي ښه ونه ګڼله، ويې ويل چې له ډېر وخت وروسته ټولې قبيلې سره راټولې شوې دي، نه غواړي چې  يو ځل بيا د واک او قدرت خبره  په قومونو کې نفاق پيدا کړي.

ناسته اوږده شوه، اخېر يې پرېکړه وکړه چې ميرويس خان د ټولو قبېلو مشر کړي. ميرويس خان ومنله، خو شرط يې دا و چې له ده سره به د هر قوم يو نماينده هم موجود وي او ده ته به په کارونو کې سلا  ورکوي.

يوه چيغه راغله!

_ته زموږ نيکه يې! ميرويس نيکه!

له هرې خوا د خوشالۍ نارې راپورته شوې:

_ميرويس نيکه، ميرويس نيکه، ميرويس نيکه….

*     *     *

ميرويس نيکه پوهېده چې د کندهار ازادي به د کابل مغولي حکومت په وېره کې کړي، دی په دوو جبهو کې نه شوای جنګېدلی، ده د خپل ورور يحيی خان په لاس مغولي دربار ته احوال ور ولېږه چې د کندهار لخوا به مغولي حکومت ته کومه ستونزه نه پېښېږي.

بيا يې له مختلفو قومونو شتمن کسان را ټول کړل، له دوی يې د جنګي کلا او نورو شپږو کلاوو د ترميم له پاره مرسته وغوښته.

ړنګو شويو برجونو ته تيږي پورته شوې، لوېدلي دېوالونه ترميم شول، د کلاوو په مينځ کې ړنګې شوې کوټې بېرته ودرېدې.

وروسته يې توپخانه منظمه کړه. په خرابو ټوپکو يې لاس وواهه. له هر قومه يې زړور جنګيالي وغوښتل، لس زره منظم لښکر يې جوړ کړ.

بيا يې د ښار مشهور کوتر بازان را وغوښتل، هغوی ته يې وظيفه ورکړه چې د پيغامونو  د رسولو له پاره کوترې تربيه کړي.

دوی کوترې سره ووېشلې، سهار به يې په يوه کلا کې دانه ور اچوله، غرمه به يې په بله کلا کې له غنمو ډک شکورونه ورته کېښودل، مازديګر يې له ښاره د باندې څو ځايونه ورته ټاکلي ول….
کوترې په لنډ وخت کې تربيه شوې. سهار به يې يو ځای ګېډې مړې کړې، غرمې ته به بل ځای په دانې پسې تلې….

*     *     *

دوې مياشتې ووتې، خو د صفوي حکومت کوم درک ونه لګېد. يوه ورځ ميرويس نيکه د چهل زينو په کلا کې د خوراکي مواودو د ذخيره کولو ګدام کوت چې يو جنګيالی راغی، نيکه  ته يې وويل چې له اصفهانه د شاه حسين خاص استازی محمد جامي راغلی دی.

ميرويس نيکه  جنګي کلا ته ورغی. محمد جامې له عمره پوخ سړی و، سپينه پسته ږيره يې درلوده،  له څېرې تازه ښکارېده.

ميرويس نيکه ټينګه غېږ ورکړه، محمد جامي يې د نارنج د ماڼۍ لوی صالون ته  بوت. دواړه پر څوکيو کېناستل، محمد جامي شاوخوا وکتل، ويې ويل:

_موږ خبر شوو چې د نارنج ماڼۍ سوځېدلې ده، خو اوس  د خرابي کومه نښه نه پکې ښکاري.

ميرويس خان وخندل:

 _بېرته مو جوړه کړه!

محمد جامي ميرويس نيکه ته وکتل،  ويې خندل:

 _پر همدې څوکۍ به ګرګين ناست و.

ميرويس نيکه وخندل:

_نيت دې سم ونيسه، خير دی چې د يو څو ورځو له پاره پر دې څوکۍ زه هم کېنم. څه خبره ده، موږ  اوس هم صفوي حکومت ته وفاداره يو، تمه ده چې شاه حسين بېرته خپل حاکم  راولېږي….

محمد جامي په خبره کې ور ولوېد:

_خو په  جنګي کلا کې مې ستا لښکر او تياری وليد، ماته خو داسې ښکاره شوه چې پر دې څوکۍ دې پاخه اړولي دي.

ميرويس  نيکه وخندل:

_هوښيار سړی يې! نه غلطېږي، فکر وکه چې همداسې ده.

محمد جامي پياله ورپورته کړه، له چايو يې غوړپ وکړ، ويې خندل:

_تاوان به وکې!

ميرويس نيکه وويل:

_تر اوسه هم چندان په ګټه کې نه وو، يو ځل به همدا تاوان هم وازمايو.

_خو ته کمزوری يې، په دې څو وړو قبيلو له شاه حسين سره ډغرې نه شې وهلی، ملا به درماته کړي.

ميرويس نيکه وخندل:

_موږ په سلو کلونو کې د خپلواکۍ څکه نه وه کړې، اوس يې په خوند وپوهېدو، همدې خوند زړور کړو.

محمد جامي وټوخل، ويې ويل:

_خوښه دې، زه شاه حسين را ولېږلم، راته ويې ويل چې ستاسو له نيت نه خبر شم او بېرته احوال ور وړم.

ميرويس نيکه وخندل:

_نو اوس به زموږ په نيت پوهېدلی يې؟

محمد جامي وويل:

_هو! د وينو بوی مې حس کړ.

ميرويس خان وخندل، ولاړ شو، کړکۍ ته و درېد، ويې ويل:

_موږ په وينو تويولو پسې نه ګرځو، خو که نور زموږ د وينو تږي وي او زموږ په وژلو پسې دلته راځي، روغې پښې به رانه يونه سي.

محمد جامي ودرېد،ويې ويل:

_دا دې وروستۍ پرېکړه ده؟

ميرويس نيکه لاسونه سره وجنګول، دوه کسان راغلل. ميرويس نيکه وويل:

_محمد جامي په جنګي کلا کې تر ټولو پاکې او سوتره کوټې ته رهنمايي کړئ! د ده خپګان زما خپګان دی، عزت يې وکئ او د يوه دروند ميلمه غوندې يې وساتئ!

محمد جامي په حيرانۍ ورته وکتل، ويې ويل:

 _څه مانا؟

_مانا دا چې ته به تر يو څه وخته زموږ مېلمه يې.

محمد جامي چيغه کړه!

_خو زه غواړم چې سبا  بېرته د اصفهان خواته حرکت وکم.

ميرويس نيکه وويل:

_خو زه نه غواړم چې اصفهان ته ژر ورسېږي. يو دوې مياشتې ګذاره وکه. ستا په ځنډ کې زموږ خير دی.

مياشت وروسته  په هرات کې د صفوي حکومت حاکم محمد خان  کندهار ته ورغی، ميرويس نيکه ته يې وويل چې کندهار بېرته صفوي حکومت ته ور وسپاري، خو د ميرويس نيکه خبره يوه وه، ويې ويل چې نور نو د غلامۍ له ژونده ستړی شوی دی.

ميرويس نيکه د هرات حاکم ته هم له ښاره د وتلو اجازه ورنه کړه، ده او ملګرو ته يې د نارنج په ماڼۍ کې د اوسېدو ځای برابر کړ.

ميرويس نيکه ته وخت مهم و. ده د وخت په سپما کې خپل برياليتوب ليد.

ميرويس نيکه څو توپونه له کلاوو  واېستل، ځينو ته يې د چهل زينو د غره لوړې څوکې وټاکلې، يو شمېر نور يې د ښار په څنډو کې ځای پر ځای کړل.

ده قومي مشرانو ته امر وکړ چې تر دوو مياشتو پورې  پنځه زره نور جنګيالي هم برابر کړي.

د مني په لومړيو کې خبر ور ورسېد چې د هرات نوي والی پر کندهار د يرغل له پاره له خپلو درېيو زرو جنګياليو سره  را روان دی. ميرويس نيکه ملا پيرمحمد مياجي  را وغوښت، ورته ويې ويل چې دښمن بايد تر کندهاره راونه رسېږي.

مياجي  له پنځو زرو جنګياليو سره له ښاره ووت، د هرات د نوي والي پر لښکر ورغی، څه يې ووژل، څه بېرته دهرات خواته وتښتېدل.

صفوي حکومت غلی کېنه ناست، په يو نيم کال کې يې  څلور نورې حملې هم وکړې، خو مات شول.

اخير د ميرويس نيکه جنګيالي دومره زړور شول چې  د تبريز د حاکم محمد خان پنځه زره کسيز لښکر يې يواځې په پنځو سوو جنګياليو له پښو وغورځاوه. د فراه تر دلارامه پورې مخکې لاړل، محمد خان يې ژوندی ونيو او په زرګونو ټوپکې، آسونه، اوښان، زغرې…او څو توپونه يې کندهار ته راوړل.

*     *     *

سارايي مږې له غاره خپل سر را وايست، ځمکه ودربېده، د غار په خوله کې را ټولې خاورې بېرته غار ته ور ورغړېدې، مږه په غار کې ننوته، په زرګونو تورې، سپينې او خړې نرۍ پښې تېرې شوې…ځمکه دربېده… آسونه شڼېدل، په ګاډيو پسې د درنو تړلو توپونو غنجا خته…. دېرش زره کسيز سور لښکر په مړو دوړو  کې پټ و.

شېبه وروسته د هلمند د سيند پر غاړه  سلګونه سپينې خيمې ودرېدې. د خيمو په مينځ کې يواځينۍ سره خيمه تر نورو لويه او هسکه وه.

په دې خيمه کې يو پنځه دېرش کلن غښتلی ځوان  ناست و، ده د خپل تره د انتقام فکرونه وهل، ټنډه يې تروه وه،  په ذهن کې يې د کندهار ښار په سرو لمبو کې ليد. ځوان خسرو خان نومېده، همدا دېرش زره ګرجي پياوړي عسکر يې تر امر لاندې ول.

خسرو خان مازديګر له خيمې ووت، درې کسان د لرګي په پايو پورې تړلي ول.

يوه عسکر په وېرېدلې غږ وويل:

_صېب! کوچيان دي، د سيند پر غاړه مو له سلامتې رمې سره ونيول.

خسرو خان د اوبو غاړې ته ورغی، پوځې جامې يې وايستې، اوبو ته ور ګډ شو، څو عسکرو مخامخ ګڼو لوخو ته ټوپکونه ونيول.

خسرو خان تر لوخو لامبو ووهله، بېرته را وګرځېد، پښې يې پر ځمکه ولګېدې، په اوبو کې ودرېد، د ټټر ببر لانده وېښته يې سره نښتي ول.

ويې ويل:

_کوچيان راولئ!

په لنډ وخت کې درې لاس تړلي کسان راوستل شول.

خسرو خان وويل:
_اوس يې نو اوبو ته ور واچوئ.

کوچيان له لاسونو-  پښو ونيول شول، اوبه باد شوې، شېبه وروسته د ابو سر ته واړه ډومبکونه را وختل.

يوه پوځي په بېړه توليا ورته ونيوله، خسرو خان ځان وچ کړ، جامې يې واغوستې، خيمې ته ننوت. سترګې يې پټې کړې، نيمه شپه د باندې را ووت. پيره دار وېده و.

خسرو خان چيغه کړه، پيره دار په بيړه ودرېد، ګڼ پوځيان له خيمو را ووتل. خسروخان وويل:

_زه ويده جنګيالي نه غواړم!  اعدام يې کړئ!

پيره دار  ته لاسونه ور ولوېدل، هغه چيغې وهلې، بخښنه يې غوښته… خو د دار ګردې حلقې يې ورمېږ مات او چيغې يې غلې کړې.

سهار ته يې د لښکر مهم قوماندانان را وغوښتل، امر يې وکړ چې خپل څو کسان د جاسوسانو په جامه کې کندهار ته ولېږي او د ميرويس خان د جنګياليو  د شمېر او جنګي امکاناتو په اړه معلومات راوړي.

خسرو  خان هوښيار سړی و، مخکې تر حملې يې د قومونو په اړه معلومات ټول کړي ول، پوهېده چې په دې خلکو کې د غلجي او ابدالي کيسه توده ده، ده د قومونو په بې اتفاقۍ کې خپل برياليتوب ليد. ځکه يې وار له واره پر کندهار د حملې پر ځای د ابداليو مشر عبدالله خان د هرات والي مقرر کړ، خو عبدالله خان ډېر ژر د خسرو خان په هدف پوه شو او ولايت يې پرېښود.

خسرو خان نهيلی نه شو، ده هڅه کوله چې ځينې وړې قبيلې د  ځان ملګرې کړي، خو ميرويس نيکه هم غلی نه و ناست. د ده په امر ټولې کروندې ورېبل شوې او  حاصلات يې کلاوو ته يووړل.

ميرويس خان پوهېده چې ښار محاصره کېږي، ځکه يې د دوو کالو غله – دانه او نور ضروري مواد  ذخيره کړل.

ده ځينې قومي مشران نورو قبيلو  ته ور ولېږل، هغوی ته يې پيغام ورووړ چې په يوالې کې مو بری دی او که دا ځل دښمن ته تسيلم شوئ، نو بيا د پيړيو له پاره د ازادۍ خوبونه مه وينی.

د ميرويس نيکه په امر له عمومي دروازو پرته د اوو کلاوو نورې ټولې دروازې په تيږو بندې شوې. ده د ټولو جنګي کلاوو  دېوالونو ته اضافه توپونه وخېژول، تر ښار ګرد چاپېره  سرپټي مظبوط سنګرونه جوړ شول.

ده د ښار اوسيدونکو ته ډاډ ور کړ چې تر خپله وسه به د دوی دفاع کوي، خو ځينې کسان نه قانع کېدل، د دوی په زړونو کې وېره ننوتې وه، له ښاره به هره ورځ څو کډې وتلې.

ميرويس نيکه خپله کورنۍ راوسته او په يوه جنګي کلا کې يې واړول. ده د ښار اوسيدونکو ته وويل چې خسرو خان د ګرګين وراره دی او د خپل تره په انتقام پسې راوتلی. که ښار وساتئ، خسروخان ماتې خورې او که ښار پرېږدئ، بل ځای هم نه شی ترې خلاصېدی.

کډې ودرېدې، ځينې تللي کسان هم بېرته راغلل.

ميرويس نيکه  ټولو نارينه وو ته امر وکړ چې د خپلو کورنيو ښځې، پيغلې  او تنکي ځوانان  په ټوپک وپوهوي او د ضرورت پر  مهال دې له ځانه دفاع وکړي.

وروسته يې هرې کلا ته يو،يو قوماندان وټاکه، جنګي کلا يې سيدال خان ناصري ته ورسپارله، د نورو کلاوو مسووليت يې  بابو جان، بهادر خان، ملا پيرمحمد مياجي، عزيزخان نورزی،  نصروخان الکوزی،… او د نورو قوماندانانو پر غاړه ور واچاوه.

بيا يې له خپلو پنځلسو زرو جنګياليو څخه درې  زره سپاره بېل کړل، د د دوی مشرې يې داوود خان هوتک ته ورکړه  چې فراه، سيستان او ګلستان ته لاړ شي او له خلکو مرسته وغواړي.

په خپله  له دوو زرو کسانو سره له ښاره ووت او د هلمند د بست کلا په زړو کنډوالو کې پټ شو.

ديارلسمه ( ورستۍ) برخه

*     *     *

سپېدې چاودلې وې، خو لا هم پورته څو راڼه ستورې ځلېدل…. کله کله به يو آس وشڼېد، يو ټوخی به راغی، په غونډيو کې به يوه لېوه وانګولل…
داوود خان هوتک له خپل لښکر سره بېرته را روان و، په لښکر کې يې زر سپاره جنګيالي اضافه شوي ول، اوس يې شمېر څلورو  زرو ته رسېده.

دوی د شګلنو غونډېو په پيڅکو کې روان ول. کله کله به يوه آس ټوډه ووهله، مخکينۍ پښې به يې تر زنګنو په شګو کې ننوتې.

هوا ولاړه وه، شګې پر خپلو ځايونو پرتې وې.

يو ناڅاپه څررر شو، د داوود خان هوتک  يوه جنګيالې چيغه کړه، لاندې ولوېد.

مخامخ شګې باد شوې، له شګو په  سلګونو کسان را ووتل، غشې وورېدې، د داوودخان څو  سپاره يو په بل پسې ولوېدل.

داوود خان چيغه کړه!

_کمين دی!

آسونه وشڼېدل، د داوود خان جنګياليو خپلې ټوپکې  تشې کړې، له شګو راوتلې څو جنګيالي يو  په بل پسې ولوېدل.

داوود خان چيغه کړه!

_شاته وګرځئ!

د آسونو مخې را وګرځېدې، د داوود خان لښکر شاته لاړ. ليرې په دښته کې ودرېد، وارخطا جنګياليو  مخامخ غونډيو ته کتل، هېڅ هم نه و.

داوود خان ناره کړه!

_تش شوي ټوپکونه ډک کړئ!

ټوپکونو ته باروت، چرې او پلتې ور ولوېدې.

واړه قوماندان راغلل، له داوود  خان سره ودرېدل، ټولو مخامخ غونډيو ته کتل…ليرې د يوې غونډۍ پر سر يو تور ټکی ښکاره شو، ټکی ورو، ورو غټېده. د غونډۍ پر سر يو سپور ودرېد.

ورپسې پر يوه اوږده لکړه پېيلی بيرغ ښکاره شو، شېبه وروسته د غونډيو سرونو زرګونو سپرو واخيست.

داوود خان وويل:

_د خسرو خان لښکر دی.

غلی شو. ويې ويل:

_څه کوو؟

يوه قوماندان وويل:

_پرې ورځو!

بل په خبره کې ور ولوېد:

_نه، تباهي ده! ورته وګورئ!

ټولو غونډيو ته کتل، خړې غونډۍ تکې تورې ښکارېدلې.

داوود خان وويل:

_تاواني کېږو. څلور زره کسان له دېرشو زرو جنګياليو سره نه دې برابر.

د يوه قوماندان ټنډه تروه شوه:

_نو وتښتو؟!

داوود خان وويل:

_هو!

_خو دا بې غيرتي ده.

_خو زه په ځان وژنه کې غيرت نه وينم!

لښکر ته يې مخ ور واړاوه! چيغه يې کړه!

_شاته ګرځو!

قوماندانانو ته يې وکتل، ويې ويل:

_جګړه کوو، خو  دلته نه! دا دښته مو په ګټه نه ده. موږ بايد د بست د کلا تر کنډوالو پورې ځانونه ورسوو.

غلی شو، ويې ويل:

_د خسرو خان له لښکره دومره فاصله ونيسئ چې د توپ ګولۍ مو ونه خوري.

يوه وويل:

_خو که هغوی راپسې را چټک شول، بيا؟

_په دې شګو کې آسونه دومره تېز نه شي تلای، بل دا چې خسرو خان په لسګونو درانه توپونه لري، سلکونه  بګۍ يې له خوراکي او نورو موادو ډکې دې، تېز نه شي تلای!

_خو ټوله دښته شګه نه ده، که کلکې ته ورسېدو بيا؟

داوود خان وويل:

_بيا به يې هغه وخت ګورو، اوس حرکت کوو.

لښکر حرکت وکړ، دوی د خسرو خان له دېرشو زرو سپرو  څخه په ګلالۍ فاصله کې مخکې روان ول.

دوه درې ځله توپونه وغړمبېدل، خو ګولۍ يې ليرې لګېدې.

غرمې ته شګې کمې شوې، پسته ځمکه ورو ورو کلکېدله….آسونه ګړندي شول، خو لا هم د دواړو لښکرو تر منځ ډېره فاصله پرته وه.

ماسپښين سپېره دوړه راغله. سترګې نه رڼې کېدې، خو د داوود خان جنګيالي ونه درېدل.

مازديګر  دوړه کېناسته، د خسرو خان لښکر نه ښکارېده. آسونه ستړي ول، داوود خان له دمې پرته بله چاره نه ليده، خو خپلو دوو سپرو  ته يې امر وکړ چې په چټکی سره د بست د کلا  تر ګنډوالو لاړ شي او ميرويس نيکه ته احوال ور وړي چې د دښمن لوی لښکر در روان دی.

له تيارې سره ليرې په دښته کې سرې رڼاوې بلې شوې. د داوود خان جنګياليو حرکت وکړ، دوی تر هغو مخکې لاړل چې رڼاوې ورکې شوې.

د شپې يې په دښته کې واړول، پيرې ودرېدې،  ستړي لښکر سترګې پټې کړې.

نيمه شپه يو پيره دار پر ځمکه پرېووت، پر سپېرو خاور يې غوږ            و  لګاوه، ځمکه نرۍ نرۍ  دربېدله.

شېبه وروسته ټول لښکر ويښ شو، په شپه کې يې حرکت وکړ، سپېده چاود روانو اوبو ته ورسېدل، جنګيالي د  اوداسه له پاره له آسونو کښته شول، ډزې شوې…څو کسان اوبو ته ولوېدل، نورو آسونو ته ور منډه کړه، پر زينونو پورې تړلې ټوپکې يې را واخيستې.

 توره غوټه را راوانه وه. دوه ، دوه نيم زره کسان ښکارېدل.

د داود خان جنګياليو ګونډې ووهلې، د ټوپکو له نليو سپينې لوخړې را ووتې، د دښمن لسګونه کسان ولوېدل….

تورې را وختې، لاس په لاس جګړه ونښته، روانې اوبه سرې شوې….د خسرو خان عسکر يو په بل پسې لوېدل، د شاته تګ چيغې پورته شوې، پاتې عسکر بېرته شاته  وتښتېدل.

داوود خان چيغه کړه!

_هلئ! وخت مه ضايع کوئ! د خسرو خان سلامت لښکر را روان دی، خپل ټپيان را ټول کړی، له دې ځايه ځو.

درب شو، د توپ ګولۍ ولګېده، د داوود خان ټنډه سړه شوه، لاس يې ور ووړ، تورې خټې وې.

داوود خان چيغه کړه!

_د بست  د کلا کنډوالو ته نږدې يو! هلئ!

*     *     *

هوا توده وه، د ستړو آسونو له خولو سپين ځګونه بهېدل… د سپرو مخونه سپېره ښکارېدل.

ميرويس نيکه وويل:

_څومره تلفات لرې؟

داوود خان سړه سا وايسته:

_ نه پوهېږم، درې- درې نيم سوه ته رسېږي.

ميرويس نيکه د بست دروازې ته نږدې ټيټې غونډۍ ته وخوت. چيغه يې کړه!

_سل کسه له ټپيانو سره لاړ شئ. نور په ړنګو دېوالونو کې مورچې ونيسئ!

يوه آس هم حرکت ونه کړ.

د لښکر له مينځه يوه چيغه راغله!

_موږ جګړه کوو.

ميرويس نيکه وويل:

_پوهېږم، خو موږ دلته تر ډېره مقاومت نه شو کولی، د تګ په وخت کې به د ټپيانو انتقال اسانه نه وي. هلئ نو، سل ستړي کسان را مخته شئ.

ټول غلي ول.

ميرويس نيکه چيغه کړه!

_دا يو امر دی!

څو کسان را مخته شول او له ټپيانو سره يې د کندهار د ښار په لور حرکت وکړ.

د ميرويس نيکه په امر څه کم شپږ زره جنګيالي په کنډوالو کې پټ شول. ميرويس نيکه آس ته پونده ورکړه، په دښته کې مخکې لاړ، ودرېد، له ليرې يې ړنګو دېوالونو ته وکتل، له سپېرو کنډوالو پرته هېڅ نه هم ښکارېدل.

بېرته غونډۍ ته وخوت، د يوه دېوال سيوري ته کېناست، دښتې ته يې وکتل، ليرې مړه دوړه ولاړه وه.

شېبه وروسته توره غوټه ښکاره شوه، سراب و، غوټه په هوا کې لړزېدله، تر ځمکې پورته ولاړه وه.

وخت ووت. د زرګونو آسونو پښې پر ځمکه لګېدلې.

ميرويس نيکه وويل:

_يو وار کوو، خو پوخ وار.

غلی شو، داوود خان ته يې وکتل، ويې ويل:

_په جنګياليو باندې وګرځه، د د ښمن د توپ له لومړۍ ګولۍ سره شاته ګرځو.

داوود خان ورو ولاړ شو، تر يو څه ځايه پر ملا کړوپ ته، وروسته تر دېوال پټ شو.

وخت ووت، داوود خان بېرته راغی، پرېووت، ويې ويل:

_ټوپک ور رسېږي!

ميرويس نيکه وويل:

_مه کوه! يو څه نور هم بايد ماتل شو.

وخت ووت، د آسونو د پښو دربا او د درنو توپونو غنجا راتله. ميرويس خان خپله کيڼه سترګه پټه کړه، د مخې سپور يې د ټوپک په زخه کې راووست، ورو يې وويل:

_اوس يې وخت دی.

ماشه يې کش کړه، ډز شو، سپور لاندې ولوېد.

له کنډوالو په زرګونو  ټوپکې تشې شوې، په دښته کې آسونه وشڼېدل، ميدان تېرو چيغو پر سر واخيست، د خسرو خان لښکر شاته لاړ.  ګڼ مړي او ټپيان ترې پاتې شول.

ميرويس خان وويل:

_اوس نو ټوپک نه ور رسېږي، مخکې تر دې چې د دښمن توپونه وغړمبېږي، بايد دا ځای پرېږدو.

*     *     *

سور لښکر د کندهار  ښار ته نږدې واړول. خيمې ودرېدې، درانه توپونه په اوږده کتار کې منظم شول، د  پسونو غاړو ته چړې سيخې شوې، تور دېګونه بار شول….

خسرو خان خپله کيڼه سترګه پټه کړه، نيم ګز اوږد دوربين يې ښی سترګې ته ور نږدې کړ، مخامخ يې وکتل، ويې ويل:

_مازديګر ته حمله کوو.

يوه پوځي په خواره خوله وويل:

_صېب! لښکر ستړی دی!

خسرو خان چيغه کړه!

_احمقه!  دومره صبر نه شم کولی، دا کوچينی ښار څه ستړيا غواړي، پرې ورشئ،ښار ته اور ورته کئ، غواړم چې د ماښام ډوډۍ د لمبو رڼا ته وخورم.

خسرو خان سرې خيمې ته ننوت. اوږد وغځېد. شېبه وروسته څو تنه قوماندانان ورغلل، پر مېز يې يو کاغذ وېړ کړ.

خسرو خان وويل:

_څه دي؟

_صېب! د ښار نخشه، له کومې خوا پرې ورشو؟

خسرو خان وخندل، کېناست، نخشې ته يې وکتل، ويې ويل:

_ډېر وارخطا ياست؟

يوه قوماندان وويل:

_صېب! ميرويس خان په زرګونو جنګيالي لري، زموږ د معلوماتو له مخې د هرې کلا دېوالونو ته توپونه خېژول شوي دي.

 موږ   …
خسرو خان چيغه کړه!

_د وېرې خبرې مه کوئ! څه کم، دېرش زره کسان يو وړوکی ښار نه شئ نيولی!

غلی شو، نخشه يې ور واخيسه، ويې ويل:

_جنګي کلا تر ټولو را نېږدې ده!  له همدې خوا پرې ورځو، توپونه ور مخکې کړئ! حمله به تر لمر لوېدو مخکې کوو.

نخشه يې سره ټوله کړه، تر څنګ ولاړ  په ونه لوړ ځوان ته يې وکتل، ويې ويل:

_قلي بېګه! لومړی به ستا تر قوماندې لاندې اووه زره جنيګالي پر ښار ورځي!

عباس قلي بېګ وويل:

_په سترګو!

په تا پسې به لس زره نور سپاره  در روان وي، قومانده يې زه په خپله غاړه اخلم، اوس اوولس زره کسان بس دي.

ټول غلي ول….

خسرو خان نخشه ور ټوله کړه، و يې ويل:

_د حملې له پاره تياری ونيسئ! خو ګورئ! ان ولاړه لوټه به هم تر پښو لاندې کوئ!

*     *     *

درب شو، ميرويس نيکه منډه واخيسته، د چهل زينو د غره پر لوړه ودرېد، د توپ د ګولۍ دوړه جنګي کلا ته نږدې ولاړه وه.

څو پرله پسې توپونه ودربېدل، د ښار څنډې له دوړو ډکې شوې. له کلاوو د ښځو او ماشومانوچيغې راتلې….

ميرويس نيکه د يوه توپ تر څنګ ودرېد.

توپچي وويل:

_صېب! د دښمن د خيمو تر مخ تورې غوټې ښکارې، فکر کوم چې توپونه ښار ته را نږدې کوي. ستا امر ته ماتله يو.

ميرويس  نيکه وويل:

_موږ په لوړه کې يو، له دې ځايه د  توپ ګولۍ ور رسېږي، خو مه کوه! يو څه بايد نور هم را نېږدې شي.

وخت ووت، ميرويس نيکه وويل:

_اوس يې وخت دی!

د چهل زينو د غره پر لوړو اېښودل شوي لس توپونه يو په بل پسې وغړمبېدل. د دښمن په ليکه کتار توپونو کې دوړې پورته شوې.

له هاخوا هم د توپونو له خولو سپين لوګي را ووتل، ځينې ګولۍ د جنګي کلا پر  دېوالونو ولګېدې، نورې تر کلا واوښتې، په ښار کې څو ځايه سرې لمبې را وګرځېدې…

توپونه غلي شول، د دښمن د خيمو تر مخ زرګونه سپاره ودرېدل. مخکې راغلل، بېرته ودرېدل. د لومړي لښکر تر شاپه لنډه فاصله کې بل لښکر ودرېد، دوهم لښکر لوی و.

ميرويس خان چيغه کړه!

_توپونه تيار کړئ!

د عباس قلي بېګ په مشری اووه زره کسيز  لښکر حرکت وکړ، آسونه تېز شول، چيغې راتلې….

ميرويس نيکه وويل:

_اوس!

ځمکه ولړزېده، لس توپونه په يو بل پسې تش شول. د جنګي کلا  د دېوالونو پر سر ايښي توپونه هم ودربېدل. د عباس قلي په لښکر کې سرې لمبې را وګرځېدې، دوړې پورته شوې… آسونه ولوېدل، له درده ډکې تېرې چيغې اورېدل کېدې، خو لښکر ونه درېد، هماغسې مخکې روان و.

شېبه وروسته  له دواړو خواوو زرګونه ټوپکې تشې شوې…د جنګي کلا  له دېوالونو ګڼ جنګيالي ولوېدل.

د خسرو خان تر قوماندې لاندې لس زره کسان هم  د کلا تر دېوالونو ور ورسېدل.

د توپونو او ټوپکو له خولو اورونه بادېدل، ښار د ښځو او ماشومان له چيغو ډک وو.

ميرويس نيکه چيغه کړه!

_د بهادر خان د حملې وار دی!هيندارې تيارې کړئ!

څو لويو آينو ته د مازديګرني لمر ژېړې وړانګې سيخې شوې.

ناڅاپه  د قيتول د کلا عمومي دروازه خلاصه شوه، د بهادر خان تر مشرۍ لاندې څلور زره جنګيالي له کلا را ووتل، د خسرو خان پر لښکر ورغلل…څلور زره ټوپکې يو ځای تشې شوې، د خسرو خان په سلګونو جنګيالي ولوېدل. د خسرو خان لښکر شاته لاړ، د عباس قلي او خسرو خان د لښکرو تر مينځ فاصله ډېره شوه.

له کلاوو، کورونو، ونو، کوڅو… ډزې کېدې، د حسن قلي جنګيالي يو په بل پسې لوېدل….

د دښمن په لښکر کې وېره او وحشت ګډ شو، د شاته تګ نارې پورته شوې. ماښام په خپلو خيمو کې ول.

خسروخان په غوسه ښکارېده، ده په لومړۍ حمله کې يو نيم زر تلفات درلودل.

په يوه مياشت کې يې پر ښار درې نورې حملې هم وکړې، خو له تلفاتو پرته يې کومه ګټه ونه ليده، دا ځل د جنګي کلا تر څنډو پورې هم ونه رسېد.

خسرو خان وپوهېد چې د ښار نيول اسانه خبره نه ده، ده يو بل فکر وکړ، خپلو قوماندانانو ته يې امر وکړ چې د ښار د محاصرې تياری ونيسي.

ده د ښار په محاصره کې برياليتوب ليد.

خپلو قوماندانانو ته يې وويل:

_د ښار اوسيدونکې بله لاره نه لري. درې، څلور مياشتې وروسته به يا له  لوږې مري، يا به تسليمېږي.

*     *     *

ميرويس نيکه له اوله پوهېده چې ښار تر محاصرې لاندې راځي، ده خپل قوماندان را وغوښتل، اوږدې محاصرې ته د تياري په اړه وغږېدل، ويې ويل چې د دوو کلونو له پاره خواړه لري، خو بيا دې هم له خوراکي موادو سره احتياط کوي.

وروسته يې وويل چې د ښار د باندې هم بايد يو څوک ولرو چې د قبيلو له مشرانو سره خبرې وکړي، لښکر جوړ کړي او راتلونکي ته تياری ولري. ده دا مسووليت سيدال خان ته ور وسپاره، خو سيدال خان او نورو قوماندانانو وويل چې د دې کار له پاره تر ټولو ميرويس نيکه ښه دی، دی د قبيلو له مشرانو سره په ژبه پوهېږي، له ټولو قومونوسره نېک راوبط لري، باوري کس دی او ډېر خلک پرې را ټولېدای شي.

ميرويس نيکه نه منله، ويل يې چې خپل اولس يواځې نه شي پرېښودلای، خو د نورو ټينګار دې ته اړ کړ چې د هغوی خبره ومني.

قوماندانانو وويل چې دا محاصره اوږده ده، ميرويس نيکه دې خپله کورنۍ هم له ښاره وباسي، خو ميرويس نيکه وويل چې ټول ښار د ده کورنۍ ده. که ښار  مرې که پايي، د ده کورنۍ به هم ورسره وي.

ميرويس نيکه په دوهمه ورځ يواځې له سلو جنګياليو سره له ښاره ووت.

يوه اوونۍ وروسته تر ټول ښار پردي عسکر راوګرځېدل،خسرو خان خپلو جنګياليو ته امر وکړ چې د هوا مرغان به هم ښار ته  له ننوتو او راوتو راګرځوئ!

ميرويس نيکه لومړی کلات ته لاړ، له مختلفو قومونو سره وغږېد، ټولو د مرستې ژمنه ورکړه. مياشت وروسته يې د چمن او بوري خواته حرکت وکړ، له بلوڅو، کاکړو او د نورو قومونو له مشرانو سره يې  خبرې وکړې، بيا د ابداليو ځينو پاتې مشرانو ته ورغی، ټولو قبيلو د خپل ګډ کور د خلاصون له پاره د مرستې ټټرونه ووهل.

ميرويس نېکه له مختلفو قومونو درې زره جنګيالي برابر کړل، مانجې ته لاړ،  همالته يې واړول، کله کله به له ښاره د  کوترو په واسطه پيغامونه ور ته را رسېدل. تر دې دمه د ټولو قوماندانانو روحيه قوي وه.

محاصره اوږده شوه، کله کله به دواړو غاړو ته توپونه وغړمبېدل، خو د خسرو خان لښکر له خپلو مورچو  مخکې نه ورتلل.

د مني  په يوه سړه شپه کې د سيدال خان زر  تکړه سپاره له ښاره  راووتل، د ښار په لويديځه برخه کې يې د خسرو خان پر عسکرو يرغل ور ووړ، خو ګټه يې ونه کړه، له راغلو زرو  جنګياليو ايله څلورو سوو کسانو بېرته  روغي پښې يووړې.

ميرويس نيکه يو کوچينۍ کاغذ د کوترې پر پښه ور وتاړه، سيدال خان ته يې ليکلي و  چې د خسرو خان د لښکر خوراکي مواد په خلاصېدو دي، ډېر وخت مقاومت نه شي کولای.  اوس يواځې ښار وساتئ!

د ميرويس نيکه خبره سمه وه، د خسرو خان د عسکرو خوراکه اېله پنځه  مياشتې بس شوه. زرګونو آسونو هم واښه غوښتل، خوار او ناروغ  آسونه به چړو ته سيخېدل. وږو عسکرو به  د آسونو غوښې  خوړلې.

خو د پسرلي په پيل کې بېرته ښه شول، ښار ته نږدې يې له هلمنده د راتلونکو  کوچيانو په سلګونو مېږي، پسونه او اوښان را وګرځول او وږی لښکر د يو څه وخت له پاره بېرته موړ شو.

آسونه هم بېرته يو څه په غوښه پټ شول، شنه باغونه، د ونو پاڼې  او راشنه شوي واښه ورته ښه ول.

ميرويس نيکه د کوچيانو د تګ لاره بدله کړه. ده د کندهار لويديځو او شمالي برخو ته خپل کسان ولېږل چې پر دښتو يې پام وي.

د جوزا د مياشتې په لومړيو  کې يې، هغه سلګونه په خوراکي موادو بار اوښان را وګرځول چې له هراته  د خسروخان مرستې ته راتلل.

د خسرو خان په لښکر کې بيا لوږه ډېره شوه، دوی به د روغو آسونو پر ستونو چاړې ور تېرولې.

خو د هوا په ګرمېدو سره د ميرويس نيکه زړه ولوېد. سيدال خان ورته ليکلي و چې د غنمو په ذخيرو کې تورې وړې حشرې پيدا شوې او تر نيمايي ډېر غنم  يې له خوراکه ايستلي دي.

د اوړي په لومړيو کې د ميرويس نيکه جنګيالي ډېر شول. له غزني، کلات، هلمند او نورو سيمو ګڼ کسان راغلل. د ميرويس نيکه د جنګياليو شمېر شپږو زرو ته ورسېد.

له ښاره خواشينوونکي پيغامونه را رسېدل، يواځې ماشومانو درې  وخته وچه ډوډۍ خوړلی شوای. نورو به په دوه وخته ګوزاره کوله.

ميرويس نيکه  يو ځل د محاصرې پر ليکې حمله ور وړه، نه کېده، د خسرو خان جنګياليو سخت مقاومت وکړ، بېرته را وګرځېد.

ميرويس نيکه فکر وکړ، ده بايد د دښمن ځينې عسکر له مورچو را ولاړ کړي وای. يوه شپه يې د محاصرې ليکې ته نېزدې څو پسونه پرېښودل.  له سپيده چاود سره  د خسرو خان دوه، دوه نيم  سوه وږي جنګيالي له خپلو مورچو منډه ور واخيسته،  خو په ونو او کنډوالو کې د ميرويس نيکه ناستو جنګياليو د ټوپکو نلۍ ور واړولې، دوه، دوه نيم سوه کسان يو په بل پسې ولوېدل، خو دا چل بيا نه شوای تکرارېدی.

په ښار کې هم لوږه ډېره وه، د ماشومانو درې وخته ډوډۍ، دوه وخته شوې وه، لويانو ته به يواځې يو وخت ډوډۍ ورکول کېدله.

ميرويس نيکه خواشينی و، نه يې خوراک ته زړه کېده او نه يې هم پوره خوب درلود. ډېر وخت به په فکرونو کې ډوب و. ده بايد د ښار محاصره ماته کړې وای.

سردردې ورته پيدا شوه، کله کله به يې له پزې وينه راتله. طبيبانو د استراحت مشوره ورکړه، خو ميرويس نيکه کرار نه کېناسته، دی به سره لمر ته ټوله ورځ پر آس سپور و،  تر محاصرې به را ګرځېده، د دښمن کمزوري ټکي به يې مالومول.

کله کله به يې آس ليرې ودراوه، سلګونه ګزه به پر سينه وښويېد، د انګورو په وچو جووو   او لښتيو کې به مخکې لاړ، د محاصرې ليکې ته به نږدې ورغی، په ساعتونو ساعتونو به د اوړي سره لمر ته پروت و او د دښمن جنګياليو ته به يې په ځير ځير کتل….

يوه غرمه  د نورو خيمو په مينځ کې ولاړې يوې لويې خيمې ته بګۍ ودرېدې، ميرويس نيکه ورته ځير شو، څو ځله يې پر سترګو لاغلې خوله پاکه کړه، بګيو ته د لرګي درانه صندوقونه ور پورته کېدل.

بګۍ ډکې شوې، حرکت يې وکړ، د محاصرې له خط سره سمې تلې، خو چېرته چې به توپ و، وبه درېدې، هر توپ ته به څو صندوقونه کښته کېدل.

ميرويس نيکه وپوهيد چې دا لويه خيمه د توپ له ګوليو ډکه ده.

بله شپه يې درې سوه جنګيالي ور سره کړل، له ټولو سره يواځې غشي او ليندۍ وې، خو د غشوڅوکو ته په تېلو لړلې ټوټې ور اغوستل شوې وې. دوی په تياره کې مخکې لاړل. وچو باغونو ته ورسېدل، د اوږده ړنګ دېوال شاته کېناستل، څو ځايه يې له ځان سره وړو وچو ځوځو ته خوله ورکړه،  د غشو پر سر تړلو غوړو ټوټو اور واخيست، په يوه ځل درې سوه بلې غشې پر لويه خيمه ورغلې.

په خط کې چيغې شوې، ټوپکې وډزېدې، له دېواله مړې لوټې راولوېدې. ميرويس نيکه له خپلو ملګرو سره شاته منډه واخيسته، څو کسان  ولوېدل، نورو ليرې د باغونو په ړنګو دېوالونو کې سا ونيوله.

ټولو خيمې ته کتل، چيغې وې، اور ته د اوبو ډک سطلونه ور وړل کېدل….

يودم درب شو، ځمکه ولړزېده،  ميرويس نيکه پر  دېوال لاس ونيو، غوږونه يې ډب شول.

په لويه خيمه کې د توپ سلګونه ګولۍ چاودلې وې. لويې خيمې ته نږدې خيمو هم اور اخيستی و.

ميرويس نيکه سهار وختي پر آس پښه واړوله، له ليرې يې د چاودنې ځای ته وکتل، پراخه ساحه تکه توره ښکارېدله. په هديره کې د خسرو خان وژل شويو پوځيانو ته  سلګونه نوي قبرونه کيندل کېدل.

د خسرو خان په لښکر کې وېره  خپره شوه، يوولس مياشتې محاصرې له لوږې او نا اميدي پرته بل څه نه لرل.

يوه ورځ خسرو خان ته خپل  څو قوماندان ورغلل، وړانديز يې دا و چې محاصره ماته او بېرته د هرات خواته حرکت وکړي.

د خسرو خان له خولې لاړې باد شوې، ورغلي قوماندان يې توپ ته وتړل.

 دې کار د ډېرو جنګياليو روحيه لا پسې کمزورې کړه، په ستړي او وږي لښکر کې ګډوډي ډېره شوه، ډېرو پوځيانو دا محاصره بې فايدې ګڼله…په سر تېرو کې به برالا چيغې اورېدل کېدې چې موږ  خپلو کورونو ته ځو.

له خسرو خان سره مخالفتونه ډېر شول،  مجبور و، محاصره يې ماته کړه، درويشت زره ورپاتې پوځيان يې د  ښار  جنوبي څنډو ته  ورټول کړل.

*     *     *

ميرويس نيکه له خپلو پنځو زرو جنګياليو او  له  خوراکي موادو ډک کاروان سره ښار ته ننوت. کاروان ته په زرګونو تور، خيرن او  ډنګر لاسونه ور وغځېدل. سپرو په پاستو کې پيچلې پخې غوښې ورکولې.

کورونه ړنګ ول، دېوالونه تور ښکارېدل، د زرګونو وړو_ زړو، ښځو او ماشومانو د غومبرو هډوکي را ختلي ول.

ميرويس نيکه له آسه کښته شو، په ړنګو دېوالونو کې سره لمر ته پرتې  ماشومې ته ور وګرځېد. کېناست، يوه شېبه يې د ماشومې ببرو وېښتو، شکېدلو جامو او په ډنګر، سپېره  مخ کې تر پټو سترګو  را ګرځېدلو تورو حلقو ته وکتل. غاړې ته يې لاس ور ووړ، سړه وه.

يودم يې ماشومه له ځمکې را پورته کړل، د هغې سر يې پر خپل ټټر پورې ولګاوه. غريو واخيست.

ماشومه يې د يوه ړنګ دېوال سيوري ته پرې اېسته.  ودرېد، شاو خوا يې وکتل، په خاورو کې ښځې او ماشومان ناست ول، له چاودو، خيرنو ، ډنګرو ګوتو يې غوړ څڅېدل، پر پخو غوښو يې بې واره خولې لګولې…

ميرويس نيکه يوه بام ته وخوت، د بازار او کورونو ړنګ دېوالونه لوګو وهلي ول…

له بامه کښته شو،  آس ته ور وګرځېد، پر اوږه يې لاس ولګېد، په بېړه يې مخ ور واړاوه. څلور هډوکي، ډنګره پېغله ولاړه وه.

ميرويس نيکه په ځير ځير ورته وکتل.

نجلۍ په غريو کې وويل:

_ابا! زه يم، زينبه!

 ميرويس نيکه يو دم خپله لور په غېږ کې ونيوله، زينبې په چيغو چيغو  وژړل…

د ميرويس نيکه په سترګو کې اوښکې ډنډ وې، يوه شېبه يې خپله لور په غېږ کې ونيوله، بيا يې پر ککرۍ ښکل کړه، په غريو کې يې وويل:

_نور چېرته دي؟

يو غږ يې واورېد:

_ابا!

 ور ويې کتل. محمـود او حسين دواړه ولاړ ول. په لاسونو کې يې ټوپکې ښکارېدلې.

ميرويس نيکه  تر درېيو واړو اولادونو  يو ځای لاسونه را وګرځول. ټولو يوه شېبه اوښکې تويې کړې، بيا يې يو يو پر ټنډه ښکل کړل. پر خپلو لندو سترګو يې لستوڼۍ تېر کړ، ويې ويل:

_مور مو ښه ده؟

زينبې وويل:

_هو، د نارنج په ماڼۍ کې د ناروغو ښځو او ماشومانو خدمت کوي.

ميرويس نيکه يو ځل بيا خپلو اولادونو ته وکتل، له اوښکو ډکې سترګې يې وځلېدې، يودم يې وخندل:

_حسينه! ته ډېر نه يې خراب شوی، تر زينبې او محموده يو څه  په غوښه پټ يې، د نورو حق خو به دې نه وي خوړلئ!

زينبه په ژړا کې خندا واخيسته: :

_نه ابا! مور او محمود ورور مې موږ دواړه په ګېډه ماړه ساتلو، خپله برخه وچه ډوډۍ به يې راسره نيموله.

ميرويس نيکه يو ځل بيا خپل اولادونه په غېږ کې ونيول.  ويې ويل:

_وروسته به په کراره کيسې سره کوو، هلئ! اوس وږي ماشومان ماړه کړئ!

درې واړو د خپل پلار لاسونه ښکل کړل.

ميرويس نيکه پر ټولو کلاوو را وګرځېد، نيمايي ښار ړنګ و، د کلاوو برجونه اودېوالونه توپونو خوړلي ول. د چهل زينو د غره په لمنه کې د ښار عمومي هدېره څو ځله لويه شوې وه.

ميرويس نيکه د جنګي کلا  زېرزميني ته ور کښه شو، په سلګونو ناروغان پراته ول، طبيبانو نوي راوړي درمل ورکول…په دوهمه ورځ يې د نارنج  د ماڼۍ په لوی سالون کې قوماندانان او د قبيلو مشران را ټول کړل. د ټولو زړونو ته لوېدلې وه چې  خسرو خان پر ښار وروستۍ حملې ته تياری نيسي.

دوی پوهېدل چې دا جګړه برخليک ټاکونکې ده. ماته خوا به له رېښو  راخېژي.

ميرويس نيکه له ټولو قوماندانانو راپور وغوښت. يو ساعت وروسته وپوهېد چې شپاړس زره جنيګالي لري او د توپونو ګولۍ هم د يوې زورورې حملې له پاره کفايت کوي.

ده غوښتل چې دا ځل له ښاره د باندې پر دښمن حمله وکړي. ميرويس نيکه پوهېده چې د خسرو خان جنګياليو ته کال مخکې جنګي روحيه نه ده ور  پاتې. وږي او نهيلي دي. ده په لومړي او ناڅاپي بريد کې خپله ګټه ليده.

ميرويس نيکه خپلو قوماندانانو ته د جګړې د تياري امر وکړ.  هغوی  ته يې وويل، مخکې تر دې چې خسرو خان خپل لښکر تيار او پر ښار راشي، موږ له ښاره ور وځو.

دوی تر نيمې شپې د جګړې پر نخشه وغږېدل. په سبا يې د چهل زينو او  جنګي کلا پرته نور توپونه د ښار مينځ ته راوړل، د ماښام په تياره کې له  پلان سره سم،  عزيز خان نورزی له څلورو زرو جنګياليو سره له ښاره ووت.

ماخستن ټول ښار د ډولونو غږ پر سر واخيست. هر توپ  پر دو قوي آسانو پسې وتړل شو. د توپونو د  ارابو غنجا د ډولونو په غږ کې ورکه وه.

تر نيمې شپې له ښاره پنځوس توپونه ووتل او په داسې کنډوالو  او هوارو ځايونو کې ودرول شول چې ګولۍ يې د خسروخان سلګونو خيمو ته ور رسېدای شوای.

 له هرې کلا په زرګونو جنګيالي را ووتل، تر سپيدو مخکې د جنګي کلا تر مخ اته زره آسونه ولاړ ول. چوپه چوپتيا وه، په اتو زرو جنګياليو کې ټوخی هم نه اورېدل کېده، کله کله به يو _نيم ځای اغوستې زرې وشرنګېدې.

له اوږدې چوپتيا وروسته ميرويس نيکه وويل:

_اوس يې وخت دی.

د جنګي کلا په يوه برج کې مشعل بل شو، ناڅاپه د پنځوسو توپونو له خولو سرې لمبې را ووتې، ځمکه ولړزېده، د خسرو خان په ويده لښکر کې اورونه بل شول.

ميرويس خان خپل آس ته پونده ورکړه، زوروره چېغه يې له خولې راووته!

_حمله!

اتو زرو آسونو مخامخ منډه  واخيسته، تر خپلو توپونو تېر شول، له مقابل لورې يواځې د توپونو دوې ګولۍ راغلې،  د عزيز خان نورزي څلورو زرو جنګياليو د دښمن توپچيان سر پورته کولو ته نه پرېښودل.

له رڼا سره تن په تن جګړه ونښته. چيغې وې، تورې شرنګېدې…وينو دارې وهلې….
د خسرو خان د جنګياليو تلفات ډېر و، دې ناڅاپي حملې خوبولو وارخطا عسکرو ته دومره وخت نه و ورکړي چې ان خپلې زرې واغوندي. توپچيان يې هم توپونو ته نه شوای ور ولاړېدای.

لمر را وخوت، له مړو دوړو چيغې او د تورو شرنګا راتله….

خسرو خان پر آس سپور و، دی زړور جنګېده.

ميرويس نيکه ځان ور ورساوه، د دواړو تورې سره وجنګېدې، تر مينځ يې يو سپور تېر شو، خسرو خان توپانچه را وايسته، يو غشۍ د ميرويس خان د آس تر غاړې ووت،خسرو خان ماشه کش کړه، آس ولوېد، ګولۍ تشه تېره شوه.

ميرويس خان ټوپک ته ور وښويېد، تش و.  خسرو خان ته يې وکتل، توره يې  په لاس کې وه، په تيزی سره راته. ميرويس خان شاوخوا وکتل، هېڅ هم نه و. خسرو خان ته يې سترګې ور واړولې، په خاورو  کې پروت و، نېزه يې تر زړه ختلې وه.

د دښمن په لښکر کې وارخطا چيغې پورته شوې:

_خسرو خان يې وواژه! خسروخان يې وواژه، خسرو….

د دښمن په لښکر کې ماته ګډه شوه، پلو او سپرو منډې وهلې…

شېبه وروسته ټوله دښته د انسانانو او آسونو جسدونو نيولې وه. د اورو لمبې لا نه وې ناستې. ځای ځای تور لوګي پورته کېدل.

د خسرو خان نيمايي عسکر  وژل شوي وو. نور د  هرات خواته په تېښته بريالي شول.

*     *     *

غمونه هېر شول، خلکو  له سلو کلنو وروسته د آزادۍاحساس کاوه. ټول خوشاله ول. د ميرويس نيکه په امر جنګي کلاوي بېرته ورغول شوې، بازار  او کورونه جوړ شول، په خلکو کې د  خوشاله ژوند هيلې را وټوکېدې.

مېرويس نيکه شپه او ورځ کار کاوه، ټول پوځيان يې منظم کړل، پوځي چوکاټونه يې ورته جوړ کړل. د ده په لښکر کې  له ټولو قومونو را ټول، شل زره منظم پوځيان موجود ول.

ده  د هند مغولي حکومت ته خپل استازي  ور ولېږل،  له هغوی سره يې تجارتي روابط پياوړي کړل.

د خسرو خان  له ماتې وروسته يو ځل بيا صفوي حکومت يو لښکر جوړ کړ او د رستم خان تر قوماندې لاندې يې حملې ته را ولېږه، خو د کندهار تر څنډو هم نه را ورسېدل.  مات شول  او صفوي حکومت بلې حملې ته زړه ښه نه کړ.

ميرويس نيکه شپه او ورځ د خپلو خلکو د هوساينې له پاره کار کاوه. سر دردي يې ډېره شوې وه، ډېر وخت به يې له پزې وينه راتله. طبيبانو داستراحت خبره ورته کوله، خو ميرويس نيکه به ټوله ورځ د خلکو ستونزو ته د حل لارې لټولې، تر نيمې شپې به د قومونو له مشرانو سره ناست و. ټول يې يووالي او اتفاق ته رابلل….

اخير ناروغۍ غلبه پرې  وکړه، په دوه څلوېښت کلنۍ کې له پښو وغورځېد او په بستره کې پرېووت.

ښار له خواشينۍ ډک و، وړو _زړو  ژړل، دوی د خپل مشر د روغتيا  له پاره دعاوې کولې….

*     *     *

وړه مرغۍ په هوا کې وچوڼېده، وزرونه يې خلاص کړل، پر شنه پټي ور کښته شوه، دهقان کولبه وهله، د وني سيوري ته ناستې ځوانې ښځې ور غږ کړل:

_راځه! سا سمه  که! نوين ( تازه ) کوچ مې له تاوده پاستي سره در ته راوړي دي.

مرغۍ پورته شوه،  په دښته کې لوی تجارتي کاروان  بې غمه  روان و، يو مسلح کس هم نه ورسره ښکارېده.

مرغۍ د يوه ښار څنډو ته ورغله، څو ماشومانو په يوې سپينې جنت کوکۍ ( پتنګ ) پسې منډې وهلې… خندل يې، پايڅې يې ګڼو وښو شنې کړې وې….ور هاخوا څو پېغلو له روانو اوبو منګي ډکول…

مرغۍ د ښار پر سر تېره شوه،  ښار ژوندی و، دوکانونه له مختلفو خوراکي موادو ډک ول.

د ډول غږ راغی، په يوه کور کې واده و، ګڼو ځوانانو د اتڼ ګرده داېره جوړه کړې وه.

مرغۍ پورته وخته، د اوو کلاوو پر دېوالونو منظم پوځيان ولاړ ول، خپلواک بيرغونه رپېدل…د توپونو خولې ټيټې وې.

مرغۍ لاره چپه کړه، تر کروندو تېره شوه، لنډه دښته يې په مخه ورکړه، د يوه قبر پر سر پر را شنه شوې ترخه کېناسته.

د قبر په مرمرينه شناخته ليکل شوي ول:

_د ستر غازي او خپلواکي اخيستونکي الحاج ميرويس نيکه مقبره.

د زېږيدو نيټه    ١٠٨٤ ه ق کال _وفات ١١٢٨ ه ق کال

لاندې يې د ميرويس نيکه مشهوره وينا ليکلې  وه:

((که سره يو نه شئ، له خپلو اوږو دپرديو جغ نه شی لري کولای)).

(پای)

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *